ليكنـــــــــــــــــــې

 

 اجمل نور    

 

د وطنپالنې او ولسپالنې افغاني معيار!

 په افغانستان کې د وطنپالنې ، ولسپالنې  او افغانیت معیار
ملي ژبې پښتو  ته درناوی  او په ملي کچه   دهغې متوازنه کارونه ده!

 د نوييمې لسیزې را پدې خوا چې د اجیرو او دپردو په لګښت ګمارل شویو ګروپو، بانډو او تنظیمو رنګارنګ   چپاو دولتي بڼه ونيوله او زموږ پر بې ګناه ولس او زموږ پر خوږمن هيواد باندې یې توره سایه خپره او ملي انډوخر ته یې لاره خلاصه کړه دادی  پنځلس کاله کیږي  چې  دا بې ریا ولس او دا باصفا وطن او وطنوال  یې د زياتو ناخوالو سره مخامخ کړي دي . دغو نا افغانه کړيو چې  پردي یې اوس دخپلو اجیرانو او لاسپوڅو په توګه خپلي نخشې ورباندي تطبیقوي  ،داسې تراژيدۍ  یې دافغانانو په وطن کې يو په بل پسې وزېږولې او دومره فتنې  یې په دې وطن کې خورې او هغه یې و ازمویلې  چې ډير لږ ولسونو او هيوادونو به  دا  ډول  د وحشت او بربریت تراژيدي ازمویلې وي او تر داسې لویو ناورينونو به تېر سوي وي .  په واقعيت کې دا ټول تور کړه د هغو ملي ضد عناصرو، تنظيمو او ګروپو لخوا په مختلفو نومو او القابو تر سره شوي دي چې دپردو په لمسون او اشاره یې دافغان ولس د  بیکرانه رنځونو د له مینځه وړلو په نامه او یا د اسلامي اخوت!  او عدالت د تأمين په نامه خو په واقعي شیطانت سره یې   پر افغان ولس وتپل   او دغه ښکلی هيواد یې وران او ډير سپېڅلي د دې هيواد زامن یې دداسې   پورچمه  او اسلامي شعارو قرباني کړل چې نن ان خپل ځان هم نسي راټولولای  . ددې ټولو ډلو ټپلو او حزبو  او دهغوۍ د ګوډاګيو مشرانو او ليډرانو تورې کارنامې او چپاو، ولس هومره زخمي کړ چې د هغوۍ هريوه هويت او ماهیت اوس   هرچا ته  د لمر په څېر څرګند   دی  . دغو په اصطلاح ليډرانو او پلورل سويو  ګوډاګيان  که نن هر څومره  پر خپل انساني ضد او افغاني ضد کړو پرده  وغوړوي او که هرڅومره د "اردو او سیاست" غوندې ټنبل بیانونه او جعليات ور باندې کتار کړي  خو اوس  ددې ګوندو او تنظیمو مخکښه سرغنه  په هر رنګ باندې چې ځان ظاهر کړي، او د هر ځای نه چې سر را وباسي هغوۍ  او د هغوۍ ملي ضد کړه  او د هغوۍ څېرې  ټول ملت  پېژندلې دي . دغه جنګي جنایت کاران او دبشریت پر لمن باندې دغه تور داغونه نن که د هالنډه و تاشکند ته کډه باروي، که په لندن او واشنګټن کې ميشته کيږي اوکه د ګور پر غاړه مستي کوي،  که انقلابي او اسلامي  پوړني پر سرباندې غوړوي، که ځانونه   د مارکسسیتانو نه اخوانیان جوړوي او که د اخوانیانو نه د روس ګوډاګیان  ، که روسي او پرنګي سي ، که ربانی او بريالی سي، که تڼۍ او پنجشېری سي  د هغوۍ جفاوې، د هغوۍ خیانتونه او دولس ديو والي پرضد دهغوۍ ملي ضد ډير چمونه د خلکو او تاریخ په حافظه کې ثبت دي او هغه نه پر بله  کیږي . زموږ ولس دغه د چم او فتنې مفسده عناصر دغه ملحده اخوانیان يو ځل نه بلکې په کراتو او هغه هم په ډېره لويه بيه   ازمویلي دي ،نور نو د بیا ازمایښت لپاره هڅې ددې ولس سره بیخي سپين سترګي او لويه جفا ده  !

خو دغه فتنه ګرې ډلې او کړۍ اوس هم   ملي شر ته نوکان جنګوي،   زهر پاشي اوسیاسي دوکانونه پرانيزي . دوۍ بیاهم پر  دې مظلوم ولس باندې خپل سیاسي  د ریا او تذوير، د چم او فتنې متاع خرڅوي  . هماغه د پخوا لوبه او تجارت یې ندی پرې ایښی  . خو ددوۍ  پخواني شعارونه که ناکاره سوي دي، که  د بشري عدالت او داسلامي  اخوت د شیطنت  پرده یې له مخه پورته شوې او په ولس کې خریدار نلري نو اوس چې ددوۍ په اند ميدان شغالي سوی دی ، هماغه د پخوانی  چم د سیاست په پلي کولو کې یې   دبصیر کامجو، د بشیر بغلانی، ددرویش دریادلی ،د میرزایی خیلانو، دستګیر پنجشیري،نبی عظيمي، سلطان علي کشتمند، حمید محتاط،  او ددوۍ غوندې نورو ملي ضد، افغاني ضد مفتنه عناصر یې را مخته کړي دي او دافغانانو په واحد هیواد کې د سیمي، ژبي او توکم په نامه یې دایراني عظمت طلبه شیعه ګانو او آيت الله گانو په ډيکټه دځينو ټوپک داره غلو او  د شمال د جنګسالارۍ په باجه خانو باندې  د افغانانو په وطن کې  د ایراني ساواکيانواو آخوندانو په ډېکټه د خراسان  ډنډورې را خورې کړې  او غواړي دایران لویۍ غوښتونکې د فساد واکمني زموږ په سرکښه او بیګانه کُشه هیواد کې پلې کړي .

 وا چرګه په دا غوړه ښوروا  !

 مګر تاسو هېر کړي دي چې دا د افغانانو وطن دی ؟

 په دې وروستیو پينځو کالو  کې  چې امریکایی ډيموکراسۍ د بی دوپنځوس بم غورځونکو طیارو په وسیله او دوطن پلورونکو سوداګرانو دغه د ګردنې د  غلو په وسیله چې  د شمال د ایتلاف او دنظار د غلو دشورا او د وحدت په ګوندو کې راغونډ شوي د پردو ګوډاګيانو په را مخته کولو سره را میدان ته شوي ، نو دغه وطن پلورنکو   ددې وطن سودا  په پنځه اویامیلیونو ډالرو د سي آی اي سره  په دې تمه وکړه چې نورنو ددې وطن سنه بالا ختمه ده . دغه پيدايشي او پدرکرده غلو او بې وطنه او اجیرو عناصرو داسي انګېرلي وه   چې نور نو افغانان او و طن یې وموږ غلو ته بې صاحب پاتي دی  او بس دغه آخري سودابه یې هم کوو!.  په همدې  مفکورې سره ډير حق او ناحقه کارونه تر سره شوه . زموږ ولس ته یې ډول ډول ناخوالي را وزېږولې  .  وړونه ملیتونه یې په غیر انساني او غیر افغاني  معیارو يو اوبل ته ببر کړه . هزاره یې دپښتونه سره واچاوه، دواړه یې د تاجکه سره لاس او ګرېوان کړه او درې سره یې  بیا د ازبکه او نورو وړونو ملیتونو سره واچول . په آخر کې  یې چې فکر  وکړ چې میدان چغالي دی نو دایرانیانو او روسانو په وسیله او اشاره یې د خراسان او افغانستانيانو زامن  ترېنه جوړ کړل  . په دې لړ کې يو د هغو ناخوالو نه وسله واله، نا افغانه، نا اسلامه او نا انسانه بې مسؤليته اجيري جګړه ماري ډلي دي چې دوطن او ناموس په  ماهیت اصلاً نه پوهيږي او جنګسالاري ، دلوچکی  اوپهلوانی لوبه  یې را شروع کړېده . که څه هم خو کږه خوله وایی په سوک سمیږي خو ددې کږ خولو و تبر ته پخوا روسی او اوس امریکایی او ناټویی لاستی په لاس ورغلی  او داده دډيموکراسۍ په نامه غواړي ددې وطن په ډيرکيو وړونو یعني پښتنو او په لومړي سر کې  په پښتو پسي  راواخلي  . بس چې څه یې په وسه وي نو پښتو ځپي او په افغانستان کې ډېر مېشته  پښتانه  د خپل آبایی او تاریخي ټابوبي او ژبي نه  ګني ليري وساتي  . مګر دغه دریا دلان  چې هغوی ته د ایراني اخوندانو لخوا د وطن پلورني القاب او مډالونه ورکړل سوی دي دومره د فیل په غوږ کې ویده دي او فکر کوي چې داوطن په رشتیا هم داسي بې صاحبه پاتي دی ؟.  افغانان ګوته په غاښ کې نیسي  چې هغه چا چې د دافغانانو پر دسترخوان باندي ډوډی خوړلې وي هغه باید څومره پست سي چې د بصیر کامجو، دستګیر پنجشیري، د نبی عظیمي، د عبد الحمید محتاط او دریادلانو  ناجنابانو و مقام  ته ورسيږي  ؟

امریکایی ډيموکراسۍ چې ددغه  جنګ سالارانو او دهغوی د مخکښه دریادلانو ته د فتنې او ملي شر اچوني لاره  دګوندو او سایټو په جوړولو کې پرانیستې ده،  دوی دا ټولنه ولي د خپلو اصلي بچيانو نه خالي کول غواړي ؟ دغه دریادلان او ملي شر اچوونکي خو اوس دادي  د سلو په شاوخوا کې په را جسټر شوی ګوندو کې ځانونه منسجمه کړي او د پردو د غوښتنو سره سم یې ملي او سیمه ایزه لانجې را زېږولي دي ، نو  دغه ګوندونه چې هر يو یې و افغانستان او افغانستاني ته د خدمت ډډه پر ځيګر لګوي دا سل ګوندي ښاغلو تر اوسه  څه کړي دي او نور څه کول غواړي ؟ .

همدا رنګه په الکټرونيکي رسنيو کې هم بې شماره افغاني سايټونه جوړ او  هرسايټ ځانته  يو مؤسس او يو مسؤل  مدير او کاري ډله ! جوړه  کړېده  چې دډيرو پېژندل سوي سايټو او خپرونو موخه یې د ځان  لویه ول او په افغاني ټولنه کې دشر اوفساد اشاعه کول دي . دغه پاڼي او دهغوی چلونکي داسي اکټ کوي چې ګني  و افغان ولس ته تر هرچا نه زیات د احترام وړ خدمت ګاران دي . دغه ښاغلي داسي  ښئې چې دهغوی خپروني  د یوه دولت  په سطحه دي او د افغانستان و خلکو ته خدمت کول غواړي  خو بې مسئولیته او شر اچوونکي مطالب یې د هیچا له نظره پټ ندي پاتي . بس هر څه چې خپروي او هر څه چې وایی هغه د قرآن ټکی بولي . ددې تر څنګ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې بې شماره  اخبارونه، جریدې، مجلې ،راډيو ګاني او ټلوېزونونه  فعال سوي دي  چې په خپلو خپرونو سره هغوی هم  هر یو  و افغان ولس ته د خدمت  ځیګر ټکوي خو په عمل کې یې و ډيرو ملی ضد او افغاني ضد خپرونو ته لاره خلاصه کړې او هر څه چې زړه  یې غواړي نو بس د شر اچوني لپاره یې بې خريطې  فیره وي او د غربي ډيموکراسۍ آزمایښت کوي . خپل د مک ډونالډ ټېغ زموږ پر وږي ، در په دره او بې درمانه ولس باندي وباسي او لويه هنګامه راته جوړوي . هغوی خو به دا کار دیو څو ډالرو او یا روبلو، ریالو او کلدارو په وسیله کوي خو داچې سبا به یې خپل پرتوګ چيري ځړېږي په هغه ندی خبر او ښایی ری به هم نه پکښې   وهي ! زه ددې کار دپاره مشخص مثال ځکه نه راوړم  چې ګران  لوستونکي دغه شانی خپروني،  د هغوی چلوونکي او د خپاره سوو  موضوعاتو په ماهیت ښه تر ها آګاه دي او پو هيږي چې دغه بېوطنه او بې مسؤليته نا انسانه او ناسپاسه افغانان څومره د کرکي او ملی شر اچوني په روحيه د ځوانانو  ذهنیت خراپلو ته مټي رانغښتي دي .  د زهرجنو او ملی ضد  افغانی ضد خپرونو په وسیله د با صفا او بې ریا وروری پر فضا باندي غواړي  توره وريځ خپره کړي   خو عام ولس دداسي څو ګمارل سوي او بېوطنه پر خبرو او افسانو په کيسه کې لاندي .

 داټوله په اصطلاح فرهنګی ، کولتوري او سیاسی فعالیتونه  په ظاهره د ډيموکراسۍ د جوهراو اصولو نه د ناوړي استفادې پر  سر اجرا کیږي چې موخه یې  په هر هیواد کې د میشته افغانانو  په خپلو مینځو کې په دې یاهغه نامه  اچول دي .

 تف دي وي  د افغانانو په نامه  پرداسي  شر اچونکي کړيو!

  په داسي يو جګړه ځپلي هيواد لکه افغانستان کې زموږ مظلوم ولس دا پوښتنه را پورته کوي چې دا سل ګوندیزه ډيموکراسي او دغه پریمانه بې مسؤلیته او اجیره سايټونه  او ډلي، و دې لوڅ لغړ ، او پر ډاګ پاتي  زخمي او وږي وطن او ولس ته څه ور کول غواړي؟ آيا دوی د اوسنیو لانجو نه د وتلو غوره لار  دغه د خرو ډګلي لار ګڼلې ده ؟ دغه بې مسؤلیته خبري او کارنامې چې نوي لانجې را زېږوي او هغوی ته پکه هم وهي نو ددې پای به پخپله و هغوی ته څه وي ؟

 داسي کارونه څوک کوي د چا په ډيکټې او موږي داسي خېزکي وهل کیږي . دغه شاني افسانې که په امريکا، روسیه او بل   هر  هيواد کې  د همداسي بې هويته عناصر په وسیله را پورته شي نو هغوی  ته څه ويل کيږي او څه شاني چلند ورسره کيږي ؟

 خو کوم څه چې زه یې دلته غواړم په ډاګه کړم هغه داچې هر ګوند، هر سایټ، هر خپرونه هره راډيو او ټلوېزیون په هر اند چې وي د خپلو کړو مسؤل دی  خو که دافغانستان  اوسېدونکي ددري ژبي سره يو ځای په پښتو ژبه چې د افغانستان د ډېر ژبو اصلی ټاټوبی او ملی اورسمي ژبه  ده خپروني و نکړي او یا دا چې ددې ژبي و ویونکو ته پلان سوې ملی ضد سپکاوی وکړي او یا په مختلفو بهانو په خپلو خپرونو کې دولس د اکثریت د ژبي په توګه په  دغو خپرونو کې ځای ور نکړي او  سر غړونه وکړي، افغان ولس حق لري چې د هغه ګوندونو  او مربوطه خپرونو ملي او افغاني هويت تر پوښتني لاندي راولي او هغه د پردو په ډيکټه د بیلتون غوښتونکو ملي ضد او افغاني ضد پلان سوې هڅي وګڼي . دغه ګوندونه چې هر نوم ځانته ټاکي هغه دهغوی کار  دی خو که په رسمی او ملی ژبه متوازنه نشرات ونلري نو هغوی د افغان ولس په استازیتوب نشی کولای ځان و هیوادوالو ته د افغانانو دیوه خدمت ګاره ګوند يا افغاني سايټ په توګه  معرفی کړي   .

په خپرونو ، د ګوندو په انټرنيټي سايټو کې چې ددې مسئلې سره په غیر مسؤلانه توګه چلند کیږي او ملی ژبه پښتو د هغوی د خپرنيزي اجنداء څخه ایستل کیږي دا د يو ملي ضد او افغاني ضد عمل په توګه ارزول کېدای سي   . زه ديوه افغان په حيث وړانديز کوم چې و هر افغاني ګوند ته د  اجازه نامې د صادرولو نه مخکې  د ګوند د مسؤل او دهغه د خپرونيز اورګان د چلونکو نه  په کلکه او د ملی وجيبې په احساس سره دغه تعهد واخيستل شی چې د افغانستان د قانون سره سم او د ملي حاکميت او ارضی تمامیت  ته ددرناوي پر مبنا په دواړو ملی ژبو پښتو او دري  ژبو متوازنه او سوله ایزه خپروني وکړي   او د هر راز فتنې او شراچوني نه چې ملي ضد عمل دی ډډه وکړي کنه نو هغه ګوند او خپرنیز اورګان ته چې دغه ملي وجيبې ته درناوی نکوي او د هغه نه سرغړونه کوي نو زموږ هيوادوال حق لري هغه ګوند او يا خپرنیز اورګان   د یوه مفتنه شر اچونکې او د پردو د ګوډاګي  ملی ضد  ګوند په توګه ورته وګوري   . هغوی د افغانستان د خلګو په استازیتوب نشي کولای تظاهر وکړي او ولس ته فریب ورکړي .

هيله ده په دې اړه نور ښاغلي افغانان څه وليکي او په دې ليکنه کې نيمګړتياوي حل کاندي .

په درناوي

 یادونه :

دغه لیکنه باید و ټولو چپي، راستي پاڼو ته چې هریو یې دوطنپالني او ولسپالني ادعا کوي د خپرېدو او عملي کېدو په خاطر باید ټولي افغاني خپروني یې د یوه ملي وړانديز په څير په خپلو خپرونو کې د عملي کېدو لپاره خپره کړي  تر څو ددې خراسان بازی  د فضیحته څخه دا وطن چې ډيري نوري لانجې یې و مخي ته پرتې دي خلاص کړي .

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.