|
انجنيرسيدعبدالقادر
کابل
پوهنتون ته د بيګانوو
(پردو)
لومه
کا
بل پوهنتون دافغا ن ملت هغه ستره علمي فر هنګي
موسسه ده چې دڅو لسيزو را په دي خوا
بيا تر ١٩٩٢ کال
پورې په لس هاوو زره مسلکي کا درونه د
ډاکټر
، انجنير ، استاد ، ژور ناليست ، هنر مند ،
اداري
کارمند
په حيث دجهاني پوهنتونونودقبول سوو
نورمونوسره
سم فارغ التحصيل کړي او ددولت په مختلفو
وزارتونو او ادارا تو کې دوطن پرستي په لوړ
احساس دوطن دپر مختګ په لا ره کې بي سياري
خدمتونه کړي او کوي يې .
کابل پوهنتون دخپل تا سيس په لومړنيو کلونوکې
دخپلو با فهمه او ورزيده استادانواو تلا ښ وکړاي سواي چې دجهاني علمي
اکادميک نورمونوپه نظر کې نيولو سره يې خپل
ځان
دجهان دهغوپوهنتونونو په
كتار کې ودراوه چې تحصيلي اسناديې
دجهان په هر
ګوټ
کې دتائيداواحترام وړ دي .

ولې
په افغا نستان کې په ١٩٧٩ کال کې دجها ني ابر
قدرتونوسياليودې علمي موسسه ته هم لويه ضربه
ورکړ ل هغه دا چې امريکا اوغربي نړي غوښتل چې
دا علمي فرهنګي موسسه هم په سياسي لحاظ دجنګ
وميدان
ته
را
ښکېل
کړي .
نويې دخپل شوم امپريالستي سياست له مخي د
فراري مغز ها سياست دخپلو اجنټا نو په
ذريعه
ددي علمي موسسي په منځ کې په پټه تبليغاوه
اوافغاني مسلکي کار پوهان اونور مسلکي کادرونو
ته به يې په امريکا اوغربي نړي کې ودوي ته دښه
ژوند اوامتيازونودورکولو انځورونه بيانول څود
خپل پاک وطن څخه يې وتيښتي ته يې تشويق کړي .
چې يو تعداد ددوي ددغوشوموتبليغاتوښکار هم سول
ولې اکثريت افغاني مسلکي کارپوهانوددوي ددغو
شوموتبليغاتو په مقابل کې به يې نوره هم
دخپلو خلګو اووطن سره مينه ډير يدل او په يوه
افغاني شهامت او احساس سره به يې دا خپله ستره
دنده دنوي نسل دسالمي روزني په هيله مخ ته
وړله .
دي ستري علمي موسسي تر ١٩٩٢ کال پورې په هم
هغه جهاني نورمونو په نظر کې نيولو سره دنوي
نسل سالمي مسلکي روزني ته ادامه ورکړه ولې بد
بختانه ١٩٩٢ کال کې دسياسي قدرت انتقال په
اصطلاح دجهاد تنظيمونوته اوڅوهفتي وروسته
دجهاد دتنظيمونو درهبرانودچوكۍ
پرسر جنګونو دا علمي موسسه يې هم ددولت
دنورو وزارتونو او اداراتو په څير دجهاد
دتنظيمونوله خوا دغنيمت په څير چور اوچپاول
سول اودتنظيمونو په دي جنګونوکې داعلمي
فرهنګي موسسه په يوه جنګي قرارګا ه باندي
تبديله سوي وه .
چې
دي جنګونواو جناياتو په نتيجه کې دکابل
دپوهنتون ډير شمير استادان مجبوره سول چې
ونورو مملكتونو ته
مها جرت وکړي چې په دي کار سره دا علمي موسسي
په کيفي او کمي لحاظ داستادانو په بي ساري
کمښت سره مخامخ سول او بيا يې صرف په نامه
دروازي خلاصي چې دطالبانو په حاکميت کې بيا دي
پوهنتون خپل ټول پاته علمي کيفيت هم دلا سه
ورکړي اود خاموشي پر لار روان سو .
ولې داکتوبر پر اومه نيټه د
٢٠٠١ کال دامريکايي
جنګي الوتکو يرغل پر افغانستان باندي دطالبانو
حاکميت ته دپاي ټکي کښيښاوه او دکابل ښاريې
ددوهم ځل دپاره دشمال
ټلوالې
جنګ سالارانو ته په لاس ورکړ او افغان ملت يې
دبل ځل له پاره ددوي اسير کړ ځکه دامريکا دولت
په افغانستان کې دخپلي خوښي
او اشتها سره سم خپله ستراتيژي مخ ته بيايي
ځکه نو دافغانستان دخلګو توقع د داسي هيوادونو
څخه بي ځايه ده اوددي هيوادونواقتصادي ګټي په
همدغسي جنګي لوبوکې دي چې دنړي په مختليفو
هيوادونو کې
يي
سرته
رسوي ځکه نو دافغانستان خلک بايد په خپل
مملكت
کې اصلي واقيعتونه درک او بيګانوته اجازه
ورنکړي چې دخپلو افغاني اجينټانو په زريعه
دافغانستان دخلګو هر څه په لاس کې ونيسي مثلا
دافغانستان اوسني حاکميت په دي پنځو کلونو کې
دافغانستان داکثريتو خلګو په ګټه داسي څه نه
دي کړي چې ددي خلګو دخوښۍ
او هوسايۍ سبب سي
بلکه دي حاکميت دامريکا تر رهبري لا ندي
دجهاني ټولني په اشتها اودهغو دګټوپه نظر کې
نيولو سره قدمونه اخستي دې .
چې په نتيجه کې دافغانستان دخلګو په امنيتي
لحاظ هغه ارام ژوند چې دطالبانو په حاکميت کې
يې درلودي هم دجدي ګواښونوسره مخامخ سوي دي .

دافغانستان
امريکايي پلوه
حاکميت په دي پينځو کالوکې ونکړاي سواي چې
تنها دکابل دپوهنتون اودکابل پولي تخنيک
دانستيتوت محصلينوته حداقل تددريسي اومعيشتي
اسانتياوي برابري کړي په داسي حال کې چې
دکابل پوهنتون اودکابل پولي تخنيک انستيتوت که
اوس په دغه ډيزاين اونقشه جوړکړاي سي شايد
مصرف يې څوملياردو ډالروته ورسيږي او
دافغانستان اوسني حاکميت خو دداسي لويو پروژو
نه ظر فيت لري اونه داسي پاک لوړ پوړي چارواکي
لري چې داکاردي مخ ته بوزي ځکه نو که
دافغانستان اوسني حاکميت په دي پينځو کلونوکې
په رشتيا غوښتلاي او دي لاس تړلي ملت ته يې
فريب نه ورکولاي اودنوي نسل دسالمي تحصيلي
روزني سره علاقه درلودلاي نو به يې صرف تر شلو
ميليونوډالرو پورې په دي دووپورتنيوعلمي موسسو
مصرف کړي واي په هر اړخيز ډول به ددواړو علمي
موسسوتددريسي اومعيشتي مشکلات حل سوي واي چې
په نتيجه کې به دجنايتکارانو په زريعه دپاکو
څلورومحصيلينو دشهادت مخ نيوي هم سوي واي چې
دخپلو حقه حقوقودډوډي اوبرق دغوښتلو په نتيجه
کې دروژي په مبارکه مياشت کې په شهادت ورسيدل
اوقاتلان يې تر اوسه پورې هيڅ ارګان محکمي ته
معرفي کړي نه دي .
ولې دمحصيلينو دي مشکلاتوته دتحصيلاتو دوزارت
مختلف وارد سوووزيرانو اودپوهنتون ريسانو کوم
مثبت جواب تر اوسه پورې نه دي ورکړي اوس هم
دژمي په يخنيو کې په تددريسي صنفونوکې او
دليليو په اطاقونوکې په نورمال ډول خپل درسونه
پر مخ نه سي بيولاى
.
ولې پس له پينځو کالو څخه يوي خيريه موسسي
دبيات په نامه ٥٠٠کمپله د پولي تخنيک
محصيلينوته او٥٠٠
کمپله دپوهنتون محصيلينوته
په خيرات کې ورکړل اوهم يې دپوهنتون دليلې
دبرق يو کېبل ورجوړ کړ .
اوس نو سوال دا پيدا کېږي چې چيري ياست هغه
امريکايي اوغربي
پلوه وارد سوي وزيران چيري ده دامريکا تر
رهبري لا ندي هغه جهاني ټولنه چې په دي پينځو
کالو کې ونکړاي سواي چې دغه دخجالت څخه ډک
دمحصلينو او استادانو مشکلات ورحل کړي چې په
رشتيا سره ددي علمي موسسو تاريخ تر ١٩٩٢ کال
پورې داسي دخجالت څخه ډکې کړني په خپلو پاڼوکې
نه لري .
ډيره عجيبه او دلچسپه خو افغان ملت ته داده چې
دکابل دپوهنتون ريس
بايد
دامريکا څخه وارد سي په داسي حال
کې
چې په پوهنتون کې دپوهنتون ريس دپخوانيو لايحو
پر اساس بايد انتخابي وي اودپوهنتون په
استادانو کې
.٦ فيصده غواړي چې بايد دپوهنتون
ريس انتخابي سي ولې داريانا دټلويزيون دخبر
نګار ديوه سوال په جواب کې دعالي تحصيلاتو
اوسني وزير محترم داد فر داسي
و
ويل چون په افغانستان کې ٢٥ کاله جنګ تير سوي
دي ځکه نو شرايط ددي نه دي چې په پوهنتون کې
دپوهنتون ريس انتخابي سي .
واه
وا
. څونه قوي منطق دې مشکله ده چې دا اوسني
واکداران دي خپل ملت ته واقعيتونه يان کړي ځکه
مقا مونو ته يې دخطر زنګ نيږدي کېږي بيا يې نو
هر څه دلا سه وزي .
په داسي حال
کې
چې په افغانستان کې دجمهوري رياست او پارلمان
دپاره شرايط مساعد دې چې انتخابات وسي چې دي
انتخاباتو څومياشتي په بر کې ونيولې
اودپوهنتون درياست انتخابات په ساعتونو کې تر
سره کېدلا يسي او کوم مادي مصرف هم نه غواړي
واقيعت خودادي چې دپوهنتون په انتخاباتو کې
شايد داسي څوک ريس نه سي چې هغه دي دامريکا او
غربي نړي لاس
پوڅي
وي اوپه دي علمي موسسه کې دافغان ملت هر څه
دبيګانه
و
په
اختيار کې کښيږدي . ځکه نو بايد ددي پوهنتون
ريس هم دځينو نورو وزيرانو په څير دامريکا يا
غربي نړي څخه وارد سي .
داسي اوريدل کېږي چي
شايدڅومياشتي
وروسته دعالي تحصيلاتو وزارت دماليې دوزارت په
څيرا علان وکړي چې دکابل پوهنتون داقتصادي
اوعلمي تددريسي ستونزو له کبله امريکا ته
وروسپارل سوو .
چې دا به يوه بله لويه ضربه وي افغان ملت ته
ځکه که امريکا اوغربي نړي غواړي چې دکابل
دپوهنتون ستونزي حل کړي بايددديرشمي ،څلويشتمي
،اوپينځوسمي لسيزي په څير دمملکتونودملي
منافعوپه نظر کې نيولو سره دمتقابل احترام
دلاري مختلفي فاکولتي دتواميت په شکل
واخلي نه دا چې ټول صلا حيت په خپلو لاسونوکې
ونيسي .
ولې اوس داسي معلوميږي چې دامريکا تر رهبر ي
لاندي جهاني ټولنه کرار کرار دخپلو امکا ناتو
سره سم دخپلو افغاني لاس
پوڅوپه
زريعه دافغان لاس تړلي ملت هر څه په خپل لاس
کې نيسي اويايې
خپلو نيږدي پلويانوته ورکوي چې ددوي په ريموت
کنترول کې وي ځکه نو لازمه ده چې افغان وطن
پرسته روشنفکران اوپه مجموع کې ټول ملت
دامريکا تر رهبري لاندي دجهاني ټولني هرعمل په
افغانستان کې تر جدي پاملرني لاندي ونيسي
اوهيچا ته اجازه ور نه کول سي چې دافغان ملت
دملي منافعو پر ضد عمل تر سره کړي . |