داعيۀ ملی تلاش احيای افغانستان کامل و آنچه تحت نام جرګۀ ديورند دربين ما ميګذرد! برادران وخواهران هموطنان ګرامی معزز السلام علیکم و رحمه الله و برکاته اما بعد! درین آواخر ایمیل های برایم درمورد دیورند لاین ومسایل مربوط مواصلت میکند که به بخشی از مطالب مندرج این ایمیل ها و مسایل دیورند جرګه توجه شما را جلب کرده میخواهم نظر، فهم و شناخت خویش را درمورد اکثرا به ترتیب که درین ایمیل ها آمده با شما شریک سازم. من به این کار ندارم که این ایمیل ها از همان اشخاص است که درزیر آن نام نوشته اند ویا خیر؟ همچنان نمی خواهم حتما نظری من مورد قبول قرار ګیرد. درین نوشته بیشتر ازینکه درمورد مسایل برکسې نقدی داشته باشم مستقیما به بخش از نظریات مندرج ایمیل ها و دید ګاه های خویش برای قضاوت و انتخاب شما پیش کش میدارم. مطمئن ام که خواننده به منطق سخن و حقایق توجه کرده قضاوت خواهد کرد. قبل از همه اجازه دهید از مقدمۀ مسودۀ شورای عالي دیورند جرګه به حیث عالیترین ارګان باصلاحیت این حرکت و داعیۀ ملی مطالب ذیل را خدمت نقل نمایم: د تیرې پـيــړی د دوېـیمی نیمایی را پدی خـوا زمونـږ دهیواد، ټول افغانستان، یـو غـټه برخه د انګلیسی استعمارله خوا په منځني ختيځ کې د خپلو ستراتژيکو موخو د ساتلو په ټکل په ناروا توګه دیوه مصنوعي دولت، پاکستان، د زيږولو په ترڅ کې له خپلې مورنې خاورې څخه جدا معرفی شوه. پدې توګه د بشپړ افغانستان واحد جسم داسې ټپي کړای شو چې له هغه نه تر اوسه وینې څاڅي. له دې نه هیڅ څوک انکار نه شي کولای چې دتاریخ په اوږدو کې ترمارګلې پورې دغه سیمه، د افغانانو ټاټوبى، بشپړ افغانستان، و. د دې خاورې اوسيدونکي ګډه ژبه، مشترک وياړونه، ګډ ژوند، تاریخی یووالې او د پيړيو په بهير کې د هر ډول يرغلګرو پر ضد په ګډه پاڅيدلي، سر اومال يې ښندلي دي. واقعيت دا دى چې دا سيمه د ګندُمک تر پوهاوي ليک لاندې د کرايه کړل شوې (Assigned territory) په توګه بايد له سيمې څخه د برتانوي استعمار له وتلو سره سم افغان ملت ته واپس سپارل شوې واى. خو داسې ونه شول. تاريخ ثابته کړې چې د زورګيرو په قاموس کې حق نه ورکول کیـږي، بلکې اخیستل کیږي. د "ډيورند لاين" خيالي کرښه، چې د ګندمک پوهاوي ليک دوام دى- نه فزيکي اونه مشروعي (ډيفکټو او ډيجور) موجوديت درلود او يا لري. د "ډيورند لاين" څخه دادی د ټولو نړیوالو نورمونونو، قوانینو او طرزالعملونو په خلاف د ۲۰۱۱ کال د نوامبر د مياشتې تر ١٢ نيټې پورې يو سل اواتلس کلنو تیریږي ، خو د هغې د منسوخ اعلانولو کاروان هیڅکله هم نه دی دریدلای. افغان ولس د تاریخ په اوږدو کې دا کاروان له هماغه لومړی شیبې څخه روان ساتى، ترهغه به روان وي چې حق حقدار ته وسپارل شي، او ټول افغان ملت خپل واحد او بشپـړافغانستان د جوړولو خپل تاريخي هدف ته و رسیږي. دا پر حق او انکار نه منونکی واقعيت دى چې افغان ملت له دې پلوه کمی نه دی ښودلی. هیڅ یو افغاني حاکمیت د ټولو تیرو او اوسنیو فشارونو او ناروا لاس وهنو سره سره نه دي تسلیم شوی او دا کرغیړنه، منحوسه، غیر مشروع خیالي کرښه يې نه وه منلې او نه مني. د ټولو حقوقي او شکلی نیمګرتیاو سره سره چې د "ډیورنډ لاین" د بې اتباری او منسوختیا دلایل لري، په یقین ویلای شو چې د ۱۹۴۷ زيږديز کال د افغانستان د اومې دورې شورای له حقوقي لحاظه په قطعي ډول دې کرښې او دهغې نورو یادښتونو ته د منسوخیدلو نهایی ټکی کـﭕښود او په حقوقي لحاظ يې د منسوخوالی پروسیجر تکمیل او بشپړ کړ. خو په افغانستان کې د يوه پياوړي زعامت د نښتوالي او د پرنګې پر مټو ولاړ د پاکستان پوځي بيروکراسۍ د دوه مخې، ناروا، مداخله ګرانه او فریب سیاست پر بنا افغانان په خپلو وينو کې لمبولي وساتل او په دې برخه کې يې په نړیواله کچه د لازمو عملی اقداماتو مخنيوى وکړ اودا پروسه لا ادامه لري. دادى اوس دا مشال او رسالت اوسني نسل ته د یوې ملي داعيې په توګه رارسيدلى چې د مقصود منزل ته به يې حتما ورسوي او ددې ملت او هیواد تاریخی یووالی به په طبیعی ډول بیرته را ژوندې کیږي. ان شاالله تعالى پاکستان د بل په خاوره او نفرت پر بنسټ زيــږول شوى يو دولت دى چې نړیواله سوله يې له جدي او سخت ګواښ سره مخامخ کړې ده. نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې په دې برخه کې نور نو د پاکستان د اصلی پالیسی سازانو د ناندريو فریب ونخوري او د یو رڼا، ښکاره، او پريکنده سیاست په غوره کولو دې د "ډيورند لاين" د خیالی نامشروع کرښې د منسوخ اعلانولو په ترڅ کې، په سيمه اونړۍ کې د تروريزم د جرړو د ايستلو پر لور ګام واخلي. موږ په کلکه په دی باور یو چې نوې نړۍ دساړه جنګ په شعارو او نسخو نه جوړیـږي. دا یوه ښکاره خبر ده او په کلکه اړتیا شته چې ټول افغان ملت باید خپل صفونه سره یو موټی او خپل برخليک په خپله وټاککي. الله تعالی فرمایی: ٳن الله لایغیرو ما بقوم حتی یغیروا ما بانفسهم . صدق الله العظيم. الله تعالی (ج) ترهغه د یو قوم حالت نه بدولوي تر څو چې هغه ملت خپل حالت په خپله بدل نه کړي. د دې واقعیتونو په درک او دې ټول افغانی ملي داعيې د حاصلولو لپاره د بيلابيلو ملي او نړیوالو هلو ځلو په لړۍ کې، تیر کال د ډیورند لاین جرګه تأسیس او په دې لړ کې د لر او برو افغانانو، وطنپالو ملي ځواکونو په زیار دانګلستان په پلازمنیه لندن کې د ٢٠١١ زيږديز کال د اپريل په ٢٣ نيټې د ډیورنډ لاین کنفرانس جوړ شو، چې دهغې په ترڅ کې تر هر اړخيز بحث او غور وروسته يو ۱۱ فقریزه پريکړه ليک تصویب شو. ددې قطعنامی د تحقق او په عمل کې پلی کولو او پراخې زمیني او تنویری کار د کولو په منظور په انفرادی او ټولنیز توګه هڅې ادامه و موندلۍ او په همدې اړه د روان کال د جون د مياشتې پر ١١ نيټه د آلمان د کولن په ښار او د جون پر ١٨ نيټه په هالند کې پرتمینې غونډې او ناستې راوغوښتل شوی. په دی غونډو کې د لندن د قطعنامی د عملی کولو لپاره تدابیر ونیول شول او په تنویری او توضیح کار کولو باندې تأکید وشو. همدارنګه په لندن کې دیوعلمی سمینار د جوړلو پریکړه او نور تدابیر ونیول شوه. په یقین سره چې د "ډیورنډ لاین" پرخلاف کمپاين او هلې ځلې یو ستر تاریخی او ملی ټول افغان حرکت دې. لدې کبله د ډیورنډ جرګې مشرتابه ددې ملي، تاریخي داعیې د کارونو د پرګنیز او با اتوریته همغـږې، انسجام او مخته وړلو په موخه تصمیم ونیوه چې د ډیورند جرګې یوه عالي شورا جوړه کړي چې بشپړ تشکيلااتي او اجرائيوي واک ولري. يواځې دا شورا، چې د دې متن په بهير کې به د (واکمنې شورا)په نوم ياديږي، د يواځني لوړ ترین مقام په توګه په تمامو اساسی او بنسټــیزو مسایلو کې د تصمیم صلاحیت لري او تنظیموي به يې. |