ليكنـــــــــــــــــــې

 

 سخي اندړ

هېواد او دولت د څو لويو ستونزو په ګرداب كې

زموږ ګران ټاټوبى، په ځانګړې توګه بيا د هېواد مشرتابه او ولسمشر كرزى نن په يوه وخت كې له څو لويو مشكلاتو سره لاس او ګرېوان دى، په دې مشكلاتو كې ځينې داسې دي چې د بهرنيو دوستانو لخوا زموږ پر هېواد تحميل شوي دي، خو ځينې نور يې بيا په لوى لاس زموږ واكمنو په تېره ښاغلي كرزي پخپله ځان ته جوړ كړي دي.

د خارجي دوستانو شوم سوغات هغه وزيران او لوړ پوړي مشاورين دي چې په كابل كې يې د شراب او كباب د محفلونو بوى ولګېد، هغوى نه د دې وطن له راتلونكې سره دلچسپي لري او نه د حكومت او ولسمشر له سرنوشت سره.

هغوى يا د پخواني پاچا ارواښاد ظاهر شاه پلويان دي يا له غرب سره اړيكې لري او دلته په خپلو ډالرو ټولولو او نورو مستيو كې ډوب دي.

همدغسې نړيوال ځواكونه هم خپله اجندا او اهداف لري، هغوى كه زموږ له حكومت او واكمنو سره هر څومره مرستې كوي اصلا خپل نور ستراتيژيك هدفونه لري چې په دې سيمه كې يې تعقيبوي، امريكا او اروپايي اتحاديه په افغانستان كې پر ولسمشر او حكومتي تشكيلاتو سربېره نور دوستان هم لري. جنرال دوستم، هزاره ګان، مارشال ډله او شمال ټلواله هم ښه په خوند پالي، داسې سوچه او دقيق اطلاعات شته چې دې يادو شويو لوريو ته مياشتنۍ او كلنۍ ټاكل شوې بوديجې وركول كېږي چې خپل سياسي فعاليتونه پرې منظم كړي.

د غربي هېوادونو دا دعوې چې كله كله يې د ولسمشر كرزي له حكومت څخه د بشپړ او پراخ ملاتړ په بڼه څرګندوي بلكل دروغ او سياسي باټې دي.

هغوى ته چې څوك په ګټه وو د همغوى پلويان دي، كه څه هم ولسمشر كرزى د انتخاباتو له لارې د خپل ولس په رايو واك ته رسېدلى، خو د غرب ملاتړ د ده په بري كې هېڅوك هم له پامه نشي غورځولاى، البته دغه ملاتړ هېڅكله هم ثابت نه دى، غرب ته ثابتې خپلې ګټې دي، نه د نورو ملاتړ او حمايه.

په افغانستان كې د امريكا او ناټو سياست تر اوسه پورې سره له دې چې بې نتيجې او ناكام دى، يوازې د پوځي عملياتو دوام دى، په دې پوځي عملياتو كې چې عام ولس ته څومره زيان اوښتى د هغو په بدل كې ولس همدومره د خپل حكومت او په تېره حامد كرزي نه خوابدى دى، دا يو بل لوى مشكل دى چې د هېواد راتلونكې يې له سوال سره مخامخ كړې ده.

دريم لوى مشكل د شمال ټلواله ده چې اوس د متحدې جبهې په نامه په يوه سياسي ائتلاف كې سره راټوله شوې ده، دغه جبهه په پيل كې دومره لوى خطر نه ګڼل كېده خو اوس په يوه داسې ځواك بدله ده چې دولت يې هېڅكله هم له پامه نشي غورځولى، دغه جبهه ځكه منظمه شوه او اهميت يې پيدا كړ چې دولت يې په مقابل كې موثر ټيم او پروګرام نه درلود.

داسې اټكلونه كېږي چې دغه جبهه د افغانستان د ګاونډيو په ابتكار تنظيم شوه، روسيه، ايران او پاكستان ډېر ژور لاس پكې لري او د دې هېوادونو ګټې په همدې كې خوندي كېږي چې يا دا جبهه واكمنه شي او يا په هېواد كې جګړه او بحران وي.

څلورمه ستونزه دا ده چې ښاغلى كرزى نه ښه مشاورين لري او نه ښه مخلص ملګري، د دې يو سبب د ده سياسي پس منظر دى، ولسمشر كرزى له پيله يوازې دى، كه په كابينه كې يو څو تنه ښه او پر كار پوه وزيران لري بيا هم د يوه داسې ګروپ او ډلې بڼه نه لري چې دغه ټولې ستونزې درك او بيا يې په ځواب كې مناسب تصميم عملي كړي.

په دې برخه كې يوه ډېره لويه ستونزه دا ده چې د هېواد ولسمشر په تېرو شپږو كلونو كې پر دې بريالي نه شو چې خپل تر لاس لاندې دفتر ته داسې كسان راولي چې هم د وخت پر غوښتنو پوه وي او هم خپل ولس او هېواد او د هغوى غوښتنې او ضرورتونه وپېژني. ولسمشر كرزى د ډېرو افغانانو په اند يو وطندوست او د ولس د پرمختګ او سوكالى خوښمن مخلص انسان دى، خو يوازې د ده په ښه نيت او خلوص نه وطن جوړېداى شي نه ولس پرې قانع كېداى شي.

دا اوس چې په ارګ كې د ولسمشر پر شاوخوا څوك راټول دي يو يې هم نه د اخلاص او وفا په معيار د دې مقام وړ دى او نه د مسلك او پوهې په حساب.

د دفتر رئيس داودزى له ايران څخه راغلى، د هغه د اهدافو په باب د آريايي ويب سايټ څو مياشتې وړاندې يوه ليكنه كافي ده، چې بېله اجنډا او پروګرام لري، په آريايي سايټ كې په هغه ليكنه كې د داودزي په برخه كې ويل شوي وو چې غواړي د ايران او افغانستان اړيكې سره نږدې كړي!

دا ښه خبره ده، خو د رئيس جمهور د دفتر د رئيس نه دا دنده ده او نه ورته ښايي چې داسې څرګندونې وكړي، همدغه ادعا ښيي چې نوموړى بل چېرته هم څه ژمنې لري.

د وياند او په ارګ كې ولسمشر ته نږدې نورو كسانو په باب هم همدغسې نيوكې شته، ولسمشر كاشكي په دې برخه كې له بېلابېلو بې طرفه كسانو څخه پوښتنې كړې واى.

د ده په شاوخوا كې داسې كسان دي چې دا اوس هره ورځ شمال ټلوالې ته د ده د مجلسونو راپورونه وركوي، دغه كسان زياتره د هېواد دډېرو مخلصو كسانو او خدمتګارانو په چغلى لګيا دي او د ولسمشر په غوږ كې غلطې خبرې ورڅڅوي.

په پاس يادو شويو ستونزو او مشكلاتو كې همدغه وروستى مشكل تر ټولو لوى او جدي دى، ځكه چې كه له ولس او خپلو مسوولينو سره د ولسمشر د اړيكو او ارتباط سيستم مخلصانه او فعال نه وي ولسمشر به هېڅكله هم نه د خپل وطن د خلكو غږ واورېدلاى شي نه به يې په ستونزو او غوښتنو خبر شي، څرنګه چې ولسمشر يوازې له همدې لارې د خپلو خلكو او چارواكيو سره اړيكې لري كه په دې برخه كې بشپړ شفافيت او خلوص نه وي چې متاسفانه اوس نشته بيا خون خبره ډېره ورانه ده.

د اسلام ستر فاتح، خليفه او زموږ د ګران پيغمبر(ص) د دوهم يار حضرت عمر فاروق (رض) فرموده ده چې تاسو ښه مشاور وموند نيمايي كار مو ختم شو، تر څو ولسمشر په خپل شاوخوا كې بې غرضه، بې آلايشه او ملي ګټو  او ولس ته وفادار كسان راټول نه كړي دغه د ډالرو او امتيازاتو نوكران له ځانه لرې نه كړي نه به ولسمشر له دې بدې انزوا راووتلاى شي او نه به هېواد له ستونزو او مشكلاتو څخه خوندي شي.

بايد وويل شي چې دا داسې ستونزې دي چې كه حل نشي، پخپله ولسمشر به يې د تاريخ له ملامتۍ څخه ځان خوندي نكړاى شي.

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.