|
اخترمحمد نور د ظاهر شاه د بابائي دوره نور ختمه شوه ! ظاهر شاه چې د خپل پلار نادر شاه د وژل کېدو نه وروسته په خام عمر د انګرېزانو په ډيکټه پر تخت کېنول شو نو د خپل سلطنت په وخت کې يې د رکود دوره په وطن کې حاکمه کړه . پخپله ئې د عيش او عشرت دوران تيراوه خو ملت د لوږي او ناخوالو کندو ته لوېده . دهغه د تره زوي داودخان دغه دوره ښه وارزوله او د خپل تره زوی پر ضد ئې سپينه کودتا وکړه . هغه د ظاهر خان پاليسي او بې غمباشي دملي تراژيدی په نامه يو لوی عامل و باله . همدا لړی و کمونیستي کودتا او راورستيو لانجو ته لاره پرانيستله . د ټولو چپي او جهادي او طالبي اخواني نا خوالو سره سره ظاهر خان د امريکا لخوا د طالبانو په نسکورولو کې نقش و لوباوه او لاره ئې زموږ دوطن د تاريخي شړل شوي د انګرېزانو د بيرته راتګ زمينه برابره او به پای کې د هغوی د پوځي عسکرو سر يوځای بيرته کابل ته را ستون شو . ظاهر شاه دغه تاريخي بدنامي و کرزي ته پرېښودله چې د انګرېزانو او امريکا يانو په جوړه شوې لويه جرګه کې يې دا تاريخي بدنامي د کرزي په نامه ور په غاړه کړه . دهغه راهيسي ظاهر شاه يو ژوندی مړی وو چې ايسته او دوري يې پر نامه او نيم ځانه جسد باندي تجارت کېده او د ملت دبابا په نامه به پورته کښته کېده. واقعيت خو دادئ چې ظاهر شاه ددې وطن دلانجو په کمولو کې غير له بيانيو او اعلاميو په صادرولو سره بل هيڅ مسؤلانه نقش و نه لوباوه صرف و هغه څه ته ئې لاره هواره کړه چې دا وطن ئې د امريکااو ناټو په اډه بدل کړ اوهغه څه ته يې لاره خلاصه کړه چې ظاهر خان د خپل اوياوو کالو وتلاښ ته تحقق ورکړي . هغه و کولای شوه د ولس لخوا شړل سوي انګريزي باداران په وطن کې د بيرته مېشته کېدو زمينه برابره کړي او په دې ډول انګرېزانو ته خپل نمک حلالي ثابته ته کړي . په درناوي |