ليكنـــــــــــــــــــې

 

     
حبيب الله غمخور

د۲۰۱۱ ز کال دمارچ ۱۶

کرزی  صاحب  پام  چي دا  کار ونکړئ

 په هيڅ صورت علاقه نلرم  اونه غواړم ددې هيواد دجمهوررئيس
 په توگه پرتاسو نړيوال اوزموډ دښمنان وخاندي

 زه ده هيچاپه خاطر داليکنه نه کوم ،ځکه له داسي کوم چاسره چي دتيروپارلماني ټاکنوپه درشل کي ئي حق خوړل سوی وي دنږدې نه پېژنم اونه هم دداسي کوم وکيل سره اړېکي لرم چي اوس پر پارلماني آس سپور،پورته اوکښته خپل نيلی ځغلوي .

خوديوه افغان په توگه خيرکه په بهرکي اوسم ،دپارلماني اونوروانتخاباتوله قانوني حق نه محروم سوی يم ځان مکلف بولم تاسوته ددې ملک دجمهوررئيس په توگه  دافغانستان دغوڅ اکثريت نظر ووايم .

ښاغلی کرزی صاحب !

هرکارچي پيلوئ ټول اړخونه (ښه اوبد،بريا اوناکامی ) ئې څوځله وسنجوئ دبې پرې عالمانو اوپوهانوسره دټولوهغوسره چي تاسو پرې باورلری  چي عالم اوهوښيارسړی دی اوگټوره مشوره درکوی مشوره وکړی. دخپل حرکت قانوني،شرعی اوبشری اړخونه ، نړيوال تاثيرات  ،دپلي کېدوشرايط اونور اړين اړخونه ئې ئي وسنجوی بيا فرمان صادر کړی اوياکوم بل عمل  .کله چي موفرمان صادرکړ ،بيانودخپلې خبرې دبرياليتوب لپاره ترخپله وسه تلاښ وکړی .دهغه چادخبرو،شعارونو اوطرحو پروامه لرئ کوم چي ستاسو کړنه يافرمان دهغوي شخصي گټوته زيان رسوي .

اوس به راسو اصلي خبري ته :

تيره شپه مي داروپاپر وخت دشپې دوه نيموبجوشاوخواکي دطلوع تلويزيون دامريکا لپاره خپرونوپه پروگرام کي واوريدل چي ستاسوسره دمارچ پر ۱۵ مه دپارلمان  ۳۵ وکيلانو ليدلې اوتاسوسره ئي ستاسو لخوا جوړې سوې ځانگړې محکمې دلغوه کېدوپر مسله خبري کړي .

دوي ددې شبکې ژورنالست ته وويل موږ دکرزی صاحب سره دځانگړې محکمې دلغوه کېدوپه خاطر خبري وکړې،ښاغلي کرزی وويل پوهيږم چي دسولي او امنيت راوستو يوازنۍ لار دځانگړې محکمې لغوه کېدل دي .

يوبل ښاغلي وويل : اميدواريو چي پدې دو درو ورځوکي دځانگړې محکمې سريال پاي ته ورسېږي .

حيران پاته سوم چي دا څه اورم ؟ کوم سريال ؟داڅومره سپکې خبرې اوديوه مملکت چي دوي ئي هم تبع اودپارلمان وکيلان دي دجمهوررئيس  په ادرس داسي خبري کوي ،وايي  چي پيل سوی سريال به ډير ژر پاي ته  ورسېږي .

نن دمارچ شپاړسمه  چي کله کورته راغلم ټولې پاڼې واړولې او راواړولې هيڅ مي پيدا نکړه ،خوله نيکه مرغه روحی ويب پاڼې پدې هکله يو وړوکی خبر تردې عنوان لاندي چي،د ټولټاکنې د ځانګړې محکمې په اړه لاهم لانجه روانه ده داخبر خپورکړی  : ((تر هغو وروسته چې په يو شمېر ولايتونوکې دولسي جرګې د ټاکنو رايې له سره شمېرل کيږي، د ولسي جرګې اندېښمنو غړو سختې هڅې پيل کړي چې د ټولټاکنو په اړه ځانګړې محکمه لغو شي . د ځينو خبرونو له مخې ولسمشر کرزي د محکمې د لغو کولو په اړه يوه اونۍ وخت غوښتی دی. بل خوا داسې خبرونه هم ترلاسه شوي ، چې د رايو د بيا شمېرنې له مخې د درغلۍ کچه ډېره لوړه ده او ښايي د ټولټاکنو کميسون مشر فضل احمد معنوي ونيول شي،خو د پروسې يو شمېر بهرني چارواکي هڅه کوي چې د نيول کېدو مخه يې ونيسي .))

دپارلماني ټاکنوددرغليو په هکله هغه دچاخبره دهوامرغانو هم شاهدي ويله ،عام خلک اوهغه چي حق ئې خوړل سوی هغه خوپر خپل ځاي پرېږده .

دټاکنوددرغليوپه اړوند دنظر خاوندانواوعامو خلکودرسنيو له لاري  خپل اواز اوچت اواندېښنې څرگندي کړې ،دوي  بېشمېره نيوه کې درلودې ،دبېلگې په توگه دوي ويل  :

۱: که څه هم چې دمدنی ټولنو اوڅار ګرو ادارو دراپورونو سره سم په ټول هیوادکې د۲۰۰۰۰۰۰رایو په شا او خوا کې کارول شوی وخو که چیری دټولټاکنو دکمسیون خبره هم ومنو نو ۱۳۰۰۰۰۰ رایې یوازی درایې شمیرنې په بهیر کې په صندوقونو کې اچول شویدی .دغه ۱۳۰۰۰۰۰ رایې هغه رایې دی چې دسیاسی اړیکو او پیسو پر بنسټ ځانګړو نوماندانو ته اچول شوی دی.
۲
:دټولټاکنو خپلواک کمسیون ددوی دوینا سره سم درایې شمیرنې په بهیرکې ۱۳۰۰۰۰۰ رایې باطلې کړی دی خو درایو دباطلیدو په پروسه کې داساسی قانون ۲۶ ماده او انتخاباتو دقانون ۵۷ ماده په ښکاره توګه تر پښو لاندې شوې ده .
داساسی قانون ۲۶ ماده وایی چې جرم یو فردی عمل دی اودیو انسان جرم ب
ل ته نه انتقالیږی. خو دټولټاکنو کمسیون جرم ته ټولینزه بڼه ورکړې ده په دی ماناچې په هر مرکز کې چې کومشخص نوماند یوڅو جعلی رایې استعمالې کړیدی ، دکمسیون له خوا دهغه مرکز ټولې رایې باطلي اعلان سوې ،نوهغوچي په رښتياسره ئي خپل دخوښی کانديدته رايه ورکړې دهغوي حق ولي تر پښولاندي سي ؟دغه راز دانتخاباتو دقانون د۵۷ مادی سره سم هر هغه صندوق چې رایې یې مشکوکې وی باید دهغه حوزی دنوماندانو اویا ناظرینو تر نظر لاندی وڅیړل شیترڅود نوماند ته قناعت حاصل سي  چې رایې یې باطلې دی،مگر دټولټاکنو کمسیون پر خپل سر بېله دېنه چي  دنوماندانو اوناظرینو په نه شتون کې دغه صندوقونه خلاص کړی  رایې  باطلې اعلان کړې .

دټولټاکنو خپلواک کمسیون مکلف دی تر څو د اساسي قانون د ( ٨٣) يمې مادې  دعملی کیدو رغنده زمینه برابره کړی. خودټولټاکنوخپلواک  کمسیون نه یوازی لازمه زمینه برابره  نه کړ ه بلکي  په لوی لاس  ئې دغه ماده تر پښو لاندی کړه.

سره له دی چې دامنیتی ستونزو له امله د((۱۰۰۰)) په شا او خوا کې مرکزونه تړل شوی و ، دهیواد په ییلابیلو ولایتونو په ارامه سیموکې هم دبې امنۍ ترنامه لاندي  انتخابات ونه شول چې دا یو قصدی عمل و. دبیلګې په توګه دغزنی ولایت په ۱۳ ولسوالیو ، دنورستان ولایت په ۳ دغه راز دننګرهار. وردګو ،پکتیکا،پکتیا .کندوز، بغلان ، ذابل ، کندهار، کنړ او نورو ولایتونو په ډیرو ولسوالیو کې اصلا ټولټاکنی نه دی شوی چې دا کار دټولټاکنو عمومیت یې له منځه وړی دی.

همدا ډول :

_ ټاکنې په ټول افغانستان کې رڼې او شفافې نه وې او له پوره درغليو ډکې وې .
_ د هېوادپه کچه
پښتانه د جګړې په پلمه په ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې شوى .
_ د انتخاباتو تر لومړنۍ شمېرنې وروسته هم په قصدي توګه د هېواد د اکثرو پښتنو کانديدانو رايې قرنطين او يا باطلې شوې دي.

۳: دټولټآکنو دکمسیون دچارواکو دوینا((۵۱۱))درایو ډک صندوقونه موندل شوی چې  رايي ئي  نه دي شمیرل شوی .
خلک وايي ۵۱۱  صندوقونوباندي پنځه  اطاقونه ډکيږي  ،نوڅنگه دادومره صندوقونه دڅارنوالی تر مداخلې وړاندي چانه وو ليدلي؟روښانه خبره ده چې دڅارنوالانو دراتګ ویري کمسیون دېته  مجبورکړچی دغه پټ  صندقونه وباسی ،مگر ورسره جوخت  ئې اعلان وکړی چې ددغو صندوقونو درایو ډیرۍ برخه باطلې رایې جوړوي .

۴:دټولټانودقانون اودکمسیون دطرزالعمونوله مخې باید درایې اچونې دهر مرکز فورمې دکمسیون په مرکزی و ولایتې کمسیونونوکې ځړول شوی وای خو داکار هم در غلیو ته دزمینې برابرولو له پاره تر سره نه شو .
۵: دکمسیون له خوا دبدلو اوڅو ډوله رنګونو استعمال ددی لامل شو چې یو شخص څو څو ځلې رایې واچوی. دغه رازدرنګونو دپاکیدو تصویرونه هم په بیلاتبیلو ولایانو کې درسنیو له لاری نشر شوی دی.
۶: په ډیرو انتخاباتی حوزو کې د۱۸ نه کم عمره هلکان او نجونو رایې واچولې چې تصویرونه یې په  هماغه ورځ  دډله ايزورسنیو له لاری خپاره شول .
۶ : تر اوسه  دټولټاکنوکمسیون درایې اچونې دکارول شویواو سپینو پاڼو حساب ملت ته ندی ورکړی .
۷: ځینې درایې اچونې مرکزونه یوازی د یو یا دوه ساعتونو لپاره خلاص و چې تر ټولو ښه بیلګه یې دبغلان په ولایت کې ولیدله شوه .

ددی ترڅنګ نوری بیلګې او اسنادونه هم شته چې دټولټاکنو مشروعیت ترسوال لاندي راولي.دائې یوه وړه بیلګه ده که نه خو تردی ډیرې لویې درغلۍ شوی دی .

تاسوهم په يوه ويناکي داومنل چي په ټاکنوکي درغلی سوی ،بېلگه مودغزنی ولايت  اونوري سيمې راوړې  .

دارښتياخبره ده چي دنورودرغليوتر څنگ پد ټاکنو کښي له پخواسنجول سوی پلان له مخې پارلمان ته دپښتنودتگ مخه ونيول سوه همدا دليل دی چي پدې دوره کي دپښتنو ونډه چي ددې مملکت غوڅ اکثريت جوړوي دتيري دورې په انډول ډيره کمه ده .
مخکې له دېنه چي تاسو کوم عکس العمل څرگند کړي،چي يوځل مووياند داخبره هم ژورنالستانوته وکړه چي دلته دموکراسي ده ښاغلی کرزی دپارلمان په چاروکي مداخله نه کوي،سره لدې چي هغه وخت ددې قلم دخاوند په گډون ډيروڅېړونکودوحيد عمر څرگندونې اوددموکراسی نه داډول تعبير کاملأ ردکړ.دخلکو اوپه ټاکنوکي متضررو کانديدانودگوتنيونواولاريونوپه درشل کښي له عدلی ارگانو اولوي څارنوالي نه غوښتنه وکړه چي  دپارلماني ټاکنوپرپايلوله سره کتنه وسي .

 لوي څارنوال اسحاق الکو دخپلې قانوني دندي له مخې وويل :د انتخاباتو ستاینه تر وخت مخکي سوې . هغه د ولسي جرګې په انتخاباتو کي د درغلیو د ادعاوو په اړه د نوو څېړنو غوښتنه کړې ده.

لوی څارنوال  له ولسي جرګې سره د خبرو په ترڅ کي وویل، دخلکو رایي د زورواکو کسانو له خوا په دوبۍ او د کابل په شهزاده سرای کي د پټو معاملو په ترڅ کي خرڅې سوي دي.

د۲۰۱۰ ز کال دنومبرپر ۲۵ يوځل بياهم لویه څارنوالي خبر ورکړ چي : د انتخاباتو د نامشروع کېدو امکان سته ځکه چي د ولسي جرګې په انتخاباتو کي ددرغلیو په اړه یې داسي شواهد او اسناد ترلاسه کړي، چي له مخي یې دا انتخابات نامشروع بلل کیدای سي .

پدې ډاډه يم چي دتاسو هم دعام ولس دفشاروپه نتېجه کي مجبورسواست چي خپله دنده درک اودنندارچي په عوض دجمهوررئيس په توگه دقانون پر پلي کيدوپروسې باندي نظارت وکړی اودخلکو غوښتنوته ځواب وواياست . پايله داسول چي  همدا تاسوخپله دځانگړي فرمان  له مخې  دروان کال دجدي پرشپږمه دپارلماني درغليو ددوسيودبرسی لپاره د ستری محکمی په چوکاټ کی دځانګړی محکمې جوړیدو اعلان وکړ اوهغوي ته مودنده وسپارل چي ديوې مياشتي په موده کي ټولي دوسې برسي اونتيجه ئي اعلان کړئ .ترکومه ځايه چي په هغه لومړنۍ ورځ ستاسو په همدغه فرمان کي هم تيروتنه موجوده وه ،داشکارېده چي دځانگړې محکمې دکارموده بايد اوږده سي چي بياوروسته مو همداسي وکړل ،اوس دغه محکمه دخپل کاري پروگرام له مخې ورسپارل سوې دنده پر مخ بيايي  .

دهمدې محکمې دکارپايلې لاڅرگندي سوی نه دي ،دادی داخبري تر غوږوکيږي چي تاسو ددې محکمې دلغوه کېدو لپاره دلايل لټوی اوغواړي ستاسو په ويناد((ملي مصالحو))په خاطرئي لغوه کړی   .

تاسوته څرگنده ده چي يوشمير وکيلانودقانوني په مشری ددې محکمې دجوړېدوسره له لومړۍ ورځې مخالفت وکړ او ددې محکمې جوړېدل ئي له قانون څخه سرغړونه وبلل . پکارخو داوه چي په هغه لومړی ورځ سترې محکمې  دغوسوالو ته دقانون پر بنياد جواب ويلی واي .دائې روښانه کړې واي چي تاسو دقانون له مخې  دامحکمه جوړه کړې ده ،خومتا سفانه  داکارمو ونه کړ ،ستاسو اوعدلی ارگانو چوپتيا په درغليو پارلمان ته راغلو وکيلانوته نورهم جرات ورکړه  .

سره له دې چي دجنوري پر ۲۵ مه دځانگړې محکمې مشر ، قاضي صدیق الله حقیق وایي  چي دغه محکمه د قانون په رڼا کې د سترې محکمې له پریکړې سره سمه جوړه شوی او فعاليت يې هم قانوني دی .

د اختصاصي محکمې رئیس قاضي حقیق وايي چې ۵۹ بریالي اعلان شوې کاندیدان په درغلۍ تورن دي او قضیې  یې د دوی ترڅېړنې لاندې دي .ده وویل چې محکمه یې پوره صلاحیت او واک لري چې ټول انتخابات باطل اعلان کړي یا یوشمېرکاندیدان د درغلۍ په تور ناکام کړي . 
ځکه یوشمېروکيلان ، یونس قانوني اوپلویان ئې  پردې خبره زیات ټینګارکوي  چې ځانگړې  محکمه دې لغو شي او دجرمونو دڅېړلوکار دې عادي محکمې وڅېړي  .دپارلمان په هره غونډه کي په لوړ اواز همدا يوه خبره کوي  چي دا محکمه غير قانوني جوړه سوې ده اوپرېکړي ئي هم غير قانوني ديهرڅومره چي ژرکېداي سي بايد لغوه سي اوکرزی بايد دده په ويناد((ملت داستازو)) غوښتنې ته غوږ کښېږدي   .

کرزی صاحب! په ميليونوافغانان وايي چي دپارلمان په ټاکنوکي درغلي سوی ،داټاکنې شفافي نه وې  اوددغو ټاکنو په پايله که په رسميت پېژندل سوې پارلمان زموږ دملت لپاره دمنلو وړنه دی  . ټولوستاسوله دغه نيم  بنده چي پرخپل وخت هم نه ووحرکت نه چي دځانگړې محکمې جوړېدل وه ملاتړ وکړ ،خوشحاله سول چي ددې محکمې دپرېکړوپه مټ به له يوشمېر سياسي سوداگرواوهغونه خلاص شي چي دپيسو په زور راغلي . دوي وايي داسي ډير کسان شته چي دپارلماني ټاکنوپر خت ئې په ميليونوافغانۍ اوپه سلهاوو زره ډالر مصارف  کړه اودائې دملت لپاره دخدمت په خاطرنه بلکي  پدې پوهېږي اوداورته معلومه ده چي ترمصرف سوو پيسوبه څوځله زياتي پيسې په همدې پارلمان اودپارلماني امکاناتونه په استفادې سره ترلاسه کړي  .

په افغانستان  کي ۳۶ ميليونه افغانانوله جملې نه دچارواکو په وينا ټول ټال د څلور مليونو شاخواکسانورايه  کارولې ده ،داچي څومره دټاکنو له قانوني حق نه محروم وگڼل سول  اوترنيمايي زياتوکسانوته درايي ورکولوکارت نه دی رسېدلې داخوپرخپل ځاي پرېږده . تاسو قضاوت وکړئ  په يوه ولايت  کي چې غوڅ اکثريت  ئې پښتانه دي يوپښتون وکيل نه دی ټاکل سوی يادبلخ په ولايت کي چي ترنيمايي زيات پښتانه دي يونفر پښتانه پارلمان ته لار موندلې ،هغه په هرات کي دتورن اسماعيل لاسوهنې خوتراوسه پر خپل ځاي پاته دي اوڅوک پدې هکله ځکه څه نسي ويلاي ځکه  ايرانی اخوندان  اوددوي نوروبهرني دوست هيوادونه خفه کيږي نودغوټاکنوته څنگه روڼې اوقانوني ټاکنې ووايو؟

تاسو خپله قضاوت وکړی  همدې وکيل صاحبانوپوره يوه مياشت  دخپلو زورآزمينوپه خاطر دپارلمان رئيس نه سو ټاکلاي  اودرايي ورکولو په وخت کي دوکيل صاحبانوپه منځ کښي اختلاف له ورايه ښکارېده  .

مگرکله چي دهمدې بې اتفاقه پارلمان په غونډه کي  چي درئېس پر سر نه سره جوړېږي   په يوه اواز پرېکړه کوي چي دټاکنودپايلودبرسی ځانگړې محکمه اوپرېکړې ئي غير قانوني بايد ډير ژر لغوه سي .

زه اوس  ستاسونه داپوښتنه نه کوم چي  ښاغلي کرزی صاحب ! تاسو دغه محکمه پرخپل سراوله کوم چاسره دسياسي دښمينوسرته رسېدوپه موخه جوړه کړېده اوکه دقانوني صلاحيت اويوې قانوني اړتياپر بنياد؟

ولي تراوسه ددې محکمې له پرېکړونه ډارېدونکي وکيلان داخبره کوي چي ځانگړې محکمه غير قانوني جوړه سوې اوپرېکړې ئې غير قانوني دي ؟

اميدواريوچي ددولت مشرتابه  داپوښتنه جواب کړي  چي دکوم قانون پر بنياد ئي جوړه کړې اودکوم قانون پر بنياد ئي پارلمان غير قانوني نشي بللاي ؟

سترې محکمې هم د ولسي جرګې دا غوښتنه بې ځايه بللې او ويلي يې دي چې د ولسي جرګې په ګډون هېڅوک د قضايه قوې په چارو کې د لاسوهنې واک نه لري. ستره محکمه وايي چې دا د ولسي جرګې له صلاحيتونو څخه نه ده چې د اختصاصي محکمې په اړه پرېکړه وکړي .

ليکنه پدې ټکو رانغاړم  چي زه ستاسو دسياسي راپيل سوو لوبو پر بنياد ستاسو مجبوريتونوته متوجه يم ،ستاسو په اړتياو هم پوره پوهېږم  ،داهم راته څرگنده ده چي تاسودې پارلمان ته احتياج ياست ،ځکه ترڅوبه سرپرست وزيران کار کوي ؟ پدې هم پوهېږم چي غواړی  په ۱۳۹۰ کال کي  لويه جرگه جوړه کړی اوددې لپاره تاسو اوبهرنيانوداڅوکاله تلاښ کړی ،تاسوبايد له دې لويي جرگي نه بريالي راووزی .چي تورن اسماعيل هر ورځ هرات ته ځغلي اومخکي له دې چي دلويي جرگ دجوړېدو تاريخ او اجندآ اعلان سي دټولودولتي نورمونوخلاف  ترخپل صلاحيت لوړي خبري کوی اوخلکوته دلويي جرگي اجندا تشريح کوی اولارښودنه ورته کوي چي څه بايد وکړي اوڅنگه کسان بايد لويي جرگې ته وټاکي، تاسو خوديوه جموررئيس په توگه ترهغه زيات حق اوصلاحيت لري .

خبره همدلته ده چي دوي تاسو ديوضعيف  مشر،داسي يومشرچي دهرچادپښوټکولوتر تاثير لاندي راځی درک کړي ياست ،ځکه خوترتاسو وړاندي اوترتاسو په لوړ اواز ږغېږي ،که  ستاسو په عوض يوبل څوک وايي  دده ږغ به دي نه واي اورېدلی ،خو افسوس !

زه پدې  باوريم چي دا ستاسو وروستی چانس دی ،ملت  ته مراجعه وکړی اوترخداي وروسته پر هغوي تکيه وکړئ ،که مو داځل هم دا چانس دلاسه ورکړ اوخپل صادر سوی فرمان  موبيرته واخيست ،ستاسولخوا جوړه سوې ځانگړې محکمه مو په خپلو هغودلايلوچي په هيڅ صورت به دعامو خلکو لپاره دمنلو وړنه وي لغوه اعلان کړه،ټول ملت به مخ درنه واړوي اوافغان ولس ناهيلی کيږي . که له دوي نه ډير ډارېږئ  اوپر ملت باورنلرئ ؟پدې صورت کې ښه خبره داده استعفا ورکړئ .

ومن الله التوفيق

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com