ليكنــــــــــــــــــــــــــې

 

ايمل افغان

 

دا ټولي لوبې د څه لپاره؟

 

دا خو ټولو ته بهتره مالومه ده چې زموږ ګران هېواد افغانستان پر لپسې جګړې او ناورين داسې يوه حال ته رسولى  دى  چې نن ورځ مو تر نيم ډېر  وګړي په پوره ګېډه ډوډۍ نه لري، دزده كړې زمينه نده ورته برابره، كار نشته، امنيت نشته هېڅ چاته دژوند اسانتياوې نه دي برابرې، په تېرو ناورينونو كې ډېرى ښځې كونډې، ماشومان يتيمان، او ډېر ولس بې كوره شو. ورسته تر كورنيو جګړو د طالبانو دوره وه چې په لومړيو كې ولس تر ډېرې اندازې ورته خوشاله ؤ خو د وخت په تېرېدو سره هغوى هم داسې كارونه وكړل چې نن ورځ څوك د ملا او طالب نوم نشي اخيستى، د نجونو ښوونځي يې نه پرېښودل، خلك يې په ډېر كوچني جرم وهل او بې ابرو كول، د عكسونو اخيستل، تلويزيون او كسټونه ټول بند ؤ، دا هر افغان ته جوته اوښكاره ده زه نه غواړم د طالب د دورې موضوع دومره اوږده كړم چې اصلي خبره پاته شي. د هغوى دوره هم پاى ته ورسېده د كرزي په راتګ سره يو ځل بيا د خلكو روحيه تازه شوه او راتلونكي ته يې هيله پيداشوه، ځكه چې نوي دولت له خلكو سره ژمنې كولې: چې نور به په هېواد كې ولسواكي وي خلكو ته به كار پيداكېږي، ښوونځي به جوړېږي، پلونه او سركونه به جوړېږي، توليدي پروژې به په فعاليت پيل كوي خپل د برېښنا بندونه به جوړوي، د بيان ازادي به وي.

ټولو خلكو په همدې هيله ښاغلي كرزي صيب ته رايه وركړه څو خپلې ژمنې سرته ورسوي، ټول ولس د كرزي صيب په غوړو ژمنو تېر وتلى ؤ، هغوى نه پوهېدل چې دا ژمنې او غوړې غوړې خبرې يواځې او يواځې د چوكۍ د اخيستو لپاره دي، كله چې يې چوكۍ لاس ته ورغله اوس كه په افغانانو هر څه كېږي پروا يې نلري كه ولس وږى دى كه ولس بې كوره دى كه د ولس ښځې د عيسوي لښكرو لخوا بې ابرو كېږي وژل كېږي او كور يې بمبار كېږي اوس يې كرزى په كيسه كې نه دى له خپل بوش سره په ګرمو خبرو لګيا دى، تېره ورځ مې د بېنوا له سايټ څخه يو خبر واورېد چې ناټو په موسىٰ كلا كې اويا جنګيالي وژلي ولې دوى داسې نه وايي چې په موسيٰ كلا كې مو څو سوه كسه د ماشومانو او ښځو په شمول په خپلو كورونو كې تر خاورو لاندې كړل، خلك نه پوهېدل د كرزي په غوړو خبرو او ژمنو تېر وتل رايه يې وركړه خو خبر نه ؤ چې هغه دا غوړې خبرې او ژمنې يواځې او يواځې د چوكۍ تر لاسه كولو لپاره كوي او بس.

 ددې ولسواكۍ ګټه څه ده؟ چې ولس وږى، بې كوره او بې كاره وي خپل اولاد ته يوه مړۍ ډوډۍ نشي پيداكولاى.تر دې دمه د طالبانو د حكومت د ړنګېدو شپږ كاله تېر شول ولې اوس هم زمونږ امنيت نشته. دا څنګه كېداى شي چې طالبانو په يوه سوټي د افغانستان په هره برخه كې امنيت راوستى ؤ خو د نړۍ ټول هېوادونه له خپلو ټولو عسكري امكاناتو سره راغلي خو بيا هم د هر ولايت يواځې په مركز كې حاكميت لري څنګه طالبانو په يوه فرمان سره په ټول هېواد كې ترياك بند كړل خو نن د هېواد له پانګې يا مرستو څخه په مېليونو ډالر پرې مصرفېږي خو تر اوسه لسمه برخه نه دي بند شوي او س دلته هم پوښتنه پيداكېږي، چې بهرني ځواكونه د څه لپاره؟ چې نشي كولاى امنيت راولي ولې نه وځي تر دې خو همغه د سوټي امنيت ښه ؤ ، كوم پرمختګ ؟ كومه بيا رغونه؟ او كومه وفادوى له ولس سره وكړه؟

په شپږو كلونو كې يواځې د كابل كندهار سرك د بهرنيو ځواكونو د اكمالاتو لپاره په ډېر خراب ډول جوړ شوى ودانۍ او پلونه په داسې ډول جوړېږي چې يو يا دوه كاله كار وركړي، امنيت نشته، لوږه تر پخوا ډېره ده، توليدي پروژې نشته، برېښنا له ازبكستان څخه راولي چې بيا  اسمعيل خان دې ته هم خدمت وايي دا هم د خدمت په ليست كې راولي! دغه لگښت چې تاسې د ازبكستان څخه پر برېښنا راوستلو كوئ پر دې لګښت باندې دې د برېښنا يوه فابريكه جوړه كړي كه نوې نشي جوړولاى دومره بوديجه نلري هغه پخوانۍ دې پرې ورغوي چې لږ تر لږه په برېښنا خو به مو پيسې نه ځي خپله وړيا برېښنا خو به ولرو په اوس وخت كې كه هرې فابريكې ته ورشو نيمې ويجاړې دي ولې يې نه جوړوي؟  د لته په پوره ډول څرګندېږي چې امريكا او نور هېوادونه نه غواړي افغانان په خپلو پښو ودرېږي.

هغوي نه غواړي چې افغانان له احتياج څخه خلاص شي، توليدي پروژې ولري، پرمختګ وكړي. د دولت تر ټولو څرګند او لوى كار او خدمت دادى چې هر پسرلى وزارتونو او نورو دولتي ودانيو ته نوى رنګ وركړي، د ښځو د حقوقو، د ماشومانو د حقوقو، د ځوانانو حقوقو، بشري حقوقو، د ترياكو له مېنځه وړلو او نورو په نوم سيمينارونه جوړ كړي چې د هر سيمينار لګښت په ډېره لوړه اندازه وي. سيمينار هم د وزارت په تالار يا بل وړيا دولتي ځاى كې نه جوړوي. په انتړكانټينيتل هوټل، شام پارېس، يا يې هم په كابل سيرينا هوټل كې جوړوي، اخير به تر څو پورې ټول كارونه په سيمينار  او كميسيون باندې تكيه لري څه وخت به د دغه كميسيون او سيمينار ليكل شوي توكي د عمل جامه اغوندي اخير دا ټولي لوبې د څه لپاره؟

يا هم بهرنيا ن څه فكر كوي چې افغانان ويده دي يا نه پوهېږي .

كه دا ټول په ځاى پرېږدو بله لويه لوبه چې په افغانستان كې روانه ده هغه د بهرنيو سلاكارانو واردات دي هېڅ يوه دولتي اراده نشته چې په هره پروژه كې دې څو كسه بهرني سلاكاران هلته نه وي چې هر سلاكار له شل څخه تر څلوېښت او پنځوس زرو ډالرو پورې معاش لري خو كه مونږ ددې سلاكارانو پوهې او لياقت ته ورشو هېڅ فكر نكوم چې زمونږ تر انجينرانو او نوروپوهانو دې دوى ډېره پوهه ولري، مونږ په ادارو كې وينو چې بهرني سلاكاران يواځې د يوه څارونكي په ډول په پروژه كې شتون لري خو معاشونه يې د شل زره دارو نيولې تر پنځوس زرو دالرو پورې دي خو د دولت مامورين په كال كې ۶۰۰ سوه دالره معاش لري يو سلاكار چې هغه ټيټ معاش شل زره واخلي تاسو خپله حساب وكړئ چې د يوه مامور د څومره وخت معاش ترې جوړېږي اخير ولې تر څو به په افغانانو ملنډې وهل كېږي؟

تر څو به نور هېوادونه زمونږ په هره اداره كې د كورنيو مامورينو په ډول لاسوهنه كوي؟

اخير تر څو به د مرگ په خوب ويده ؤ؟

زمونږ ولس مشره! ښاغلىه كرزيه ولې په خپلو افغانانو زړه نه سوزې؟

كه دې په وس نه وي پوره استعفا وركړه نوم خو به دې په تاريخ كې د يوه غدار په ډول نه ليكل كېږي خلك به وايي چې د خپل ولس د نيكمرغۍ په خاطر يې استعفا وركړه.

خوټول چارواكي او مشران چې نن ورځ ځانونه د خلكو خدمتګاران بولي بايد پر دې پوه شي چې ملت ته هر څه په ډاګه دي او ملت په هر څه پوهېږي، يوه ورځ به همدا ملت حساب درسره وكړي، او د نورو غدارانو په ډول به مو محاكمه كړي.

په درنښت

د كړېدلو افغانانو د اوښكو د پاكولو په هيله

1385-9-20

 

 

 

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2006.