ليكنـــــــــــــــــــې

 

کانديداکادميسين ظاهرافق
د٢٠٠٧ کال دسپتمبر شلمه

په تاسف چې دملت بابا هغه وخت وفات شوچې ملت يې
 دامريکايي ــ ناټويي تجاوزګرانوترتجاوزلاندې و اولا هم د
ى

هره ټولنه که وړه وي يا ستره، پرمختللې وي اوکه وروسته پاته ، خپل ځانته دټاکلوشرايطوسره سم ليکوالان ، هنرمندان ، پوهان ، سياستپوهان اومشران لري چې دخپلې ټولنې اوږدوالی اوبروالی يې په اندازه کيدای شي ٠نوموړی اصل په ګران افغانستان کې دخپلوټولوتاريخې ، اقتصادی ، ټولنيزاوسياسی بعدونوپه دننه کې پوره دتطبيق وړدۍ ، معنا داچې موږبه هغه ډول پوهان اوسياستمداران لرواوبايدويې لروچې زموږدټاکليوحالتونومحصول اوهم انعکاس ورکونکی وي ٠ګران هيوادچې له پخوا څخه راوروسته ديوې ډيرې اساسی اومهمې ستراتيژيکې سيمې په څيرترفشارلاندې و، نويې دژونداستقراراوآرامۍ بيايې دژوندادامې هم زورغوښت اوزورغواړي ٠ داخبره ډيره عمده اواساسی ده چې افغانستان ددوولويوقدرتونو په منځ کې ، واقعا ديوې فانې په شکل داسې راغلی وچې بايد ټکر سره ونکړي ٠ که څه هم انګريزې استعمارګرانوله پخوا څخه لادې افغانی قهرمانې خاورې اوطبيعې ثروتونو اودمرکزی آسيا دثروتونواوسيمې دتسخيرولو په موخه سترګې برګې کړې وې، چې بايد پرراواوړي٠ موږوليدل چې پردغې له وياړه ډکې خاورې ددووسترواومتضادونړيوالوسيستمونو پټ اوښکاره کشمکش موجودو، خوتر (( سوله ئيزګډ ژوند )) بين المللی پرنسيب لاندې زموږهيواددبيطرفۍ ترشعارلاندې دخدای بخښلې محمدظاهر پخوانی پاچا په دوران کې وکولای شوای چې هيوادنه يوازې نسبی آرام اودداخلې سيمه ئيزواوژبنيواختلافاتواوشخړوڅخه ليرې وساتي بلکه دنړيوالومتضادونظامونو څخه په استفاده يې يولړلويې لارې ، فرهنګی مرکزونه اولازمې اقتصادی مرستې لا هم پوره ترلاسه کړې ٠ دمثال په توګه ، دسالنګ لويه لاره که دشورويانو په مرسته نه وای اعمارسوې اودهيواددشمالی پراخوسيمواقتصادی ، اجتماعی اوفرهنګې روابط دهيواددجنوب اونوروسيموسره نه وای پراخ شوی نوبه دهماغه پخوانيولارواوسايلوپواسطه دميږې په ګامونوروان وای ٠ په همدې توګه ، که چيرې دهلمنددادنړی د دوهم اوږده سيندپرسر د((کجکې )) دبندپه شان ستربنداوبيا د((بغرا )) په نامه ستره وياله چې دامريکايانوپه مرسته جوړه شوه ، نه وای جوړه شوې ، نوبيله شکه چې زموږدداخلې کلنګانو، بيلچواونورولومړنيووسايلوپواسطه به ښايي دډيروځانې تلفاتوسره سره په ډيروکلونولا هم نه وای جوړشوي اوحتی ناممکنه به وای٠ مانا داچې دجهانی لويوقدرتونودټول اړخيز(( رقابت )) په دوران کې زموږبيطرفۍ دمعقولې پاليسۍ په دوام هيواددنړيوالوجګړوڅخه ليرې وساتل شواوهمداسې دتيروڅلويښتو کلونو په موده کې ، داوسنيووختونو په تناسب ، آرام ساتلی اودپرمختګ ګامونه يې هم پورته کړې دي ٠ البته ، لوړټول واقعيتونه ددې معنا نلري چې ګواکې ټولنه پخپلوټولو سيمواوجهتونوکې په هرڅه پوره اوناوړتوبونه يې نه درلودل ٠ بلکه ، برعکس بايداعتراف وکړوچې لوږې ، بيکارۍ ، بيسوادۍ ، بيعدالتۍ اوظلمونونه يوازې په مرکزونوکې تسلط درلودبلکه داطرافوفيوډالې اووروسته پاته قدرتونوبه هم دخپلوګټو په خاطردخواريکښواوبزګرانوڅخه نهايی استفاده کوله٠ حتی په ځينوسيموکې به بزګران دمځکودخرڅيدوسره سم خرڅيدل، چې همدغه وروسته پاته عمل دبرده ګۍ دنظام دپراتيکه سره ورته والی هم لري ٠ دپورتنيو مثبتو اومنفې جهتونو دموجوديت اوزموږدوطنپالوولسونو دزحمتونو په نتيجه کې با لاخره په ټولنه کې بيل بيل سياسی ګوندونه اوجنبشونه په مختلفوشکلونو اووختونوکې داسې راپورته شول چې ديوې خوا يې دټولنې ډول ډول اړتياوې منعکسې کړي ، خوپردې بلې خوا يې دپراخو پرګنوسياسی اوطبقاتې شعور هم را څرګند کړ٠ دټولنې دپرمختګ اونړيوال ټول اړخيزانکشاف چې يومهم علت يې دنړيوالومتضادو قدرتونو ترمنځ نه پخلاکيدونکې مبارزه وه ، نه يوازې زموږپردولتونواوحکومتونو څرګندتاثير وکړبلکه په نړۍ کې يې آزادی غوښتونکی ملی اودموکراتيک غورځنګونه خصوصا تردوهمې نړيوالې جګړې راوروسته دجهان پرمختلفوسيموکې راژوندی اودنړيوال امپريالزم په مقابل کې يې برياليتوبونوته ورسول٠ کله چې زموږپرسلطنتې مؤسسې دآزادۍ اودموکراسۍ په خاطرداخلې څرګندواوناڅرګندوقدرتونواوهم خارجې مؤسسواويولړدولتونو فشارواچاوه څوچې محمدهاشم خان صدراعظم په کال ١٩٤٦ دناروغۍ په پلمه دحکومته څخه ګوښه کړل شو اودده استبدادی اوه لس کلنۍ دورې ته دپای ټکۍ کيښودل شو، شاه محمودخان دپاچا يوبل اکا دقدرت اوصدارت پرچوکۍ تکيه ووهله اوددموکراسۍ اعلان يې وکړ، ځکه چې ( ( دلندوخټولږاوبه بهانه  شي ) ) نودټولنې منورينو،روشنفکرانواوولسې پرګنو ددموکراسۍ تررڼا لاندې خپل سياسی فعاليتونه ډيرژرپيل اوپه ډيره لږموده کې يې بيل بيل ګوندونه اوګروپونه جوړاوپه پارلمانی مبارزه کې يې داسې ستر برياليتوبونه ترلاسه کړل ، چې دهمدغه وخت دکورنيوچارووزارت نه يوازې مداخله وکړه بلکه دټولنې سياسی فضا هم داسې خرابيواوويرانيوته ورسيدله چې بالاخره ددموکراسۍ کمپله ټوله اوصدراعظم شاه محمودخان بيا هم دناروغۍ په پلمه استعفا وړاندې اوسردارمحمدداوددصدراعظم په توګه کابينه اعلان کړه ٠ البته ، دنوموړی دموکراتيکې دورې دسياسی جنبش مشهور ګوندونه د(( ويښ ځلميانو ، ډاکترعبدالرحمن محمودی  د( ندای خلق ) ګوندونه ووچې پارلمان ته يې مشران عبدالحی حبيبی ، ډاکتر محمودی د( ندای خلق ) اوميرغلام محمدغبار د( وطن ) دګوند ونوووچې په ډيروياړ اوشهامت سره يې خپلې چوکۍ داسې اشغال کړې چې خوراژردپارلمان ترړنګيدووروسته نه يوازې زندانو نه په ډک شول بلکه ټول سياسی غورځنګ يې هم سره وپاشل شو٠ سردارمحمدداود که ديوې خوا ددموکراسۍ ناآراميو ته لاره  ورنکړه ، خوپردې بله خواپه نړيوالوډول ډول دروازوورننوت ، نه يې يوازې دتنويراوروښنايۍ کړکۍ پرهيواد را خلاصې کړې بلکه دجهانې دښمنونظامونو د(( سيالۍ )) په نتيجه کې يې عملا ، دهيواد داعمارپه ګټه درانه ګامونه هم پورته کړل ٠ دسردارمحمدداوددخودخواهانه اويکه تازۍ دفعاليتونوسره سره ددووپنځه کلونو اقتصادی پلانونو په دوران کې يې په زړه پورې انکشافات منځته راوړل اودټولنې څيرې څه نا څه تغييروموند، نونه يوازې سلطنتې مؤسسه اويولړخارجې دښمن هيوادونه سره متوجه اوددموکراسۍ نغاره بيا پرړنګيدوشوه بلکه دټولنې وروسته پاته ګروپونو اوفيوډالی عناصروچې له نسبې (( تنويره ) ) څخه يې هم کرکه کيدله په ټول قوت اومختلفوشکلونوسره د(( داودخانی اقتصادی اوسياسی پاليسۍ )) سره مخالفتونه پيل کړل څوچې په کال ١٩٦٣ کې داودخان دشاهې فرمان په صدورسره دصدارت دڅوکۍ څخه ليرې کړل شواوډاکتر محمديوسف دصدراعظم په حيث وتاکل شو٠

نوی اساسی قانون ، دګوندونو ، مظاهرو اواعتصابونو دتامين په خاطر داسې منځ ته راووت چې په شعورې اومستقيمه توګه يې د (( روښانه تربور )) پرضد دسياسی اوګوندې فعاليتونو لاره بنده کړه ٠ دسلطنت ځينوارتجاعی اشخاصو اوځينووروسته پاته سياسی مربوطوګروپونو دسلطنتی مؤسسې داخلې دښمنۍ يوې داسې نه پخلاکيدونکې مرحلې ته راورسوله څو چې داودخان دخپلې سپينې کودتا په نتيجه کې نوموړې مؤسسه دتل لپاره له منخه يوړله٠ رښتيا هم (( يوه کلا چې په دننه کې تسخيرنشي ، له دباندې څخه يې تسخيرول ډير زورغواړي ، حتی کله نا کله ، نا ممکنه شي )) دلته ، ددې خبرې يادهم په کاردۍ ، ډير وختونه يوامپراطور،يوګوند اوحتی يولوی دولت دخپلووړو دښمنيو اويا ذهنيګريو پراساس داسې غلطۍ کوې چې نه يوازې ځانته اوراچوي بلکه سيمې اويا احتمالا نړۍ ته سکروتې ورغورځوي٠ دا هم ځکه چې نتيجې ته يې يا فکر نه وي کړی اويا يې هم په سپکه سترګه ورته کتلې وي٠ ددې ډول غلطيو اوناوړتوبونو مثالونه نه يوازې په ورځنيونړيوالوپيښو کې ښکاره وينوبلکه دتاريخ پاڼې هم په ډکې دي ٠ اوس وينو چې په نړيواله سطحه کې دجورج بوش وحشتونه چې خاصتا ، يې پرعراق اوافغانستان روابللی دي داستعماری ظالمانه اوغيرانسانی واکدارانو دمغزونومحصول دي٠ بوش فکروکړچې دصدام حسين ، چې تاريخې پټې اوښکاره يې يووخت ورسره شريکې وې ، دله منخه وړلواوعراقی ثروتونو په تصاحب سره به په سيمه کې نورپرمخ ولاړسي اوپه لنډ وخت کې به د(( شرارت مرکزونه )) د(( مصلحت په مرکزونو )) واړوي اوددې سيمې سرداری به پخپل تصرف کې وساتي ٠ خوبرعکس ، ذهنيګری يې داسې مرحلې ته راورسيدله چې نه يوازې ( ناتويي ) تجاوزګردولتونه هم ورسره وشرميدل کوم چې دناټويی غيرانسانی اعمالو ته لبيک ووايه اووايي يې ٠ په هرصورت ، دتيرولسګونو کلونو اقتصادی اوسياسی ښوانکشافونوپه نتيجه کې مختلف افکار، عقايد اونظريات ټولنې ته نفوذوکړاودنوې سياسی آزادۍ ګانواواعمالولپاره نوی فعاليتونه پيل شول ، دمظاهرو، اعتصابونو تمايلات دنوی اساسی قانون ترسيورې لاندې منځته رغلل ٠ پدې لړکې يوګوند دافغانستان دخلق دموکراتيک ګوند مخکې ولاړاوپه ١٩٦٤ کال کې يې خپله لومړنۍ کنګره تدوير اود(( افغانستان دخلق دموکراتيک جمعيت )) يې اعلان کړچې ټول تشکيلاتی اصول يې هم ديوه ژوندی اوپرمختللی ګوندو٠ همدغه ګوندچې ډيرژر يې ترتاسيس وروسته انکشاف وکړاوتقريبا افغانستان شموله شو، خوپه تاسف چې دغيراصولی اورهبرۍ ګانودغلطيواوخودخواهيوپه ژوراوزهرناکه ډنډ کې يې سقوط وکړ اودخارجې طبقاتی اوسياسی دښمنانوله خوا يې هم داشغال لپاره ټول اړخيزشرايط آماده کړل شول ٠په کال ١٩٦٤ دعقرب په دريمه يوسياسی جنبش دخپلودموکراتيکوغوښتنوپه خاطردکابل پوهنتون څخه دڅلورمې کارتې اوپارلمان په خوارووت ، خوويل کيږي چې وروسته يې دډاکتريوسف ، دوخت دصدراعظم دکورپه خوا په حرکت شواوحالت ډيروخامت وموند، څو دعسکرو له خوافيرونه وشول، يوتن مړاووايي چې څوتنه ټپيان شول اومظاهره په وينوورنګيدله٠ تبليغ هغه وخت داسې وچې دفيرونوامردمرکزی قول اردودقوماندان سردارمحمدولی له خواوشو٠ که څه هم مظاهره سره وپاشله شوه خوجنبش نورهم زورواخيست، اعتصابونوشدت ومونداونوی بعدونه يې پيدا کړل٠ په دغه وخت کې دوضعې دآرامولو په خاطرسلطنت خوراژر اوماهرانه عقب نشينې وکړه٠ ډاکتريوسف صدراعظم يې له کاره ګوښه اومحمدهاشم ميوندوال يې دصدراعظم په توګه پوهنتون ته چې دسياسی جنبشونو مرکزو، وروليږه٠ نوی صدراعظم دپوهنتون محصلينوته دهغوی دصنفی غوښتنو په خاطرډاډ ورکړ، عجزاوزارۍ يې څرګندې کړې څوخپلوټولګيوته ولاړشي اواعتصاب ته دپای ټکی کښيږدي ، ځکه چې په افغانانو کې (( کږه غاړه توره نه خوری )) نوجنبش هم آرامی وموندله٠

پورته خبره مې ځکه ياده کړه چې دناټويي قوتونو دراتګ څخه وروسته دولسونودمرګونوپرڅنګ ، دکابل پوهنتون څوواره دخپلوصنفی غوښتنودتامين په خاطر په مختلفوکلونوکې اعتصابونه کړي اومظاهرې يې غوښتی دي خوتل يې سخت منفی ځوابونه ليدلې دي٠ تقريبا دری کاله پخوا دپوهنتون محصلينودخپلوصنفی غوښتنوپه لړکې دليليې دښه انتظام اودروژې په مياشت کې لازمه ډوډۍ غوښته ، چې دليليې اويا دپوهنتون ادارې غوږنه دۍ پرنيولی ، نومحصلين هم ددې لپاره چې آوازلوړومقاماتو ته ورسوي دليليې دودانۍ راووتل چې مظاهره وکړي ، خوپه تاسف چې محصلين دناټويي وحشی مزدورانوپه واسطه په مردکووويشتل شول چې مړه اوټپيان يې پرځای پريښود ل اودهغوی قانونی اوصنفی غوښتنې يې دخاوروسره برابرې کړې ٠ دادۍ لا اوس هم وينۍ چې ټول هيوادپه وينورنګيدلی اولا هم رنګيږي٠ داټول وحشتونه دناټويي قوتونودراتګ نتيجه اوثمره ده اودظاهرشاهی دوران دناخوالوسره نه مقايسه کيږي ٠ هغه وخت چې ناتويي تجاوزګرانونړيوال ټول موازين ترپښولاندې کړل اوپرافغانستان يې په کال  (٢٠٠١) حمله وکړه اووروسته يې دکرزی دراتګ سره پخوانی پاچا په زاريو اوتذويرونوکابل ته وروست څوولس په دې خوشاله کړي چې ګواکی دادۍ (( دملت بابا ))به بيا قدرت ته رسيږي اودولسونو مقاومتونه به دده په راتګ سره لږشي ٠ چې البته بې تاثيره هم نه و٠ خوبرعکس ناټويي واکدارانوته داسې اشخاص په کاردي چې په هروخت ، هرځای اوهرډول سره وڅرخيدلای شي ٠

لنډه داچې پخوانی پاچا په کابل کې داسې هستوګنه غوره کړه چې کله کله به يې دځينې رسمی غونډوپه سرقطارکې ښکاره کاوه اوحتی خلکوبه لا داسی هم فکرکاوه چې ګواکی (( دملت بابا )) به نن يا سبا حکومت په لاس کې واخلي٠ دانو داسې وخت دۍ چې په ګران افغانستان کې دامريکا په رهبرۍ د٣٧ متجاوزوهيوادونوترتجاوزاتواووحشتونولاندې هره ورځ په سلګونوسلګونوهيوادوال ښځې اونر، زاړه اوواړه په وحشې ترينوجنګې وسايلودټانکونواوبمونوپه شمول شهيدان اودخاوروسره برابريږي٠ داخبره هم دهيرولونه ده چې دنوموړوظلمونو، مرګونواوتبايودخبرونواوريدل به ځکه پرپخوانی پاچامنفی تاثيرات درلودل اوبايددرلودلی وای چې دده دواکدارۍ په ټول دوران کې ددغه ډول ناتويي بيګانګانوغيرانسانی اوبيرحمانه وژنې اوخرابۍ يې نه وې ليدلې٠ البته ، دده دپاچاهۍ په دوران کې هم بيعدالتی ، ظلمونه  اومرګونه سوې دي خويقينا چې پخوانی پاچابه دناټويي وحشتونوفکر لا هم نه کاوه چې ورسره کابل ته راوستل شو٠ البته (( تاريخ په ډيروخلکوکانې کړې اولا يې هم کوي ٠))

دادۍ په پای کې دناتويي دغيرانسانی اشغال په موجوديت کې پاچا محمدظاهرخان دعمرپه ٩٣ کال باندې وفات شو٠ امريکايي قوتونو نه يوازې دپاچا په راتګ سره ستره ګته پورته کړه بلکه دادۍ ترمرګ وروسته يې هم ډيره داسې تبليغې استفاده وکړه چې بيريږم زموږيولړبې خبره هيوادوال دامريکا دددرواغواوښکې تويول واقعيت ونه بولي ٠ نوځکه وايوچې کاشکې پخوانی پاچا محمدظاهر دهيواد داشغال په دوران کې نه وای وفات شوی ٠ روح  يې دې ښادوي ٠

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.