|
پوهنمل حاجی محمد نوزادی د ( که زه افغان وای ) په اړوند يوه يادوونه څو ورځی وړاندی می تر لوړ سرلیک لاندی دانډیپنډینټ ورځپاڼی د یوه ژورنالیست رابرت فیسک د یوی لیکنی پښتو ژباړه په یو شمیر افغانی انټرنیټی سایټونو کی نشر شوه ترڅو زما د پښتو لیکنو مینه وال یی هم زما پشان د لوستلو له خوند نه برخمن شی . وروسته معلومه شوه چی په پراخه کچه لوستونکو هغه لوستی ده او یو زیات شمیر کسانو د توقع په خلاف خپل ډیر په زړه پوری مثبت غبرګونونه څرګند کړل . داچی زه د ( توقع په خلاف ) له جملی نه کار اخلم ، لامل یی دادی چی زما د تجربی له مخی ، پښتانه لوستونکی سره لدی چی دلته په لودیز کی هر ډول اقتصادی او تخنیکی امکانات لری ، له بده مرغه د نوی تکنالوژۍ نه ځان لکه د لړم څخه لیری ساتی او د کمپیوټری لوستلو سره زیاته مینه نه ښئی . لدی سره سره بیا هم یو نیم یی کله ناکله چی د کمپیوټر پرانیستلو او د لوستلوعادت هم ولری ، هغه په ژوره توګه نه لولی .خو داچی د یوی لیکنی د لوستلو وروسته د هغی په هکله مثبت یا منفی غبرګون تر لیکوال پوری ورسوی ، نیمګړتیاوو ته یی د هغه پام واړوی او دښیګڼو په هکله یی وهڅوی ، ددی دود سره بیا ډیره لږه اشنایی لری . دا هغه څه دی چی په اړوند یی فکر کوم ټول پښتانه لیکوالان او لوستونکی راسره همږغی وی . د لوړی لیکنی په اړه دا کار د توقع په خلاف ځکه وشو چی زیات شمیر لوستونکو او ان ډیرۍ کسانو چی زما سره یی لدی نه پخوا اړیکی نه هم درلودی ، د تلیفون یا بریښنالیک د لاری خپل غبرګونونه را ورسول . د ځینو هیوادوالو بریښنالیکونه خو لا په هغو اوښکو لانده راورسیدل چی دنوموړی لیکنی د لوستلو پر وخت یی توی کړی وی . د ټولو هغو وطنوالو څخه چی په تلیفون یا بریښنالیک کی یی زما لږ زیار په درانه کاڼی تللی دی ، د زړه له تل نه مننه کوم . خدای دی وکړی چی دوی داډول منلی دود د ټولو افغانی لیکوالانو په اړه ورسره وساتی او پراخ یی کړی . لکه څنګه چی لوستونکی خبر دی ، نوموړی لیکنه ما د افغان پیاوړی لیکوال محترم صبورالله سیاه سنګ له دری ژباړی نه پښتو ته را اړولی وه . په دری ژباړه کی یوه وړه ټایپی تیروتنه زما تر سترګو شوه چی له مخی یی د اصلی لیکوال رابرت فیسک د پیژندنی په اړوند دده د عمر په باره کی یادوونه نیمګړۍ کیده . د سیاه سنګ صاحب نه می پدی اړه معلومات و غوښت او ده محترم په ډیره بزرګوارۍ او خواخوږۍ سره بریښنالیک راولیږه او زما د ژباړی د ډیرو ستایلو تر څنګ یی خپل دری متن هم په اصلاح شوی بڼه را ولیږه چی زه یی ډیر منندوی یم . په هغه پاراګراف کی چی د رابرت فیسک د وړوکتوب یوه ترخه خاطره پنځه پنځوس کاله وړاندی ( پنجا و پنج سال قبل ) ښودل شوی ، اصلی انګریزی متن یی ( پنجا و چند سال قبل ) او پشتو ژباړه یی چی دهمدی ټایپی تیروتنی پربنسټ په ورته ډول ژباړل شویده ، باید په ( څه باندی پنځوس کاله ) اصلاح شی . دسیاه سنګ صاحب ایمیل چی په لاندی بڼه رارسیدلی دی ، یوه کاپی یی دادی تر لوستونکو پوری هم رسوم : سلام جناب پوهمنل صاحب حاجی محمد نوزادی امیدوارم در کمال صحت و سعادت باشید. برگردان زیبا و عمیق تان را خواندم. با دقت و محبت و مروت تهیه شده است. جهانی سپاس که در آغاز و پایانش بار بار از من یاد کرده اید.
پرسش تان را نیز خواندم. در پرتو گفته های شما، یک نادرستی بزرگ تایپی درست ساخته شد. در متن انگلیسی آمده است "پنجاه و چند سال پیش"، نمیدانم چگونه آن را "پنجاه و پنج سال پیش" تایپ کرده ام. خواهش است در متن پشتو یا در یادداشت دیگر این نکته را یاد کنید. به اینگونه خاطره روزگار کودکی که رابت فیسک به آن اشاره میکند، شاید در چهار، پنج سالگی وی رخ داده باشد، نه در یکسالگی. (متن انگلیسی نیز پیوست همین نامه است)
از شما بار دیگر سپاس
با بهترین آرزوها سیاه سنگ
د سیاه سنګ صاحب او نورو ټولو وطنوالو د زړه سواندو ایمیلونو او تلیفونی ستاینو نه یوار بیا مننه کوم . |