|
میوند اشنا د ۲۰۰۷کال د نومبر ۹ خندا يو وبا مرض دی ویل کېږي چې خندا د غم علاج دی ، که غم یو وي هله یې خندا علاج شي که نه نو چېرته چې غم د پاسه غم وي هلته خندا هېڅ علاج کېدای نشي ډاکتران وایي چې د نفسیاتي مرضیانو لپاره خندا د خسي پوستکی دی که خندا نه ورځي هم باېد چې وخاندي ځکه چې خندا سره یې اعصاب دچرتونو نه آزادېږي لیکن میډیکل سائنس وایي خندا یوه بیماري ده چې ورته Laughing Sickness وایي که هر څوک یې ونیو نو بیا خپله خندا قابو کولای نشي اوهمدغه خندا یې د مرګ په سلګۍ بدله شي . یو څه موده مخکې په جاپان کې یوه ښځه په نه څه خبره خندا ونیوله او لوړې لوړې جغې یې شروع کړې دا چې جاپان یو پرمختللی بلکې د ټولو نه مخکې تللی هېواد دی او په میډیکل سائنس کې یې هم ټول شاته پرېښېدي خو هېڅ یو ډاکتر ددغې ښځې خندا او لوړې هاهاها راټینګې نکړې او اخیر یې خندا د مرګ په سلګۍ بدله شوه. د خندا مرض د ټولو نه زیات کېسونه یا قربانیان په افریقا کې دي . دا اوس باید د میډیکل سائنس ډاکترانو نه وپوښتل شي چې دا مرض په افریقا کې ولې دی ؟ هلته هم څه موده مخکې په تانګانیکا (منځنۍ افریقا) کې خندا په وبا مرض بدله شوه . د آکسفورډ ( انګلستان) یوې مجلې د فرانس د خبري رسنۍ ( ای، ایف . پي) خبر په تاید ډېر پخوا لیکلي و. د تانګانیکا په بکوباسیمه کې په یوۀ ښونځي کې د ښونکې په یوه خبره ماشومان په خندا شول ښونکې ډېره هڅه وکړه خو د ماشومانو په غلې کېدوکې ناکامه شوه او بل ټولګي کې ناست ماشومانو چې خندا واورېدله نو هغوی هم ورسره په خندا شول او د سترګو په رپ کې د ښونځي ټول ماشومان او ښونکي په خندا شول ، خندا چې د قابوکولو نه ووتله نو ښونځی یې بند کړل . ماشومان چې کورونو ته په لار و نو هم یې خندل او په خندا خندا کور ته ننوتل چې مور او پلار یې ولیدل نو هغوی هم ورسره په خندا شول او همدغه شان ټول کلی د خندا وبا ونیو په سبا ښونځی بند و او په کلي کې یوازې د خندا چغې اورېدل کېدلې پدې کې دوه اونۍ تېرې شوې او خندا یو بل کلي ته هم ورسېدله ایمبولانسونه راغلل تر هغه وخته ډېر خلک بې هوښه شوي و د اوبو څښل یې هېر شوي و او خولې ترې څڅېدلې چې لکبله یې په بدنونو کې نمي ختمه شوې وه . آکسفورډ دا نه و ، لیکلي چې دغه خندا څرنګه قابو شوه خو یوۀ انګرېز ډاکتر د خولې یې لیکلي و چې په افریقا کې داسې ډېرې واقعګانې شوې وې د خندا خو دا واقعه ډېره خطرناکه او د ټولونه زیاته اوږده خندا (وبا) وه . معلومېږي چې د خندا دا مرض چې د وبا شکل یې خپل کړی دی بې علاجه دی اوپرمختللي هېوادونه یې په درمن مندولو کې پاتې او ناکام شوي دي او هېڅ علاج یې پېدا کړی ندی او آکسفورډ هم لا د دې نه خبر ندی چې په افغانستان کې افغان چارواکو او ورسره مل درې درځنه ملګرو هېوادونو او ترهګرو یې علاج پېدا کړی دی . ولسمشر او د دۀ ۳۴ مشاویرونو او او د مشاورینو ۲ چنده والیانو ، او د مشاورینو ۱۰۰ چنده ولسوالانو ، او ورسره مل درې درځنه هېوادونو یې په هېواد کې داسې سیاسي ، ټولنیز، او اقتصادي حال پېداکړې ندی چې چا ته به خندا ورشي بې له ژړا ، او که خبر شي چې په کوم کلي ، بانډه ، یا ښار کې خوشحالي ده او خلک په خندا دي نو لومړی ورته اسلام مخې ته کېږدي چې دا ستاسو خندا د اسلام سره په ټکر کې ده پدغې چې کار ونشي نو بیا ملي پولیس ( د شمالي ټلوالې لښکر) پرې وروغورځیږي او خندا یې په ژړا وربدله کړي . او نوم ورله د ناپېژندل شوي وسله والو ورکړي او یا د هېواد ملایان وروسته داسې فتوی ورکړي چې دا خو د الله تعالی لخوا عذاب و ځکه چې ستاسو خندا د اسلامي اصولو خلاف وه . د دغې نه که خطا شي نو بیا په لوي لاس هېواد کې مېشت کفار پرې خوا یخه کړي او نوم ورله د طالبانو یا د ترهګرو ورکړي چې د بلې خوا بیا طالبان یا ترهګر هم د خندا جراثیم کله د ځانمرګي او کله هم په خطا رسا ډز باندې غلي او یا یې بېخي صفایي وکړي بس خو ......... چا ایښی راته بم وي چا کړی وي بمبار هره ورځ زموږ ماتم وي |