ليكنـــــــــــــــــــې

 

احمدشاه  

داځل يې په غرزي خواخوږي پسې راوخيسته

عجيبه ده،په دې اوسني نظام كې چې  څوك لږداسې پيداشي،چې دشمالي مافيائې ډلې ورنه ډاراحساس كړي اوپوه شي چې رازونه به يې ور،افشاكړي،نوبه ناوړه تبليغات ورپسې كوي اوپه ډول ډول تورونويې تورنوي  اوهان په مرګ يې هم صرفه نه كوي!
په افغانستان كې دپښتنولپاره دوهلواوسياسي ډګركې دبدنامولوډېره ښه وسيله د(  اى،ايس،اى)،حكمتيار اوطالب نومونه دي. ډېره عجبه داده،چې دغه نومونه يواځې پرپښتنولګېږي اودانورتوكمونه ورنه داسې مبرادي،لكه ملايكې چې له ګنانه مبراوي! درنولوستونكيوبه هم يوكس ناپښتون نه وي ليدلاى چې دغه ټاپې پرې لګېدلې وي!حال داچې خپله مسعود،رباني اونوروپه كلونوله (اى،ايس،اى) سره اړيكي لرل اوپيسې يې ترې اخيستي دي!.
 داخبره ريښتياده،چې پښتون مظلوم دى،همېش پرې خلكوتعرَض كړى اوكوي يې!اوپښتانه كمبختان، كه ډېر څه وكړي،يواځې له خپل ځان نه بۀ دفاع وكړي اوبس!اوس به راشم،هغه نوي بريد ته چې دديوه كتاب دليكلوپه ترڅ كې  پرښاغلي غرزي خواخوږي باندې د  رازق مامون لخواشويدى،چې په غالب ګومان شاته يې دشمالي ټلوالې،متحدې جبهې اومافياګرانولاس دى.په كتاب كې كوښښ شوى، چې ښاغلى غرزى خواخوږى دډآكټرصيب نجيب قاتل وښودل شي.اوپه (اى.آيس.اى) سره يې هم تورن كړي.
په دې كتاب كې ځينې اسنادهم چاپ شويدي.واقعاكتاب په ډېره ښه توګه ليكل شوى خوكه اسنادوته يې سړى وګوري،نوورته مالوميږي چې جعلي دي.زه يې په دې ليكنه كې يواځې پراسنادوباندې غږېدل غواړم:
اول:دكتاب پر(
۱۲۵) مخ باندې يوسندچاپ شوى، چې پرهغې باندې داسې انګرېزي متن ليكل شويدى:
((
Ser No :075
 
I would like to introduce Mr.Garzia"khowakhozhai" who is the residence of Islam Abad.
He is working with I.S.I, for his security he is carrying one Klash with No71491 and pistol with No.TT-3102.
Sincerely yours))
دغه مکتوب لاندې د  
Mijer Tahir   ، نوم ، لاسليک او ټاپه وهل شوې ده .))
يادونه: عجيبه خبره ده،يوپاكستانى،چې په پوځ كې داخلېږي،هغه بايدكم نه كم ميټرېكولېټ، يازموږ په اصطلاح دولسم پاس خووي،كه نه مېټرېكولېټ خو په پوځ كې هم په ګرانه نيسي!
 په هرصورت(اي.ايس.اي)خودپاكستان يوه داسې څانګه ده،چې ټول چارواكي يې وطن ته زښت وفاداره دي اوبل ټول يې ښه تعليم يافته دي.اوبياد(اي.ايس.اى) يوچارواكى چې دهمدې ليكنوراليكنولپاره استخداميږي،هغه خودومره غلطۍ په هيڅ صورت نه كوي لكه په دې مكتوب كې چې شويدي.[
Gharzaiپه Garzai، خواخوږى په هرصورت، residentپه residence، major په mijerباندې ليكل بيخي غلط دي.اوبې له يوه بېسواده پارسيوان نه دبل هيچاليكل نشي كېداى!

دوهم: پدې كتاب كې يولړ،استعلامونه، هم چاپ شويدي، چې ويل كيږي، ښآغلي غرزي پرهغه مهال ځواب كړي،چې نوموړى دطالبانولخواديوې كودتاپه تورنيول شوى و.دغواستعلامونوته چې سړى ګوري،داسې ليكل شوي، لكه يوه پارسي ژبي چې ليكلي وي، كله يې لهجه دكندهارخواته ځي اوكله بيالهجه ننګرهارته بيائي! په هرلحاظ په دغواستعلامونوكې،املايي غلطيانې ډېرې زياتي دي اوفكرنه كوم،چې دغسې يوكس،چې ليكوال هم وي، دې دومره املايې، غلطيانې ولري!!
درېيم: په استعلامونوكې چې كوم اعترافات شوي، فكركوم،چې يوماشوم به هم دغسې اعترافات په اسانه ونكړي،بيابه نودومره غټ سياستمداراوجنرال،چې كلونه يې سياسي مبارزه كړې وي،څنګه دغسې اعترافاتوته زړه ښۀ كړي؟لكه دډاكټرصيب نجيب وژنه اودنوروكسانونومونه يادول اوغټ، غټ رازونه افشاكول!!!
څلورمه:پريوسلوشلم مخ باندې داووه ويشتم سوال((تاسودكوموانډيوالانوقصدواخست دهغوى نومونه وليكى؟) په ځواب كې ليكل شوي((مونږ اولادټول افغان شهيدپرورملت قصدواخيست،بيامودهغه انډيوالانوچه( د
۱۳۸۶دحوت ۱۶)قيام دشهيدانوپه ضد كمونستى قيام كۍ ئي ونډه درلودل. اوبل خاصه داصف شورشهيدقصدموځنى واخيست)    
يادونه: په دې ځواب كې يوه نېټه ترسترګوكيږي چې، نېټه داوسني كال ده اومياشت يې لاتراوسه رارسېدلې هم نده. له دې نه ښكاري چې اسنادسږكال جوړشوي،دليكوونكي په ذهن كې دكودتادنېټې پرځاى دسږكال نېټه ليكل شوې، چې ځينې مهال دتېركال پرځاى موجوده كال ليكل كيږي. 
په هرحال دغه اسنادكه په ځيرسره وكتل شي،نوله ورايه ښكاري،چې جعلي دي.اوبل په كتاب كې يواځې پرغرزي خواخوږي باندې ټينګاركېدل هم سړي ته شك پيداكوي،چې ضرورله كاسې لاندې كاسه ګۍ شته ده.حال داچې پردغه مهال  په كابل كې له دۀ نه لوړپوړي طالبان موجودول،چې له دۀ نه به يې صلاحيت هم ډېرو.
داسې ښكاري چې داكتاب هم دتېروتوطيواودسيسوپه دوام ليكل شوى اوداځل پكې دښاغلي غرزي نوبت راورسېد. اوكه ددغوخلكومخه ونه نيول شي، نوخدايزده په راتلونكي كې به څوك په نخښۀ كوي اوبياپركوم پښتانه د(اى.ايس.اى) ټاپه لګوي؟؟

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.