شريف بهاند
نړيوال
امنيت او
نړيوال مسؤليت
د تیرې
پیړۍ له شپږمې لسیزې، یا په بله وینا
له کال ۱۹۶۲ راپدېخوا هر کال په
دودیزه توگه د المان په سویلی ښار،
مونشن کې د نړیوال امنیت په اړه
نړیوال کنفرانس جوړیږي. سږ کال هم د
نړیوال امنیت ۴۳ کنفرانس له څلویشتو
هیوادونو څخه د بیلا بیلو څانگو له
۲۵۰ څخه د زیاتو استازو په گډون د
فبروری له ۹ ــ ۱۱ پورې "سوله د خبرو
اترو له لارې" تر سرلیک لاندې تر سره
شو. وینا کونکو په تیره د هیوادونو
مشرانو، د بهرنیو چارو او دفاع
وزیرانو، د پوځي او امنیتي څانگو
پوهانو ... او داسي نورو د نړۍ په
اقتصادي سیاسي او د چاپیریال ساتنې په
ستونزو او همدارنگه په نړۍ کې د جگړې
په لامَلونو خبري وکړي او په دې اړه
یې د خپلو هیوادونو دریځ څرگند کړ. په
دی لیکنه کې هڅه شوې، د هغو وینا
کونکو د ویناوو ځیني مهمې برخې گرانو
لوستونکو ته وړاندې شي، چې هغوي د
خپلو هیوادونو د ستراتیژیکو گټو پر
بنسټ نه یوازی په سیمه ییز او نړیوال
سیاست، بلکې په سیمه ییزو کړکیچونو او
جگړو کې هم ټاکونکی اغیز لوبوي.
د نړیوال امنیت د ۴۳ کنفرانس په پیل
کې د هغه سمبالونکی، پوهاند دوکتور
هورست تلچیک Prof. Dr. Horst
Teltschik په خپلې لنډې پرانیستونکې
وینا کې وویل: " نړیوال امنیت ښه نه،
بلکې لا نور هم خراب شوی دئ. نه یوازې
دا چې د عراق او افغانستان کړکیچ لا
نور هم ژور شوی، بلکې پر نوموړی هغه
نوې شخړې د ساری په توگه د کانکو
موضوع او د لبنان اوسنی کړکیچ ور زیات
شوي دي، چې د هغوي حل گډو نړیوالو
هاند و هڅو ته اړتیا لري". نوموړی د
خپلې وینا په یوې بلې برخې کې وویل: "
نړۍ لا نوره هم ناآرامه شوې. په اوسنې
نړۍ کې د پیشو بدلون نه یوازې گړندی
شوی دئ، بلکې پیشې لا نورې هم زیاتې
شوې دي. نو ځکه موږ د دغه کنفرانس
سرلیک "نړیوالې ستونزې او نړیوال
مسؤلیت" ټاکلی دئ.

د کنفرانس سمبالونکی پوهاند دوکتور
هورست تلجیک
د
اسراییلو د بهرنیو چارو د وزیرې زيپی
ليونی د وینا مهم ټکي:
د
فبروری په نهمه نیټه د اسراییلو د
لومړی وزیر مرستیالې او د دغه هیواد د
بهرنیو چارو وزیرې، زيپی ليونیTsipi
Livni خپله وینا " د منځنی ختیځ سیاسی
او امنیتی حالت" تر سرلیک لاندې د
کنفرانس گډون کونکو او میلمنو ته
وړاندې کړه. نوموړې د خپلې وینا په
یوې برخې کې وویل، "اوسنۍ آزاده نړۍ
له نوو او پراخو گواښونو سره مخامخ ده،
چې دغه زورزیاتی پر دینی بنسټ ولاړ او
موخه یې له خپل حق دفاع نه، بلکې له
هغه څخه د نورو د حق په وړاندې کار
اخیستل دي. په داسی یوه حالت کې لکه د
پخوا په څیر دیپلوماتیکې هلې ځلې
اړینې نه بریښي، باید د پوځي عملیاتو
د تر سره کولو له پاره هم لاره
پرانیستې وي". ليونی زیاته کړه، "د
نړۍ په کچه باید د دوو ډلو تر منځه
روښانه توپیر وشي، یوه خوا منځلاري او
بل لوري بنسټپاله دي. د منځني ختیځ
نوی حالت هم همداشانی دئ". د فلسطین
او اسراییلو د کړکیچ په اړه نوموړې
وویل: اسراییل " د دوو دولتونو د حل
غوښتونکی دئ او د یوه فلسطینی دولت
جوړیدل د سولې له پاره یوازینی حل بلل
کیږي".

د اسراییلو د لومړی وزیر مرستیاله او
د بهرنیو چارو وزیره زيپی ليونی
لیونی
په خپله وینا کې د لبنان په اړه وویل:
" اړینه بریښي، چې د ملگرو ملتونو د
امنیت د شورا ۱۵۵۹ او ۱۷۰۱ پریکړې،
څومره ژر چې شونی وي، د عمل په ډگر کې
پلې کړي شي". همدارنگه هغې د ایران په
اړه خپل نظر داسی څرگند کړ: " د ایران
او د هغه د مرستندویانو موخه د
اسراییلو له منځه وړل دي". په دې توگه
" د یوه نوی هولوکاست [د یهودانو
ټولوژنه] گواښ رامنځته شوی" دغه گواښ
ته په ځواب کې باید نړیوال له ځنډ څخه
کار وانه خلي. په سیمه کې آزاده نړۍ
په ډیر ځیر سره څارل کیږي. د ایران د
مخ په زیاتیدونکو موخو د مخنیوي له
پاره کولي شو، یوازې په گډه سره
مقاومت وکړو". نوموړې د خپلې وینا په
پای کې په ټولو منځلارو ږغ وکړ او له
هغوي څخه وغوښتل، چې: " د خپلو
ارزښتونو او موخو په اړوند فکر وکړي
او په بنسټیزه توگه له ترهگرو سره هیڅ
ډول تړونونه لاسلیک نه کړي". ... "
بنسټپالي باید په دې پوه شي، چې دوي
هرو مرو د آزادې نړۍ شرطونه ته غاړه
کیږدي".
د المان
لومړې وزیرې انگیلا میرکل د وینا مهمې
برخې:
د المان
لومړې وزیرې دوکتور انگیلا میرکل ، چې
اوس د اروپایي ټولنې د شورا پړاویزه
مشری هم ور په غاړه ده، د فبروری په
لسمه نیټه د کنفرانس غړو ته په خپله
وینا کې څرگنده کړه، چې اوسنې نړۍ په
بیلا بیلو برخو کې له سترو ستونزو سره
مخامخ ده. خو له نیکه مرغه د هغوي د
حل له پاره چانسونه هم شته دي. میرکل
نړیوالو ستونزو په تیره بیا د زمکې د
لا تودوخې ستونزه، د فلسطنیانو او
اسراییلو تر منځ کړکیچ او همدارنگه د
لبنان له موضوع څخه یادونه وکړه او په
دې توگه یې پر متحدو ایالتونو هم
نیوکه وکړه او وویل، چې " په نړۍ کې
هیڅ یو هیواد دومره ځواک، پیسي او
اغیز نه لري، چې په یوازې توگه له دا
ډول ستونزو سره مبارزه وکړي" د منځنی
ختیځ خلک له زیاتو ستونزو سره لاس او
گریوان دي، خو دوي ته دا حق ور په
برخه دئ، چې باید سیاست نه د دوي په
هیلو او نه هم هاندو هڅو سترگي پټي
کړي. په مکې معظمې کې خبرې اترې سړی
ته دا جرأت ورکوي، ځکه دغه نوښت له
سیمې څخه راپورته شوی دئ. نوموړې په
خپلې وینا کې زیاته کړه، چې، "المان د
اسراییلو له دولت څخه ملاتړ کوي، ځکه
د اسراییلو شتوالی د المان له پاره
ځانگړی ارزښت لري. په همدې اړه یې
سوریې ته په خطاب کې وویل، چې له درکړ
شوی چانس څخه تاسو لا تر اوسه گټه نه
ده ترلاسه کړې او اوس هم ستاسو پر مخ
دیپلوماتیک ور خلاص دئ او په دې کې
باید هیڅ شک و نه لري، چې "نړیواله
ټولنه له اسراییلو او لبنان څخه په
گډه سره ملاتړ کوي".

انگیلا میرکل د آلمان لومړۍ وزیره او
د اورپایي ټولنې د شورا اوسنې مشره
مر کل
په خپله وینا کې له ایران څخه د هغه د
اتمی پروگرام په اړه وغوښتل، چې دغه
هیواد باید " پرته له دغه، هغه او چل
ول (نیرنگ) څخه د نړیوالې ټولنې
غوښتونو ته غاړه کیږدي" . که نه نو "
د ایران اسلامی جمهوریت به د لا زیات
گوښه کیدو تر گواښ لاندې راشي". ځکه "
موږ په گډه سره هوډ کړي، چې په پوځي
برخه کې د ایران د اتمی پروگرام له
کار اخیستنې څخه مخنیوي وکړو". نوموړې
په خپلې دغې لنډې شننې سره په سترو
نړیوالو سیاسي لوبغاړو، د ساری په
توگه ناتو، اروپایي ټولنې، روسیې او
چین ږغ وکړ، چې د دغو گواښونو په
وړاندې خپل مکلفیتونه درک کړي. د ناتو
سازمان د امنیت او دفاع د سیاست په
برخه کې یوه ډیره عالی بیلگه گڼل کیږي
او دغې ټلوالې ته اوسمهال تر ټول زیات
په افغانستان کې اړتیا ده. د المان
لومړې وزیرې، انگیلا میرکل وویل، چې د
ناتو سازمان په افغانستان کې" له یوه
آزمون سره" مخامخ دئ. طالبان غواړي،
زموږ اراده په دغه هیواد کې وازمایي.
خو زموږ بری یوازې په دې کې نغښتي دئ،
چې ناتو په افغانستان کې په ځانگړی
توگه پوځي عملیات او د هیواد بیا
رغونه په گډه سره پرمخ یوسي.
د روسیې
د فدراسیون د مشر ولادیمیر پوتین د
وینا لنډیز:
د
امنیتي کنفرانس گډون کونکو د روسیې د
ولسمشر، ولادیمیر پوتین وینا ته په
ډیر تلوار سره په انتظار کې وو. خو
نوموړي خپله ډیره ترخه او په سختو
کلماتو وینا پر متحدو ایالتونو په
نیوکو سره پیل کړه. پوتین د متحدو
ایالتونو دولت په دې تورن کړ، چې "
دغه هیواد د یو وزری نظام په لټه کې
دئ او غواړی په یوازې توگه تصمیم
نیونکی ووسی" چې دا ډول عمل د بنسټیزو
نړیوالو حقوقو تر پښو لاندې کول او
تسلیحاتي سیالۍ ته لمن وهل دي".
نوموړی زیاته کړه: "متحدو ایالتونو په
ټولو برخو کې له خپلې بړستنې څخه پښې
اوږدې کړي دي"، چې دا له ولسواکۍ سره
هیڅ تړاو نه لري". ځکه ولسواکې " د
لږکیو د دریځ په پام کې نیولو سره، د
ډیرکیو ځواک دئ". ... "هر لویدیځوال
دې ته چمتو دئ، چې د ولسواکې په برخه
کې روسیې ته یو څه ور زده کړي. خو دوي
په خپله د هغې زده کولو ته چمتو نه دي".
پوتین متحده ایالتونه او ناتو،
نړیوالو حقوقو ته د نه پاملرنې په تور
تورن کړل. "موږ د وخت د شاهدانو په
توگه وینو، چې په نړیوالو چارو کې له
پوځي وسایلو څخه له حده زیات او له
کنتروله وتلې گټه اخیستل کیږي، چې
پایله یې د پر له پسی کړکیچونو
رامنځته کیدل دي".

د روسیې د فدراسیون ولسمشر ولادیمیر
پوتین
... نو
ځکه "له سړې جگړې څخه په وروسته پړاو
کې زیات خلک وژل شوي او وسله وال جگړې
هم زیاتې شوې دي. د هغه لامَل په یو
اړخیز حل کې نغښتی دئ او د هغه په
پایله کې یوه نوې انساني غمیزه
رامنځته شوې ده". نوموړی په خپله وینا
کې زیاته کړه: " د متحدو ایالتونو دغه
سیاست له گواښه ډک دئ. هیڅ څوک د
امنیت احساس نه کوی، ځکه هیڅ څوک نه
شی کولی ځان تر نړیوالو قوانینو لاندې
خوندي وگڼي". د روسیې د ولسمشر په اند،
د "کړکیچنو په وړاندې له پوځي ځواک
څخه گټه اخیستل باید وروستې وسیله وي
او له هغه څخه کاراخیستنه یوازې د
ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د پریکړې
له مخې مشروع ده. د ناتو او اروپایي
ټولنې پریکړې نه شي کولي د ملگرو
ملتونو د هغو ځای ونیسي".
د بې وسلو کولو په اړه پوتین وویل، چې
د ده هیواد اوس هم لکه د پخوا په څیر
په دې برخه کې خبرو اترو ته چمتو او د
ترلاسه شویو نړیوالو تړونونو پر بنسټ
به تر کال ۲۰۱۲ پورې په زرگونې اتمي
ستراتیژیکې وسلې له منځه یوسي. د
روسیې ولسمشر په دې اړه نړیوالو ته
وړاندیز وکړ، چې د یوه تړون له مخې دې
په فضأ کې د وسلو ځای په ځای کول منع
وي. نوموړي په دې اړه گواښ وکړ: " د
فضأ پوځي کول به نړیوالې ټولنې ته، نه
اټکل کونکې پایلې له ځانه سره ولري".
همدارنگه پوتین په ختیځه اروپا [د چک
په جمهوریت او پولند] کې د توغندیو د
دفاعی سیستم ځای په ځای کول هم وغندل
او څرگنده یې کړه، چې هغه د وسلو د
پراختیا او د هغو د سیالې لامَل گرځي.
کوم دلایل [له ایران او شمالی کوریا
څخه ویره]، چې واشنگټن د هغوي د ځای
په ځای کولو له پاره وړاندې کوي، غیر
معقول او د منلو وړ نه دي. پوتین په
دې اړه وویل: " موږ باید په دې اړه له
ځانه عکس العمل وښیو". د توغندیو دغه
دفاعي سیستم به د روسیې په وړاندې بې
اغیزه وي. ځکه " موږ داسي وسلې په واک
کې لرو، چې دغه سیستم له منځه یووړي
شي".
له دې موضوع وروسته پوتین د ختیځې
اروپا په لوری د ناتو پر پراختیا هم
نیوکي وکړي او زیاته یې کړه، چې د
شمالی اتلانتیک پوځي تړون (ناتو) پوځي
زیربنا ان زموږ تر پولو پورې رارسیدلې
ده. که څه هم د روسیې له دولت سره د
هغه د تضمین له پاره ژمنه شوې وه، چې
د ناتو د سازمان پوځي ټولکي به په
ختیځ المان کې نه ځای په ځای کیږي. په
همدې اړه نوموړي په مستقیمه توگه د
کنفرانس له گډون کونکو څخه وپوښتل، "اوس
دغه تضمین چیری دئ؟" که نه نو دا یو
لمسونکی عمل دئ او دوه اړخیزه باور له
منځه وړي. هغه زیاته کړه: تاسو "غواړي،
موږ د نوو کرښو او دیوالونو جوړولو ته
اړ کړي، چې دا یو ځل بیا د قارو د جلا
کولو په مانا ده".
د ولادیمیر پوتین دغې روښانې او په
ترخو او سختو کلماتو وینا، د لویدیځو
هیوادونو لوړ پوړي سیاستوال د ساری په
توگه د المان لومړې وزیره، انگیلا
میرکل، د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر،
رابرت گیتس، د متحدو ایالتونو د
جمهوری غوښتونکو د گوند سناتور، جان
مک کین، د ناتو عمومي منشی، یاپ د هوپ
سخفر او داسي نور هک او حیران کړل.
جان مک کین، چې پر پوتین ډیر په قهر
و، د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې، پر
متحدو ایالتونو د نوموړي تورونه رد کړ
او وویل، چې : " پر نړۍ یو نظام واکمن
نه او نه هم نړۍ د متحدو ایالتونو تر
واکمنې لاندې ده" او زیاته یې کړه: "
متحدو ایالتونو سړه جگړه په یوازې
توگه نه ده گټلې، هغه د شمالی
اتلانتیک ټلوالې گټلې ده".
جان مک کین، چې هم په خپلو روښانو
خبرو سره نامتو دئ، وویل، "زه په
روسیه کې د ولسواکۍ په راتلونکې
اندیښمن یم". نو ځکه نوموړي سناتور"
له یوې زورواکې روسیې څخه خبرې وکړی،
چې کیدای شي، د لویدیځې ولسواکۍ په
وړاندې یو گواښ رامنځته کړي".
د شمالی اتلانتیک د پوځي ټلوالې (ناتو)
عمومی منشی یاپ د هوپ سخفر د پوتین د
وینا په وړاندې په قهر سره عکس العمل
وښود او څرگنده یې کړه:

کین اړخ ته د ناتو عمومی منشی یاپ د
هوپ سخفر او ښی
اړخ ته د جمهوری غوښتونکو د گوند
سناتور، جان مک کین
"څه چې
پوتین وویل، هغه د ناتو او روسیې تر
منځه د همکارۍ له ژمنو سره اړخ نه
لگوي". زه هغو ته د ژمنو تر پښو لاندې
کول وایم" د ختیځ په لوری د ناتو د
پراختیا په اړه سخفر وویل، "زه په دې
برخه کې خپله ناهیلې نه شم پټولی.
څنگه کیدای شي، څوک اندیښمن وي، کله
چې پولو ته یې د قانون پر بنسټ ولاړ
دولت او ولسواکۍ ور نږدي کیږي".
د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع د
وزیر رابرت گیتس د وینا لنډیز:
د روسیې د ولسمشر، پوتین له خوا د متحدو ایالتونو پر بهرني سیاست
له سختو نیوکو یوه ورځ وروسته د امریکا دفاع وزیر، رابرت گیتس خپله وینا د کنفرانس
گډون کونکو ته واوروله.
نوموړي له مقابلې څخه د مخنیوي په موخه، خپله وینا له ټوکو څخه په ډکه ژبه پیل کړه
| |
 |
|
|
د
متحدو ایالتونو د دفاع
وزیر رابرت گیتس |
او
وویل، چې زه او د تیرې ورځې دوهم وینا کونکی (د تیرې ورځې دوهم وینا کونکی پوتین و)
یو ډول مخینه (سابقه) لرو. فکر کوم پخواني څارگر او د سړې جگړې جنگیالي عادت لري،
په روښانو خو سختو او ترخو کلماتو خبرې وکړي. زه هم تاسو وایم، چې د نړۍ له پاره "
هماغه یوه سړه جگړه بس ده".
او بیا خپلې وینا ته دوام ورکوی: "اوسنې
نړۍ د سړې جگړې له پړاو څخه پیچلې او توپیر [هم] لري. اوس د هغې په وړاندې نورې
ستونزې او اړتیاوې پرتې دي، چې هغه باید د نړۍ له نورو هیوادونو او همدارنگه له
روسیې سره په گډه حل شي".
له همدې امله اعلام کوم، چې ما د روسیې د ولسمشر، پوتین او د دفاع د وزیر، سرگنی
ایوانف بلنه مسکو ته د سفر په خاطر و منله، چې له هغوي سره خبرې اترې تر سره کړم.
ځکه "
روسیه زموږ شریکه ده. خو موږ له هغو تصمیمونونه، چې کیدای شي ثبات
ته گواښ رامنځته کړي، حیران یو. د بیلگې په توگه د وسلو د صادرولو په برخه کې تصمیم
او د انرژی له زیرمو څخه د یوې سیاسي وسیلې په توگه گټه اخیستل. د روسیې فدراسیون
باید خپلو پولو ته څیرمه د ولسواکۍ له پراختیا څخه و نه ویریږي".
دا په حقیقت کې د پوتین هغو سختو نیوکو ته د نورو ترڅنگ، د پولند او چک په هیوادونو
کې د توغندیو د دفاعی سیستم د ځای په ځای کولو او د روسیې تر پولو د ناتو د پوځي
تړون پراختیا ته، ځواب و.
سربیره پر دې رابرت گیتس د متحدو ایالتونو د پخوانی وزیر، دونالد
رامسفلد خبرو ته نغوته وکړه او وویل، چې " په تیرو کلونو کې ځینو هڅه وکړه، اروپایي
او د ناتو غړي هیوادونه په دوو بیلا بیلو ډلو لکه زړه او نوې اروپا، آزاده نړۍ او د
اوسپنیزو پردو تر شأ ولاړ هیوادونه، شمال او سویل او همدارنگه ختیځ او لویدیځ
وویشي". خو زه تاسو ته په ښکاره توگه وایم، چې "
دا
ټولې د تیرې زمانې ځانگړتیاوې دي".
اوس موږ له نوو گواښونو سره مخامخ یو. ټولو ته مالومه ده، چې "
د
شمالي امریکا او اروپا تر ټولو اغیزمنه وسله، په تیر او اوس وخت کې زموږ گډ باور
پر اقتصادي، سیاسي او مذهبي آزادۍ، د بشر حقوق، ولسواکۍ، ټاکل شوی دولت او د قانون
واکمنې، ده" ...
اوسمهال زموږ دغه گډ ارزښتونه تر گواښ لاندې دي او موږ باید له هغو څخه دفاع وکړو".
گیتس زیاته کړه: " له زور زیاتې څخه ډکه بنسټپالې هغه ننگونه (چلنج) ده، چې تر
اوسه یې په دې بڼې سره شتوالی نه درلود. په اروپا کې په میشت کډوالو لږکیو کې
بنسټپالې شبکې ریشې لري. دغه بنسټپالي د بیان او اندیشې آزادی، ولسواکی او د ښځو
حقوق ردوي".
گیتس د افغانستان وضعې ته په نغوتې سره، د ناتو د پوځي عملیاتو پر
دوام ټینگار وکړ او زیاته یې کړه: "
موږ په
دغه هیواد کې د بری له پاره یو سیاسي عزم ته اړتیا لرو".
نو ځکه یې د ناتو له غړو هیوادونو څخه وغوښتل، چې له دغه هیواد سره زیاته مالي او
پوځي مرسته وکړي. نوموړی په دې اړه وویل: "
موږ
هغه وعدې، چې د پیسو د ورکړې او پوځي ملاتړ په برخه کې له افغانستان سره کړې دي،
باید تر سره کړو. د هندوکش په سیمه کې ماته ننگ دئ".
نوموړی زیاته کړه: "
د
ناتو د تړون غړي هیوادونه د نړۍ له ترټولو بډاي هیوادونه دي او له دوه میلیونو څخه
زیات سرتیري لري، باید وکړي شي په پوره پیمانه پوځي ځواک او مالي مرسته د افغانستان
په واک کې ورکړي".
ځکه افغانستان "زموږ
د وړتیا (قابلیت) له پاره د هغو ننگونو (چلنجونو) په وړاندې، چې زموږ ارزښتونو ته
ستر گواښ بلل کیږي، یوه ازمون دئ".
د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر زیاته کړه: "یوازې د امریکا او اروپا تر منځه یووالی
کولی شي، د ترهگرۍ گواښ له منځه یوسي. د امریکا او اروپا تر منځه یووالی د ولسواکۍ
او د قانون د پلي کولو له پاره یو تضمین گڼل کیږي. ترهگرۍ یو نړیوال گواښ دئ، د هغې
په وړاندې باید په نړیواله کچه مبارزه وشي". له همدې امله نړۍ "
یوه
ژوندی او ځواکمن ناتو ته اړتیا لري، ... چې وکړی شي امنیت له خپلو پولو بهر هم
صادر کړي"
.
د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر، رابرت گیتس په خپله وینا کې د عراق
په اړه خبرداری ورکړ او اعلام وکړ، چې په عراق کې د متحدو ایالتونو د ماتې له پایلو
څخه به د ناتو هیڅ غړی هیواد خوندي پاتي نه شي. نوموړي وویل: "
که
متحده ایالتونه او ټلواله یې په عراق کې ماته وخوري او په دغه هیواد کې گډوډې
رامنځته شي، ښایي د هغه پایلې د ناتو هر غړی هیواد احساس کړي".
گیتس په خپله وینا کې زیاتوي:"
په عراق کې د متحدو ایالتونو ماته د هر هغه هیواد له پاره، چې استازی یې دلته ناست
دئ، کیدی شي ناوړه اغیز له ځانه سره ولري".
گیتس د چین د ولسی جمهوریت په اړه وویل، چې د متحدو ایالتونو دولت
له دغه هیواد سره د رغونکو اړیکو غوښتونکی دئ، خو موږ "د
چین د کړنلارې په اړه شک او تردید لرو".
نوموړي د ایران د اسلامی جمهوریت په برخه کې وویل، چې "دغه
هیواد نه یوازې په سیمه کې د برترې غوښتنې په لټه کې، بلکې د اتمي وسلې د ترلاسه
کولو له پاره هم په هاند و هڅو بوخت دئ".
د المان د بهرنیو چارو د وزیر، فرانک والتر شتاین مایر د وینا ځینې
برخې:
د المان د بهرنیو چارو د وزیر، شتاین مایر د وینا بنسټیز ټکی دا و،
چې متحده ایالتونه او اروپا څنگه کولي شي، د نړیوال کیدو د ننگونې په وړاندې چلند
وکړي. نوموړی یادونه وکړه، چې "په
دې برخه کې تر ټولو دمخه د اقلیم بدلون او د اومه توکو گمښت د نړیوال امنیت
|
 |
|
د
المان د بهرنیو چارو وزیر فرانك والتر شتاين ماير
|
له
پاره په اوږدمودیزه توگه بنسټیز رول لوبوي".
نو ښه به دا وي، چې د "نړیوال
کیدو پایلې د همکارۍ پر بنسټ حل شي، نه دمخامخ کیدو او شخړو له لارې".
په دې برخه کې لویدیځ باید مخکښ رول ولوبوي او د "نورو
کلتورونو په ژورې او هر اړخیزې څیړنې او له هغوي سره په مساوی دریځ
سره خبرو اترو ته د چمتوالی له لارې په نړۍ کې د سیاسي باور د رامنځته کولو له
پاره هاند و هڅه وکړی". نوموړی وویل: "موږ
باید زده کړو، چې د کلتورونو له جلا کیدو پرته، د نړیوال کیدو پایلو ته سازمان
ورکړو".
سربیره پر دې هغه زیاته کړه: "
موږ نه شو کولي د گواښونو په وړاندې یوازې له پوځي لارې مخامختیا او مقابله وکړو.
موږ باید هوشیارانه سیاست غوره کړو، چې پوځي کړه وړه و نه شي کړي، زموږ پر سیاسي
عکس العملونو بری ترلاسه کړي".
د المان د بهرنیو چارو وزیر د ناتو د پوځي تړون په اړه وویل، چې له
سړې جگړې څخه په وروسته پړاو کې د شمالی اتلانتیک د پوځي تړون (ناتو) دندو بدلون
موندلي او موږ له څو کلونو راپدېخوا د ناتو د هغو په اړه، د دغه تړون امنیتي
ستراتیژې ته په پاملرنې سره خبرې اترې تر سره کوو او دا ستراتیژې کیدای شي، په
راتلونکی او یا هم په ۲۰۰۹ کال کې تصویب شي.
د افغانستان د کړکیچ په اړه شتاین مایر وویل: "
په دغه
هیواد کې د امنیت له رامنځته کولو پرته پراختیا او پراختیا بې له امنیت څخه شونې نه
بریښي. نو ځکه د پوځي شتوالی تر څنگ د افغانستان بیا رغونه اړین کام بلل کیږي".
د المان د بهرنیو چارو وزیر د ایران د اتمی کړکیچ په اړه گواښ وکړ
او زیاته یې کړه، چې"
لویدیځ
له یوې دوه لارې سره مخامخ دئ. په راتلونکو کلونو کې به یا موږ په دې بریالي شو،
ایران او نور هیوادونه په دې قانع کړو، چې له خپلو اتمي کړنلارو څخه لاس واخلي او
یا دا چې موږ به د اتمي وسلو د سیالې یو نوی پړاو، چې پایلې د نړۍ د امنیت له پاره
نه اټگل کیدونکي دي، تجربه کړو".
د
ایران د استازی علی لاریجانی د وینا لنډیز:
د ایران د اسلامی
جمهوریت استازی، دوکتور علی لاریجانی د خپلې وینا په پیل کې د نړیوال نظم او امنیت
په اړه خبرې وکړې او وویل:"
اگر
پارادايم هاي مشترك بين قدرتهاي بزرگ و قدرتهاي منطقهاي ايجاد گردد، به همان ميزان
ميتوان به پايداري نظم و صلح در جهان اميدوار بود".
نوموړی روښانه کړه، هیله مند یم، چې: "اين گردهمايي آغازي براي راهيابي به مسيري
معقول باشد و بتواند مختصات نويني، جهت امنيت پايدار فراروي جهان قرار دهد". ځکه د
لاریجانی په اند" هدف اوليه هر استراتژي يا اتحاد يا نهاد امنيتي يك جانبه، دو
جانبه يا چند جانبه استقرار نظم است" او د دغه نظم دنده "
تامين
منافع مادي و معنوي است كه شامل عدالت، ازادي، رفاه و احترام به هويت فردي و
اجتماعي ميشود"
. ...
|
 |
|
د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت د شورا منشی دوکتور
علی لاریجانی |
به
عبارت ديگر نظم امنيتي منطقهاي و بينالمللي فقط ميتواند بر اساس تفاهم و سازش
ماندگاري خود را تضمين كند".
د ایران د پلوی مشر د کنفرانس گډون کونکو ته په دې اړه وویل: چې، "سياست اعضاي
امنيت بينالملل نميتواند نظم و صلح پايدار ايجاد كند،
امنيت
مقولهاي يك طرفه نيست، درك صحيح متقابل و توجه به مولفه هاي اصلي آن ضروري است.
نبايستي به امنيت به عنوان يك تجارت نگاه كرد".
نوموړی زیاته کړه: "جمهوري
اسلامي ايران از ابتدا مخالف اشغال عراق بود؛ هر چند بيشترين صدمه را از صدام ديده
بود؛ اما اين گونه رفتار را مخل امنيت بينالمللي ميدانست و بعد از اشغال هم تنها
كشور منطقه بود كه از دمكراسي در عراق و ايجاد دولت ملي و مجلس ملي و قانون اساسي
حمايت نمود تا هر چه سريعتر امنيت در عراق ايجاد گردد".
د لاریحانی په اند،
د ایران د اسلامی جمهوریت د امنیت د ستراتیژې موخه دفاعی بڼه لري. نوموړی په دې اړه
وویل: "دكترين
امنيت ملي جمهوري اسلامي دفاعي است؛
چون ايران راه حل مشكلات را در روش نظامي نميداند و با همه كشورهاي منطقه دوست
است، به خاك آنها و نه به ثروت آنها چشم طمع ندارد، ديگران در منطقه به ما حمله
كردند و ما از خود دفاع كرديم. دبير شوراي عالي امنيت ملي كشورمان اظهار داشت:
آينده هم نشان خواهد داد كه از طرف ايران هيچ بدي به آنها نخواهد رسيد. وقتي خاك
ايران توسط صدام اشغال شد، ما را بمباران شيميايي كردند، دوستان منطقه و جهاني يا
سكوت كردند و يا از صدام حمايت نمودند. گذشت زمان نشان داد كه اشتباه كردند و صدام
براي آنها دردسر شد". د ایران د ملی امنیت د شورا منشی روښانه کړه:
"
بدتر از اين ماجرا در قضيه افغانستان رخ داد كه آمريكا پس از نقش
مثبت جمهوري اسلامي ايران در آن، ايران را محور شرارت ناميد".
لاريجانی د ایران د
اتمي کړنلارې په اړه وویل، موږ څو ځله په روښانه توگه اعلام کړی، چې "
در دكترين امنيت ملي ايران سلاح اتمي و شيميايي وجود ندارد و آن را
مخالف قوانين اسلامي ميدانيم.
رهبر معظم انقلاب اسلامي حضرت آيتالله خامنهاي در اين زمينه فتوي صادر كردند كه
سلاحهاي كشتار جمعي حرام است.
علاوه بر اين ما ميدانيم حركت ايران در اين جهت،
مسابقه تسليحات اتمي در منطقه را باعث ميگردد كه مخل آرامش رواني مردم منطقه و
جهان است و به همين دليل از خاورميانه خالي از سلاح كشتار جمعي حمايت ميكنيم صورت
مسئله واقعاً همين است؛ اما ميتوان با شگردهاي سياسي آن را پيچيده كرد كه طبعاً
ميتواند براي منطقه اثرات نامطلوبي داشته باشد".
د پورتنیو ویناوو په شننې سره سړی دا پایله ترلاسه کوي، چې په
د نړیوال امنیت په ۴۳ کنفرانس
کې تر هر څه دمخه په ټولیزه توگه، د شمالی اتلانتیک د پوځي تړون (ناتو) په
راتلونکې، د افغانستان او عراق په حالاتو، د ایران د اسلامی جمهوریت پر اتمی لانجې،
د فلسطین او اسراییلو تر منځه په کړکیچ او همدارنگه د زمکې پر تودوخې او د اقلیم پر
بدلون په اړه ویناوې واورول شوې. د کنفرانس وینا کونکو، په تیره بیا نړیوالو او
سیمه ییزو ځواکونو د پورتنیو موضوعگانو په اړه د خپلو هیوادونو دریځونه روښانه کړل.
که
څه هم په دا ډول کنفرانسونو کې نه د کومې موضوع په اړه تصمیم نیول کیږي او نه هم په
هغه کې د کومې ستونزې له پاره د حل لار لټول کیږي، خو لکه څنگه چې ولیدل شو، په هغه
کې د امنیتي سیاست بنسټیزې موضوعگانې تر څیړنې لاندې ونیول شوې، چې هغه په راتلونکې
کې د نړۍ د امنیتي سیاست د تصمیم په برخه ټاکونکی رول لوبوي. خو د مونشن په سږني
کنفرانس کې په ځانگړی توگه د نړیوالو موضوعگانو پر سر د ویناکونکود نظرونو تر منځه
په ښکاره توگه توپیرونه ولیدل شول. د بیلگې په توگه د المان لومړې وزیرې، انگیلا
میرکل په خپلې وینا کې په ډیره نرمه ژبه یادونه وکړه: چې"
په نړۍ کې هیڅ یو هیواد دومره ځواک، پیسي او اغیز نه لري، چې په
یوازې توگه له نړیوالو ستونزو سره مبارزه وکړي".
دا په خپله د متحدو ایالتونو پر بهرنی سیاست غیر مستقیمه نیوکه وه.
خو تر ټولو دمخه د متحدو ایالتونو او د روسیې د فدراسیون تر منځه د
نړۍ پر مهمو مسألو
لکه:
·
د روسیې د پولو په لور د ناتو پراختیا او په ختیځې اروپا کې د دفاعي
توغندیو د سیستم ځای په ځای کول؛
·
د اتمي وسلو د وسله تونونو له منځه وړل؛
·
په فضأ کې د وسلو نه پراختیا؛
·
یو وزری نړیوال نظام او د متحدو ایالتونو له خوا له زورزیاتی څخه
کار اخیستل؛
·
د ترهگرۍ پر ضد د مبارزې پر سره ستونزه؛
·
پر نورو هیوادونو د متحدو ایالتونو د کورنیو قوانینو، په تیره د
اقتصادي بندیزونو له لارې منل او
·
د ایران اتمي پروگرام او د توغندیو د تکنالوژې مسله،
د نظر
توپیرونه په ډاکه شول.
د مونشن په کنفرانس
کې د روسیې د ولسمشر، پوتین له وینا وروسته او په نړیوال ډگر کې د پورتنیو ستونزمنو
مسألو په شتوالي سره، ځیني سیاسي کتونکي د روسیې او متحدو ایالتونو تر منځه د یوې
نوې سړې جگړې له پیل او ځیني نور څانگیز پوهان بیا د نړیوال نظام له څو قطبي کیدو
څخه خبرې کوي. ایا په ریښتیا هم د نړیوال نظام د څو قطبي کیدو نښې نښانې تر سترگو
کیږي؟ او که داسي وي، نو کوم هیواد یا د کومو هیوادونو ټلواله او یا کومې سیمې به
له اقتصادي، سیاسي او پوځي پلوه دا شونتیا ولري، چې د امریکا د متحدو ایالتونو په
وړاندې د یوه الترناتیف ځواک یا په بله وینا د یوه سیال په توگه رامنځته شي. ایا دا
به د اورپاــ اسیا په سیمه کې د روسیې، چین، هند، ایران او پاکستان هیوادونه او یا
په بله وینا د شانگهای سازمان وي او که د روسیې او اروپایي ټولنې تر منځه ټلواله
وي، چې په دې اړه به یوه څیړنیزه لیکنه"چند قطبی شدن نظم جهانی" تر سرلیک لاندې په
دوو برخو کې گرانو لوستونکو ته په دری ژبه وړاندې شي. که په نړیوال نظام کې په
رښتیا هم دغه او یا هم بل قطب رامنځته شي، د هغه اغیز به پر افغانستان، چې اوسمهال
د شمالی اتلانتیک د پوځي تړون (ناتو) پروتکتورات
Protectorat
دئ،
څه ډول وي؟
خو دومره روښانه
ده، چې په نړیواله کچه د متحدو ایالتونو، اغیز او واکمنې، د مجهز او مدرن پوځ له
درلودو سره سره، د کمزورتیا په حال کې ده. فرانسوی تاریخ پوه، امانویل تود
Emmanuel Todd
وایي: "د متحدو ایالتونو پوځي ماشین د امریکا د هیواد له پاره ډیر ستر او د یوې
نړیوالې امپراتورې د کنترول او تر ټولو دمخه د اروپاــ اسیا په سیمه کې، چې د متحدو
ایالتونو له هیواد څخه لرې پرته سیمه ده، د دغه هیواد د هژمونې د ساتنې له پاره،
وړوکی دئ. " ( Todd, Emmauel, 2004, S.107
). د
متحدو ایالتونو د پوځي او سیاسي کمزورتیا تر څنگ اوسمهال د دغه هیواد ملی اقتصاد هم
د نورو صنعتي هیوادونو په پرتله کمزوری بریښي، چې ښه بیلگه یې د نورو سکتورونو تر
څنگ د سوداگرۍ د بیلانس کسر دئ. گابور شتاینگارت په دې اړه لیکی: " په ۲۰۰۵ کال کې
له چین سره د متحدو ایالتونو د سوداگرۍ د بیلانس کسر ۲۰۰ میلیاردو ډالرو ته رسیده،
دغه ونډه له جاپان سره څه نا څه ۸۰ میلیاردو ډالره وه. له اروپا سره دغه کسر څه د
پاسه ۱۲۰ میلیاردو ډالرو ته رسیده" (
Steingart, Gabor, 2006, S.56).
خو روسیې په دې وروستیو څو کلونو کې د خپلو طبیعي زیرمو د توکو، په تیره بیا د نفتو
او گازو د صادراتو د عایداتو له لارې خپل ملی اقتصاد بیرته ورغاوه او خپل بهرني
پورونه یې ورکړل. سربیره پر دې روسیه له پوځي پلوه په تیره بیا د خپلو اتمي وسلو
په لرلو سره، یوازینی هیواد دئ، چې کولی شي، پر نړې د متحدو ایالتونو له انحصاري
واکمنې څخه مخنیوي وکړي. د روسیې دغه پوځي او اقتصادي ځواک په دې مانا نه دئ، چې
سړی په نړیوال نظم کې روسیه ته د متحدو ایالتونو د سیال په سترگه وگوري. که روسیه
غواړي د نړیوال نظم د یو قطب په توگه رامنځته شي، اړینه ده، چې ترټولو دمخه له
ستراتیژیک (په تیره د انرژې په برخه کې) اقتصادي او سیاسي پلوه له هم گټو هیوادونو
سره یوه ټلواله رامنځته کړي.
اخځای:
1-
http://www.securityconference.de/konferenz.
2-
http://www.Spiegel.de/09-11.02.07
3-
http://www.baztab.com/print.php?id=60311
یادونه:
د ایران د اسلامی جمهوریت د
استازی، علی لاریجانی د وینا د څو ځلیزې ژباړې د مخنیوي په خاطر د نوموړي وینا د
بازتاب له خبری سایت څخه اخیستل شوې او لنډیز یې په فارسی ژبه وړاندې شوی دئ.
4-
Gabor Steingart: Welt krieg um
Wohlstand, in: Der Spiegel, Nr.: 37/11. 9. 2006, S. 44-75
پورتنی عنوان د شریف بهاند له خوا
په پښتو ژباړل شوی دئ وگوري په :
http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF_ bahand_sharif_zokalai_02
http://www.benawa.com/kandahar.php?id=11401
5-
Emmanuel Todd: Weltmacht USA Ein
Nachruf, 2004, München