ګل آغا احمدي وردګ
د ټولنې د ودې
غوره
لارې چارې
د یوې ټولنې د هر اړخیزې ودې لارې
چارې ډیر اړخونه لري او له مختلفو
لارو څخه د یوې ټولنې وده انسانانو ته
په لاس ورتللای شي څو ټولنه پرمخ
روانه شي، د پرمختیاوو په کاروان کې
خپل ځان ورګډ کړي، وګړي یې د غوره
ژوندون خاوندان شي او د خپلو ټولو
اوسیدونکو لپاره د سوکالۍ، نیمکرغۍ او
خوښۍ محل ته لاره پرانیزي. خو ټولنیز
امن، سوله، ورورګلوي، یووالی، د قانون
پلوي، ښوونې او روزنې ته ریښتنې
پاملرنه، کلتوري وده او له نوې
ټکنالوجۍ سره آشنايی، دهغه میلمه
پالنه او د ژوند په ټولو چارو کې له
هغه مثبته ګټه اخیستنه او داسې نور
څیزونه د یوې ټولنې په وده کې رغنده
او جوت رول تر سره کولای شي. نوموړي
څیزونه د انسانانو ټولنه د پرمختګ د
وړانګو له کاروان سره یو ځای کوي او د
هغو ناخوالو په مخنیوي کې مثبته
ثابتیږي چې د یوې ټولنې د پرمختګ د
لارې خنډ وي.
موږ په خپله دې مقاله کې یو لړ هغو
لارو چارو ته اشاره کوو چې د ټولنې د
هر اړخیزې نیکمرغۍ او ودې په لاره کې
ګټورې تمامیږي او د وګرو ژوند یې د
پرمختیاوو د سمسور پسرلي په ګلونو
ښکلی کوي.
لومړی: سوله او امنیت
سوله د انساني ژوند په چارو کې هغه
مهم فکتور دی چې الله (ج) په خپل
سپیڅلي کتاب قرآن عظیم الشان کې هغه د
خیر او ښیګڼې په نوم یاده کړې ده او
ویلي دي چې: (والصلح خیر) یانې سوله
ښیګڼه ده سوله نیکمرغي ده او سوله له
ګډوډیو او ناخوالو څخه بهتره ده.
همدارنګه د سولې او امنیت په فضا کې
ژوند کول د انسانانو نړۍ ته د هر
اړخیز پرمختګ جامې پوښي، د تمدن او
پیشرفت په لوري یې بیايي او د نیکمرغۍ
وړانګې د سوله ایزو پرګنو میلمنې کوي.
د سولې او امنیت له کبله سیمه د لوی
خدای (ج) د برکاتو له انوارو سره مخ
کیږي او د ټولنې هر وګړی یوازې د هر
اړخیزې خوښۍ، خوشحالۍ، نیمکرغۍ او
پرمختیا په اړه فکر کوي. سوله او امن
چې په کومه ټولنه کې نه وي نو د هغه
ټولنې ژوند د تورتم، بدبختۍ، رزالت،
تاوتریخوالي، شکنجې، آزار، ناپوهۍ او
نورو ډول ډول جنایاتو او هغه راز
ناخوالو سره مخ کیږي چې د انسان د
روحي آرامۍ، پرمختګ او ښیرازۍ لاره ډب
کوي.
دویم:
یووالی او ورورګلوي
یووالی او ورورګلوي د لوی خدای (ج)
هغه ستر نعمت او الهي پیرزوینه ده چې
مسلمانانو ته یې د خپل پاک کلام په
کتاب قرآن عظیم الشان کې ډیر زیات
ټینګار پرې کړی او په سلګونو ځلې یې
د خپلو مبارکو آیتونو په لړ کې یاد
کړي دي. یووالی او وروګلوي په ټولنه
کې د انسانانو تر منځ د غوره اړیکو د
ټینګولو یوه بختوره لړۍ رامنځته کوي
البته داسې یوه لړۍ چې په حبل المتین
یا محکمه رسۍ باندې تړلې وي او د هیڅ
جابر او ظالم ځواک زور نه پرې رسیږي.
یووالی او وروګلوی د الهي برکاتو د
څرک تر ټولو غوره پالونکی دی په دې
مانا چې هغه ټولنه د لوی خدای (ج) له
هر اړخیزو وړانګو سره مخ کیږي چې د
یووالی او ورورګلوۍ د سمسور بڼ
باغواني یې نیولې وي او په خپل بڼ کې
د یووالي، اخوت، وروګلوۍ، مینې او
محبت ګلونه پالي.
خو هغه ټولنه د بدبختۍ د یوې بدې څپې
له توپان سره مخ کیږي چې د وګړو
دیووالي او وررګلوۍ بنسټ یې نړیدلی وي
او موږ د خپل تیر ژوند په لنډکي تاریخ
او د خپل هیواد په چاپیریال کې داسې
ډیرې نمونې په خپلو سترګو ولیدې چې د
ورورګلوۍ د بنسټ د سستوالي له کبله په
افغاني ټولنه او هیواد را نازلې شوې.
دریم: د غوره قانون پلوي
انسانان په هره ټولنه کې د خپل ژوند د
سمون، د خپلو چارو د ګړنديتوب او له
نورو انساني ټولنو سره د خپلمنځي
اړیکو د لا ښه والي او پرمختیا لپاره
یو لړ غوره قوانین ټاکي چې د هغه
قوانینو متابعت انسان په ټولنه کې د
ښو اخلاقو، غوره نظام او غوره پرمختګ
له یوې بختورې لړۍ سره مخ کوي، د غوره
ژوند په راز یې پوه کوي او د نیکمرغۍ
لوري ته یې بیایي.
د غوره قانون رامنځته کول او د هغه
پلوي د انسانانو هغه خارق العاده نوښت
بلل کیږي چې لوی خدای (ج) پر خپلو
بندګانو لورولی او هغوی ته یې د خپل
الهي کرم له مخې د دې وړتیا ور په
برخه کړې ده چې د خپل ژوند د سمون
لپاره په غوره توګه قانون جوړ کړي، په
ښه توګه د هغه پلوي وکړي او په ښه
توګه له نورو انسانانو، حاکم حکومتي
نظام او ټولنو سره د ښه ژوند کولو
وړتیا پیدا کړي.
څلورم:
ښوونه
روزنه
او کلتوري بډاینه
د ښوونې او روزنې په هکله یوازې د دې
خبرې یادونه کفایت کوي چې لوی خدای
(ج) د هغه حصول، زده کړه او لاسته
راوړنه د اسلامي ټولنې پر ټولو
نارینه او ښځینه اوسیدونکو فرض ګڼلې
ده. البته کوم بنسټ چې ستر پروردګار
پر مسلمانانو فرض ګڼلی دی نو تبعا چې
هغه د لوی خدای (ج) په وړاندې ډیر لوړ
مقام لري، انسان د عزت او سرلوړی لوري
ته وړي او د کامرانۍ مرتبې یې په برخه
کوي. له بلې خوا که چیرې وګورو چې ولې
په نړۍ کې ځینې انساني ټولنې د خپل
ژوند د پرمختګ په هسکو پوړیو کې د
پرمختګ منزل کوي نو له ورایه څرګندیږې
چې د هغه د پرمختیا دلیل یوازې او
یوازې په ټولنه کې د ښوونې او روزنې
عمومیت دی.
کلتوري وده د ښوونې او روزنې تر څنګ
یوه بله ډیوه ده چې انسان د خپلې
ټولنې د معرفي او د خپلو خوښیو لوړې
مرتبې ته رسوي. د کلتوري ودې په وسیله
انسانان د خپلې ټولنې له منځ څخه د
غوره لیکوالانو، شاعرانو، ادیبانو او
فرهنګي شخصیتونو په پیدا کولو کې
بریالۍ کیږي او د خپل ځان هویت په
اغیزمنه توګه د تاریخ زړه ته سپاري چې
د انسانانو د عمومي نیکمرغۍ د حصول په
لاره کې ګټور ثابتیږي.
پنځم: له نوې ټکنالوجۍ سره
مثبته
بلدتیا
نوې ټکنالوجي هغه ستر نعمت دی چې له
انسانانو سره د چارو د غوره سمون، د
کارونو د سرعت او له انسانانو سره د
هر اړخیزو اړیکو د رامنځته کولو او
پیاوړتیا په لاره کې ګټوره ثابتیږي.
له بلې خوا نوې ټکنالوجي انسانان د
پوهې په هغه لوري بیايي چې نوي علمونه
او فنون له ځان سره و لري، نوې
نوښتونه په کار لویدلي وي، نوې علمونه
له ډیوو سره یو ځای د پرمختګ په لاره
کې د انسانانو لاسنیوی کوي.
نوې ټکنالوجي هغه مهال ګټوره ده او له
انسانانو سره د هغوی د پرمختګ په لاره
کې مرسته کوي البته هغه مهال چې له
هغه څخه سالمه استفاده وشي او داسې
ګټه ترې پورته شي چې لازمه وي او د
انسانانو درد دوا کړای شي. په دې ځای
کې د یوې خبرې یادونه اړینه ګڼل کیږي
هغه دا چې د ژوند هره وسیله لوی خدای
(ج) د انسانانو د ګټې لپاره پیدا کړې
ده خو دا بیا د انسانانو کار دی چې
آیا هغه د خپلې دنیوي او اخروي ګټې په
لاره کې استعمالوي او که د زیان. نو
له دې کبله ویلای شو چې د نوې
ټکنالوجۍ د ټولو جادویي پرمختیاوو په
شمول د ژوند له هرې وسیلې څخه مثبته
او منفي ګټه اخیستل کیدای شي او دا
بیا په انسانانو پورې اړه لري چې نوې
ټکنالوجي څرنګه دخپل ژوند د هر اړخیز
سمون په لاره کې استعمال کړي.
شپږم: له نشيي موادو څخه د ټولنې
پاکوالی
هر
ډول نشه مواد د هغه کرنه، استعمال،
قاچاق، سوداګري او کار وبار د
انسانانو لپاره د داسې زهرو مثال لري
لکه ګوړه دې چې پرې ګډه کړې وي. په دې
مانا چې شاید د نشه یي توکو
کارباریانو ته په ظاهره څه مادي ګټه
په لاس ورشي خو هیڅکله به له هغه روحي
آرامۍ سره مخ نه شي چې د حلالو څیزونو
د کارو بار په نتیجه کې لاس ته ورځي
او په آرامۍ سره پرې خپل ژوند ته سمون
ورکوي. له بلې خوا د نشه يي توکو لعنت
د دې ناولې پدیدې د کارباریانو په خپل
کور، سیمه او ماحول کې نه تم کیږي
بلکي د ټولنې د عامه سپکاوي سبب ګرزي
او تر ټولو لوی تاوان یې دا دی چې د
ټولنې ځوان نسل پرې ګرفتار او ژوند یې
د تهدیدونو سره مخ کوي. همدارنګه د
ټولنې نوم په نړیواله سطح بد او په
نړۍ کې د یوې بدې ټولنې په حیث معرفي
کیږي چې بیا یې نو ټول وګړي تر شک
لاندې راځي. له بلې خوا د نشه یي توکو
د کاروبار زیان یوازې په دې دنیا پورې
هم منحصر نه دی بلکي د دې ناولې پدیدې
کاروباریانو ته موږ په خپلو اسلامي
نصوصو کې د الله (ج) له لوري د سخت
عذاب وعدې هم لرو.
نو
له همدې کبله یوه ټولنه هغه مهال د
بشپړ تکامل په لوري ګړندي ګامونه
اخیستی شي چې له دغه ناوړه پدیدې څخه
یې خلاصون موندلی وي.
پایله
د یوې ټولنې د ودې لارې چارې زښته
زیاتې دي او له زیاتو لارو چارو
انسانان کولای شي چې د خپلې ټولنې د
پرمختګ بهیر په مثبته او غوره توګه پر
مخ بوزې چې ځینو ته یې په دې مقاله کې
اشاره وشوه. لوی خدای (ج) دې زموږ
ځوریدلې افغاني ټولنه په هغه لوري سمه
کړي چې د هر اړخیزې سمسورتیا په ګلونو
مالامال وي. آمین