|
ډاكتر شيرحسن حسن
دا وخت د سرشمېرنې نه و، پرون مې دwww.larawbar.com په وېب پاڼه كې ولوستل چې د وزيرانو شورا په يوه پرېكړه كې د سرشمېرنې پروسه وځنډوله. انډيوالانو راته وويل، څه په كې وايې؟ ما ويل څه به په كې ووايم ، زموږ وزير صاحبان خو به هم كله يو كار كوي چې د مشاور پر ځاى يې خپل عقل او منطق په كار اچولى وي او په ستاينه وارزي. ستايل خو په ځاى پريږده، زه چې رښتيا درته ووايم زموږ د سركار په حالت مې زړه بديږي. دا بې چاره اداره خو خالي لاس ده، د هر كار د اجرا لپاره يو خارجي سپانسر لټوي، او هغه د كرزي صاحب خبره، دنيا ته سوال زارۍ كوي چې د خداى پار دى، غريب يو وږي يو، كومك راسره وكړئ. موږ داسې خيال كوو چې دا ټول كومك كوونكي او سپانسران د خداى سپېڅلي بنده گان دي او يوازې د خداى د رضا لپاره د خوارو او غريبو افغانانو سره مرسته كوي. حقيقت دادى چې هر سپانسر د خپلې مرستې سره د مشورو تر عنوان لاندې خپل فرمايشات هم لري او د هغوى عملي كول غواړي. چون بهرنۍ مرستې په همدغه شرط پورې تړلې دي نو زموږ سركار مجبور دى چې د هر سپانسر (مرستې!) د هغه په (مشوره!) د هغه د غوښتنې، ذوق او سليقې سره سم په كار واچوي او مصرف يې كړي. زموږ د هېواد ټولنيز او اقتصادي حالت هغه ناروغ ته ورته دى چې د اوږدې ناروغۍ په پاى كې كوما ته تللى وي. نو كه د كوما په حالت كې يو ( هوښيار!) مشاور ډاكتر راپيدا شي او د ناروغ معالجو ډاكترانو ته ووايي چې يارانو مريض مو ځكه كوما ته تللى دى چې خوراك نه شي كولاى اوځكه خوراك نه شي كولاى چې غاښونه نه لري، پس نتيجه داده چې نور كارونه مو پر ځاى پريږدئ او د كوما له حالته د ناروغ د ايستلو لپاره تر هر څه دمخه هغه ته غاښونه كېږدئ! نو دا خبره به نورو بنيادمانو ته څومره له عقل او منطق نه لرې ښكاره شي!
له بده مرغه د ناروغه افغانستان په
سپانسرانو او مشاورو ډاكترانو كې د ايران
په شان زموږ د سركار دې كور ودان وي چې بالاخره په دې وپوهېدل چې د كوما په حالت كې ناروغ ته غاښونه نه ايښودل كېږي! دا وخت نه د فدراليزم دى او نه دسرشمېرنې!!! ما چې وليدل نور انډيوالان د سرشمېرنې د ځنډولو په باب د وزيرانو شورا د پريكړو ملاتړ كوي. خو زه وايم له سره د سر شمېرنې ضرورت څه و چې په اوسنيو حالاتو كې د حكومت د اجراتواجندا ته شامله شوې ده؟ كه له سرشمېرنې څخه هدف يوازې دا وي چې زموږ چارواكي نړيوالو ته وښايي چې موږ د سړكونو د قير كولو تر څنگ دا كار هم كړى دى چې اوس كولاى شو تاسې ته ووايو چې زموږ په خاوره كې څومره وگړي ژوند كوې! خو زه وايم چې يره دا مړى په دومره ژړا نه ارزي. او كه د سرشمېرنې د بهرنيو زمه دارانو هدف دا وي چې د دوى د سليقې او ذايقې سره سم يو قوم كم او بل قوم زيات وښايي او دا خبره به د دوى په فكر دا گټه ولري چې يوه ژبه به د زيات ارزښت او بله به د كم ارزښت په تله وتلل شي او يا به لكه د تېر په څېر يوه ژبه د سركار او دربار ژبه وي، نو زموږ (همسايه دوستان!) دې په دې وپوهېږي چې د دوى د هدف اوبه له ورخه تېرې شوې دي. زموږ په اساسې قانون كې دوه رسمي ژبې تصويب شوې دي، او كه زموږ هېواد د همسايه گانو له شره خلاص شو نو زموږ ټولنه به هغې خواته انكشاف كوي چې هر سركاري مامور، معلم، منصبدار، سياستوال، منور او مخور سړى ، هر لوستى او متمدن وگړى به د هېواد په دواړو رسمي ژبو لوستل، ليكل او خبرې كولاى شي. په غېر له دې به د هغه د درناوي كچه ټيټه وي. خو كه له سرشمېرنې څخه هدف دا وي، چې زموږ هېوادوال او نړيوال په دې وپوهېږي چې، د افغانستان نفوس څومره خلك دي؟ په دې هېواد كې هركال، هره مياشت او هره ورځ څومره انسانان پيدا كېږي؟ او څومره مري؟ څوك؟ په كومو ځايو كې؟ په كومو كارو بوخت دي؟ څومره لوستي؟ او څومره نالوستي دي؟ څوك؟ څومره؟ په كومو ژبو؟ ليك لوست او خبرې كولاى شي؟ ... او داسې نور هغه ارقام دي چې په دايمي توگه په تغيير كې دي اوپه اوسني ډول عاجله ، سياسي او فرمايشې سرشمېرنه يې هيڅ ډول باوري سند په لاس نه شي وركولاى. زما په اند كه ددې پروسې د تكميل لپاره د احصايې د مركزي ادارې پر ځاى د كورنيو چارو وزارت د نفوسو د احوال د ثبت اداره په وړ روزل شوي پرسونل او عصري وسايلو سمبال شى نو لاسته راغلي ارقام به دوامداره تكميليدونكې، ژوندي او تر بلې هرې منبع باوري وي. د سركار كاميابي غواړم |