|
ژباړن : پوهنمل حاجی محمد نوزادی که چېرې زه افغان وای تر لوړ سرلیک لاندی می یو خورا په زړه پوری یاداښت چی اصلی لیکوال یی د Independent ورځپاڼی ژورنالیست Robert Fisk دی ، په دری ژباړه د افغان – جرمن انلاین په درانده سایټ کی تر سترګو شو . هغه می پرانیست او بیله ځنډه می ولوست . له لوستلو نه یی ما ډیر خوند واخیست . و می غوښته چی دا خوند د خپلو پښتو لیکنو د لوستونکو سره هم شیریک کړم ، له همدی کبله می د هغی د ژباړلو تکل وکړ . ماته د لیکنی اصلی متن په انګریزی ژبه پلاس رانغی ، ځکه می نو د افغان وتلی لیکوال صبورالله سیاه سنګ له دری ژباړی نه پښتو ته را واړول او دادی مینه وال یی هم په لوستلو نازوم : هوا روښانه وه . امان الله - دجیب موټر چلونکۍ ، فیاض احمد – ترجمان ، د Independentنشریی په چارو کی زما همکار جوستین هوګلر Justin Huggler او زه دهغو ډله ایزو وژنو په اړه د راپور لیکلو پخاطر چی د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر / نومبر میاشتو کی په مزار شریف کی ترسره شوی وی ( دلیکوال موخه د امریکا د ( ب – ۵۲ ) الوتکو په مټ د طالبانو د حکومت تر نسکورولو وروسته د طالبی اسیرانو قتل عام دی چی په مزارشریف کی د ولایت د خپلسرو توپکی چارواکو لخوا په بیرحمانه ډول تر سره شو . پښتو ژباړ. ) ، هلته ورغلی او تر بیرته راتګ وروسته و قلعه عبد الله ( دعبد الله قلعه ) ته راغلی وو . دعبدالله قلعه د چمن او کوټی ترمنځ هغه کلی دی چی په زرګونو بیوزلی افغانان دلته را کډوال شویدی . پدی ځای کی یو شمیر افغان کډوال د کلونو راهیسی دلته میشت دی ، مګر هغه خلګ چی د خپلو عزیزانو تر ټوټه ټوټه کیدو او سوزیدو وروسته یی دلته ځانونه رارسولی دی ، دهغوی درا کډه کیدو څخه تر دوو هفتو زیات وخت نه تیریږی . رشتیا ، زه د څه پخاطر دا په وینو لړلی داستان لیکم ؟ زه دلته دیوه زخمی ځناور په توګه غړومبیږم او هلته لږ ها پلو ته په سلګونو او که لا برملا ووایم په زر هاوو بیګناه خلګ د امریکایی الوتکو تر بمبارډ لاندی خپل ژوند دلاسه ورکوی . دوی ( امریکایان ) دغه بیګناه افغانان په وینو او ایرو کی لړی او کورونه یی ورته ورانوی ترڅو د ٫٫ تمدن پخاطر دجنګ ٬٬ په ډګر کی فرشته پر اهریمن باندی برۍ و مومی ! . زه څنګه پوه شوم چی خرابی او ورانۍ پیل شو ؟ زموږ دجیپ له مخکنۍ خوا نه سپین بخار پورته شو او د روژی د ماښام اذان نه لږ وړاندی دعبالله قلعه مخته یی ټایرونه له حرکته پاته شول . د نری سړک منځ کی مو موټر په ټپه و دریدی ، دبسونو ، لاریو ، ریګشاګانو او نورو پرمخ یی لاره بنده کړه . هارنونو او اخطارونو زور واخیست . پدی توګه زموږ بخت په بد ځای او بد وخت کی په خټو کی راګیر شو . موږ تول څلور واړه راکوز شوو او جیب مو د سرک یوه څنګ ته ټیله کړ . امان الله ولاړ څو یوبل موټر راته پیداکړی . خلګ کرار کرار زموږ پر خوا را مات شول . په پیل کی ما او ملګری می جوستین Justin و هغو خلګو ته چی پر شاوخوا مو را ټول شوی ول ، موسکا کول . د ډیرو لاسونه مو په مینه کښیکښل او ددوی په ژبه مو ورته ویل چی ( السلام علیکم ) . .پر شاوخوا مو د راټولیدونکو کسانو شمیر یو په بل پسی زیاتیدی . د جیپ له پزی نه مو دپخوا پشان سپین بخار هواته خوت . خپل ملګری ته می وویل چی له جیپ نه باید لږ لیری شو او ځان هغه لوی سړک ته ورسوو . د را ټول شوو کسانو شمیر نور هم زیات شو . یوه هلک په ګوته سره زه د لاس پر بند ووهلم . ما داسی و انګیرل چی دا به خامخا د ماشومتوب د یوی شوخی نه پرته بل کوم د پام وړ شی نه وی . لدی نه می وروسته یوه ډبره تر سترګو تیره شوه . رایادیږی می چی څومره و ډاریدم . دبره ولاړه او نیغه زما د انډیوال پر اوږو ولګیده او هواته و پریده . ده ماته وکتل او له سترګو نه یی تشویش ښکاره معلومیدی . ما د ځانه سره ویل « دتشویش وړ خبره نشته ، دا یوازی یو تصادف دی » او په همدی وخت کی یو بل هلک زما لاسی بکس ته چی بانکی کریدت کارتونه ، یاداښتی کتابچی ، پیسی ، پاسپورت ، پستی ادرسونه ، تلیفونی نمری ، د فاکس نمری ، د ایمیل اادرسونو کتابچه او موبایل تلیفون ور پکښی وه ، لاس واچاوه . بکس می په زوره د ځان خواته ور نه کش کړ او تسمه می یی غاړی ته واچول . ایا کله مو هم د ځانه سره فکر کړیدی چی په نړۍ کی به د نارینه وو تر خښمیدلی ډلی بل بدتر شی هم وی ؟ پوهیږی چی د شپی په تیاره کی د خښمیدلو نارینه وو ډله لدی نه بدتره ده ! ما او ملګری می جوستین غوښته دسړک ها بلی غاړی تیر شو چی یو چا سخت د شا پر دړه ووهلم . سترګی می اول پر هغه سړی ولګیدی چی ز ما خواته یی په پیل کی خندل . دده پر څیره نوره خندا نه ښکاریده . ځوانانو لا اوس هم خندل ، مګر خندا یی نوره د خوښیو سره مل نه وه . دداسی یوه خطرناکه حالت څخه چی هلته ټول کسان ٫٫ دښمن ٬٬ ګرځیدلی وی ، څنګه باید د تیښتی لاره ولټول شی . زه یا په بل عبارت هغه ٫٫ محترم خارجی ٬٬ چی لدی نه یی لږ وړاندی ( سلام علیک ) پر شونډو خپور وو ، اوس ډاریدلی د تیښتی لار لټوی او لودیزه دبدبه یی نوره د تورو خاورو سره برابره ده . دوی جوستین په زور سره د سړک منځته داکش کړی وو . د یوه بس دریور راته اشاره وکړه چی بس ته یی ورپورته شو . فیاض د جیپ څنګ ته ولاړ وو او نور یی موږ نه لیدلو . جوستین و کولای شوه چی بس ته ور وخیژی مګر کله چی ما دبس پر پایدان پښه کښیښوده ، درو تنو په زوره د ځان خواته ورکش کړم او بیرته یی د سړک منځته راوستلم . جوستین لاس را اوږد کړ او راته یی وویل چی ونیسه . کله چی می غوښته ځان ور رسوم او لاس یی ونیسم ، پرسر می یوه داسی درنه ضربه وخوړه چی نژدی وو پر ځمکه و غورځم . ددی سره سم می په غوږونو کی ږوږ را پورته شو . ماهم ګمان کاوه چی همداسی به وشی ، مګر د دومره سخت درد حدس می وهلای لاهم نشو . دا یو زورونکۍ پیغام وو : یو تن پدی ډله کی دومره را باندی قهریدلی وو چی غوښته یی سخت می وټکوی . پدی ترڅ کی می یو داسی دروند شی د اوږو په منځ کی ولګید چی د مخ خواته یی پوری وهلم او د بس څنګ ته پر ځمکه ولویدم . په بس کی ناستو خلګو زما تماشا کول او هیچا نه غوښتنه چی مرستی ته می را ودانګی . له ناچاری نه می ناره وکړه : « جوستینه ! مرسته راسره وکړه » . یو ډارونکۍ هیکل می په مخ کی و درید : د بس د کړکۍ په ښیښه کی می خپله په وینو لړلی څیره تر سترګو شوه .بازوګان می هم سره شوی وه . دکمیس د ګریوان او جاکټ نه می وینی لاندی بهیدی . یوازنی مرستندوی می ، زما بی حرکته لاس دخپل توان نه په زیاته هڅه په لاس کی نیولی وو . ږغونه یو په بل پسی لوړیدل . ای خدایه داڅه اروم ؟ . . . ( کافر ؟ ) ، ( بی دینه ملحد ؟ ) . نه ! ګمان نکوم چی دا کلمی به می ارویدلی وی . پدی وخت کی قهریدلو خلګوغوښته چی له جوستین نه می لاس جداکړی . پدی پسی می دوه نور واری هم پرسر وخوړل . فکر می کاوه چی یوه واری به یی په مغز کی درزونه راته پیداکړی وی . ( نپوهیږم چی څنګه می د ۵۵ کالو وړاندی یوه پیښه رایاده شوه . یوه جګ ځوان همداسی وارۍ پر سر راکړی وو ) . بل وارۍ هغه چا را باندی وکړ چی یوه لویه ډبره یی پلاس کی نیولی وه . هغه را وړاندی شو ، ډبره یی سره پورته کښته کړه او پخپل ټول زور یی پر تندی را وټکول . ددی سره سم می یو تود اوبړن شی پر مخ را وبهیدی چی دشونډانو او زنی د لاری نه لاندی وڅڅیدی . ددی پسی می پر شا ، بغلونو ، ورونونو او پنډیو باندی د لغتو باران پیل شو . چی څومره می له زخمو څخه زیاتی وینی توئیدی ، هغومره می پر سر ، شاه او بغلونو خلګو زیاتی لغتی را اورولی . همدارنګه می د ډبرو باران پر ټول بدن جاری وو . پدی فکر کی وم چی دا بدبختی به تر کومه وزغمم چی پدی وخت کی دوی نوری تیږی راغلی او د سر پر دواړو خواوو می ولګیدی . دا ډبری راباندی غورزولی شوی نه وی بلکه یوه تن چی غوښته یی ککرۍ می راته دړی وړی کړی ، په دغو ډبرو یی وهلم . لکه پدی ډبرو چی زړه نه سوړ شوی ، پر مخ باندی یی هم سوکان راته بند کړل . عینکی می پر پزه باندی ماتی شوی . یو لاس را اوږد شو او ماتی شوی عینکی چی په غاړه کی می ځړیدلی ، را څخه یی ها پلو ته وغورزولی . هغه نوی ځوان می بیا بکس ته لاس را واچاوه ، خو ما یی لا هم تسمه پلاس کی ټینګه نیولی وه . سترګی می لږ پرانیستی چی د قهریدلو خلګو ډله می ولیدل . شمیر یی نژدی ۵۰ تنو ته رسیدی . باور کوی ؟ لدی نه چی و ډاریږم ، حیرانتیا واخیستلم . ژوند دا ډول پیچومی ډیر لری . باید یوه چاره می سنجولی وای ، خو سر می ګیچ وو . تر شونډانو لاندی می ووهل : مرګ یواځنۍ شی دی چی دا ګړۍ می چاره کولای شی . لیدل می چی پخبلو کی لامبو وهم . فکر نه کوم چی په ژوند کی به می هم دومره وینی لیدلی وی . د مرګ احساس له بل هر څه نه زورونکۍ وو . پکار ده چی د لبنان څخه ممنون اوسم . د ۲۵ کالو په موده کی چی دلبنان د جنګونو په اړوند می راپورونه لیکل ، لبنانیانو په وار وار ماته دا را زده کړی دی چی باید د ژوند په هیله د مرګ په وړاندی ودریږم : « فکر وکړه ، ښه یی وسنجوه او پکار یی واچوه » . ما هم فکر وکړ ، ومی سنجول او باید لاس پکار شوی وای . تر هرڅه دمخه می خپل لاسی بکس د هغه ځوان د لاسه را وکیښ ، را تاو شوم او هغه نفر ته می چی په وینو لړلی ډبره یی پلاس کی وه ، پر خوله باندی یو ښه بوکس ورکړ . سترګو می ښه کار نه کاوه . لدی نه پرته عینکی می هم له لاسه ورکړی او وینو می هم سترګی راته زورولی . خو سره لدی می هم ولیده چی سړی و ټوخل ، د وینو سره یی یو ځای غاښونو ته ورته یو شی له خولی نه ولوید او پخپله دشا پر تخته پریوت . خلګو لږ سکوت وکړ ، لاسی بکس می واخیست او تر بغل لاندی می ونیو . د هغه بل سړی خواته ولاړم او په بوکس سره می مخ په وینو ور ولړی . دریم بوکس می په هوا ولاړ ، وروسته می بل بوکس هم و لګاوه او پښی می سپکی کړی . دسړک منځ کی وم او په سترګو می توره خړه راغله . د خپلو وینو لړلو سترګو نه می په لاس د یخی شوو وینو سری ټوټی را بیلی کړی . له خولی می ناره پورته او سترګی می له اوښکو ډکی شوی . حس می کړه چی اوښکی می لږ سترګی راته مینځی او دید یی ښه کیږی . دځانه می و پوښتل : دا څه کار وو چی ما وکړ ؟ ولی می داسی وکړه ؟ ولی ؟ ایا ما رشتیا هم د دغو زوریدلو کډوالو پرمخ بوکسونه واری کړل ؟ ایا داهغه کډوال ندی چی زه یی په هکله د لیکلو د پاره راغلی یم ؟ ایا دا هغه زوریدلی کډوال ندی چی تر ټولو دمخه یی زما انسان وژونکی وطنوال د طالبانو سره یو ځای د مرګ کندی ته اچوی ؟ ایا دا ما هم پر دوی وارۍ وکړ ؟ ایا زه هم باید هغه کسان دښمنان و ګڼم چی د کورنۍ غړی یی زموږ د بم اچونکو الوتکو لخوا وژل کیږی ؟ ولی ؟ یو عجیب کار می ترسترګو شو . یو نفر می ارام ارام خواته راغی او تر لاس یی ونیولم . ډیری وینی می په سترګو ننوتلی وی او لا می هم هغه ښه لیدلای نشو . ترهغه ځایه چی ولید ، نوموړی سړی چپنه ، لونګی او سپینه ږیره درلوده . دغه کاکا زه دخلګو نه لیری بوتلم . کله چی می شاته وکتل ، ومی لیده چی د نارینه وو ډله لاهم ولاړه وه ، لویی او وړی ډبری یی غورځولی ، خو داځل یی زما و خواته نه بلکه هغه یی پر ځمکه اچولی . سبین ږیری سړی د ( عتیقی زمانی ) یوه ښه نمونه وه . په انجیل کی یی د یوه سړی و کیسی ته ورته والی درلود . زما ژوند بخښونکی فرشته ، یو سپین ږیری مسلمان ، ښایی یو وتلی د کلی مشر ، دا هغه څوک وو چی پاک خدای د مرګ له خولی نه زما د ژوند د ژغورلو پخاطر رااستولی وو . ده زه د پولیسو موټر ته ورسولم او رانه یی و غوښته چی ور پکښی کښینم او لدی ځایه ځان وباسم . پولیسان زما د وینو لړلی څیری نه وډاریدل . د ډریور شاته می د موټر د کړکۍ ښیښه په لاس ووهل او فریاد می وکړ : « مرسته وکړی ! مرسته وکړي ! » . دا وړوکی ښیښه می د لاس په وینو سره شوه . دوه دری کیلومتره چی وړاندی ورسیدو ، لږ ها پلو ته مو دسره صلیب کاروان تر سترګو شو .شا ته مو لا دخلګو ډلی معلومیدی . لږ نور هم وړاندی تیر شو . دسره صلیب دو تنو بنګله دیشی کارکونکو ( عبدالحلیم او سیکدر مقدس احمد ) چی همدارنګه ډیر نجیب مسلمانان وه ، زه یی له ځانه سره کښینولم ، پر لاسونو او مخ یی اوبه راتیری کړی او زخمونه یی راته بنداژ کړل . نور می زړه ته تیره شوه چی له مرګه ژغورل شوی یم . په خوښۍ او بیړه می لاسی بکس پرانیست تر څو دده په حال هم ځان خبر کړم . و می لیده چی پاسپورټ او کریدت کارتونه می د حضرت عیسی ٫٫ یادګار ٬٬ ګرځیدلی وه چی هغوی ونکړای شوه رانه یی واخلی . د اړیکو ۲۵ کلنی یاداښتونه ، دتلیفونی نمرو ډکه کتابچه ، احتیاطی عینکی او ګرځنده تلیفون په بکس کی نور نه وه . څه می کولای شوه بیله دی نه چی د ټولودوستانو نه می ددوی تلیفونونه یوار بیا تر لاسه کړم . د ۲۵ کالو نه زیات کیږی دهغو کړاوونو په هکله لیکنی کوم چی پر اسلامی نړی باندی تیریږی ، دادی په پای کی زه هم د همدغو زوریدلو مسلمانانو له قهرسره مخامخ شوم . مګرعبدالحلیم ، مقدس احمد او فیاض احمد می غمخوری پر غاړه واخیسته . امان الله خپل کورته بوتلم څو لږ ارام سم او هغه سپین ږیری هم تر لاس ونیولم . پدی هم پوهیږم چی هغه قهریدلی افغانان هم ( مسلمانان ) ول . رشتیاهم دا څرنګه یو قهر وو ؟ ایا ددوی دی ناوړه عمل د نورو د ناوړو اعمالو نه ریښی ندی اخیستی ؟ اصلی خبره خو داده چی ددوی دغه ناوړه کار زموږ خپل د ناوړتیا نه ریښی ځغلولی دی . همدغه موږ وو چی د روسانو سره دجنګ پر وخت مو دوی ته وسلی او جنګی سامان الات ور بخښل او وروسته مو ددوی ټول غمونه له یاده و ایستل . ایا دا موږ نه وو چی ددوی پر داخلی جنګونو باندی مو خنداوی کولی او دوی ته مو د غمونو د اوږدیدو په موخه وسلی استولی ؟ همدغه موږ وو چی د « تمدن د پاره جنګ » په پلمه مو ددغو بیچاره ګانو کورونه ور بمبارډ کړل ، دوی مو دخپلو کورونو پریښودلو ته اړ ایستل ، دکور غړی مو ورته ووژل او پر دی کار مو د ( ضمنی تلفاتو ) نوم کښیښود . د عبدالله په قلعه کی ډیریو کډوالو په مزارشریف کی د ډله ایزو وژنو او دلاس تړلو اسیرانو د ډله ایزی وژنی تصویرونه د تلویزیون د لاری لیدلی دی . یوه نفر ددغو کډوالو څخه امان الله ته ویلی وه چی دهغه ویدویی فلم دلیدلو غمجنه خاطره تر اوسه پو ری دده ومخته ولاړه ده چیری چی د ( سی ای یی ) یوه تن افسر یو پر ګونډو شوی زندانی په مرګ تهدیداوه . یوه ورځ یوه نوی ځلمی زموږ له ډریوره څخه زما په هکله پوښته کړی وه چی ایا جیورج بوش همدغه سړی دی ؟ زه پوره باور لرم چی دغو کسانو به خامخا لیک لوست هم نه وو زده ، مګر ایا دخپلو عزیزانو دمرګ د غچ اخیستلو د پاره چی د ( ب – ۵۲ ) الوتکو تر بمبارډ لاندی وژل کیږی ، ولیک لوست ته اړتیا شته ؟ هغه څه چی پر ما راغله ، ضرور باید راغلی وای . دخلګو ناپایه قهر دهغو قربانیانو او زوریدلو کسانو د نفرت فواره ده چی ددغه دوږخی جنګ نه یی په برخه شویدی . د همدا ډول نفرت له مخی یوشمیر قهریدلو هلکانو ، نوو ځوانانو او د پاخه عمر خاوندانو زما په څیره کی پر ( پرنګیانو ) باندی چی ددوی ته یی ځانونه د ٫٫ دښمن ٫٫ په توګه ور پیژندلی دی ، یرعل یووړ تر څو لږ تر لږه یو تن خو ورڅخه ٫٫ مردار ٬٬ کړی . دوی چی دا ټولی نامردی لیدلی او قربانی یی ورکړی دی ، افغانان دی . موږ پر دوی یرغل کړی دی ، د ( ب – ۵۲ ) الوتکو څخه مو بمان پر اورولی دی او ژوند مو ورته په غم لړلی دی . زه باید دا ټول ولیکم ، ووایم اوبیا بیا ووایم : که چیری زه ددغه کلی د زوریدلو کډوالو د ډلی نه وای ، ما به هم هغه کار کړی وای لکه دوی چی زما سره وکړ . که چیری زه افغان وای ، رابرت فیسک او یا بل هر ٫٫ ژړ ویښته والا شین سترکی ٬٬ به می همداسی ډبولای وای لکه چی زه دوی و ډبولم . دلیکنی پای رابرت فیسک Robert Fiskیو وتلی انګریزی لیکوال او ژورنالیست دی . دی د لندن چاپ Independent ورځپاڼی سره کار کوی . نوموړی د ۱۹۹۵ کال نه تر۲۰۰۱ کال پوری ۷ ځله د ( کال د بهترین ګزارش ورکونکی ) نړیواله جایزه ګتلی ده . دی ۵۶ کلن او نژدی ۳۰ کاله کیږی چی دبیروت په یوه واړه کلی کی اوسیږی . د ژباړی پای د پښتو ژباړونکی یادوونه : دالیکنه د Independent ورځپاڼی د ۱۰ / ۱۲ / ۲۰۰۱ ګڼی نه په دری ژبه وتلی افغان لیکوال صبورالله سیاه سنګ ژباړلی چی دادی له همدغی ژباړی نه و پښتو ته و ژباړل شوه . دی یوی خبری ته هم د محترم صبورالله سیاه سنګ پام را اړوم : د لیکنی په دری ژباړه کی د لیکوال ( رابرت فیسک ) عمر ۵۶ کلن ښودل شوی او دلیکنی په متن کی پخپله لیکوال وایی : « نپوهیږم چی څنګه می د ۵۵ کالو وړاندی یوه پیښه رایاده شوه . یوه جګ ځوان همداسی وارۍ پر سر راکړی وو » . ۵۵ کاله وړاندی به نوموړی لیکوال یو کلن د مور په تی پوری ماشوم وو او که چا کوم وارۍ هم ورباندی کړی وی ، هغه جګ ځوان به د منطقو له مخی خامخا دده په یاد نه وی . هیله ده سیاه سنګ صاحب می د لاندی بریښنالیک د لاری پدغه مشکل پوه کړی :nawzhm@yahoo.dk |