ليكنـــــــــــــــــــې

 

دافغان لیکنه

کرزی صاحب! ستا مرستيالان
 ولې فاجعې او ناتار ته لمن وهي؟

 (دکوچیانو دمسلې دحل پرځای دکوچیانو دحقونو دغصب لپاره پلانونه روان دی)

کوچنیان په افغانستان کې له دوه نیمو څخه تردرې میلیونه پورې وګړي دي. چې يواځې له 12% څخه تر25% پورې يي دجونګړو په شان کورونه لري،خو ډير عمر يي په کیږديو کې تیریږي او تردې ټيټه سلنه يي يو څه ځمکې لري.

دوی دافغانستان په 32 ولايتونو کې ځایونه لري خو په دې توپير چې داوړي او ژمي داوسيدو ځايونه يي بيلابيل دي او دوی تل په کوچیدنه ،یون او حرکت کې دي.

دکوچيانو لپاره دوترنرۍ،روغتيا،ښوونې او روزنې،پاکواوبو او نورو پرمختيايي منابعو دویش کوم پروګرامونه نشته او ځکه دوی دافغانستان په مظلوم ملت کې مظلومترين خلک دي. 72% يي دروغتيايي خدمتونو دلاسته راوړلو لپاره مذهبی مشرانو او ملایانو ته او 60% يي شخصی ډاکټرانو ته ځي. داچې کلینیکونه او روغتونونه ورته نه دی جوړ شوي،خوبیا هم په دې وروستيو کې يي کلینیکونو ته دتللو تمایل ډير شویدی. 1-2% نارینه او صفر% ښځي يي با سواده دی. 6.6% هلکان او 1.8% نجونې يي  ښوونځي ته تللي  خو هغه هم په زياترو سیمو کې چې ښوونځي تړل شوي اویاسوځول شويدي دغه کچه نوره هم راټيټه شویده.

دافغانستان هیڅ یو حکومت هم دکوچيانو مسلې ته جدي او همدردانه پاملرنه نه ده کړې. دوې کوچيان دپنځمې ګوتې په شان ګڼلي دي اويواځې کله چې دهيواد دخپلواکۍ او دپرديو دیرغل په وړاندې دمبارزې وخت راغلی دی نو بيا کوچيان دبهادرو او اتلو ورونو په توګه په لومړۍ لیکه کې ودریدلي دي او خپل هست او بود يي له اسلام،هیواد او خپلواکۍ څخه قربان کريدي.

په دې وروستيو ورځو کې زموږ دهزاره او کوچي ورونو ترمنځ یوه مسله روانه ده چې هغه دبهسودو په ولسوالۍ کې جريان لري. کوچيان دافغانستان په مرکزي لوړو ځمکو کې له پيړيو پيړيو راهیسې څړځایونه او ځمکې لري. دډيرو وړو او جزيي ستونزوپرته هزاره و او کوچيانو ورونو کومه عمده ستونزه نه لرله،خو په دې اوسنۍ ستونزه کې بهرني او کورني تخریبي لاسونه کارکوي او غواړي چې له دې سیمې څخه یوه بله فاجعه پردې مظلوم،ټپي او دردیدلی هيواد راولي.

داسې اوريدل کیږي چې دایران دپاسدارانو دلښکر غړي غواړي په پټه زموږ دهيواد په دې سیمه کې دجګړې اور بل کړي. داسې ګونګوسې هم شته چې دجمهور ریس دلومړي مرستيال په دفتر کې په دې باب يوه پټه غونډه جوړه شوې وه او لومړي مرستيال ويلي دي چې دکوچيانو په مقابل کې خلک وسله وال کړئ او دا مسله دجګړې او وسلې له لارې حل کړئ ځکه دايي ترټولو ښه لاره ده. دوې سپارښت کړی دی چې امريکائيانو او نورو بهرنيانو ته کوچيان دالقاعده او طالب په نوم ورمعرفي کړئ چې هغوې هم پرې ګوزارونه وکړي. ويل کيږي چې دا وينادولسمشر ددوهم مرستيال له خواهم په دغه غونډه کې تائيد شوه او دجګړې،اور،وسلې او وحشت او بربریت په لاردتللو تکلونه او سپارښتونه وشول.

زه هزاره جاتو ته تللی یم،ماله عادي خلکو پوښتلي او ټولو راته په زغرده ويلي دي چې کوچيان ددوې ورونه وواو دي، او دوې ورته دهغوې پخوانۍ ځمکې پرې ايښي دي او یايي اجاره ورليږي،خو ټول هزاره ګان ورونه دا مني چې په هزاره جاتو کې دکوچيانو مېنې،څړځايونه اوځمکې شته او دا دکوچيانو حقه حق دی، خو سل او زر او حتی ملیون او ملیاردځلې افسوس دولسمشر په مرستيالانوچې ددغسې مظلومترينو اولسونو په منځ کې دورورۍ او يووالي پرځای دنفاق او جګړې سپارښتونه کوي او داوربلونې او وروروژنې لپاره زمينه برابروي.

ګرانو مرستيالانو، داچې تاسو په خپلو قامونو کې له سلو څخه هم کمې رايي اخيستې دي،کيدای شي له خپلو قومونو څخه انتقام اخلئ. خو کوچيانو بیوزلانو خو په قاطع اکثریت کرزی ته رايې ورکړي دي چې تاسو دکرزي له رايو څخه په طفيلي ډول دې مقامونو ته رسيدلي یاست چې نيم فیصد هم ستاسو شخصیت دهغو وړنه دی.

هیله ده ګران مرستيالان هم په هزاره و رحم وکړي او هم په کوچيانو ځکه دادواړه قامونه زموږ ترټولو مظلوم خو دنورو په شان بهادر، په هیواد مین او دورورۍ پلوي قامونه دي.

ښاغلی کرزی صاحب! خپل مرستيالان پوه کړه چې له خپلو طفیلی مقامونو څخه په نورو ناروا ګټو چې ددوې فطري او کسبي عادت دی بسنه وکړي خو ټپي او مظلوم او دردیدلی افغانان دې نور دجګړو او فسادونو په اور نه لمبه کوي.

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.