ليكنـــــــــــــــــــې

 

محمد نعيم كاكړ

 خوار افغانان به تر كله ددهغه ناخوالو سره مخامخ وى ؟

سياست سفارت كارى نه سياست د مصلحت نوم دي نه په ويره سياست كيدي شې د بده مرغه د تيري نزدې نيمي پيړى څخه لر او بر افغان او پښتون سياست مدارانو په ځائى سفارت كاري او مصلحت كړى دى چې ددي پايلى نن داراووتي چي لر او بر افغان پښتون د سمندر په ژور ځائى (ګرداب)كښې راګير دي او په دي نه پوهيږى چي څنګه د دهغه ګرداب څخه ځان وباسې او چي وخت تيريږى د هغه ژور ځائى نه ې بيړى نوره طوفانى كيږى او كه يو يوه ملايا د بيړى چلونكي ې نه وموندي نو دا ويره ده چي د هغه تاريخى كشتى يا بيړى د هميش دپاره په اربو كښې لاهوشې زموږ د لر او بر سياست مشران چى واكمن هم پكښې دي نه شې كولى چى دهغه ډوبيدونكى بيړى د دهغه ګرداب يا طوفانه وباسى دهغه سياست مشران چى حكمرانان هم پكښې دى دوى سياست د سفارت او مصلحت لاندى كړى دى نو ځكه د دوى لاره په ټپه دريدلى ده او د ډېرى بدى ناخوالى سره مخامخ شوي دي ولى چى يو طبيب د چا ناروغى نه شې په ګوته كولى هغه به د ناروغه درملنه څنګه كوى چې يو سياسى مشر و خپل قام ته دهغه ستونځى او شخړى نه شې په ګوته كولي او د بل و هر هغه عمل ته ښه وي چي دده د قام په بشپړه ډول د مرګ پيغام وي نو څنګه به د يوه ملت يو مشر د دهغه طوفان څخه دهغه بيړى راباسي.

                        د لر او بر افغان مشرانو و حكمرانانو چي په خپل وجود باندى ګوځار وكړې هم دهغه ورځى څخه د دهغه ملت بده ورځ پيل شوه خو نور مو يو پخوانى تاريخ دلته نه غبرګه وولى چي دومره ځائى به پاته نه شې چې موږ خپلې رښتني او اصل خپرى وكړو تر ټولو لويه بې غوري د ظاهرشاه په پاچاهى كښې وشوه چي دوى و خپل ولس ته داسې اقتصاد جوړ نه كړى چى خپل ولس ې باندى راټول كړي وي او د هغه خوار ولس ودي ته نه وي اړشوي چي دوى د ډوډى ګټلو دپاره و ګاونډ ته په تلو مجبور شوي وي ولى چى په هر دووګاونډيانو ته چي دهغه افغانان ولاړ و او دوى ته كارونه او نور ډېر څه وركول دا يواځي په دي خاطر چي دوى وږي دي بلكى ددي كار په بدل كښې په ارومرو دوي ته څه كول...؟ بيا دويمه لويه تيروتنه دا وشوه چي د يوې كودتاه لاندي ظاهر شاه د مينځ يووړي ولي چي ظاهر شاه تر ډېره د افغانستان امنيت ساتلي و او داسې ږغونه نه پورته كيدو لكه نن چي د افغانانو تر غوږ ورسيږى او د ظاهر شاه دتلو سره هم د دهغه هيواد د پوهان لكه پروفيسر برهان الدين ربانى انجنئيرګل بدين حكمت يار انجنئير احمد شاه مسعود چې نور به هم ورسره وو د ګاونډ څخه روزنه او وسلى ترلاسه كړى او په خپل هيواد كښې په ګډوډي او ورانيو لاس پوري كړى چې تر هغه وخته دوام وكړى چي د محمدداودخان تخت په تخته بدل شو او اوس د انقلابيانو په نامه نوى حكمرانان راغلو چي هر څه ې په دا بله خوار او اړول او خپل ولس ې د ځان مخالف كړي او بلې خواته ې نه يواځى ګاونډيانو لاس نور ځان ته راوږد كړى بلكى د نړۍ والى پنګوالي نړۍ جګړه ې هم كور ته را ورسوله ولي چي په دهغه نو و حكمرانانو باندى لوئى داغ دا چي دوى كيميونسټان دي او پنګوالي نړۍ دا غوښتو چي شوروي اتحاد په صدهم دلته په افغانستان كښې جګړه وشې هم دهغه هر اړخيزه لوري وه چي جګړه چي نړۍ واله بڼه لرله و خپل كور او خاورى ته راوسته خو دي جګړى بشپړه د نړۍ وال دريمى جګړي بڼه خپله كړه چي انقلابيانو يو بل سره ووژل او د خپل جوړي شوي حكمرانى د خوندي كولو دپاره د شوروي سرى لښكرى راغوښتنى او هر څه ې و شورويانو ته وسپارل او دوى تش په نامه د افغانستان حكمرانان و نړۍ والو ته ښوول دي بلې خواته د اسلامى جهاد په نامه ټولو اسلامى او كفري مشرانو لاس سره وركړى او دومري وسلى د دواړو خواو تر مينځ په خوار افغان ولس او په دي خاوره ګاري شوي چي د نړۍ په يوه ملك كښې په د تاريخ په اوږدو كښې نه وي ګار شوي لكه په افغانستان كښې چې دومره وسلي ګار شوي خو دواړه خوا افغان ودي ته هوسيدل چي په افغانستان كښې دومره ووژل شول يا دومره ځايونه وران شول د هغه جګړى لس كاله دوام وكړى خو ددي جګړى تر ټولو تورن مخ ښكاره شو چي دهغه په ګاونډ كښې به په پنډغالو كښې ژوند تيروي او د نورو خيراتو ته به د دوي ماشومان ناست وي دوى نارينه به د سره لښكر په ضد جګړه كوي دا ډول نزدې نيم ملين افغانان و دواړو ګاونډيانو ته كډه شول چي د دوى څخه ډېر يا خو د نورو دپاره اوس هم خپل هيواد ورانوي يا خو د دهغه افغانانو څخه د ميتر كار اخستل كيږى او دوي د نورو د كورو صفائى او جهاړ ووهي ددي وروسته چي تر نن پوري څه روان دى هغه هم د افغانستان او د افغانانو په زيان او د باندنيو په ګټه دي او په لر او بر افغان پښتون كښې داسې حكمرانان او مشر نشته چي په خپله خاوره لګيدلي اورمړ كړي كه څه هم ټول ولس د ښه ورځي په هيله دي خو دلته چي دا هر لوبه كيږى كه هغه د امريكا او پاكستان تر مينځ د دښمنى خبره توديږي دا يواځي هغه چمونه دي چي د داتيري نيمى پيړى څخه را روان دي ملت څخه ارواح او معتر استلي دي مشران يا خو سفارت كاري د خپل ولس سره كوي يا په دوى ې داسې جادوګړى دي چي خوله نه شې پورته كولى چي څومره دوي ولس غولوي د ملت بيړي به نوره په ګرداب كښې راګيريږى كه و دوى ته په هيله شو نو به د ژوررو اوبو څپه هر وچاته د جنت او جغيانو وارو ژوند وركړي دي د ډېرو دفاغ ې وروهلي او خواپاكي كړي دي او د رسېنو د لارو ې دوي په د درواغوغو لوئى دى چې د ټول لر بر افغان هر ډول مشر يا ليډر اميريا حكمران څخه هيله كول عبث دي. نن امير كروړ ميروائس نيكه احمدشاه ابدالي خوشحال خان خټك او زموږ نور ارواښاد مشران چي په خپلو مبارزوې موږ ته يو سړ لوړي افغانستان راسپارلي و آيا د دوي د هغه امانت به موږ د لاسه وركوو كه د دوي وارو په خپله وينه به ددي ټاټوبى ساتنه به كوو خو دا ساتنه هغه څوك نه شې كولي چي د تېرو څلويښت كلو څخه ې دهغه وياړلي ولس غولولي دي چي ورځ تيريږى د هغه ملت باندي تياره راځي نه به د نړۍ په دهغه لوبه چي نوي نوي بڼه خپله وي نور به دهوكا په خوړل كيږي اوس هم په لر او بر كښې ډېر داسې څوك شته چي د خپلواكي سودا په خپل سركولو ته خوښ دي خو يواځي چغه پورته كول غواړي ولس به هم په دهغه چغه لبيك وكړي ولي هر لوئى او وړوكى مشر دهغه ولس په توره تياره كښې ساتلي دي خپل ليك د خوشال خان په دي لارښودنه كوم....

څووانغلي له غليمه انتقام

مردنه خوب كانه خوراك كانه آرام

چي ګټل خوړل بخښل كاځوان هغه

چي توره لري د تورې خان هغه

                                                                       ځلاندورځپاڼه

                                                                       شميره۵ګڼه۸۴

                                                                       ۱۱م نومبر۲۰۰۵ء

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2012  All rights reserved. talafghan@gmail.com