|
غربي ډله ايزې
رسنۍ؛ پټ او ښکاره هدفونه
د دې ليكنو
نورې كړۍ : د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (٤) الاهـــرام د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ٥) Reuter د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (٦) اسوشتېد پرسAP «هندو»
«هندو» (The Hindu) په هندکي د انګريزی ژبي دډېرو مهمو ورځپاڼو څخه شمېرل کيږي .دغه ورځپاڼه د ۱۲۵ کالو قدامت په درلودلو سره په هند کي د ټايمز آف انډيا او هندوستان ټايمز ورځپاڼو نه وروسته دريم مقام لري . «هندو» په کال۱۸۷۸ کي د سوبرامانيير لخوا تأسيس سوېده او د خپرېدو او توزیع لوی مرکز ي دفتر يې دهند په جنوب چينای ( مدراس) کي واقع دی . د «هندو» ورځپاڼه بيا را وروسته يعني په کال ۱۹۰۵ کي د كټسوري اينګر لخوا چي د د۱۸۹۵ را هيسي ددې ورځپاڼي حقوقي مشاور وو رانېول سوه . ، دهغه کورنۍ تردا اوسه پوري پر دغي ورځپاڼي باندي خپل مالکيت ساتلی دئ . د «هندو» د ورځپاڼي بنسټ ايښودونکو د خپلو خپرونو د پاره دوه عمده او بنيادي پرنسيپونه د خپلي لاري مشال ګرځولي وه، او هغه دا چي تل به د حق، عدالت او انصاف پلوي کوي . دغه ورځپاڼه دخپل تأسيس په لومړي پړاو کي داوه نيزي په توګه خپرېدله، خو په کال ۱۹۸۹ کې په ورځپاڼي واوښتله . ددغي ورځپاڼي ورځنی تيراژ نن سبا ديو ميليون نه زيات نسخو ته رسيږي چي د کاله څه باندير۸۰ مليونه ډالره خرڅلاو لري . د«هندو» ورځپاڼه د هند لومړنۍ ورځپاڼه وه چي په کال۱۹۹۵ کي يې په الکټرونيکه توګه خپلي خپروني پر ليکه کړې . نن د«هندو» ورځپاڼه په هند کي د هغو مشهورو او با اعتباره ورځپاڼو په کتارکي راځي چې خپروني يې د خلکو پر ذهنيتو باندي ډېر ژور تأثيرکوي ، دغه ورځپاڼه ددې هېواد ددريو لوړ شمېره لوستونکو په ډله کې حسابيږي . د«هندو» ورځپاڼه د انګرېزانو د استعماري حکومت په دوران کي د هند دخپلواکۍ د مناديانو د ورځپاڼي په نامه يادېدله، خو دغه دنده يې په سړه سينه اوددې نه پرته چي حساسیتونه را وپاروي په آرامي سره پرمخ بېوله .د«هندو» ورځپاڼي د هماغه لومړنيو شېبو نه پر هند باندي دانګرېزانو د ظالمانه حکومت په وړاندي مخالف درېځ غوره کړی وو، خو دغه دريځ يې هومره سخته دريزه نه وو چي ماجراجويي دي را وپاروي . اوس هم د هند خلک و «هندو» ته نه يوازي د يوې و تلي ورځپاڼي په سترګه ګوري بلکه «هندو» ، دهند دولسي ارمانو د انعکاس يوه هينداره ګڼي او خپروني يې د خلکو پر افکارو باندي ډېر ژور تأثير ښندي . دکال ۱۹۴۷ نه را وروسته کله چي هند خپله خپلواکي ترلاسه کړه، نو «هندو» په ټول هندکي د خپلو دفترو د پراخولو سره يوځای د هند په بهر کي هم خپل دفترونه و پرانيستل تر څو د هندوستان دکورنيو خبرو تر څنګ بهرنيو خبرونو ته هم د انعکاس زمينه برابره او هغه ته لاره هواره کړي . د «هندو» ورځپاڼي د خپل نشراتي دوران په بهير کې وکولای سو ه چي په تدريج سره د هيڅ يوې خوا سره خوا وونه نيسي او د طرف نيولو يا مخالفت نه پرته، داسي يوه شېوه خپله کړي چي نه یوازی د خپل مخاطب له نظره، بلکه د مطبوعاتو دکارپوهانو او ناظرانو له نظره هم «هندو» په هندوستان کي ترټولو یوه خپلواکه او آزاد خياله ورځپاڼه و ګڼل سي .خو دغي رويې د ۱۹۸۰ لسیزی په ورستيو کي بدلون وموند . د دې لسیزه په آخره کلوکي د «هندو» مالکيت د هغې دکورنۍ د ځوان نسل د غړو په لاس کي ولوېد . دغه د مالکيت انتقال ددې ورځپاڼي په سياسي دريځ کي هم يو بر آلا بدلون راووست . نوموړی واقعیت هومره څرګنده وو چي د worldpress.org غوندي نامتو انټرنيټي شبکو د «هندو» ورځپاڼه و کيڼ اړخي ته ديوې متمایلی ورځپاڼي په کتار کي و دروله . د «هندو» ورځپاڼه هم لکه زیاتره نوري هندي خپروني د موروثي مالکيت شکل لري . د کال ۱۹۶۵ نه بیا تر ۱۹۹۱ پوري ددې ورځپاڼي مشرتوب. جی.کسټوري درلود او د ۱۹۹۱ نه بيا تر ۲۰۰۳ پوري ، را.ان روي او د ۲۰۰۳ جون د ۲۷ می نه آر.ان رام پر غاړه ولوېد . د ۱۹۸۰ دلسیزی په ورستیو کي د «هندو» ورځپاڼي په فډرال دولت کي دهغه فساد په رسوا کولو کي محوري نقش و لوباوه چي د دولت په دننه کي یې رخنه کړېوه . دغي ورځپاڼي د ملي ګټو د اولويت نه ددفاع په روحيه په خپلو مستنده ګذارشونو کي په دولت کي په فساد ککړ لاسونه او مدرکونه په مفصله توګه خپروله . همدا وجه وه چي دهغه وخت حاکم ګوند په راتلونکي ټولټاکنو کي ماتي و خوړله . د کال ۲۰۰۵ په اکتوبر کي «هندو» لومړنۍ ورځپاڼه وه چي د ولکر په کميټه کي د پيدا سويو مدارکو په خپرولو لاس پوري کړ . دغه مدارک د هغه ادعاوو سره تړاو درلو چي و عراق ته يې د ملګرو ملتو د تيلو په بدله کي د غذا په برنامه کي د فساد او رشوت درز رسوا کړ . ددې رسوا يي نه وروسته وه چې په هند کي پراخ تحقيقات تر سره او د هند د هغه وخت د بهرنيو چارو وزیر نتوار سینګهه په دغه رسوايي کي د لاس درلودلو په خاطر تورن سو. د خبرو او ګزارشو په وړاندي کولو کي د «هندو» د ورځپاڼي دقت او ظرافت بې مثاله دئ . په دې ورځپاڼي کي د هر اړخيزه ګذارشونو خپرېدل د «هندو» په ورځپاڼه کي خاص ځای لري . هغوی دغه ګزارشونه د ټولو ثقه منابعو او اخځونو سره يک په يکه وړاندي کوي . د نړۍ والو او کورنيو موضوعاتو په را سپړلو او هواوارولو کي او همدارنګه د عناوينو په ټاکلو کي د «هندو» د خپروني ځانګړتیاوی د دې ورځپاڼي وړتيا ته لا نوره هم جاذبه ورکوي . د ګرافيکي فورم د لحاظه د «هندو» ورځپاڼه د هند د نورو ورځپاڼو په پرتله زياته سخت ګيره ده او د پخواني اصولو او قواعدو څخه پالنه کوي، په دې توګه ددې ورځپاڼي په لومړي مخ کي د اعلاناتو خپرول لا تر اوسه پوري د زياتو ضوابطو تابع ده . سره ددې چې د «هندو» ورځپاڼه د خپل ایالت په مرکز کې چاپيږي خو دغي ورځپاڼي ته هيڅکله د يوې داخلي او يا ولايتي ورځپاڼي په سترګه نه کتل کيږي، بلکه هر ځای هم د هند په پايتخت او هم دهغه نه بهر د یوې اصلي ورځپاڼي په توګه د زیاتي پاملرني او توجه وړ ده . په «هندو» ورځپاڼه کي و خبر ته ځانګړی اهميت ورکول کيږي . داسي هڅه کيږي چي د هندهيڅ يو کوچنۍ خو مهم خبر دي د قلمه ونه لويږي . نن په هند کي هر څوک چي د تيري ورځي په پيښو ځان خبروي نو په «هندو» ورځپاڼه کي پسې ګرځي او هلته يې پيدا کوي چي دا ددې ورځپاڼي لويه لاسته راوړنه ده . همدا وجه ده چي نن د «هندو» ورځپاڼه په هند کي دډېري درنې ورځپاڼي په حيث پېژندل سوېده . |
