|

پوهانددوکتور زيار
اکسفورډ،5-3-07
له علمي تر
ژورنالېستيکي مخامختياوو
پښتانه رښتيا
له سيال سيالۍ وتلي او يتيمان شوي ؟
((دری)) ژبه
نه، بلکې د افغاني پارسي ګړدود يو درغلي نوم
دی
د هڅاندليکوال او تاريخوال
ګران او منلي اعظم
سيستاني صاحب
د خاوران انټرنېټپاڼې د تازه سپکو سپورو پر
وړاندې له مصداق صاحب سره خواله کړي او په
ټوليز ډول يې د ګردو انتي پشتونېستي زهرژلو
هرزه برزه وو پروړاندې د پښتنو ليکوالو ناغېړي
او بې توپيري ژړلې ده. په داسې اکر کې چې زه
ورسره هم تر ډېر ځايه يو خوله او يو غږيم،
خو د ځينو خرخشو او ورانپوهاويو د لرې کولو
لپاره يې څو ټکي ور روښانول اړين بولم، په
لاندې ډول :
سيستانی
صاحب له دې سره سره چې تر ما زيات د پښتونولۍ
باټې وهي، په ناخبري او ولوليز(نا اګاهانه او
احساساتي)ډول د دغه وروسته پاتې کړشوي توکم په
نيمه پېړييز اکادېميک پښت يې هېڅ سترګه نه
ډکېږي او پرله پسې تېر دوديز هغه زموږ په
سترګو کې راننه باسي. لکه چې وايي((معلوم
ميشود که با مرګ پوهاند حبيبي و پوهاند رشاد،
پشتونها علما ديګر يتيم و بې سرپرست مانده اند
و کسی نيست تا از حيثيت تاريخي انان در برابر
تهاجم ستميان دفاع کند.))
دلته راته د استاد حمزه شينواري هغه شعر را
پر زړه کوي چې دقلندرمومند د((ياره قلندر ته
دعاګانې کړه- ګنې په پښتو کې غزل چيرته دی))
په غبرګون کې يې ويلی وو:
(( لاخو تخيل د حمزه تت نه دی- چاوې په
پښتوکې غزل چيرته دی!))
بره خوا نوی اکادېميک پښتنی پښت له پوهاند
حسن ضميرساپي، پوهاند حسن کاکړ،پوهاند
تږي،روهي،شپون، پوهاند الهام، پوهاند مجروح،
موسی شفيق...سره راپيلېږي او پر ما، ډاکتر
پالوال، ډاکترلودين، ډاکترمصداق، ډاکتر
روستار،ډاکتر زيرکيار، ډاکتر عبدياني، ډاکتر
بسم الله امير، ډاکتراسداله بها، دوست
شينواري،ډاکترکبيرستوری، ډاکتر جلالزي،مموزي،
رسول باوري... پای ته رسي. دويم دا له څلوېښت
او پېنځوس کلنو او بيا له ځوان کمپيوتري پېر
سره را پيل شوی او د پوهې فرهنګ او بيا د
ټولنيزو پوهنو په بېلابېلو څانګو او ښرانګو کې
پرله پسې را غوړېږي او سمسورېږي. دا به څوک
ومنلای شي چې ووايي، افغانان او... تر
البېروني او ابن سينا را وروسته نه حکيم لري
او نه طبيب! په تېره پېړۍ کې دا خبره دود وه
چې تر ارستو دشلمې پېړۍ داتم ټولګي شاګرد
ډېرپوهېږي او اوس ويلای شو چې له خبرتيايي
تېکنالوجۍ سره د لومړي ټولګي شاګرد ترارستو
ډېر پوهېږي!
استاد علامه حبيبي له استاد رشاده نيولې تر
ما پورې سيده او ناسيده د ټولو زړو او نويو
استادانو استادپه ټوله لويۍ پر1354ل. کال
دپښتو په نړيواله پوهنغونډه کې زما د مخامخ
انتقاد او داستاد مورګنستيرن په مشرۍ د
ټولومېلمنو ارياني ختيځپوهانود پخلي په غبرګون
کې دامنښته وکړه: ((موږ تردې ځايه را ورسوله،
نور ستاسې د نوي پښت وار دی چې په نوي رنګ
اونوي مېتود يې پر مخ يوسئ.)) خو استاد رښتين،
استاد رشاد ...هرانتقاد د ځان او نورو
دوديزوالو پر وړاندې سپکاوی و انګېره او
مولانا خادم لا ان تر داود خانه پلپوټ ورساوه.
د پوهاند جلال الدين د انتي پشتونېستي درسي
تاريخ پر وخت هم لوی استاد حبيبي ژوندی وو او
هم استاد رشاد،خو يوه هم خپل غږ پورته نه کړ،
په تېره لوی استاد له هغومره تاريخونو سره چې
د فرهنګ وزارت د سلاکار په توګه يې ناز هم
چلېده. دويم استاد لا د فرهنګ او د افشاريزدي
تراوتو بوتو او اوسنيو رسنيزو دې پورې ژوندی
او ګړندی وو. بيا هم دا د ړومبني اکادېميک
پښتنني پښت پياوړی استا زی وو چې لږ تر لږه يې
خو د هغه ايراني افغان نامه ورځواب کړه.
زه باور نه کوم سيستانی صاحب د دې ژمنه را
کړي چې که د هماغه تر ټولو لوی استاد اروا
راسوبه(احضار) کړو، د زرياب او نورو
سوګندخوړلو پښتون دښمنو د غبرګون لپاره څه
زيات پرېکنده لاسوندونه را مخته کړي ، له دې
پرته چې بياهم د پښتنو مخينه تر پکت و پکتويس
او د پښتوهغه د بېستون ترډبر ليکه ورسوي او
افغاني پارسي ګړدود په درغلي نامه((دری)) يوه
بومي افغاني ژبه راوپېژني او په دې توګه د
ګردواوغانستاني خراسانيانو تبرزين ته لا ټينګ
و ترينګ لاستی ور پر لاس کاندې! اره او
بنسټيزه داوه دنګله هم ژبتوکميزه(اتنو
لېنګوېستيکي)ده چې ړومبی توک د نوې ژبپوهنې
په تاريخي غږپوهنې او ارپوهنې(اېتېمولوژۍ) او
دويم په توکمپوهنې(اېتنالوجۍ) او ورسره ورسره
انتروپولوجۍ زبادېدای شي او بس، نه په دوديز
روايتي تاريخ يا شاهنامه وزمو افسانو او
اسطورو!
سيستاني صاحب د خپلو نيوکو ګوتڅنډنو، ګيلو
ګوسو، پيغورونو او غوسو په لړ کې ماته هم ګوته
نيولې، حال داچې همدغه څو ورځې مخکې يې زما
پارسي ليکنه په ټول افغان کې لوستې او شاباسی
يې هم راکړی دی.ورځه که(پښتو او پښتانه د
ژبپوهنې په رڼا کې) کتاب يې د کره پښتوليکلارې
په پلمه پوره نه دی لوستی او سهلی. خو په دې
يې پوره سر خلاص دی چې زما دغه کتاب او ګڼې
پښتو او پارسي ليکنې د پښتنو او نورو استوګنو
پر ژبتوکميز سپيناوي راڅرخي. مانا يې داچې
پښتانه دختيزې، په بله وينا اصلي او مرکزي
اريانا اصلي او بومي وګړي دي او دا نور ټول
زياتره د يرغلګرو په توګه وروسته وروسته
راغلي. په همدې تړاود(ګ- د- ب /غ- ل- و)
ساينسي فارمول بيا په ځانګړي ډول، لکه
2 =4
+
2
تر پنډو پېړو کتابونو زيات انکار نه منونکی
ګڼل کېږي؛ له پا ميريانو سره د پښتنو نژدې
ترين ژبني اړيکي خو لا پرځای پرېږده!
ما هم د سيستاني صاحب غوندې د يوه ليک په ترځ
کې ټول افغان ته دا خواشيني څرګنده کړه چې ولې
دا ځانخوښي پښتانه ليکوال دغه نوې څانګيزې
ليکنې نه لولي او بياهم خپلې زړې پړپړې پردې
او هغې رسنۍ تاوانوي. ان ترليک راوروسته يوه
بل ، بې له دې چې زما د دېرشکلنې ليکلارې نوي
کره کړي اېډېشن((پښتو ليکلارښود)) سريزه هومره
تر کتنې تېره کړي، صوفي جمعه ورته زړه ببولاله
رامخته کوي چې کوم وخت په کومه غونډه کې حبيبي
صاحب د زيار پر پښتونه وو پوه شوی. د
پښتوماسترۍ يوه شاګرد له کاناډا را ليکلي او
بښنه يې غوښتې چې ده هم د معياري پښتو په اړه
يو لار ښود چاپ ته استولی چې زما له نوي
ليکلارښود سره په ټکر کې دی او ما ورغبرګه کړه
چې که رښتيا يې په لا پياوړو ژبپوهنيزو ارونو
اولاسوندونو او پروسيجرونو زما دا را وننګولای
شو، د پښتو ژبپوهنې ټولو څلوېښتکلنو اثارو
اوديفېل دوکتوراته به اور واچوم!
يو
نوي
“لېوال”
ليکوال راته افغاني پارسي ګړدود((لسان دری))
بللی، هغه هم د ملي ترمينالوجۍ د دفاع په موخه
چې اوسني اساسي قانون يې بې له هغې دفاع
کوي...د پښتنو ليکوالو او پوهانو يوه فرهنګي
نيمګړتيا داده چې يو د بل پوهنيزڅانګې ته نه
يوازې درناوی نه لري، بلکې وبله(مقابله)
لاسوهنې ورته هم خپله روا رښته ښکاري، په تېره
په ژبپوهنه او اړوندو ژبنيو سکالوو او مسالو
کې. له نورو پښتنو ليکوالو څخه مې بيا په دې
زړه شين دی چې څه ناڅه د افغاندښمنو له
انګروزو ځانونه خبروي، خويا کنځاوې په کنځاوو
ور ځوابوي او يا هماغه زړې ببولالې ور مخته
کوي چې دوديزو پوهانو ورباندې کلونه کلونه او
لا پېړۍ پېړۍ شخوندونه وهلي دي!
داچې سيستاني صاحب د هغه تورمخي زرياب له مخه
تور ماسک لرې کړاو د دروېش دريا دلی په نامه
يې له انټرنېټباڼې اوبرېښليک پتې او بيا له
نوې تاجيکي- فاشېستی ليکنې سره يومخيز را
بربنډ کړ، نو ښايي، رووف جان يې زما د پورتني
فارمول پر بنسټ پارسی او خراسان دواړه په لکۍ
پورې ورغوټه کړي اوله کومې چې راغلی، پر هماغه
يې بيرته رسخت کاندې او په دې توګه يې د
اوغانستان ترانجمنه په لا زياته تنخا د
افشاريزدي په سازمان کې له نجيب مايل او نورو
تښتېدلو سره راته لا ښه ترا مورچل ونېسي.
زرياب سيستاني صاحب د نوې برسېرونې له مخې
د شپږ کسيزې سوګندخوړلې انتي افغاني ټلوالې
ټلوال دی چې له فرانسې نه يې د خپل استازي په
توګه، هغه هم د پاچا د ګوند د بل غړي((هېواد
غل)) په رسمي بلنليک کابل ته استولی او هلته
د همدغه غله په سپارښت د کرزي تر ږيرې لاندې
ړومبی د ګوندي مشرمخدوم رهين سلاکار ټاکل شوی
او راوروسته د پياوړي پښتو ليکوال سعدالدين
شپون پر وړاندې د هماغه درغلي پښتانه په سيده
درغلۍ د اوغانستان د انجو منج سروال شوی دی.
په پرچمي- ستمي واکمنۍ کې هم د دغې ټولنې
دومره واک و ځواک ورسپارل شوی وو چې پر
پښتنواو پښتنو يې خپله خوا پوره سړوله او د
چاپ لپاره وراستول شوي پښتو داستاني ټولګې يې
له منځه وړلې.
زما ګوندي ضد جنګ جګړې اوبېزارۍ هم له همدغه
رازانتي پشتونېستۍ سر چينه اخېسته چې له بده
مرغه سيستاني صاحب داهم بل ډول را تعبير کړې
ده!
ما تر ننه څه له پاسه څلوېښت کاله پخوا د دغو
ناسپاسو کډوالو لږه کيو له غوږوتېره کړې وه:
چې تيار پرتيار ستاشو تيار خوره اوس شړې
ته مېلمه ما کوربه له کوره؟
ما له داسې ولوليزو شعرونو ډېروخته او له
رسنيزو(ژورنالېستيکو) مخامختياوو او ډغرو مې
هرګوره، په دې وروستيو کلو کې هغه مهال يو څه
لاس واخېست چې د يادې شوې خاوران انټرپاڼې په
اړونده مهالنۍ((اريانا برونمرزي)) کې د يوه
ستمي او پان ترکېست((راعي برلاس)) ته مې ټولې
رامخته کړې اوتې بوتې په ساينتېفيکو ژبپوهنيزو
او توکمپوهنيزو لاسوندو او فارمولونو پر مخ ور
و ويشتلې. بله ورځ خبر شوم، د شمالي ټلوالې د
اړوندې جهادي- ستمي ډلې په زور په چين کې د
کرزي په هوکې او لاسليک لوی سفير وټاکل شو.
اوسنۍ سپکې سپورې، توراوې او کنځاوې خو ګړسره
په يوه ژورنالېستيک غبرګون هم نه ارزي او که
سيستانی صاحب يې بيا هم نازغموړ بولي، نو زه
ورته همدومره وايم چې له کوره يو...بس دی، د
مصداق په څېر پي اېچ ډي ژورنالېست، حبيب
غمخور، پخپله سيستانی، هاشميان او نوري او بل
يو نيم غمخور خو لا څه کړې، څه کړې!
زه د همدغه انِِتي پشتونېستو اوغانستانيانو
ثم خراسانيانو، جلال الدين صديقي، صديق فرهنګ،
نجيب مايل... او ايراني کالخوايانو لکه افشار
يزدي سپکو سپورو او بيا د همدې خپلو دوديزو
پوهاندانو بېځايه ښندو(مبالغو) اړاېستم چې له
کلونو راپيل کړي درسي کتاب((پښتوتاريخ)) سره
پښتنی تاريخ هم راونغاړم او د يوه رښتيني
اتنو- لنګوېستيک تاريخ بڼه ورکړم. دغه تاريخ
چې دژبپوهنې ترڅنګه د توکمپوهنې، ټولنپوهنې په
رڼا کې کښل شوی، پښتو او پښتانه له
12-13پاميري ژبو او ويونکو سره، له شماله تر
جنوبه د افغانستان لومړني ارياني بومي زبادوي
او په زړه پورې دا چې پخپله سيستاني صاحب
ورباندې دوې غبرګې(پښتو او پارسي) ارزونې خپرې
کړې او ښايسته ډېر يې را ستايلی دی. پر دې سر
بېره يې وخت پر وخت زما ورته څېړنيزې په تېره
پارسي ليکنې هم په رسنيو کې کتلې او لوستې دي،
د بېلګې په توګه يې په ټول افغان کې پارسي
هغه، خو بې له دې چې د ډېرو تاريخي- روايتي
لاسوندو پر ځای ترې دافغانستان د نه
پوخلاکېدونکو دښنو په ماتولو کې ګټه واخلي!
له بده مرغه له دوديزو پوهانو را نيولې تر
اوسنيو لږوډېر زده کړه والو او ان اکادېميکو
پوهانو پښتنو په ټوليزه توګه له پارسي ژبيو
هېواد والو سره په ژبنۍ، ادبي او فرهنګي ډګر
کې د يوې رغنده ملي سيالۍ خيال نه دی ساتلی،
ځکه ځان يې پرې نه دی خبر کړی او زما يا يو بل
نيم چې دغې سيالي ته رادانګلي يا رادانګي او
بيايې په سترګو کې ورننه باسي ، مخې ته يې لا
کرکنډې را وروي. د يوې يوازېنۍ کره- ليکنۍ
پښتو او اړوندې څلور ګونې وييپانګې په اړه مې
ورته دا درې څلور لسيزې خوله په ويلو او قلم
په ليکلو ستړی کړ چې يه د بيټ نيکه زوزاته!
نوره نړۍ پر ځای پرېږده، له خپلو نژدې تر
بورانو خو يو لوست واخلئ چې يوه يوازېنۍ
معياري ژبه لري اوورځ پرورځ يې د خپلوايراني
ورونو پلرونو په لارښوونه او لګښت پسې بشپړوي
او پراخوي. ولې هغوی ته څوک پېغور نه ورکوي چې
دا دفردوسي او سعدي يا سعيد نفيسي او استاد
بېتاب ژبه له نويو رغاونو يا ليکدودي سمونونو
سره ولې ګرانوئ ؟
د مايکروسافټ د 53ژبو په لړ کې چې د افغانستان
د مخا براتو وزارت اړوندې کمپيوتري څانګې د
6لکو انډولونو پر راپښتو کولو کار پيل کړ، په
هماغه څانګه کې ورسره يو پښتون چارواکی
ناباندې شو. بيا يې هم زما په څلوېښت ورځنۍ
لارښوونه بنسټيز پړاو بشپړ شو خوچې د کال له
پای ته رسېدو سره ټوله پروژه پای ته ورسېده او
پرانېسته يې کېده، هېواد غل د دويم سقاو بچي
سلاکار سره لاس يوکړ، رسمي مراسم يې راونغښتل
او د مايکروسافټ د استازي په ګډون يې ټول رسمي
مېلمانه هم بيرته رسخت کړل، له دې ګواښ سره چې
ترڅو((دري)) هغه جوړ شوي نه وي، پښتو دابه هم
نه کارول کېږي. د استازي پر دې خبره يې هم څه
غوږ و نه رپاوه چې مايکروسافټ يوازې پارسي ژبه
په رسميت پېژني او هغه ايرانيانو وخته سمباله
کړې او تر کارونې لاندې يې نيولې ده!
او چې يوه سوګند خوړلې اوغانستا ني- خراساني
ډله دغه ناخبره پښتانه بلځايي او بې ژبې بې
فرهنګه بولي، کنځي او سپکوي يې، او د سيستاني
غوندې يو خواخوږي يې په غوږو کې شپېلۍ وهي،
بيا هم ورباندې ځان ناګاروي او لګيا دي،
دوستانه او ان چاپلوسانه پلرنی نصېحت ورته کوي
چې ستا يا ستاسې ژبه پارسي نه، بلکې دري او
ستاسې غوندې د همدي هېواد اره او لرغونې بچۍ
ده. پارسي نومونې(اصطلاحات) کارول سم نه دي
اوملي ورورۍ او يو والي ته زيان رسوي!
په ټوله افغاني- انساني مينه او لورېينه |