انجنير
سيدعبدالقادر
اى وطنه
په چل او چم دبيګا نووټول پوهيږي
ستا ملت چه نن زوريږي نور پخيږي
ټيټ سر ئې دتاريخ په ياد کي نشته
هر ير غل چه باندي کيږي بيا ماتيږي
ژربه خلاص کړي
خپل
وزردبل دلومي
دعقاب په شان به بيرته پورته کيږي
تبصره :
دوزيرانوتغيراوتبديل
دافغان ملت ستونزې نه سي حلولاي
دافغاني جمعي رسانوله لاري اوريدل
کيږي چه دافغانستان دولت غواړي ځيني
وزيران تغير اوتبديل کړي٠ په داسي حال
کي چه دافغانستان دولت دامريکاپه لار
ښوونه په دې پينځوکلونوکي دافغان ملت
دفريب له پاره څوځله داکار ترسره کړي
دی ٠
ولي
بيله دې څخه چه دافغان ملت امنيتي
اواقتصادي
ستونځي ئې نور ي هم
ور
ډيري کړي بله کومه نتيجه ئې افغان لاس
تړلي ملت نه ده تر لاسه کړي ٠داځکه چه
دافغانستان دولت دامريکا په لارښوونه
دخپلي بقا له پاره دملت په مقابل کي
دمختليفو ماکياوليستي شيوو څخه په
استفاده خپل
ورکړل سوي پلانونه مخته بيائې٠ په
داسي حال کي چه افغان لاس تړلي ملت ته
دوه نيمولسيزوجنګونواوخارجي دشرمه ډ
کو
مداخلو اويرغلونوهرڅه ورزده کړي اونور
دافغانستان دچارواکواودامريکا تر
رهبري لاندي په اصطلاح دجهاني ټولني
په فريب او چل باندي نه خطا وزي ٠ ولي
افغان لاستړلي
ملت په دي معتقددې چه دافغانستان د
اوسني
لانجې سياسي حل فقط دامريکا دهغې
ستراتيږي په متن کي تغير راوستل دي
کوم چه دافغان ملت په وړاندي مخ ته
پرته ده اودا تغير صرف هغه وخت
راتلايسي چه امريکا په افغانستان کي
عينيتو نه
اوواقيعتونه په نظر کي ونيسي
اودافغانستان ملي منافعووته دمتقابل
احترام په سترګه وګوري
اوبس
٠ولي
دوزيرانودتغيراوتبديلي په هکله ماته
يوه پخواني لنډه
کيسه
را
په ياد
چه زموږ په جامعه
کي
ديوڅه
واقيعيت ښکارندوي ده غواړم چه
محترمولوستونکوته ئې بيان کړم ٠
يووخت ديوي اولسوالۍ خلک داولسوال
دناوړوکړونو( رشوت ،وهل ټکول
اومختليفوتهديدونو)
څخه ډير په تنګ سول اوڅوځله ئې
لوړوچارواکوته شکايتونه وکړل ٠
چه پس له ډيره وخته لوړو چارواکودا
اولسوال تبديل اونوي اولسوال ئې
ورته
مقرر کړ اوخلک دلوړوچارواکوددې عمل
څخه ډير خوښ سول ٠نو کوم وخت چه زوړ
اولسوال داولسوالي څخه تلي نوئې خلک
راجمع کړل چه د خداي په اماني سره
وکړي ولي په دې وخت کي
خلګو
ډيري خوشحالي کولي اوپه خندا وه چه نا
ببره اولسوال پردوي باندي ږغ
وکړاوورته ئې وويل :
چه اې
خلګو تاسو بايد دخنداپرځاي وژاړي هغه
داچه ما دځان سره څلورخالي بوجي راوړي
وي دري بوجي مي اوس ستاسوپه پيسوباندي
ډکي
کړي دی اوڅلورمه بوجي ترنيمائې پوري
ډکه سوي ده که داڅلورمه بوجي هم په
پيسو ډکه سوي وائې نوبيا به
زموږاوستاسوترمنځ
کوم مشکل نه واې اوديوه متقابل احترام
په موجوديت کي به موکارونه مخ ته
بيولاې ٠ ولي نوي ا ولسوال
پينځه خالي بوجي دځانه سره راوړي دي
چه بايد تاسوئې په پيسو باندي ورډکي
کړي ٠