ليكنـــــــــــــــــــې

 

عبدالجباركاكړ

موږ خپلى پښې په خپله په تبر  وهو دنورو لپاره

درې كاكړى غاړو  څخه  زه خپل ليك پيل كوم

۱.جهازي تو پنچه وړي. ترمړو زياتي بخت نامي

 ۲. سكهه دي مړكى سور زخمي. بخت نامې ځان دي كې غازي

۳.ښه  ده  داتر اوس مړه. بخت نامي سره كولاسونه.

د هغه ملى مبارزه چى دباندنيانو په ضدوه ويل كيږي چى بخت نامي ته يوسكهه ډاكټر په مخه ورغلي لومړي ي ددهغه سكهه ډاكټر دوژ لونيت وكړي خوبخت بى بى هغه بيرته په دي خاطر پريښودي چى دهغه سكهه ډاكټر دخدائى دمخلوق خدمت كوي ځكه ې مرگ نه دي په كار تردي وروسته يوبل سكهه او انگريز په مخه ورغلوبخت  نامي بىبى په دي ټكان او ډزي وكړي سكهه په هغه ځائى ووژل شو او انگريز فرنگي مړنه شو خو ژوبل داد يوي ميرمني پوه وه چى سكهه ډاكټر ې ددي كبله ونه واژي چى دخلگو خدمت كوي او ددي په پرتله نن په ټول افغان پښتون وطن كښى څه روان دي څو مره پوهان ډاكټران انجنران مخور اوسپين ږيري او هغه څوك چى د روغى جوړي هڅى كوي چى ولس باندي راټول شې هغه دوي  وژني چى دوي ولي د دولت سره ولاړ دي په دي بحث كښى موږ نه ځوخودومره خبره كوو چى نن خبره دانه ده خبره داده چى نن دهغه خوارولس ددهغه بدمرغي څغه وباسو دلته خبره دگټو ده څوك ې په يوه نامه كوي  وبل نامه ودهغه گټو ته ځان ورسوي او د دوست او دښمن هم ددهغه گټو په رڼا كښى توپيز كيږي هڅيوك دبل غم نه دي اخستي په دهغه خبره هغه څوك پوهيږي څوك چى دنړى سره تړلي وي او بس خوز موز ملي مبارزه ډيرپخوا په دي پوه وه.

نوري دوي كاكړي غاړي

۱. قام دي پرې شې پرنيمي. بخت نامه مچ له وړي پيكي

قام دي پري شې په نيمي. چى بخت نامه هتكړي وړي

كله چى دهغه كاكړي غاره جوړيدله يواځي يوه بخت نامه وه چى دخپلى خاوري او وطن په خاطرې داكا ركړي وو او نورو خوندكيودهغه غاړي په جوړي كړي وي چى په داقام كښى يو هم دومره سرتيري نشته چى بخت نامه دمچ وجيل ته دوړلو څغه را وگرځوي اوداپيخور ارومرويوي بلى مبرمنى ودهغه بشپړه قام ته  وركړي وو خودبده مرغه نه دهغه ناورين دټول پښتون افغان قام سره د دري لسيزو څخه را روان دي خويو داسي څوك تشته چى ددهغه بشپره پښتون افغان غم وخوري نه څوك شتنه چى نشته چى ودهغه ولس ته دا ور په گوته كړي چى دوي ولي په داناورين كښى راگير كړل شوي دي اود دي ناورين پايلي به څه وي؟ خوهر څوك په دي پوه دي چى دبښتون افغان نوروراني نوروراني؟ خو پوښتنه دا ده چي دهغه  ورانى ته به هم رډواو سپنو سترگو گوروا  خپل گټي څه چى ولس او خپله  خاوره به  دنوروگڼو دپاره داسي ورانوو لكه دتيرو ديش پنځه ديش كلو څغه چى ورانيږي نه به يومشر راڅرگند يږي نه يوه بخت نامه را ولاړ يږي نه به دبخت نامي يوه خوندكى دمشراو كشر په دي بى حسي يوه كاكړي غاړه او پيخورودي بشپړه قام ته وركوي هو هم داسي به وي چى هر قام دخپله خاوري او دخپل ولس گټي ترپښولاندي كوي اود نورو دگټو دپاره خپل هر څه ورانوي د هغه قامونو او ولسو سره هم داسي چل كيږي لكه دپښتون افغان سره چى كيږي دكوم قام چى لوئى اووړ وكي سياسي او غير سياسي لوستى او نالوستى ملا او حامى سوداگروي نو هغه قامونه هم د داسي ناخوالو سره مخ كيږي لكه موږ چى يو خبرې دسپڅلي اسلام كووخو عمل د اسلام په ضدكوو خبري دوطن ولي كوو خوعمل دوطن دورانى كوو دخپلو سپيڅلو خلگو وژنه كوو موږ  به هم داسي يو دبل وژنه كوو چي پخپله  ځانونه ختم كړو او نورو خپلو گټوته ورسوو.

تيره ورځ په يوې ورځپانى كښى دجنرل (ر) اسلم بيگ چى ځان د اسلامي سپه سالارا نو څغه يوگڼي په يوليك كښى دپښتون پاور اود شيحه پاور خبره كړي وه دهغه ليك ماڅو واره ولوستي خونه په پوهيدم چى دپاكستان دوسله والو ځواكو دهغه پخواني سرلښكر مطلب څه دي؟ چى لومړي موږ په اسلام كښى فرقي نه منو او كوم مذهب چى موږته دقرآن او دحديث دلاري اود كلي دملا په لارښودنه راښوول شوي دي بس هغه زموږ دپاره كافي دي فرقي كه نور جوړه وي هغه دي جوړه وي موږته ددي اړتيانشته خوخير دهغه ليك په وارووار ودلوستلو وروسته داخبره په سوچ كښى راغله چى دلته ته دپښتون پاور څه ضرورت دي؟ كه شيحه پاور دوي ليكى بيا په كار وو چى دهغه پخواني سرلښكر سني پاور ليكلى وي ولي چى هر وخت دشيحه خبره كيږي نومخ ته سني ياديږي دهغه سړي په دومره سپن سترگي پښتون پاور چى په لومړي ځل ماد داسي چا په ليك كښى وليدي چى هغه دټولي اسلامي نړي يا لويه اسلامي نړى(PAN.ISLAMIG) ملا تړي دي  لومړي په اسلام كښى د توپيرنه كوي چى شيحه او سني خونوموړي دومره لاندي تللي دي چى پښتون ې د شيحه ومخ ته درولي دي او بياد ټول پښتون جخرافيه ددوي دوگړو شمير وركړي دي چى دوي دومره زوروراو عښـتلي دي.

پښتانه وائي هغه دهغو څغه بدوړل دوي نور وراچولى پښتانه من حيث القوم سپيڅلى مسلمانان دي دهغه وخت څغه په فرقو او مذهبى ډلونه دي ويشل شوي په سوله او امنيت مېن دي همسايه گاونډي د خپل ځان اوو جود برخه بولي كله هم فرقه ايزه جگړه نه دكړي ډير لښر ښگش او توري پښتانه چى شعيه گان دي په كورمه او كوهاټ كښى ميشته دي كله كله دسني او دشعيه په نامه ددوي جگړي دگاونډياتر منځ كيږي خو هغه هم پخوانه وي دڅه وخته څغه دهغه جگړي ليدل كيږي يا په افغانستان كښى هزاره قوم دي چى دشعيه او سني جگړه موږنه د اور يدلي خودمځكو او ورښو په سر باندي كله كله ناخوالي رامخ ته كيږي نور نود اخبره چى پښتون پاور او شعيه پاور دا عقل ومنلوته تيار نه دي نوموړي چى داناښولټه او انكشاف كړي دي په كار دي چى نه يواځى پښتون پاور په دي خبره غور وكړي بلكى شيحه پاور هم په دي سوچ وكړي.

                      دا خبره اوس په بشپړه ډول څرگنده شوي ده چى يوه نړى واله توتيه دسيسه سازش د ډيره وخته څخه راروان دي چى دهغه پښتون افغان ولس داسي وكوټي چى بيا سر راپورته نه كړي د شوروي لښكر وو دافغانستان ته د راننوتو  او بيا تر اوسه دهغه توتيې توده بڼه خپله كړي ده ولي چى وسپينه سره ده او دوي وار ژر ژر باندي كوي نوځكه ې د نوونوو پيښو او چيلنجونو سره مخامخ كوي اوس دا زموږ كاردي چى د دهغه د سيسو څخه موږ څنگه ځان استلى شو ددي سره سره چى وخپل كورته راڅرمه گاونډي هم زموږ په ضددي يا دا چى موږ يو دوست نه لرو كه هر څو دوي دموږ سره دخپلوي دا وه كوي خو موږ ټولوته دا فكر كول په كاردي چى دا ولس او دهغه قام او دهغه دنيكه گانو څخه راپاته شوي خاوره او خپل مذهبى او قومي دود څنگه خوندي وساتو هيڅوك نه لرو چى څوك موږ  ددي شخړو او ناخوالو څغه را وباسي خپل ځان به پخپله د دهغه ناورين څغه رابا سو اود نورو د گټو دپاره چى زموږ په ولس او خاوره اور بل دىهغه په پخپله وژنو په دا ديش پنځه  ديش كلو كښى دسولي او روغي جوړي په نامه چى د موږ سره كومى لوبي وشوي هغه دهرچا و مخ ته دي گټي نور خوري خو ولس او ننگياليان پوهان او علماء زموږ د دمنځ څخه وړل كيږي اوراه څوك شول د نورو وطنو خاوري څوك شول بهنگيان او ميتران څوك شول معذوره څوك شول دا دومره ناخولي دي چى په دي ليك كښى ځائي نه شوو وركولو.

دا چى دښمن څومره توطيې جوړي كړي دي او زموږ دوراني او ډې كړي دي ددوي څخه هر څه ځغورل دومره آسانه دي...؟

          زه وايم هو ولي چى پښتون افغان يو ننگيالي تاريخ نبوولي دي د تاريخ اوږ دوكښى په وار ووا رود داسي بدمرغيو سره مخامخ شوي دي خوبيا چى ځان سره راټول كړي دي دښمن ي تركوره نه يواځي رسولي دي بلكى تر خپلو گو ډوي هم لاندي كړي دي نو ددي دپاره په كاردي چى څه وشي...؟ ددي دمخه چى څه وړانديځونه وكړم دايوه خبره سپينول غواړم چى ډير څوك به دا خبره كوي چى ليكوال يواځي د پښتانه خبره كوي د اسلام او مسلمانى خبره نه كوي د پښتانه خبره ځكه دهر څه ومخه راځي چى د۳۵كلو څغه د پښتون افغان په خاوره او ولس د اور خوړي پورته كيږي خو نه يوه اسلامي هيوادي غير اسلامي هيواد ددي اور د وژلوته نه دي را دانگلي بلكي دخپلومالي گټو دپاره ي په دي اور تيل اچولى دي.

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com