|

ګل آغا احمدي وردك
دومره ناشکري د څه لپاره؟
د داسې یوه هیواد بیا رغول څه
آسانه خبره نه ده چې د کورنیو او بهرنیو غلیمانو
له لاسه نږدې درې لسیزې د درندو ورانیو او
جنجالونو سره مخ دی. زموږ هیواد افغانستان چې د
۱۳۵۷ د غوایي د کودتا څخه د مخه یې هم چندان آبادي
نه درلوده او د ژوند د ډیرو نا څیزو سهولتونو
خاوند وو خو تیرو جګړو، بدبختیو او ورانیو په داسې
یوه حالت بدل کړ چې اوس یې هم ځینې نمونې خپل
لیدونکي ته د خپلو هغو ټپونو له لاسه په لمدو
اوښکو فریاد کوي چې په بدن باندې د وحشت د ډزو له
لاسه خوړلي دي. که په تیر پسې هر څومره اوښکې تویې
کړو پرته له یوه داسې عبرت څخه بل څه په لاس نه
راځي چې موږ ټول په ګډه له تیرو ناوړه پیښو څخه
درس واخلو او د بیا رغولو د هغه مخکښ کاروان سره
یو ځای شو چې اوس اوس یې زموږ د هیواد په انګړ کې
لومړی ګام ایښی او د خپل پرمختګ په لومړیو شیبو کې
قرار لري. خو د دې ټولو سره باید وویل شي چې بیا
رغونه او د هیواد د زیربناوو جوړول آسانه او ساده
خبره نه ده بلکي د هیواد د اقتصادي او ټولنیز حالت
په نظر کې نیولو سره داسې ښکاري چې زموږ د هیواد
رغونه لسګونو او حتی د سلګونو کلونو خبره ده نه د
لنډمهال. نو ښه به دا وي چې موږ ورته لنډمهالي او
اوږدمهالي پلانونه ولرو او د هغه په رڼا کې پرمخ
ولاړ شو.
له بلې خوا باید وویل شي چې په تیرو دیرشو کلونو
کې د ټولې نړۍ په سطح د آبادۍ، اعمار او رغولو
حیرانوونکی انقلاب په څپو شوی چې زیاتره لیدونکي
یې په لیدو سره د حیرت دنیا ته درومي چې یا الله
انسانانو ته دې څومره ښکلی استعداد او ځواک ورکړی
دی چې د خپل استعداد په کارولو او زیار سره کوم
کوم کارونه تر سره کولای شي. دا کوم ناشونی کار نه
دی چې ګواکي زموږ هیواد افغانستان دې هم د هغه په
څیر نه شي بلکي د لوی خدای (ج) په مرسته او د خپلو
خلکو د یووالي، زړه سواندو هڅو او ګډ کار په نتیجه
کې به په هغه کاروان ورګډ شي چې د نړۍ د هیوادونو
په چاپیریال کې د خپلې ښکلا مزلونه وهي.
بل دا چې د یوه هیواد په بیا رغونه کې د ښوونې
روزنې، قانون راوستلو، اقتصادي او ټولنیزو بنسټونو
د رغولو تر څنګ د غوره، فعالو، لایقو، زړه سواندو
او ابتکاري شخصیتونو موجودیت هم ډیر ستر رول لري
بلکي همدغه راز شخصیتونه دي چې یاد شوي بنسټونه د
بیا رغولو، آبادۍ، ښیرازۍ، اعمار او سمسورتیا تر
پوښښ لاندې راولي او د خپلو وګړو د ژوند کاروان د
پرمختګ، آرامۍ، خوښۍ او نیکمرغۍ د افق په لوري
بیايي او د خپلو اتباعو د سعادت سبب ګرزي.
په خواشینۍ سره باید ووایو چې کله کله د انسانانو
ځینې ځانګړې حلقې د خپلو شومو اغراضو د پلي کولو
په موخه د خپلو خواخوږو مشرانو او چارواکو په
بیځایه متهم کولو پسې مټې را و نغاړي، په یوه او
بل نوم یې متهم کړي او غواړي هغه خلک د خپلو
زهرجنو تبلیغاتو تر اغیزې لاندې راولي چې اصلي
حقیقت ترې پټ ساتل شوی دی. خو باید وویل شي تخریبي
حلقاتو ته یوازې د خپل ځان له رسوایۍ، خپل ځان،
کور، هیواد، وګړو او سیمې ته له زیان رسولو پرته
نور هیڅ شی هم په لاس نه ورځي او د دنیوي او اخروي
رسوایۍ سره مخ کیږي.
یوه خبره باید جوته او ښکاره وي هغه دا چې
چارواکي نه شي کولای چې د خپل حاکمیت لاندې د سیمې
د وګړو کورونو ته ډوډۍ، د کور سامان، اوبه، ښوونه
او روزنه په شخصي او فزیکي توګه ور ورسوي خو د
یادشوو او داسې نورو آسانتیاوو د برابرولو په لاره
کې د خپلو هیوادوالو سره مرسته کوي او هغوی ته هغه
لاره ښيي چې د نیکمرغۍ د وړانګو رنګین څرک ترې تاو
وي. زړه سواندي چارواکي خپلو وګړو ته د غوره ژوند
کولو امکانات برابروي، کار ورته پیدا کوي او د
هیواد د بنسټیزې او هراړخیزې بیا رغونې ته یې چمتو
کوي.
نو په همدې اساس ویلی شو چې هغه څوک په رښتیا هم
د خلکو مشر، چارواکی او رهبر کیدای شي چې د اړوندې
سیمې، هیواد، ولایت یا ولسوالۍ د خلکو ریښتنی خدمت
کوي، د ژوند د بنسټیزو زیربناوو د رغولو لپاره یې
هر اړخیزې هڅې په لاره اچوي او د اړوندې سیمې د
فزیکي او معنوي آبادۍ په لاره کې پاخه ګامونه ږدي.
هغه څوک د خلکو حقیقي مشر او چارواکی کیدای شي چې
د هیواد په اوسنیو شرایطو کې یې په خپله اړونده
سیمه کې یې د بیا رغولو د انقلاب راوستلو ته ملا
تړلې وي، د همداسې یوه انقلاب د پلي کولو لپاره
پاخه اساسي او متین ګامونه ږدي او د خپل کار بهیر
یې د فزیکي او معنوي رغونې په وړانګو روښانه کړی
وي.
هغه څوک د خلکو ریښتنی مشر کیدای شي چې د ښوونې
او روزنې د بنسټونو د رغولو او ددې مسیر د پیاوړي
کولو لپاره له هرې ممکنې او روا وسیلې څخه کار
اخلي، د پوهنې خونې ودانوي او د رڼا نازولې پلوشې
د خپلو خلکو د کورونو له پاسه میلمنې کوي.
هغه څوک پیاوړی مشر دی چې د خپلې سیمې د کلتور او
فرهنګ د بڼ د ګلونو په غوړولو کې رغنده او ریښتنې
هڅې کوي او داسې یو زرغون شال د خپلې سیمې د کلتور
د بڼ په وربل غوړوي چې د هر ګل څخه یې د سلګونو
موسکاوو، خنداوو او سعادت عطرینې وږمې د بیا آبادۍ
په هر اړخیزه فضا کې نڅا کوي.
هغه څوک خلک د خپل خواخوږي مشر په توګه مني او د
حاکمیت د دوام لپاره یې دعاوې کوي چې په ملي خیانت
مبتلا نه وي بلکي د خپلې ادارې، چارواکو او خپلو
خلکو د هر اړخیزې روغتیا په لاره کې ګټورې چارې سر
ته رسوي، د کرنیزو بنسټونو د رغولو لپاره شپه او
ورځ خواري کوي، په سیمه کې د اوبو د بندونو
بندوبست کوي او دخپلو خلکو د روښانه راتلونکي
لپاره یې زړه سواندي پلانونه تر غور لاندې نیولي
او د ټولنیزو چارو د رغولو لپاره هر اړخیزې هڅې
کوي.
سره له دې چې د هر کار د سر ته رسولو په جریان کې
له ځینو نیمګړتیاوو څخه انکار نه شي کیدای خو د
وردګو او میدان د ولایت اوسیدونکي دې د خپل ولایت
اوسنی قیادت ښاغلی عبدالجبار نعیمي او د هغه کاري
ډله د هیواد د اقتصادي او هر اړخیزو شرایطو په نظر
کې نیولو سره د وړاندې شویو وړاندیزونو په هندارې
کې و ګوري او د نورو ولایتونو له چارواکو سره یې
دې پرتله کړي بیا به نو د هغه مغرضو حلقاتو او
اشخاصو ناروا اعاوو ته د رد ځواب په ښکاره توګه
وویل شي چې له ورانۍ پرته بله دنده نه لري .
همدارنګه معلوم به شی چې دومره ناشکري د څه لپاره؟
|