|

كوها ټ (بدرخيل)
دافغان ولس دتش په نامه ټاكل شويو
استازو
(دولسي جرګي دغړيو)
لخواد جنګي مجرمينو
د عمومي بخښنې كه دخپل ځان دساتنې پريكړه
د ډله ايزوخبررسانيو دخپرونودلاري څخه
دافغانستان دجنګ ځپلي هيوادوالو،روښانفكران
،سياستپوهان،ليكوالان اونورخبريږي چې زمونږ
دخلكودتش په نامه ټاكل شوي استازيو
دهيواداونړيوالي ټولني دټولو دمنل شويو
قانونواونورمودپښولاندي كولوسره په هيواد كي
دجنګي مجرمينو،دبشردحقوقوسرغړو نكي دولسي جرګي
لخوادديرځاي چې دولس دخلكو دستونزودحل
لپاره،دهيواددبيارغاوني په باب،دحكومت
دپريكړوپه باب چې دبهرنيوهيوادو لخوا دڅه
دپاسه پنځه كلونوپه موده كي دافغانستان سره د
۱۶
ميلياردوڅخه زياتوډالرومرسته شوي اوهغه تراوسه
دوام لري پوښتنه وكړي،دوي جنګي
جنايتكاران،انسان وژنكواودبشرد حقوقوسرغړونكود
بخښني پريكړه كوي.
دولسي جرګي محترمووكيلانوكه ستاسي څخه
پوښتنه وشي چې:
۱-
دخپل وكالت په دوره كي موڅوقانونونه طرحه
اوتصويب كړي دي
۲-
ستاسي دوكالت په دوره كي دهيواد دملي
خپلواكي،ځمكني تماميت دساتني په خاطردوسله
وال پوځ(ملي اردواوملي پوليسو)دپياوړتيا لپاره
تراوسه څه ډول عملي كارترسره شوي دي؟
۳-
دهيواد دملي اقتصاد دپياوړتيالپاره تراوسه څه
شوي دي؟
۴-
په دولتي اداروكي داختلاس،رشوت،دملي
شتمنيودغصبوولودمخنيوي په باب تراوسه دولسي
جرګي لخواڅه شوي دي؟
۵-
دولسي جرګي دمحترمووكيلا نولخوا په دولتي
اداروكي ددولت د
ټولو
كاركوونكو
(ماموينو
،كارګرانو
،
اجيرانو
،معلمينواواستادانو،ډاكترانواونورو
)
دژوند دسطحي دلوړوالي
يعني معاشونودپورته كيدو
،
د
كوپونونو
دوركړي په باب څه ډول ګام پورته شوي دي،اوهم
ددي پوښتني سره غبرګه كه بله پوښتنه
وشي چې تاسي
دخپلومعاشونواوامتيازاتودلوړوالي په باب څو
پريكړي كړي دي؟
۶-
دولسي جرګي محترمو غړودافغانستان دخلكوڅخه
تاسي پوښتنه كړي چې هغوي هغه څوك بخښي چې
دكابل ښكلي ښارئي په كنډواله بدل
اودهيوادپلازميني په لسګونوزره ښځي،
ماشومان،ځوانان او سپين ږيري پخپل مينځي ځان
غوښتونكوجنګونوكي دخاورو لاندي كړل؟
۷-
دنړيوالوقانونو اوتړونونو اوپه خاص ډول
دژينودجنګي اسيرانو نړيوال تړون چې دنورو
قانونوترڅنګه دافغانستان لخوا تاييد اولاسليك
شويدي دپښولاندي كول دمثال په ډول په
۱۹۹۸كال
د۴۰۰۰څخه
زيات جنګي اسيران دشبرغان ولايت دليلي په دښته
كي په ډله ايزه توګه دخاورولاندي شول،بل مثال
په امريكا كي د۲۰۰۱كال
دسپتمبرديوولسمي نيټي دپيښي څخه وروسته
دملګروملتوپه مشري دنړيوال ايتلاف لخوا
دطالبانو په وړاندي ګډعمليات پيل شول
چې ددي عملياتو په لړكي دكندوزپه ولايت كي
ديوي ګډي پريكړي له مخي چې دواړو خواو
پكي برخه درلوده په زرګونو طالبان نړيوال
ائتلافي ځواك اودشمال ټلوالي ته دخپل لاس كي
لرلو وسلو سره
تسليم شول چې دهغوي ژوند بايد ساتل شوي واي
اوهغوي دنړيوالو اودافغانستان دنافذو
قوانينوله مخي محاكمه شوي واي ،هغوي په منظم
ډول دلاريوموټرواوكانتينرونوكي دكندوزڅخه
دمزارشريف اوشبرغان ته انتقال شول
.هيوادوالواونړيوالودهغوي برخليك دمزارشريف
داتلسمي فرقي پوري مربوط په جنګي قلعه كي هم
دسرپه سترګووليده اوهم دهغوي داكثريت
اسيرانو برخليك دجوزجان ولايت كي دشمال ټلوالي
په مشري دقطعاتواودهغوي په قومانده د
بهرنيانوپه خوښه په موټرواوكانتنرونوكي دمرميو
دباران لاندي نيم مړه اونيم زخميان ژوندي په
ډله ايزه توګه دخاورو لاندي شول. پدي هكله په
ټوله نړي كي دټلويزونونودلاري دمستندفلم په
نوم خپورشو. ددي پيښي اودنوروپيښو كړونكي
دافغانستان ټول اوسيدونكي پيژني اوورته معلوم
دي چې دهغوي اكثريت نن دقدرت په
لوړوګديو،دولسي جرګي اودمشرانودجرګګي په
څوكيو ناست اودقانون دپلټني څخه ځانونه ساتي.
ايا هغوي دبخښني وړدي؟
۸-
دهيواد دملي شتمنيولوټكوونكي دمثال په ډول
(داافغانستان بانك سرو زرو خښتي،دافغانستان
ملي موزيم تاريخي اثار،دملي ارشيف
اثار،دافغانستان دوسله وال پوځ دموزيم اثار
اوپه
همدي ډول درندي اوسپكي وسلي ټانكونه،توپونه
اونوردوسله وال پوځ تخنيكي وسايل دچا
لخوا دسړو اوسپنو په نوم په همسايه هيواد
وپلورل شول .
۹-
دپورته او په همدي ډول په سلګونو نورداسي
پوښتني شته چې دولسي جرګي دغړوڅخه
وپښتل شي چې دهغوي يه باب ئي كوم كار ترسره
كړي دي، ځواب ئي هيڅ دي .
زما په نظرزمونږدهيواد ټاكل شويو استازيو
بايد دقانون جوړوني موخه پرمخ بيولي واي
هغه په دي خاطر چې زمونږهيواد په دريو وروستيو
لسيزوكي دنااعلان شوي جنګ اودقدرت
پرتقسيمولو دجنګونو په ډګرتبديل اوترنن ورځي
پوري دوام لري ،دافغانستان ملي اقتصاد په
لنډ ډول دهيواد مادي اومعنوي لاسته راوړني
دخاورو سره برابري شوي دي ،
دهيواد مادي اومعنوي لاسته راوړنو،دملي اقتصاد
په پښودرولو،دافغانستان دملي خپلواكي اودملي
حاكميت دساتني پخاطردملي اردواو ملي پوليسوپه
پښودرول. دپورته دندوسرته رسولو لپاره داساسي
قانون په رڼاكي بايد ولسي جرګي غړونوي قوانين
اوتړونونه طرحه او
تصويب كړي واي خو:
لكه څرنګه چې وائي (لومړي ځان دي،بيا جهان
دي ) زمونږدولسي جرګي غړود همدي
متل
څخه په استفادي سره دخپل ځان لپاره دروان كال
دعقرب په مياشت كي لومړي د
خپلومعاشونودلوړيدلوپخاطرهلي ځلي پيل او دوهم
دخپل ځان دعمومي بخښني پريكړه وكړه.
دا چې دافغانستان خلك پدي ډيرښه پوهيږي چې
دولسي جرګي اكثريت وكيلان دخپلو خلكوپه خوښه
نه
بلكه دخپلو وسلو،دپيسو په زوراودخپلوغيرقانوني
وسله والوډلودتهديد په زورپارلمان ته
دخپلوهغوګټودساتلوپخاطرچې په غيرقانوني ډول
دخلكودوژني،دملي اودخلكودشتمنيو دغصبو
لوپه نتيجه كي لاس ته راوړي لاره پيدا
اوځانونه دوكالت دمصئونيت د قانون په چوكاټ كي
وساتي،ددي خبري دښه ثبوت لپاره په افغانستان
كي دبشردحقوقوپه نوم خپلواك كميسون كار
اوفعاليت كوي اوهغوي هركال پخپلو
كلنيورپوټونوكي ددوي دبشردحقوقودسرغړوني په
باب دافغانستان قضائي اوعدلي اورګانو
اودجمهوري رياست مقام ته ګزارشونه وركوي.
داچې ترنن ورځي پوري زمونږ په هيواد كي
دهمدغودبشردحقوقوسرغړونكو،غيرقانوني وسله
والوډلو،قوماندانانو،ټوپك
سالارانو،طالبانواوزمونږپه هيوادكي
دبهرنيوهيوادو اوپه خاص ډول دهمسايه
هيوادونو دلاس وهني په نتيجه كي زمونږپه وطن
كي ابدي اوسراسري سولي ټينګښت دستونزوسره
مخامخ ده.
نوڅه بايد وشي؟
دافغانستان دولسي جرګي محترموغړو!
كه غواړي چې خپل جنګ ځپلي هيواد اوخلكوته خدمت
وكړي نوهغه څه ته دعمل جامه واغوندي چې دوه
كاله مخكي مو دانتخاباتي ټاكني په وخت وركړي
وي چې مونږبه تاسي ته
دسولي په راوستلو ،دكار پيداكولو ، د معاشونو
دلوړوالي ، د مكتبونو ، روغتونو
،سړكونو،دبندونوپه جوړولوپه لنډ ډول دهيواد
دملي اقتصاد په بيارغولو كي تاسي ته خدمت
وكړو،نولومړي دخپلومادي گټو اودخپلو ځانونو
اودبشردحقوقودسرغړونكو دعمومي بخښني دپريكړو
څخه صرف
نظروكړي اودعمومي بخښني پريكړي دافغانستان
خلكو اودافغانستان منلي شويو قانونوته پريږدي
. خپل ځانونه ، دافغانستان دپارلمان (ولسي
جرګي ،مشرانوجرګي او د افغانستان
ددولت
)اتوريته دنړيوالي ټولني په وړاندي چې په وطن
كي جنګ دوام لري اومخترم وكيلان
ددي پرځاي چې دسولي دټينګښت اوبيارغوني هلي
ځلي وكړي خپل ځانونودمعاشونودلوړوالي
اودبشردحقوقوسرغړونكو دعمومي بخښني پريكړي
كوي.
درنو وكيلانو!
په هيواد دسولي دټينګښت لپاره چې تاسي وائي
دولسي جرګي دا پريكړه دسولي لپاره شوي ده
ددي كاردسرته رسولو پخاطريوكميسون دسولي
اوروغي جوړي كميسون جوړشوي دي ،او
اوتاسي بايد دهغه كميسون كاراوفعاليت
پخپلونوبتي اوفوق العاده غونډوكي وڅيړي
اودراتلونكودندوپه باب ضروري لارښووني وكړي.
درنو!
يوڅه مه هيروي چې زمونږقوانين دنوري نړي په
پرتله ځانګړي توپيرلري اوهغه داچې:
په نوره نړي كي دجرمونودبررسي په وخت كي دمجرم
سزا په دووبرخوكي ټاكل كيږي،اوزمونږپه هيواد
كي دجرمونودبررسي په دخت كي دمجرم سزا په دريو
برخوكي ټاكل كيږي:
۱-
حق الله (دخداى ( ج ) حق
)
۲-
حق العبدى ( دانسان حق )
۳-
حق القانون( دقانون حق )
زمونږدخلكو غوښتنه داده چې دولسي جرګي محترم
وكيلان دقانون په وړاندي دقانون
جوړوني دندي دي سرته ورسوي . |