|
موسکا ۱۳ سپټامبر ۲۰۰۷ درواغجن رشتياګويان! څه موده مخکې په اسټرليا کې دافغانانو د دوست ږغ محلي راډيو چې د ملبورن په ښار کې د وطنپاله افغانانو لخوا چليږي، دښاغلي ډاکټر محمد صادق فطرت ناشناس زموږ د هيواد تکړه ، منلی، ادبي، هنري او فرهنګي شخصيت سره، يوه مصاحبه کړېوه. دغه مصاحبه ماهم واورېده او ددغه پياوړي او په خپل مکتب کې د انساني ارمانو ديوه متعهده هنرمند دنظرياتو او فکري ټُکو سره آشنا سوم . دهغه په مصاحبه کې ډېر څه وه چې په اورېدلو ارزېدله . خو دهغه يوې او پخې خبري ته زما زياته پاملرنه واوښته او تأمل ته ئې هېښ کړم . ښاغلي ډاکټرصاحب فطرت (ناشناس) ددې مصاحبې په ترڅ کې وويل : چې په شرقي هيوادو کې سياست کول سم دم درواغ دي اوپر همدې اساس نوموړي د سياسي وابستګيو څخه ځان ليري ساتلی دئ . که رښتيا وويل سي او په واقعبينانه توګه حقايقو ته وکتل سي نو زموږ د وطن په دغه څلوېښت کلن لانجمن دوران کې چې موږ ئې د خپل سن وسال په اوږدو کې د پيښو عيني شاهدان يو دښا غلي ناشناس دغه خبره څومره پخه خبره او د واقعيت سره سمون خوري . تاسو وګوری ملا د مصلحت له رويه په اسلام کې درواغ روا بولي او د هغه پر ويلو فتوی ورکوي خوموږ وليدل چې دغه مصلحت بيا و څه فضيحت ته ځان را ايستلی دئ . داسي درواغ په خپله د اسلامي ګوندو د مشرانو تر مينځ په کعبه شريفه کې وويل سوه او د خپل مينځي سولي په خاطرئې په درواغو لوزنامې امضا کړلې . پخواني پاچا ظاهر شاه د خپلي پاچاهي په ټينګېدو کې د ولس غوښتني تر پښو لاندي کړې او د مصلحتي درواغو په ويلو سره ئې د ملت په سترګو خاوري اچولې . ځان ئې د خدای سايه بلله حال داچې نه دخدای سايه مطرح وه او نه هم خدای سايه لري ! پخواني باچا د ډاکټر نجيب الله په جدي غوښتنه په هغه وخت کې چې وطن سولي ته اړتيا درلودله او د اتيازرو کابلي ښاريانو ژوند ئې بچولای سو، هغه رد کړل او دغه نا سپاسه باچا په رشتيا هم هيڅ و نکړل، وطن ته را نغلی او د سولي و پروسې ته ئې هو نه کړه په درواغو ئې بانې جوړي کړې خو موږ او تاسو شاهد يو چې همدغه ظاهر شاه بيا د انګرېزانو سره هو کړه او د هغوی د لښکرو سره وطن ته راغلی په درواغو د ملت بابا شو او ګټه ئې هم انګرېزانو او بوش ځيني يو وړه ! د ګور پر غاړه ئې وملت ته درواغ وويل . کمونيسټانو هم د پردو په امر و خپل مرام ته درسېدو په خاطر او د خپلو حريفانو د ځپلو په خاطر د يوه سره و درواغو ته مخه کړه . هغه ئې بشري او انساني لاره ګڼل خو د انسانانو بېخ ئې هم ورباندي ايسته . خپل حريفان ئې په درواغو د صحنې نه ليري کول او بيابه يې وژل . همدغوشورويا ن هم راوستل ځان ئې په ساته خو کله چې خبره غړکه شوه نو بیا يې درواغ وويل چې موږ ندي راوستي . کشتمند په سپينه ورځ درواغ وويل چې راه ما پرچمي ها با خلقی ها جدا بود، خو کله چې روسانو صدراعظم کړ هغه وخت ئې بيا راه او با خلقی ها جدا نبود ، په همدې کې يې بيا هم دروغ ويل، . اوس هم درواغ وائې . خلق او پرچم د خپل ظهوره څخه بيا تر زواله پوري و خپلو پلويانو ته په خروارو درواغ و ويل او هر څه يې پر درواغو بنا وه . د يوه او بل پر ضد ئې د درواغو پر بنا کودتاګاني وکړې اوتاريخي بدنامۍ ئې پرېښودلې . د هيواد درواغجن مشران د يوه سره په ډيپلو ماټيکه ژبه و يوه اوبل ته په سپينه ورځ درواغ وايي او په دې بهير کې د ځان سلطه ساتي . بوش د لويه سره د ټروريزم سره دمبارزې جريان په شرق کې پر درواغو را شروع کړ وطنونه يې د خاوروخاکه کړه او ان ځان يې په درواغو پيغمبر وګاڼه. مجاهدينو په درواغو داسلام په نامه د جهاد چيغي وهلې خو د هغوی د جهاد تر شا آی ايس آی، سي آی اې او ایران ولاړوو . دهغوی څخه ئې ډالرونه اخيستل او خپل وطن ئې په و راناوه . په افغانستان کې دا اوسنۍ د ډيموکراسۍ بهير په درواغو را روان دئ . کرزي خپل بر الا دښمنان او مخالفين د مجبوريت نه په درواغو په خپل غېږ کې نيولي دي، خو چې وخت ئې را ورسېد نود ملت ږغ به ضرور اوري . په مقابل کې بيا د هغه بې سواده او بې مسلکه جنګسالاره مخالفين هم لکه پرونۍ خورد ضابط ننۍ جنرال دوستم، پرونۍ د خاد موټروان ننۍ مارشال فهيم، پرونۍعبدالله ننۍ عبدالله عبدالله، پرونۍ جنګ سالاره قانوني ننی د ملي شورا د نظار د شورا رئيس، پرونۍ هغه چې چا نه پېژانده د مسعود بې سواده ورور ننۍ د جمهوری رياست لومړۍ ماوين او همدارنګه د الهیاتو پروفيسور رباني او د خميني محقق او خليلي سره يوځای په درواغو اوشيطنت سره د کرزي سره سر ښوروي او دېته ګوري چې څه وخت به خپله بدماشي او ډاکو ګري را شروع کوي . کوم اتيا ګوندونه چې اوس په افغانستان کې جوړ دي نو ته او خدای تاسو غير له افغانستان غوندي بل داسي هيواد ليدلی دئ چې په داسي ويجاړ حالت کې دي د ستونزو حل د حزبو په جوړلو کې وويني ؟! دغه ګوندونه زيات ئې و ملت ته غله دي درواغ وايې او يو دبل سره هم په درواغو چلند کوي د خارجيانو څخه ډالر ي شکوي او هغه په هم درواغو . ملي متحده جبهه چې بر الا دکفارو او مسلمانانو تر مينځ جوړه شوې يوه جبهه ده، ددې بنياد سم دم پر درواغو ولاړ دئ . يو اوبل ته درواغ وائې چې لاس ئې برسي نو د يوه اوبل وينه چښي . لوی ږيري جهادي مشران په سپينه ورځ چې پرون ئې يو اوبل وژل او وطن يې په کنډواله واړوه نو نن په درواغو يو اوبل په غېږکې نيسي خو چې لاس يې برسو نو دامحاء لپاره ئې هر څه چې ئې په وسه شوه هغه به ضرور کاروي . زموږ ګاونډيان په درواغو د سولي اوثبات خبري کوي خو په عمل کې يې ديني مدرسې په پوځي او جاسوسي شبکو اړوي او زموږ د هيواد د بربادۍ لپاره د اسلام او اخوت په نامه دسيسې راته جوړوي . ددوی د دوستي نارې ټوله پر درواغو او شيطانت باندي بنا دی . جنايت کاران اوغله چې اوس مارشالان او جنرالان دي د يوه سره درواغ وايې او پر خپلو جناياتو اسلامي يا انساني پرده غوړوي . تجار چې سياست هم کوي درواغ وائې، دوکاندار و خپلو مشتريانو ته درواغ وايي اصلاً که ددرواغو اصل نه وي نو تجارت او دوکانداري ئې نه چليږي . ملا د منبر پر سر به ډير څه وايې خو عمل يې دهغه خلاف دی د خپلو کړو د پټولو لپاره سم دم درواغ وائې .
اسلامي نړۍ په درواغو يو دبل سره داسلام چيغي وهي خو په عمل کې هغه څه کوي چې د يوه سره د اسلام د بنيادي اصولو پر خلاف دي . په شرق کې د خدای هغه بنده ګان چې د سياست يا د مذهب سرغنه وي نو د خپل ژوند بقا او عزت په درواغو کې لټوي . ياني دهغه چا نه ئې چې کرکه راځي نوپه درواغو ورته دوست وائې او هغوی ته دا شاني درواغ د قدرت دساتلو اوپرانساني حرص باندي د پردې را کښلو لپاره يوه آزمويل سوې نسخه ده . او خدايه په دې وطن کې ستا بنده ګان چې که لوی ږيري مسلمانان دي او که نيکټاني داره سياست بازان ، که کمونيسټه پرچميان دي او که د لارو غله او که جنګسالاران دي ، و دې ولس ته ديوه سره پاک صاف درواغ وائې .!! مګر ته ای زما لويه خدايه پر دې ټولوباندي شاهد نه ياستی! ناشناس رشتيا نه وائې ! همداسي نده !! |