|
هلال سمسور
helalsamsor@gmail.com
دويم مسعود!
د بوډۍ جلاد!
د بوډۍ جلاد ايله بيله نن خاورې پر سر شو.
هغه مهال دادالله د اي اس اي زړه خپل او
نازونه يې د ځان پر لوري جلب كړل، چې په
يوه او يا بل نامه يې بېوزله افغانان په
ډله ييزه توګه ووژل او يا يې په ټانګونو
باندې باسكيل سواره وهل.
پاكستاني بوډۍ چې كله د دادالله دا بې
رحمي وليده نو يې د خپل ناز پيمانه هم و
لويه كړه، دا اجازه يې هم وركړه، چې له
خپل امير څخه هم سرغړونه كولاى شې.
له كله نه چې په طالبانو ورځ سره شوه، شل
زره پاك زړي ځوانان د ۵۲ الوتكو او دوستمي
او نورو حيوان زړليو او بې رحمانو لاس ته
ورغلل، په هغو كې هم د دادالله پوره ونډه
وه، په هغه سودا كې يې هم پوره انعام
ترلاسه كړ. د هغو ځوانانو ډېره برخه پدې
ارمان كې د تورو خاورو مېلمانه شول، چې
كاشكې د ځانكندن يوه سلګۍ يې په آرامه
اخستې واى!!! خو بوډۍ مور ملا داد الله په
هغه ځاى كې هېر نكړ، بلكې تر كندهاره يې
چې په هر چل وو، خو ژوندى يې راورساوه!!
ملا دادالله د پاكستانۍ بوډۍ لخوا نور هم
وروزل شو او پدې پنځو كلو كې يې د بوډۍ په
غېږ كې ډېر چلونه او ولونه زده كړل. له
لوى امير څخه يې نوموړى ډېر ذكي او عاقل
وباله، كېداى شي دا يې هم څو ځله په غوږ
كې ورته ويلي وي، چې يار!! د ((اميرۍ)) حق
خو ستا وو، خو هغه مهال موږ ته نه
پېژندې!!
په هر ولايت كې يې دادو ته ځان ته
كومندانان وټاكل، دده دسترخوان يې هم ور
بېل كړ، لارښوونكي او ملګري يې هم ورزيات
كړل، نور په هر ځاى كې يې د پاك زړو
ځوانانو لپاره دامونه وركړل، بس را جلبول
يې او روزل يې، د حورو او غلمانو په پلمه
يې نوموړى ځوان او يو درجن نور مظلوم
افغانان هم له منځه پرې يوړل!!!
ملا دادو دېته تيموجين غوندې دا نه كتل،
چې دا څوك او څه دي، بس بايد له منځه لاړ
شي، ان چا چې په پاخه سړك هم پل اېښى وي،
بايد مړ شي، د ملا دادو ګروپ ته به چې
ورغلې او به دې ليدل: زياتره نه بلكې ټول
داسې سرپ آميان وو، چې په هېڅ خبر نه وو،
په قاموسونو كې يې يوازې يو څو ټكي وو:
امريكايي + خارجى+ پوليس + ملي اردو+
موسسه + هرڅوك = جنت (بلكل جنت+ حورې او
غلمان).
ملا داد الله ته لوى ملا صيب هم له قهره
خوټېده، خو له زړې بوډۍ سره نه كېږي، شل
چلونه يې زده دي او چې يو ځل يې څوك له
لومو كې را ښكلېل كړ، بيا نو نر دى، چې
ترې ووځي، بيا به همغه لار تعقيبوې اګر
سل په سل كې ته ورسره موافق هم نه وې!!
ملادادو!
نقشبندي كه هر څو غټ جاوسوس وو بيا هم له
اېټالوي څخه بد نه وو! هغه دې د كومې
محكمې او كوم قاضي په امر له ژونده محروم
كړ؟؟ كه افغان حكومت درته لاسپوځى
ښكارېده او افغان ته يې دومره ارزښت نه
وركاوه، تا خو به دغه ولس ته ښوولې وه، چې
(ماته له ايټالوي څخه افغان محترم دى،
ايتالوى مې كه د چا په بدل كې خوشي كړ، خو
افغانى مفت پرېږدم!!!)
دادو دا سره او شنه كافران چې دلته ګرځي،
كورونه نړوي، افغانان وژني دا هم ستا او
ستاسې د عقل كمال دى!! اوس چې يوازې پښتنې
سيمي تر اور لاندې دي دا هم ستا د
مهربانۍ بېلګه ده؟ دا چې د سهيلي سيمو با
غيرته افغانان د بمباريو ښكار كېږي، پدې
هم ښه پوهېږي؟
ملادادو!
دومره خو به دې سر خپل ګريون ته كاوه، چې
آيا دا دومره افغانان چې كړوم، مېرمنې
كونډې او ماشومان يتيمانان كوم، هغه څه
ارزي چې زه يې ورته راوړم؟!
دا دومره افغانان دې د څه لپاره وكړول؟ په
خپل وخت كې د خلكو ته كومه ښېرازي او
سوكالي ور په برخه كړه؟ ستا راتلونكي
پلانونه دومره ارزي، دومره بېوزله افغانان
د څو كلو راهيسې كړوې؟ بيا ستا پلان څه
وو، دغه بېوزله ملت ته تا څه وړاندې كول؟
ملت خو ستاسې له وژنو، قتلونو او ربړونو
پرته نور هېڅ نه پېژني!!!
نه پوهېږو، چې ته څه دې ملت وړاندې
كوې؟؟
ملا دادو دا واوره چې په پاك نامه شوم
اهداف نه شي ترلاسه كېداى، كه څوك غواړي،
چې له پاكو نومونو څخه په استفادې سره شوم
اهداف ترلاسه كړي، لومړۍ بېلګه به يې
مسعود او دويمه بېلګه به يې ته وې، هغه هم
د خارجيانو د ايستلو په نامه د بل چا
مزدوري كوله او تا هم د خارجيانو د ايستلو
په نامه د بوډۍ خدمت كاوه، خداى جل جلاله
دې هم ستا او هم له مسعود څخه د بې وزله
افغانانو انتقام واخلي آمين!!! |