ليكنـــــــــــــــــــې

 

 

 

 

 

 

امين الله دريځ               

د ټولوژنې  پر وړاندې  راپورته  شئ !

 هېچا د نړيخور  پانګوال  ښکېلاک  انساندښمنه  څېره  دومره  څرګنده اورسوا نکړای  شوه  لکه  دتورې  ماڼۍ  واکمنو چې  په افغانستان  و عراق کې د خپلو ورځنيو کړووړو له لارې  هغه  ګردې  نړۍ  ته  په  خپله  ور وښووه .

اوس هرڅوک په  دې پوهېږي چې دنيويارک برجونه ، د ترهګرۍ  پر وړاندې  جګړه او په عراق کې  د ټولوژنده وسلو ډنډوره  ګرد سره  هغه  پلمې وې چې  ډبرزړيو   پانګوالو د خپلو ګټو لپاره  د دغو دواړو هېوادونو د نيولو په  لار کې کار ترې  واخيست  .

موږ  د امريکا د عامو پرګنو پر شرافت  او پاکوانساني احساساتو بشپړ باوري  يو او په  دې  پوهېږو چې  هغوی  هم  د هر انساني ناورين  له  لامله  د نورو انسانپلوه  ځواکونو غوندې  ځورېږي  . خو يو ټکی چې غواړو ور ته ويې ووايو دا دی  چې له  بده مرغه د دوی  سياسي  واکواګي  د داسې کړۍ  په لاس کې دي  چې د پيسو ګټلو په هڅو کې هېڅډول انساني ارزښت  نه  پېژني  . دا  ټولو امريکايانو ته  يو بد زېری  دی  چې  همدغو واکمنو يې  په  ګرده نړۍ کې امريکايي ضد څپې داسې تودې کړي  چې نېژدې  ده  دامريکا د ګوښه کولو لپاره  ټول سره  يوموټی  شي او په لومړي  ګام کې  هر راز راکړه  ورکړه  ورسره  ودروي  .

تر هيروشيما ، ناګاساکي اوويتنام وروسته  چې امريکايي  ښکېلاکګر و پر افغانستان  و عراق  يرغل کړی ؛ د پرګنواکۍ ( ډيموکراسۍ )، بشري  رښتو اوله  ترهګرۍ سره  د جګړې  تر نامه لاندې  يې  لسګونه  زره انسانان  وژلي ، ټپيان کړي ، بېکوره کړي او دوېرې اوترهې تپه تياره يې  پرې راوستې ده .

 د ا جګړه مار ګرد نړيوال  تړونونه  سپکوي  او پر کليو بمونه  غورځوي ، ملکي موټر په ګوليو ولي ، دشپې پر کورونو داړې  غورځوي ،  هر څوک په خپل سر په  وحشيانه  زندانونو کې اچوي ، دترهګرو تر نامه لاندې  يو مخيز کوشنيان ، ښځې ، زاړه او ځلميان  وژني  او په يوه  وينا ، د تمدن  تر پرده لاندې  بيابربريت  تمثيلوي  .

 يواځې  روان  کال  يې  له ترهګرۍ سره  د جګړې  په  پلمه  په  هلمند،کندهار ، ارزګان ، غزني ، خوست ، پکتيا ، کونړ، نورستان، ننګرهار،لغمان ، کاپيسا،هرات  اونورو ولايتونو کې څومره بمونه  وغورځول ؟ څومره ګولۍ يې ووورولې ؟   څومره کلي يې  دړې ، وړې کړل ؟  څومره انسانان  يې  په  وينو لړلي خاورو ته  ولېږل ؟ او په  پای کې  يې څومره  د خپلو لوڼو  زامنو ، ميندو پلرونو ، خويندو  وروڼو ، خپلوانو دوستانو او هېوادوالو په  وير  و ژړول ؟

داهر څه  په  ډاګوي  چې د پنتاګون  جګړه مار شپه او ورځ   پر  وګړوژنه  لګيا دی  . د دوی  اوهغه چا دکړنې  تر منځ  هېڅ  توپير نشته  چې د ملکي وګړيو په ګڼه ګوڼه کې بمونه چوي  .  دا دواړه  هم ترهګري  ده ، هم  ټولوژنه او په ټوليز ډول يو انساني ناورين .

د هر انساني ناورين  پروړاندې  چوپتيا په  هغه کې دلاس درلودلو يايې  د منلو مانا لري  . هرهغه څوک چې ځان  ته رېښتينی انسان وايي  ؛  دنده لري  چې د هر انساني ناورين  دمخنيوي  لپاره  هماغه  ځواک  ولوښی  وکاروي چې  په  واک کې  يې  دی .

بوش و انډيوالو يې  په افغانستان وعراق کې د لمر غوندې  روښانه کړه  چې  نه  د انساني  رښتو پروالري ، نه  د  پرګنواکۍ  او دا دواړه  يواځې  د هغو هېوادونو دنيولو لپاره  د ډال غوندې کاروي  چې  د دوی ګټې  په کې نغښتې دي  .

دا خبره  هله  ښه  ترا څرګندېږي  چې د نجد شاهۍ(۱)پر وړاندې  د امريکا چلن  ته  وکتل شي  .

هلته   د پرګنواکۍ اوبشري  رښتو څرک نه لکېږي ، هر څه  يې دپاچا په لاس کې دي ، د شاهي کورنۍ غړي  يې وزيران دي ، پارلمان  نه لري ، ګوند په کې نشته ، خپلواکه  خپرونه  په کې نشته او څوک  له وېرې  د پوزې سڼ  په کې  وېستلای نشي خو  واکمنو يې  چې امريکايي کمپنيو ته  غاړه ايښې ، هرلوری  باز پرلاس جګه  غړۍ ګرځي او له  هرې الوتکې چې  راکوزېږي ، سرې  غالۍ  يې  پښوته  غوړېدلې  وي  .

امريکايي  واکمنه  کړۍ  چې  دا دومره  د ډيموکراسۍ او هيومن  رايټس  چېغې وهي ؛ ولې يې  يوه  ورځ  هم دسعود کورنۍ ته  په  دې اړه  څه  ونه  ويل  ؟  هېڅکله  به  يې  ورته  ونه  وايي ، ځکه چې  هلته  د تېلو دسوداګرۍ پر اوسنيو ګټو د دوی  لاسبری  يواځې   ديکتاتور  ـــ توتاليتر نظام   له لارې  په  ډاډمن   ډول  پايښت  درلودلای  شي .

د پرګنواکۍ اوبشررښتو پېرزوينه  دوی  پر هغه  هېواد باندې کوي  چې  د ځان  ځايولو اړتيا په کې  ويني ، لکه په افغانستان  و عراق  يې چې  دهمدغې  پېرزوينې خوند وڅاکه .

د افغانستان  په اړه  د واشنګټن  د روان  سياست  څېړنه  دا ټکی څرګندوي  چې امريکايي  پوځ  د اوږدې  مودې لپاره  دغه  هېواد ته  لېږل  شوی  او دشتوالي لپاره  يې  دجګړې اوږدوالی  د منطق  په توګه کارول کېږي  .

همدا لامل وو چې جورج  بوش  په لوی لاس جګړه اوږده کړه  . يوې  ډلې    جنايتکار و اجورتي  مجاهدينو ته  يې مارشالي او پارلمان  ورکړاو بله  جنګي  جنايتکاره  طالبي   ډله  يې له  هر څه سره  وشړله  . لومړۍ ته  يې متمدنه  وويل او دويمه يې ترهګره وشمېرله . اخوا يې  پاکستان  د ترهګرۍ  تر نامه  لاندې  په  جګړه کې خپل انډيوال  وباله  او ميلياردونه  ډالر  يې  ورکړل .  هغه هم په همدغو ډالرو په افغانستان  کې جګړه توده کړه  . امريکا ښه  پوهېده او پوهېږي  چې د پاکستان  استخبارات  څه کوي ؟ سره له  دې يې  هم  هېڅکله   ټنډه  پرې  تريوه نکړه ، ځکه  چې همدا يې غوښتل او هر څه  يې تر اوسه له  پلان  سره سم   پر مخ  روان   دي  .

د ترهګرۍ  د له منځه وړلو په نامه يې له  نيمايي  ډېر افغانستان  ړنګ کړ ، خو د ترهګرو پته  ونه لکېده .  هره ټېليفوني کمپنۍ او ځايي پوليس پوهېږي  چې کومه شمېره ټېليفون همدا اوس چېرې دی ، خو له امريکا نه  په  دومره  پراخه  ټېکنالوژۍ کې دسلګونو  ټېليفونو او مخابرو ځايونه   ورک  دي او موندلای  يې  نشي  (!) .    

  تر څو به  په  چلول  باندې  قدم  راسره  ږدې
 لاسونه به  په  دروغو په  قسم  راسره  ږدې

 د خبرې  بېخ  په  دې کې دی چې  د جګړې  پای ته  رسېدل  دلويو پانګو د خاوندانو   په ګټه  نه دي .  دوی پوهېږي  چې  بيا به  د امريکايانو په  ګډون  ګرد نړيوال   ورته  وايي  چې  وځئ !  نور  څه  ته  په  افغانستان  کې  پراته ياست ؟

 توره  ماڼۍ  له  دې  پوښتنې سره  له مخامخېدلو ډډه کوي . هغه  د چين ، روسيې ، ايران  و پاکستان  په  اړه  اوږده  پلانونه  لري  او په پام کې يې  ده  چې  دا هېوادونه  داسې  وځپي چې   وروسته  په  ډاډه  زړه  پرګرده نړۍ  خپله  واکمني  بشپړه کړای  شي  . د دې موخې لپاره يې افغانستان  نيولی او په يوه لاس  اور  په کې بلوي  او په  بل لاس افغانان  په  کې سېزې  . دا چې  په  دغه  جګړه کې د طالب  و مجاهد په نامه  ورګډ اړ خونه    دهغې  په  رمز وراز   پوهېږي  که  نه او ټينګار پرې کوي  ؛ پرته له  دې  چې  د افغانستان  په  اوسنيو شرايطو کې  دا هېواد دا مريکايانو په  لاس  نور هم   وران کړي  او د تباهۍ کندې  ته يې لا پسې  وروغورځوي  ، بل  څه  ترې  نه  جوړېږي  .

 تر هغې چې جګړه روانه  وي له  ښکېلاکي ځواکونو سره  د استدلال  لار تړلې ده .  دوی همدا غواړي او په  هره  پېښه کې  سملاسي تروريزم  پلمه کوي  . همدا پلمه  ده چې  هم  يې  يو  مزدور  رژيم   پر  ټول  ولس  ورتپلی چې د خلکو وينې  وزبېښي  او هم  په  خپله  په  ازاد لاس  د بېګناه  انسانانو د وينو رودونه  بهوي  .

  په دې توګه ، افغانان  د تاريخ  په يوه  بدمرغه  مثلث  کې ښکېل شوي دي .  دتورې ماڼۍ  ښکېلاک + مزدوررژيم + طالب  ــ  جهادي اورشيندي  د دغه  مثلث  درې اړخونه  دي  .

په   دوی کې  بيا دکرزي  په  ګډون  ښکېلاکي  چوپړيان   په  دې هيله  چې ګوندې  د خلکو سترګوته  به خاورې  ور وشيندلای شي ؛  کله ، کله  تش  په  خوله  د امريکايانو ټولوژنې  وغندي ا و اوښکې تويې کړي  .

 اوس څوک  دومره لوده  نه  دی چې  په کرغېړن  سياست  کې  د بورې  او تمساح اوښکې  ونه  پېژني اوتېروځي . که  دوی  يوه  وربشه  غيرت درلودلای  ، د پيسواو څوکۍ  لپاره  به  يې  له  ځانه  داسې لانځکې  نه  جوړولای  او چا به  داسې نه  نڅولای  . 

هرومرو خونه  ده  چې سړی  دي  ولسمشر  ، وکيل ، وزير ، والي ، رييس يا کوماندان  وي .

هرومرو خونه  ده  چې سړی  دې  ډېرې  پيسې  راټولې کړي .

هرومرو خو نه  ده چې سړی  دې  په زغروال  بنز  و لندکروزر کې سپور شي .

هرومرو خو نه  ده  چې سړی  دې  تشناب  ته  هم  له بهرنيوکرايي  باډيګارډانو سره  ولاړ شي .

هرومرو خونه  ده چې سړی  دې  شامدام  د بابېزه تاويلي ماويلي لپاره په تلوېزيون کې ښکاره شي .

 

ګوته پر غاښ يو چې له  دا هر څه  نه  څنګه  خوند اخلي ؟

څنګه  نه شرمېږي  ؟

څنګه  په  دا چټله  ګټلې  ډوډۍ  کانګې  نه  ورځي ؟

څنګه  د خپلو مېرمنو ، لوڼو او زامنو مخونو ته کتلای  شي  چې  په  داسې مرداره  ډوډۍ  يې  ساتي او ستروي  يې ؟

دابه  څومره  دعقيدې ، باور ، وجدان  وشخصيت کمی وي  چې شااوخوا وينې بهېږي ، اور ولوګي خېژي ، وير وزګېروی  دی  او څوک دې  بيا هم   څوکۍ  ټينګه کړي او هر جابر ومستبد ته  دې  په  جينګو داړو لاس  پر نامه  ودرېږي  .

که دوی  وايي چې موږ څه وکړو ؟  زموږ خو څوک نه اوري  او دپياز پوټکي ارزښت  هم  نه راکوي  ، نو يوه  وروستۍ تاريخي مېړانه  خو کړای  شي  چې په  ډاګه  ټولو ته  ووايي  چې  له  موږ سره  د دغو ټولوژنو او ملي بدمرغۍ  د مخنيوي  واک  نشته  اوتر دې  وروسته  د بې ننګۍ او بې پتۍ پر دغو څوکيو نه کېنو .

 پروت  په  وينو کې لت پت  ښه  يم  په پت کې
 نه  دسرو زرو پر تخت  باندې  بې  پته

داسې  بې  پته  څوکۍ  دې اور واخلي !

پرېږده  چې دا دلانځکو نڅا پای  ته  رسېدلې  وای  اولکه انګرېزانو چې  په  بريتانيايي هند کې  خپل  وايسرا کېنولی وو ، امريکايان  دې هم  اړ شي چې  په افغانستان  کې نېغ خپل  رېښتينی  وايسرا ، وزيران ، وکيلان ، ګورنران او ججان کېنوي  چې هم  د اوسنۍ ادارې له اوږو دګرمې  پېټی کوز شي او هم نړۍ لا سمه  وپوهېږي چې په افغانستان کې رېښتيا څه تېرېږي ؟!

موږ پو هېږو چې دا يو ايډيال دی  . ځکه ، د رژيم  په  واکمنه کړۍ کې له  سايکالوژيک  پلوه  داسې څېره  نشته  چې د دوو پيسو لپاره سل سرکونډې  ونه  وهي  .

 دوی  په  خپل ځان کې  د « اېګو » زړی  وژلی  . پر بې اېګو انسان  هر رنګه  لوبې کېدلای  شي . که څوک د دوی  ولس وژني ، که  څوک  ددوی هېواد ړنګوي او که څوک  د دوی  په  ارزښتونو اونواميسو تېری کوي  ، دوی به تر هغې ځان ونه  خوځوي  چې  دچړې څوکه د دوی  پوستکي ته  ور رسېدلې نه  وي  او چې  هغه  هم  ورورسېده  يا به  دتېښتې لار نيسي او يا به  رمباړې  وهي  .

سملاسي  واشنګټن همداسې  يوې ګوډاګۍ ادارې  ته  اړتيا لري  لکه  دا جوړه کړې  يې چې  ده . تر هغې يې چې په افغانستان  کې هيلې سرته  رسېدلې نه وي ، دا هېواد به هېڅکله دې ته  پرې نه ږدي چې ديوه خپلواک  ــ ملي  شمېرندوی  دولت  خاوند شي .

سره له  دې هم ،  موږ اړ يو چې  د خپلو هېوادوالو دمرګ ، ژوبلې  د مخنيوي  په لار کې له  هېڅډول  هلوځلو لاس  وانه خلو .

موږ  به  هر ځای  او مهال  د انسانپلوه  ځواکونو غوږ ته   دا ټکی  ور رسوو  چې   د بېوزله  افغانانو پر وړاندې پلانيزه  ټولوژنه  ، جنګي  جنايت  او درې اړخيز تروريزم  روان  دی  .  

موږ  به  هرځای  او مهال  د جنګي جنايتکارانو نومونه  يادوو او محاکمې ته  به يې  د درولو غوښتنه کوو .

موږ به  هر ځای  او مهال  دښکېلاک  و زبېښاک پر وړاندې خپل غږ پورته کوو او  نړيوال  به   خپل ملاتړ ته  رابولو .

پوره  ډاډمن  يو چې  دا راز غوښتنې  به  هرومرو خپل سراسري اغېز څر ګند او د بېګناه افغانانو دنړيوالې ننګې او ملاتړکرښې  به  لا پياوړې کړي  .

 ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

(۱)  د سعود زوی  عبدالعزيز  پر  ۱۹۲۳کال  په  خپل کورني  نامه  پورې   وتاړه او
« سعودي  عرب  » يې  نوی  نوم  شو . 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  talafghan@gmail.com  2004-2008.