ليكنـــــــــــــــــــې

 

عبدالولي حقمل

حقيقت تريخ وی

په تیره لیکنه کې مې دپاکستان دآی ایس آی له جهنمي جاسوسي شبکې سره دطالبانو دتړاو یو انکار نه منونکی سند خپور کړخو له دغې جهنمي شبکې سره یوه تړلي سړي جاوید پښتون چې نه جاوید دی نه پښتون دا سند له ځانه جوړ شوی سند بللی دی دچا چې یوځل سترګي پټي شي هغه بیا څوک نه شي لوڅولی څوک چې ځان ړوند او کوڼ واچوي بیا یي څوک لارې ته نه سي راوستلای .

ای وروره دا خو یوسند و، چې لاس ته راغی که نه سند مند ته اړتیا نسته دا ملت ستا غوندې ړوند او کوڼ نه دی ټول مو ویني چې له کومه ځایه راځۍ او زموږ کور (ګران افغانستان ) ورانوۍ او دلته مو څوک ملا تړي دامریکایانو ډکې الوتکې خو ستاسې په سیمه او مرکزونو کې تشیږي دا هرچا ته معلومه ده .

تا ویلي چې داسې سند خو به ګویا پر ما هم جوړ کړې چی خدای دی نه کړي دستاسې دبادارانو په بمبارد کې می دملکي خلکو په وژنه کي توبه نعوذب الله ستاسي غوندي ډالر اخیستي   هی وروره دغله په ږیره خلی وي زه خو په لوی خدای(ج) قسم دسند په جوړولو نه پوهیږم او نه مي دسند چي ته یي جعلې بولی جوړ کړی دی خو تاسي سند مند ته کومه اړتیا هم نه لرۍ دتاسي خو چي زړه وغواړي چې څوک ووژنۍ هماغه ساعت ورباندي چاړه راباسۍ او حلالوۍ یی.ایآ حساب یی درته مالوم دی چې تر اوسه مو څومره بی ګناه کسان وژلي ؟؟او کوم سند مو هم ورته جوړ کړی دی؟ ستاسي خو ټوپک قانون دی او بي ګناه پښتون پري وژنۍ.

تاسي ځان ته مجاهد نوم ورکړی دا خبره دي پخپله جعلي ده . وروره مجاهدین خو له تاسي سره جنګیږي ماته دیوه ولایت یا ولسوالي قوماندان راوښیه چې هغه دي مجاهد نه وي او له روسانو سره دي نه وي جنګیدلی تاسي خو مجاهدین دصلیبیانو جاسوس بولۍ او بي سنده یی حلالوۍ.

رښتیا تا ویلي و ، چې له خپل معیوب او مجاهد ورور څخه وپوښته چې ولي له روسانو سره جنګیده ، ما مي خپل ورور وپوښت دهغه حال داسي و ، لکه لس کاله وروسته به چي انشآالله ستا وي ، ورور مي وایي موږ دوطن لپاره دپښتنو په خاوره کې وجنګیدو شهیدان او معیوب سو کلی مو وران سو مکتب مو وران سو هر څه مو له لاسه ورکړل خو نتیجه دادی وینۍ...

زما دورور ځواب اوښکې وې هغه وایي پاکستان او روس او امریکا موږ تباه کړو پاکستان زموږ دوینو له برکته اوس ګل او ګلزار دی او لا اوس مو هم غوښي خوري ورور مي ویل جاوید جان ته وویل چي دمولوي صاحب عبدالسلام ضعیف کتاب ولولي چې پوه شي پردي او په تیره پاکستان پر موږ څه لوبي کوي  ورور مي ډیري خبري لري کومه ورځ چي ټوپک او چاړه درسره نه و، راسه او ورسره کینه ډیرې خبري به ترې زده کړي البته ته اوس احساساتي یي اوس ښایي دهلمند دطالبي والي دسند په څیر درباندي بد ولګیږي چې اعصاب دي ارام و، راسه او زما دورور خبري واوره .

تا ویلي دپردیو پر خلاف ټول پاڅونونه دپښتنو له سیمو راپورته سوي دا یوه خبره ستا هم رښتیا ده خو دهغو پخوانو په اړه خو فلمونه نسته کتابونه هم کم لیکل سوي خو دا دروسانو سره دجهاد امتیاز خو ټول پنجشیریانو رباني ، مسعود،عبدالله ،دوستم مزاري او خلیلي او محقق تر لاسه کړ زه او ته جهادي حکومت کابل ته هم نه ور پریښودلو افتخارات خو یی لا څه کوې؟؟؟

اوس لږ فکر وکړه هسي نه چي دتیر جهاد په څیر موږ پښتانه کنډ کپر کړﺉ او بیا نور هزاره یا پنجشیریان یا ازبکان راباندي حکومت وکړي تیر ځل خو همداسي و.یوځل ښه فکر وکړﺉ خلک بي ځایه مه وژنۍ.

تاسي دکابل په زړه کي دځانمرګو بریدونو یادونه کړې وه او هغه مو افتخار ګڼلی و، به به به به  څه افتخار...

وروره په هغه برید کې دافغانستان یوه تاریخي او ملي شتمني دقاري صاحب امان نوایي لویه فروشګاه وسوځیده اوس هلته دهغې ښکلې ودانۍ پر ځای چې موږ به افتخار پري کاوو خاورې ایرې پرتي دي خلک وایي چي څه موده دمخه په کراچۍ کي داسي ودانۍ خرابه سوي وه او پاکستان دهغي غچ واخیست هر څه چي دي هغه هم تاسي راباندي ودروله تاسي دا هم ویلي و چي دا ټاور حکومت وسوځاوو اول خو حکومت هم چندان حکومت نه دی ستاسي غوندي دپردو په لاس کي دی بل حکومت ولي پخوا نه سوځوله او څه ضرورت یي درلود؟ په هغه بریدکي دکوم امریکایي یا صلیبي پوزه هم نه ده ویني سوې، په هغه برید کي یو غریب اته کلن ماشوم چي خلتي یي خرڅولي او خپل کور ته یي  یوه ګوله حلاله روزي پیداکوله شهید سو باور لرم چي ځانمرګي به دهغه له امله او دهغه دغریبي مور دآه له زوره د دوزخ ژوري کندي ته لویږي او ته چي دهغو ځانمرګو په بزدلانه مرګ افتخار کوې هم به دهغي مور له آه څخه خلاص نه شې؟

ای کاش هغه برید دصلیبیانو په یوه اډه کی سوی وای بیا به نو ما هم افتخار کاوو تا هم ، اوس خو خپل هیواد پکي وران او خپل خلک مو پکي شهیدان سول  هغه که طالب وروڼه و که داسلامي امارت سرتیري و که اسلامي جمهوریت مجاهدین. دا ټول موږ ته لوی زیان دی زه په دواړو خواشینی یم.او بل دا حیرانونکی هم نه و، وروره څوک چي ځان وژني هغه اصلي ځای ته ځي دلته خو ټول غریب خلک و دا نو څه حیرانتیا لري؟؟؟؟

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com