ليكنـــــــــــــــــــې

 

غوټۍ

لوی څارنوال له فسادسره لاس اوګرېوان دی!

په کورنيوچارو،وزارت کې دلوی څارنوال لخواددغه وزارت اداري رئيس دنيولوحکم،په کورنيوچارووزارت کې،يولړاندېښنې رامنځته کړي اودلوی څارنوال په مقابل کې دتېرپه څېرتوطيې اومخالفتونه ډېرشويدي،چې په نتيجه کې لوی څارنوال له فساداوفاسدانوسره لاس اوګرېوان دی!

 دکورنيوچارو،وزارت وزير(ښاغلي ضرارآحمدمقبل) له خپلوبانډي انډيوالانوسره يوځای دلوی څارنوال پرخلاف جبهه جوړه کړې،چې په سرکې يې دولسي جرګې  مشر(ښاغلی يونس قانوني) واقع دی. دکورنيوچارووزيرپردې خفه دی،چې لوی څارنوال ولې ددۀدچارواکيوپه اړه  دنيولوحکم صادرکړی؟ځکه دی پوهيږي چې له دې اونورونيونوسره به يې دوزارت رازونه اوفسادبرمالا شي!اودنورورئيسانونيولوته به يې  هم لاره هواره شي!

 له همدې کبله دشمالي ټلوالې ټولوپه ګډه په لوی څارنوال پسې پاينسې رابډوهلي اوکله يې په يوه نامه او کله يې په بل نامه بدناموي. پدې لړکې قانوني دلوی څارنوال په مقابل کې هڅول شوی،چې هغه ولسي جرګې ته وغواړي.اوله دې لارې يې په څه ناڅه توګه  بې کفايته او ناکام  وښيي اومخه يې دکورنيوچاروله وزارت نه بلې خواته واړوي!

 سړی چې دې وضعې ته ګوري،خوله يې وازه پاته کيږي،چې لويه خدايه که  دهېواد،دسمسورتياپه هيله هم يوغل  نيسې نولانجه به درته جوړيږي اوله  مختلفوانسانانوسره به لاس اوګرېوان کېږې! چې داڅومره لويه بدبختي ده!

 دحيرانېدن خبره ده،چې دغه چارواکي اودولسي جرګې مشر ښاغلی قانوني دغلواورشوت خوروملاتړکوي نوبيابه له نورونه سړی څنګه ګيله وکړي؟ اوپه خاصه توګه دوطن له دښمنانوڅخه؟ په هرصورت که دوی غله حمايه کوي اودفاع ته يې لاره خلاصوي،نومالومه شوه،چې حکومت له سرنه ترپايه پورې دغلواو مافياپه لاس کې دی!اوسم خلک پکې نشته او هرمهال چې په حکومت کې سم خلک نه وي نو هغه حکومت يوه،ورځ نه يوورځ خاماخانسکوريږي!

   که په رښتيا هم چارواکي غواړي،چې وطن جوړ شي.ستونزې لرې شي، سوکالي اوابادي رامنځته شي،نوپه اوسنۍ اداره کې اصلاحات حتمي دي.د غلواوفاسدو چارواکيونيول اوهغوۍ ته سزا ورکول بې حده ضروري دي! او هان پرهرې پاليسۍ اوسټراټيژۍ باندې بياغوراو فکرپکاردی!

 خوولې  ولسي جرګه اودکورنيوچارو،محترم وزيرددغواصلاحاتوپه وړاندې خنډ ګرځي؟نه  پرېږدي،چې غلواوفاسدو چارواکيوته سزاورکړل شي او هېوادوال له دغه وړ فاسدو چارواکيونه بې غمه شي؟ايادميلونونوهېوادوالو لپاره خوښي،ديوۀ فاسدچارواکي پرګوښه کولو هم نه شي اخيستلای؟

 افسوس، سل ځلې افسوس، وطنه! چې ستا له دې مبارکې ګېډې نه داسې بې احساسه اوخاين بچيان راپيداشوي!

 په پايله کې، بايدووايوچې هېوادمشرکرزی او نورهېوادپال اشخاص  دې دلوی څارنوال دمخالفتونوپه کمولواودقانون په پلي کولوکې ښه په زغرده مرسته وکړي! ترڅوغلواو رشوت خوروچارواکيوته چې وطن يې له تباهۍ اوافغانيت يې له شرم سره مخامخ کړی  پوره سزا ورکړل شي!

 همداشان  لوی څارنوال دې  هم خبروي،چې فاسدوچارواکيوته دملحوظاتوپربناسزانه ورکول له وطن اوځورېدلي ولس سره ستر خيانت اوظلم دی! نوخدای(ج) دې وکړي، چې دی له دې سترخيانت اوظلم  څخه ځان وژغوري!

( وږی ١٣٨٦)

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.