ليكنـــــــــــــــــــې

 

                                   بســــــــمل

موږدخپل مشروع حق غوښتونكي يو

      مـــوږپه چا تجاوز نه دى كـــړى خلگــو***چې په مـوږ چا رادانــــگلي شرمېدلي

    دا چې نن شول دكاذب شخصيت لرونكي***دا تـور مخي دي ولــــس كله منلــــــي

  قـــــــــــدرمنو لــــــــــــوستونكو!

 له هرڅه لومړى اجازه راكړئ چې له خپلوهغوپياوړواواتلو ليكوالو ملگرو څخه مننه وكړم كوم چې په ډېره مېړانه د افغان ولس په ننــگ ولاړدي، ليكني ئې وكړې، دورځنيو ستونځواوننني ناورين عاملين ئې په خپل وياړلي قلم لوڅ او وغندل ، د خپل سرپه بيه شپه اوورځ دخپل مظلوم ولس دنجات لپاره ليكنې اوسرښندنې كوي دهمــدې وياړلواو قـــدرمنوليكـوالوشمېر داﷲ په فضل ډېردى خوزه به دمثال په ډول دښاغلي دوكتورم،ع،روستارتره كي،حبيب اﷲغمخور،محمد حسن حقيارنومونه وليكم چې له يوې خوا موږ ته دمنلواوستايلو وړدي اوله بلې خواددوى تازه مطالب په بينوا،دعـوت اونوروپاڼوكې همـدااوس اوس لوستلى شئ چې عنوانونه ئې دادي:

ــ دامن ددوهمې جرگې دبرياليتوب لپاره ځه بايد وشي!

ــ اخېرڅومره سپين سترگي اودڅه لپاره ؟

ــ له طالبانواوحزب اسلامي سره سوله يوه اړتياده

 گرانولوستونكو!

كه تاسې پورتني مطالب ولــولئ نوباوروكــړئ چې ټكي په ټكي زما له زړه څخه وراخيستل شـوي دي ځكه خوخپل نننى مطلب نه اوږدوم خودومره به وليكم چې د افغان دنسل كشي مخنيوى په كاردى هريـو مكلف ېو چې نړيواله ټولنه وپوهووترڅودادغلط ادرس يارانه نوره پرېږدي اوكه نه نوافغان ولــس به دخپل مشروع حق او ژونددبقا لپاره په سيمه كې ملگري ولټوي چې بيا به په خپل ژوند غربي  ځواكونه زمــوږ ســـيمې ته راپرې نه ښــودل شي ۳۰كاله څه چې ۳۰ ورځې به بياځان ټينــگ نه كړي مــوږلا ژونــدي ېوښه پوره اتلان لرواو زموږ افغانې مېندې اوس هم دخوشال خان ،شېرشاه سوري،احمدشاه بابا اوامــيرامــان اﷲ خان غونـدې زامن راوړلى شي خو ښه به دا وي چي زموږ دوركې خيال له سره لرې كړي ترڅو هم ددوى گټي خوندي وي اوهم افغان ولس په سوله كې ژوند وكړي .

 له خپلوهغوخوږووروڼوڅخه هم منندوى يم كوم چې په خپلو ورځپاڼو ، ويبپاڼو او نورو  رسينېوكې زموږ د ليكوالووروڼوليكنې په ډېره مينه په ټوله نړۍ كې خپروي .

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.