|
یوه نوې
مسلمانه شوې زده کونکې
د
امریکایي ښونځي یوه لومړی به ما حجاب یوازې په جومات کې دننه کولو او د جومات نه بهر به مې د اوږدو لستوڼو شرټ او پېنټ ( دریشي ) اغوستله خو یو څه موده وروسته مې ورپسې د خپل ژوند دا ادا هم باحجابه کړه ، او همدغه شان د پسرلي د رخصتیو نه وروسته زه په لومړي ځل ښونځي ته په حجاب کې لاړلمه کله چې زه د کوره ووتلمه او ښونځي ته روانه ومه نو عجیبه احساسات، او خیالات زما مخې ته راتلل اوپه خیالاتو احساساتوکې ډوبه ښونځي ته ورسېدلمه او لومړۍ ورځ مې تېره کړله نو زه د خپلې دې تجروبې له برکته ډېره محفوظه ومه . په ښونځي کې هر چا به ماته رڼۀ رڼۀ کاتل زما دا نوې ادا ورته ډېره په زړۀ پورې وه او هم ماته خپل ځان یوه لوړه هستي ښکارېدله د تفریح په وخت کې زما ټول هم ټولګیان رانه راتوشول او زما نه یې د حجاب په اړه پوښتنې شروع کړلې زما ښونکې ته هم زما دا نوې ادا خوراپه زړۀ پورې وه کله چې هغې زما نه راتو زما همټولګیان ولیدل نو وړاندیز یې وکړلو چې د پوښتونو دا لړۍ به ( تاریخ)په ټولګي کې هم روانه وي . دا وې څلور کاله پخوانۍ خبرې . د دې نه وروسته ما د حجاب د هغه ټولو ګټو تجروبه هم وکړه د کومو ګټو ذکر چې په القرآن الکریم کې شوی دی لومړۍ ګټه مې دا وکړه چې زه خپل ښځینه توب ډېر پاک احساسوم، ځکه چې زما ښځینه توب د نور کله په شان د کومې جنسي خوند نېنځکې په شکل کې ندی. دویمه ګټه مې دا وکړه چې زه د لرې نه یوه مسلمانه ښکارمه حجاب زما سره د خلکو په پېژنګلوۍ ، او خلکو ته زما په پېژندګلوۍ کې ډېره مرسته وکړه زه اوس هغه جنۍ یم چې هم په کور او هم له کوره بهر حجاب کومه او پدې خبره پوره باور لرمه چې هېڅ یو انسان دا حق نه لري چې د یو چا په حجاب بېځایه ملنډې ووهي او یا یې د خبرو اترو لپاره موضوع جوړه کړي حجاب د هغه ظاهري اعمالو څخه یو دی کوم چې انسان د خپلې عقیدې ښکاره اظهار ته اړباسي حجاب زما په ژوند ، کړو وړو، او ناسته پاڅته کې ډېر ستر بدلونونه راوستل او اوس داسې احساسومه چې دا دومره ډېر خلک د حجاب په اړه منفي خیالات ولې لري . ؟
د امریکایي ښونځي یوه مسلمانه زدکونکې لیلا اوزګر اونۍ/ نۍ د ١٣٨٦ ل کال د مرغومې ۲۲ د ۲۰۰۸ زکال د جنورۍ۱۲ |