|

حبيب الله غمخور
۲۰۰۶
د
نومبر
۳۰
مه
نيټه
ايران اوپاکستان يوشان عمل کوي
په امريکا کې د پارلمان دمنځنيو ټاکنو تر پايلو
وروسته دايران جمهوررئيس هم يو څه وغوړيد ،که پخوا
دشانگهاي دتړون په زور غورځيده خو اوس دجورج بوش
دخام سياست دموږي په زور غورځي .
بلې ! افغانستان داسې يوهيواد دی چې هر خام فکره
پکې سر خوړلی، تاريخ ته نه ځم دومره وايم هر چا چې
د دې ولس سره سپک برخورد کړی ناکامه تللی او
خوله يې له وينو ډکه شوې ده ، دا نږدې له ((
۱۷)) ميلادي پيړۍ دتاريخ پاڼې راواړوﺉ ،
هلته هر څه له ورايه تاسو ته څرگندېږي . خو زه په
خپلو دغو خبرو دپاکستاني او ايراني چارواکو دخبرو
پخلی نه کوم .زه ديوې عيني او تاريخي اړتيا او
ملي گټو دساتلو په موخه دپردو پوځي قوت شتون په
خپله خاوره کې منم ؛ پښتو متل دی وايي (( شوو ده
نه وسه خور ده)) خو دا زما د ولس ستونزه ده ،او
ددې ستونزې اساسي او بنيادي عامل هم همدا ايران او
پاکستان دي .
زه دناټو او ايساف دپوځي ځواکونو دافغان ربړېدلي
ولس سره دناوړه چلند دفاع هم نه کوم ،هغوۍ ته هم
وايم له يوې خوا مو دتش په نامه بن توافقاتو پر
اساس داسې چارواکي پر افغانانو وتپل چې اوس داسې
څرگنډېږي تاسو هم چندانې ددوۍ له کړو وړو نه خوښ
نه ياست ؟پينځه کاله مو بې له دې نه چې دافغان ولس
دود ،دستور او کلتور ته په خپلو کړونو کې په درنه
سترگه وگورﺉ هغوۍ ته مو په سپکه وکتل ،پايله
داشوه چې دولتي ادارې ملي ملاتړ ترلاسه نه شو
کړای ،له ولس نه لېرې پاته ،له ولس څخه
بېگانه دولتي چارواکي ،اداري فساد ،ددولت او خلکو
تر منځ دواټن ډېرېدل ،په دولت کې ددرې گونو
قواوترمنځ دواک پر سر سيالۍ ، دهېروئينو او
تارياکو سوداگر ،بنسټپاله تنظيمونه ،ډلې ټپلې
،جنگسالاران ،محلي قوماندانان او نور دقدرت او واک
تږې ،داټول دهمدا تاسو بهرنيانو په برکت پر افغان
ولس يو ځل بيا ددموکراسۍ تر خيمې لاندي دا
ولس دومره ومروړه او وزوراوه چې اوس ېې دناچارۍ
القاعدې او طالبانو ته مخه کړه ،سره لدې چې ټولې
نړۍ ته تر لمر څرگنده داده چې نوم دافغان
طالب پر پروت دی خو شاته يې دپاکستان ،ايران او
يو شمير نورو هيوادو استخباراتي کړۍ ولاړې دي
،هغوۍ يې روزي ،وسلې ورکوې لارې ورښيي
اوزموږ په هيواد کې يې خپلو نوکرانو او افغان
دښمنو ته معرفي کوي تر څوهغوۍ درالېږل شويوسره
دترهگرۍ په سرته رسولو کې مرسته وکړي . زه پدې
باوريم چې پورته يادې شوې خواوې ټولې په دغه
ناورين کې غوښنه ونډه لري ،تفاوت يې دومره دی چې
په يو پسې اردو گرځي او بمبارد پرکيږي اوبل کرار
او ارام په څوکۍ کې ناست دی لارښوونې کوي .
دافغانستان دا اوسنۍ اداره او بهرنيان وايي چې په
افغانستان کي نږدې(( ۱۱۹ ))زره پوځيان ددوۍ په
اصطلاح دترهگرۍ پر خلاف جگړه کې بوخت دي ،زه فکر
نه کوم چې طالبان دې دومره وسلوال کسان ولري .
خبره داده چې اوس تنور تود دی هر سړی ډوډۍ پکې
پخوي ،ځکه نو اوس
د
ايران ولسمشردنومبر په ((۲۶)) ديکشنبي په ورځ د((
بسيجيانو)) په نامه مليشو ته په خپله وينا کې په
عراق او افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونه نيواکگر
بولي او وړانديز يې دا و چې د دغو ځواکونو
په ويستو کې دې د دواړو هيوادونو له خلکو سره
مرسته وشي . بي بي سي
دبهرنيو چارو وزارت ددې ښاغلي خبرې دهيواد په
کورنو چارو کې بربنډه مداخله وبلله
او هغه يې ردکړې ،خو ايراني اخوندان هم په رښتيا
سره دافغانستان په دولتي ادارو او سياسي چاپير يال
کې تر پاکستان کمې ريښې نه دي ځغلولي ، دمبلغينو
اوپلويانو شمېر يې د پاکستاني چارواکو تر پلويانو
کم مه بولﺉ ،تنها ددواړو هيوادونه (پاکستان او
ايران) سياسي او اديالوژيکي موقيعتونه يوڅه فرق
لري او له بلې خوا پاکستان تر ايران او نورومداخله
گرو ځان دقوي مټ خاوند اوپه افغانستان کې برلاسی
بولي ځکه نو تر نورو يوڅه سپين سترگي کوي ،که
نه نو دواړه ديوه اس غوږونه دي .
احمدي نژاد ته داڅرگنده ده چې
افغانستان ته بهرني ځواکونه دملگروملتو دامنيت
شورادپرېکړې له مخې راغلې دي ؛ ايران هم دهمدغه
سازمان غړی دی ،جالبه او غولوونکې داده چې هلته
پټه خوله ناست وي اودلته بيا زموږ دهيواد دنجات
فرشته ځان بولي ،افسوس افغانان دومره خوار شول چې
ايراني اخوندان يې ددوۍ په وينا ازادوي ؟
سلطان احمد بهين د
ايران دجمهور رئيس دڅرگندونو په ځواب کې وايي :
بهرني ځواکونه نيواکگر نه دي ، او زياتوي ((
افغانستان د ترهگرۍ قرباني دى . بايد له افغانانو
سره د ترهگرۍ په له مينځه وړو کې مرسته وشي .
يوازې له همدې لارې دې هيواد ته سوله او ثبات
راستنېداى شي . کله چې سوله راشي نو بيا دلته د
بهرنيو ځواکونو د پاتې کيدو اړتيا پخپله له مينځه
ځي . له دې پرته افغانستان دغو ځواکونو ته اړتيا
لري . ))
(( موږ تل دا ويلي او غواړم يو ځل بيا ټينگار وکړم
چې د افغانستان خاوره به کله هم د کوم گاونډي خلاف
ونه کاريږي . دا زموږ د حکومت تگلاره ده او په دې
کې بدلون نه راځي . )) دخپلي خبرې دپخلي لپاره
وايي : افغانستان ته بهرني ځواکونه د ملگرو ملتونو
د امنيت د شورا د پريکړو له مخې راغلي نو ځکه خو
دده په وينا کله هم نيواکگر ځواکونه نه شي بلل
کيداى . له دې سره جوخت يې تهران ته د دې
وريادولو هڅه هم وکړه چې که طالبان راستانه شي نو
تر بل هر چا وړاندې به ايران ته سرخوږى جوړ کړي .
ښاغلي بهين ته بايد څرگنده وي چې ايران داځل نه
غواړي دپخوا په څير وغولېږې ،دوۍ هم لکه
پاکستان په افغانستان کې خپل لاس پوڅی رژيم
غواړي ،ځکه دهيواد په دننه کې په مذهبي او سياسي
کړيو کې يې اړېکې ډېرې دي . خبره داده چې ښاغلی
احمدي نژاد په دې ښه پوهېږي چې
(( غوا توره اوشيدې یې سپينې دي ))
کله چې پر طالبانو دلومړي ځل لپاره حمله کېده
دايراني چارواکو سره دنورو هيوادو پر لاس خبرې
وشوې او همدغو اخوندانو دقناعت اورضايت سر وښوراوه
،خو هغه وخت يې نورې گټې لرلې او اوس بيا بل څه
غواړي دوۍ په يو ټک څونښانه ولي :
لومړی
: په افغانستان کې دامريکا او ناټو شتون
خپل اخوندي واک ته جدي گواښ بولي ،غواړي له دغه
گواښه ځان وژغوري .
دوهم : غواړي له دې
لارې ځان په نړيوالو سياسي سياليو او په سيمه کې
دنفوذ لرلو په مفهوم مطرح کړي .
دريم : پر امريکا او
اروپايي نړۍ د داډول تبليغاتي فشار په پايله
کې غواړي له يوې خوا په سيمه کې امتياز تر لاسه
کړي اوله بلې خوا داټومي پلان دپلي کولو په مقابل
کې نړيواله ټولنه نرمش ته اړه کړي .
له بده مرغه دافغانستان اوسيمې داوسېدونکو ولسونو
دمذهبي عقايدو څخه په گټه اخيستو سره ايران په
تبليغاتو کې يوه اندازه برلاسي لري .چې دهمدغه
ټکي پوهېدوسره زه هم مجبور شوم ډير ژر ديوه
افغان په توگه دغه لومه رسوا کړم .
دزياتو شواهدو پر اساس ايران په افغانستان کې دبې
امنۍ او بهرني ځواکونو گونډه کولو ته ارام نه دی
ناست . بې له دې نه ددوۍ لپاره ژوند ناارامه
دی ،هغوۍ خپلو پولو ته نږدې دهيواد په غربي
اومرکزي ولاياتو کې دجاسوسۍ جال غوړوي ،پخوانۍ
دوستۍ او اړېکې تازه کوي تر څو دا ډول په جگ اواز
په دې نامه چې په سيمه کې معين وزن او
نفوذ لري ځان مطرح کړي ،او خپله سياسي گټه
ترلاسه کړي .
افغانان بايد په دې پوه وي چې احمدي نژاد يوه
سياسي څېره ده هغه ته تر هر څه دمخه دخپلې ډلې ،
ټپلې گټې لومړۍ دي ؛ هغه دخپلو گټو په خاطر هر څه
کوي دبېلگې په توگه که داحمدي نژاد هغه وروستی ليک
چې دامريکا خلکو ته دخطاب په نامه خپورشو په ځير
ولولو پوهېږو چې څومره دامريکا سره ددوستۍ علاقه
لري او په کومو الفاظو او القابو هغوۍ ته مراجعه
کوي ،دابه څوک ومني چې امريکايان دې داسې خبره
واوري کوم چې ولسمشر ته يې پکې له بهر نه سپکاوی
شوی وي او ددوۍ صفت کوي ،حقيقت خودادی چې هغه په
خپله وينا کې يوازې جورج بوش مخالف بولي او نور
دوستان ، سره له دې چې پدغه خبره اوس ماشوم هم
پوهېږي چې دامريکا په سياست کې يوازي ولسمشر چندان
رول نه لري ،هلته دنفتو دکمپنيو او موډرنو وسلو
دتوليد دفابريکوخاوندان ،څارگره اداره اونورې پټې
څېرې چې دهيواد په بهرني سياست کې يې گټې نغښتې
دي رول لري او اخره خبره کوي . احمدي نژاد ددغه
ليک په يوځای کې ليکي : ((...همه
از ترویج ارزشها و خصلتهای انسانی نظیر محبت، وحدت
و همدلی، احترام به حقوق انسان ها و پشتیبانی از
حق و انصاف و دفاع از انسانهای مظلوم در برابر
زورگویان خرسند میشوند و لذت میبرند.
.....همه در خوبیها،
در خدمت به یكدیگر بویژه در خدمت به محرومان و
مظلومان میل مشترك داریم و از بیعدالتی ها، پایمال
شدن حقوق انسانها و تحقیرها ناراحت میشویم . . .
مردم شریف آمریكا !
ملت ما همواره دست دوستی و مودت را به سوی همه ملت
های جهان دراز كرده است . صدها هزار نفر از
هموطنان ایرانی من با صلح و صفا در كنار شما زندگی
میكنند و عموما منشاء خدمات شایستهای در جامعه
شما هستند. مردم ما سال ها با شما در ارتباط
بودهاند و علیرغم سختگیری بلاوجه مقامات
آمریكایی، رفت و آمدها و دوستیها ادامه یافته است
. وړاندي ليکي : همچنانكه گفتم ما دغدغه های
مشترك داریم و از ناهنجاری ها و نابسامانی ها در
جهان امروز رنج میبریم .
(( ريا نووستي)) .
دا چې احمدي
نژاد دغدغې څه بولي زماسر نه شو په خلاص ،
خودومره پوه يم چې افغانانو ته وايي يو امريکايي
ژوندی پرې نږدﺉ تر څو هيواد پرې ښودو ته مجبور شي
،ځکه دافغان دژوند په قيمت کېدای شي ايراني
اخوندان دامريکا له وهمه خلاص او دشپې
ارام
خوب وکړي ، امريکا او اروپايي هيوادونه مجبورکړﺉ
له افغانستانه څخه ووزي . داڅرگنده خبره ده چې
دوې دافغان ولس سره هيڅ ډول خواخوږي نه لري .که
داسې نه ده نو همدا اوس تاسو په ايران کې له
بېوزلوافغان کډوالو نه پرته له دې چې شعيه دی اوکه
سني ، دايراني چارواکو نارواچلندقيصو ته
غوږ شﺉ . ايا افغانان چې ددوۍ په هيواد کې له
مجبوريته اوسي انسانان نه دي؟ داډول ظالمانه او
غير انساني کړنې چې همدا اوس له افغان کډوالو سره
کېږي په قاموس کې به يې څوک بېلگه پيدا نه کړي .
که راډيو گانې واورېدل شي ټولو ته به جوته شي چې
هلته افغان ته دانسان په سترگه نه کتل کيږي ،دهغه
ماشوم دتعليم له حق ،مور اوپلار يې دکار اوکډه
کولوله حق نه محروم دي . دوې هفتې وړاندې يې
يوه وزير دايران کارگرانو ته په خطاب کې وويل دا
افغاني کارگران دي چې ستاسو ځاي يې نيولی دی ،موږ
غواړو دا بيگانه له خاورې وبا سو ، خو دلته بيا
غواړي افغانانو باندې ورحميږي او دبهرنيانو له شره
يې خلاص کړي ؛ هغه متل دی
(( يوبام او دوې هواوې
)) .
له بلې خوا پاکستان هم پر نړيوالو فشار اچوي اوپه
ټولې سپين سترگۍ سره يې زموږ په هيواد کې امنيتي
وضعه دغه حالت ته رارسولې ده چې اوس غواړي
دافغانستان راتلونکې ددوۍ په خوښه وټاکل شي
،دبېلگې په توگه دبي بي سي دخبر له مخې ((پاکستاني
مقاماتو د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو ته وړانديز
کړى چې طالبان دې د افغانستان په يوه نوي
ايتلافي حکومت کې ځاى شي او د دغه حکومت مشري دې د
ولسمشر کرزي په غاړه نه وي . )) او پدې هکله د
افغانستان دبهرنيو چارو وزارت غبرگون
ښکاره کړ.
که څه هم همدا نن دنومبرپه ۳۰نيټه دBBC
سره په مرکه کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د
خورشيد قصوري او دبهرنيو چارو دوزارت وياندې دغه
څرگندونې رد کړې چې گواکې دوۍ په کابل کې د يوه
ايتلافي حکومت جوړېدل غوښتي دي . د پاکستان د
بهرنيو چارو د وزارت په خپاره شوي بيان کې راغلي
دي چې رسنيو د ښاغلي قصوري د يوه خصوصي محفل خبرې
په ناسم او غلط ډول خپرې کړې دي .
هر هوښيار سړی چې دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت
دوياندې غبرگون ولولي پوهيږي چې خبره څه ده
؟ هغه وايي
((رسنيو د ښاغلي قصوري د يوه خصوصي محفل خبرې په
ناسم او غلط ډول خپرې کړې دي .))
جالبه خبره ده ايا دقصوري صاحب په خصو صي محفلو کې
هم ژورناليستان ناست وي ؟
که دا خوصوصي خبره هم وي خوشوې ده ؟ روسان يو متل
لري وايي : (( په هره مسخره کې يوه اندازه رښتيا
شته ))
که قصوري صاحب هر چېرې کړې وي ټوله نړۍ په دې
پوهيږي چې پاکستان څه غواړي . وايي دروغجن حافضه
نه لري .
دډیلی تلگراف په نامه انگليسي ژبې ورځپاڼه ليکي :
خورشید قصوری دپاکستان دبهرنيو چارو وزير
دناټودغړو هيوادو د بهرنيوچاروله يو شمير
وزیرانو سره هغوۍ ته ويلي چې طالبان په جگړه کې
دبرياليتوب او ناټو د ماتې په حال کې دی . او هغو
ته يې مشوره ورکړې ده چې افغانستان ته دنورو
پوځونو دلېږلو نه ډډه وکړي ،دناکامۍ په منلو سره
بايد کوښښ وکړي چې له طالبانو سره پخلاشي .
يو غربي جگپوړی چې له قصوري سره يې ملاقات کړی
ويلي دي چې دبهرنيو چاروکوم وزيران چې په دغه
جلسه کې وو حيران پاته شول او تعجب يي وکړ ،
هغه ا ضافه کړه : (( قصوري له ناټوڅخه غوښتل چې
تسليم شي او دطالبانو سره خبرې وکړي )) .
ددغه اروپايي چگپوړي چارواکي خبرې هم دناسم تعبير
معنا لري؟
زه له هغو دروغجنو او غولونکې دوستۍ د
وعدو او لاس ورکولو يوازي څو بېلگې راوړم :
۱ /
دپاکستان جمهور رئیس پرویز مشرف چې دافغانستان په
لیدنه بوخت دی، ویلي دي :دافغانستان ولسمشر
حامدکرزي سره دورور ګلویزواړیکوغوښتونکی دی . په
کابل کې ترخبرواترو وروسته پرویز مشرف وویل :له
ترهګرۍ او بنسټ پالنې سره باید دواړه ګاونډي
هیوادونه یوپر بل باور وکړي اوله ترهګرۍ سره په
ګډه وجنګیږي .
05:09:2006
۲
/ دپاکستان ولسمشر پرویز مشرف دغه ادعاګانې ردکړې
چې ګواکې دوۍ له طالبانو اوالقاعده شبکې څخه
ملاتړکوي. نوموړي چې له خپل افغاني سیال ښاغلي
حامدکرزي سره په یوه ګډې خبري غونډې کې خبرې کولې
وویل: افغانان باید تېر هېرکړي،شکونه اوپر یو بل
تهمت یو خوا پریږدي اودخپلې راتلونکې په اړه فکر
وکړي . مشرف داهم ردکړه چې ګواکې دطالبانومشران په
پاکستان کې دي . ده زیاته کړه. دطالبانومرکزونه چې
هرچیرته وي باید له منځه یووړل شي .
06:09:2006
۳/
همچنین روسای جمهور دوکشور توافق کردند که
افراطیت ،تروریزم و پدیده طالب گرایی یک
تهدید مشترک علیه پاکستان و افغانستان است و
درعین حال خطر برای منطقه و جهان میباشد .
روسای جمهور دو کشور توافق نمودند تا همکاری خویش
را در چهار چوب ائتلاف بین المللی مبارزه علیه
تروریزم ادامه دهند. 16 سنبله - 1385 اعلامیه
مشترک افغانستان و پاکستان .
پاکستان تل له يوې خوا ددوستۍ خبرې کوي اوله بلې
خوا په ټول طاقت په افغانستان کې دبې نظمۍ لپاره
کار کوي ، د خپلې خبرې د پخلي لپاره د بېلگې په
توگه دپاکستان دلاس وهنو په هکله لاندې څرگندونو
ته ستاسو پام را اړوم :
د بريتانيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير کيم هووالس
وايي افغانستان به تر هغه سوکاله نه شي چې د
پاکستان حکومت په خپل هيواد کې دننه هغه سرچينې
وچې کړي چې افغانستان نا امنه کوي . هغه وويل ،
افغانستان کې د سولې راوستل په پاکستان کې د
ترهگرو د روزنې د مرکزونوپه تړلو پورې تړاو لري .
کيم هووالس دوه ساعته وړاندې تر دې چې د پاکستان
ولسمشر پرويز مشرف افغانستان ته راورسيږي وويل
افغانستان به تر هغه سوکاله نه شي تر څو چې
پاکستان ژمنه وکړي چې په دغه هيوادکې به د ترهگرو
د روزنې مرکزونه وتړل شي .
-
دخيبر دتلويزيون سره په يوه مرکه کې دنشل عوامي
گوند مشر اسفنديار ولي واضح او څرگند وويل چې :
پاکستان دتروريزم په خلاف جگړه کې صادق نه دی
اوپه افغانستان کې يې خپل رښتيني کردار نه دی
ترسره کړی ،هغه زياته کړه د پاکستان له لورې اوس
هم دافغانستان په وړاندې يوه منظمه جگړه روانه ده
،اوپه افغانستان کې يې دروانو غلچکي بريدونو او
ورستيو زړه بوږنوونکو پېښو ملامتي پر پاکستاني
چارواکو واچوله ،اوڅرگنده يې کړه چې طالبان په
يوازې دداسې منظمو حملو او بريدونو توان نه لري .
ددغو ټولو څرگندو فاکټو سره سره
متاسفانه داسوال دا پينځه کاله بې ځوابه پاته دی
چې ولې امريکا او اروپا پر پاکستان دافشار نه
راوړي او په زغرده نه ورته وايي
چې لاس وهنه دي بنده کړه !
پای
|