ليكنـــــــــــــــــــې

 

میوند اشنا               
منځنۍ د ١٣٨٦ لمريز کال د لړم ٢
۳
د ۲۰۰۷ کال د نومبر            

جنګي اصول او زموږ مېړانه

کله چې موږ د اسلام  عسکري تاریخ مطالعه کوو نو د اسلامي فاتحینو د ستراتیژۍ  دوه  اصول مخې ته راځي  یو دا چې  دښمن د تیارۍ په حال کې ونیسه  مخکې لدې چې په هېواد دې راشي ، او دویم  اصول  دا چې دښمن   یوازې په  لغتولو یا شړلو سره جنګ نه ختمیږي  د دښمن سر داسې چخڼي پخڼي کړه اوداسې یې  چیت پیت کړه لکه   د مار سر چې یو څوک   چیت پیتوي  .

رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل امت ته   د حرب یا جنګ  بنیادي اصول همدا ښودلي دي چې  د دښمن  انتطار په کور مه کوئ  او نه داسې چې  دفاعي مورچې وکنئ او بیا په هغې کې کېنئ  ، د کوم دښمن چې درته  پته وي چې   هغه  ستاسو د تباهۍ بندوبست کوي   او یوه نا یوه  ورځ  درباندې   پداسې  وخت کې راځي چې  تاسو به خبر نه یاستئ  نو پدغسې دښمن   همغه وخت  ورشئ کله چې هغه په تاسو باندې د یرغل تیاری  نیسي او بیا یې سر چیت پیت کړئ   .

یو هیندو مهارجه په غزني برید کولوته  چمتو شو نو سلطان محمود غزنوي هغۀ  ته نه یوازې د غزني نه  لرې  ماتې ورکړه بلکې   په هیندوستان یې څو کرته   حمله وکړه   او هلته یې  ورله نه یوازې  بوتان دړې وړې کړل بلکې چې څه  مهارجاګان و د  ټول  سرونه یې هم ورېبل  د غزني دغه مجاهد  هیندوستان  نیول مقصد نه و  هغۀ یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په عسکري اصولو  عمل کولو .

خو اوس  موږ   داسې تګلاره  خپله کړې ده چې  په کور مو  دښمن  ته انتظار  کړی دی  او ښه  ډاډه  مو پرېښی دی چې  په کور راننوځي  او بیا ورسره د کور په غولي کې یو څو ورځې وجنګيږو  او  په ویاړ ووایو چې د  دښمن   د یرغل مخه مو ونیوله   او د خاورې نه مو وویست اونتیجه  یې داشي چې دښمن  په موږ   بیا د راتګ  تیاري نیسي او  واړۀ واړۀ  تورونه راباندې لګوي    لومړی  په سفارتي  کچه ماتي راکړي او ښه په ډاډه زړۀ په کور راننوځي  او بیا ورسره   په لیندېکولو ورشو لکه دا چې ورغلي یو او اوس یې هېڅ سیاسي حل  نشته بې له   .............  .  ! ځکه چې په کور راغلي دښمن سره نه مرکه کېږي  او نه جرګه   او که ورسره جرګې مرکې کوې نو هغه داسې مانا لري  چې 

که د ګرېوان تپوس کوې ترې

نو کمیس دې بېللی ګڼه

او که د کمیس تپوس کوې ترې

نو پرتوګ دې  تللی ګڼه

 لکه زموږ نه  چې   پرتوګ تللی دی (پښتونستان)   پښتونستان  زموږ نه په جرګو مرکو کې تللی  دی نه په جنګ کې   او که دا جرګې  مرکې همداسې دوام ومومي نو کمیس هم تللی وګڼئ .

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.