ليكنـــــــــــــــــــې

 

کانديداکادميسين ظاهر افق
د٢٠٠٧ کال داګست ٢٣ نيټه

 دامپريالستى وحشتونواوناکاميوپه نتيجه کې
 پرافغان ولس دتمساح اوښکې اوغولونکى نظريات

ټول استعمارى اوامپريالستى قدرتونه دخپلوتجاوزاتو اووطنونو دنيولو اواشغالولو په خاطر ،په ډول د ډولونو پلمې تراشی اودبې خبره ولسونو په سترګوکې خاورې ورپاشی ، مرګونه کوی اووحشتونه روابولی ٠ دادۍ امريکايی امپريالستى واکدارانوهم د١١\٩ په وحشيانه پيښې اوعمل سره خپل لاسونه تر څنګلو ددې لپاره سره کړل چې خونړى تجاوزات دخپلو امپريالستى اواستعمارى ګټودتصاحب په خاطرنورونړيوالوسيموته وررسوی ٠ نويې په دې لړکې په ډيرتلواراودسيسه آميزهتوګه پرافغانستان دادافغانانو تاريخى اومقدس ټاټوبى - دبن لادن دادلوى بوش دپخوانيومعاملوورشريک عرب په بهانه داسې ورودانګل چې ګواکې دی يوې غوړې ګولې په څير به يې ژرترژره تيره کړی اوخپلوشومو ستراتيژيکواواستعمارى هدفونو ته به په چټکۍ سره ورورسيږی ٠ خودملى پراتيک اوولسى مقاومت په نتيجه کې څرګنده شوه چې غوړه ګوله داوښ ديوه کلک هډوکى په څير په ستونى کې ولاړ اوڅيرل کوی ٠ دې متجاوز قدرت چې دخپلو حملولپاره يولړ داخلى شرايط درلودل خودهيواد هغه ولسونه يې هير کړى وو چې دوطن اصلى وارثان بلل کيږی ٠ وړوکى بوش چې دپلار دفتوحاتو خونديې په خوله کې ونو يې خورا ژر يوبل ګام داسې پورته کړ چې عراق ، سوريه ،ايران اوشمالى کوريا هيوادونه يې (( دشرارت مرکزونه )) وبلل اودهغوى دسقوط لپاره يې ددښمنۍ اوخصومت ملا نوره هم ټينګه کړه دانوهغه وخت دی چې دملګروملتو( م٠م ) په اوږوکې ناست بوش لا وختې دعراق قهرمان ملت پرضدمبارزه پيل کړې اوپه دې نامه يې خپل تجاوزکارانه فشارونه پرعراقۍ ولس وربارکړې اوغيرانسانۍ بنديزونه يې داسې پرواردکړې ووچې ګواکې صدام حسين ذروۍ وسلې لری٠ په همدې ډول تورونوسره يې کلونه کلونه دعراق په زرګونو زرګونو ښځې اونر،واړه اوزاړه داقتصادى مشکلاتو قربانى کړل ٠ په تاسف سره چې په همدغه وخت کې نه دم٠م اونه هم دنړۍ قدرتونو اوحتى عربى نوکرو دولتونو لا هم دنوموړى بيچاره ملت پرمظلوميت اومحکوميت باندى يوه اوښکه تويې نکړه٠ چيرې دۍ انسانيت اوچيرې دۍ هومانيزم چې دبشر دحقوقو ټيکه داران يې تبليغ کو ي ٠
دکلونو په دوران کې د م٠م داټومى انرژۍ سازمان اونورنړيوال سازمانونه پټ اوښکاره دذروى وسلوپه لټون کې خپلو څيړنو ته ادامه ورکړې وه ، خودې ټولو کوښښونو پخپل قوت سره ځکه نوموړې وسلې ونه موندلې چې وجوديې نه درلود٠ آخرين څيړنيزهيئت چې دامريکا او م٠م په ګډتلاښ دناکاميو سره مخامخ شواوبوش ته يې خبر ورکړ چې په عراق کې هيڅ ډول ذروى وسلې وجودنلری ، بيا نوبوش دنوموړى باورې هيئت په خبره نورهم ډاډه شو،څويې پردې بډاى اوبافرهنګه ملت په ډير وحشت اوبې رحمۍ سره داسې حمله وکړه چې بايدژرترژره يې تسخيراوبيانورو(( دشرارت مرکزونوته ! )) وراوږدشی ٠ خوبرعکس،نوموړۍ وړوکۍ خو قهرمان ولس په ډير شهامت اوقربانيو سره خپلو مقاومتونو ته داسې ادامه ورکړه چې بايد امريکايی تجاوزګران بيرته د خپلوټولو ناټويۍ ملګرو په شمول قدم پرقدم خپلو مواضعوته وروخيژی٠ دادی دډيرووحشيانه مرګونواوخرابيوپه نتيجه کې امريکا په ډول دډولونوعراقی خاوره بيرته عراقيانوته پريښودل غواړي٠ البته اوس ددغه ډول عملونولپاره هم دهغه ايرانه څخه استمدادغواړي چې د(( شرارت مرکز))يې بللی دۍ٠ هيره نکړوچې دبوش نوې خوبيا هم ناکامه تلاښ دادۍ چې په عراق کې دمصالحې په نامه يوبل ګام پورته کړي ٠ په همدې توګه ،پرواړه اوغريب خو قهرمان افغان ولس باندې دانګريزې امپراطورۍ دتيرو دووپيړيو مسلسلو ماتوسره سره يې دادۍ بيا نه يوازې انګليسې اوامريکايي اشغالګرانو خيټه واچوله بلکه دناټو ګرده زاړه اونوې غړی يې په ډيره سپين سترګۍ سره پرګران هيواد ورواوښتل اوپه زرګونوزرګونو افغانان يې شهيدان ، کورونه يې ورتباه اوکلې يې ورهواراولايې هواروي٠ په زړه پورې خولاداده چې اوس هم امريکايي واکداران هرهغه څوک چې دخپلې خاورې ، آزادۍ ، مذهب ، کلتوراونوروملې ارزښتونو مدافعه کوي ، تروريست بولي ٠اوس پرهيوادوحشتونه اوبربريت ورځ پرورځ داسې ډيريږي چې هيوادوال هم دمقاومت به خاطرسرښندنواوقربانيوته نوره هم تياری نيسي ، اوسړی ته دانګريزانوپه مقابل کې دافغانانو تيروقهرمانانه مقاومتونو اواتلواليو درسونه اوخاطرې ورپيادوي ٠ دتعجب خبره نه ده چې ددې غيوره قوم همت اواراده دومره توانايي لري چې دنړۍ دټولو امپريالستی اودهغوی دنوکرقوتونو په مقابل کې چې پخپل ټول قوت اوطاقت سره دخپلوعصری ترينوټانکونو، خوشه يې اوستروبمونو،راکټونو اونورووحشی وسايلو په واسطه مرګونه کوي اوخرابې رسوي ، مقاومتونه کوي اولا به يې هم وکړي٠ په همدغه وختونوکې خوندوره (! )لا داده، چې ځينې نړيوال مسؤل سازمانونه دم٠م دبشر دحقوقوسازمانوپه شمول په ډيره بې مسؤليتۍ سره وايي ،(( طالبان (دمقاومت خلک ) په ولس ننوتلی اوهغه يې دخپلو ساتلولپاره چترجوړکړ ي اودناټوپه بمباريوعام اوبې ګناه خلک وژل کيږي )) څومره عالی کشف اونه ماتيدونکی منطق ؟؟
لوړکشف (! ) نه داچې دتچاوزاتو اوجنګونو پرژرنده اوبه وراچوي بلکه دسيمې اونړيوال اصولوڅخه هم پوره داسې څرګندتيری دۍ چې دبشرحقوق دهغوولسونو حقوق چې دخپلې خاورې ساتنه کوي اوخپله آزادی غواړي په هيڅ ډول په نظرکې نه نيسي ، اوهمداسې نوموړی کشف ( ! ) دهغې غولونې اوخطاايستنې مظهردۍ چې هيڅ بادرکه اودفهم څښتن وطنوال نه پرې غوليږي اونه يې دمنلووړبولي ٠ دمثال په توګه :
١- نوموړی امپريالستی غولونکی سازمانونه فکرکوي ، کله چې پريوه ملت ډول ډول مردک دراکټونواوتوپونو دمردکو په شمول دمځکې اوآسمانه اوري نوهغوی بايدلمن ورته ونيسي اودغيرانسانی وحشتونو قربانی شي ؟ دهرډول منطق ، پوهنې اواخلاقوڅخه ليرې او خنداوره ده ٠
 ٢ -بله خبره داده ، همدغه ولسونه دي چې دمقاومت قوتونو ته ﻻخارجې تجاوزګرانو په مقابل کې ځای ورکوي اوتروسه پورې يې ساتنه کوي ٠ که داسې نه وي نود تجاوزګرانو اودولت قوتونه ولې دغه امتيازنلري چې په ولسونو ورننوزي اوځانونه وساتي ؟ دا هم ځکه چې ولسونه دتجاوزګرانو پرضد په بالفعل اوباالقوه توګه ځکه مقاومت کوي چې دفرهنګه نيولې تراقتصاد، ټولنيزواوتاريخی شرايطوپورې دامپريالستی اصولوسره نه اشتراک لري اونه يې ورته والی سره موجود دۍ .
٣ - ترټولو مهمه اواساسی خبره لا داده چې دغه بې خبره اوبې مسؤليته جباران څه پوهيږي چې طالب اوغيرطالب څوک اوڅه توپير لري ؟ همدغه طالب دۍ که ملا دولسی خلکو سره يې کالی ، ږيره اوبريتونه يې په يوشان ،رفتاراوکردار ، ښه اوبد، ايمان اوعقيده اوداسې نور ټول اجتماعی خصوصيات يې په بشپړه توګه سره يواوواحددي٠ دمقاومت خلک هغه ولسی پرګنې دي چې دولسی نورو برخو سره کومه خاصه نښانه نلري چې ورڅخه به جلا شي او ناټو يې تجاوزګران يې تر اورلاندې ونيسي ٠ نوموړی اضافی اوبې ځايه خبرې ددې لپاره کيږي مرګونه اوخرابۍ ، دکليوبربادۍ اوکورونوويرانۍ تبرئه کوي٠ پداسې حال کې چې عينيتونه ورځ په ورځ دا څرګندوي چې تجاوزګرناټويي قوتونه  غواړي دافغانانواومقاومت څښتنانو کلينزينګ وکړي اوحتی دانګريزی شيطانتونو په نتيجه کې دناټونوروهيوادونه په غيرشعوری توګه دافغانانوڅخه هغه انتقام واخلي کوم چې انګريزانوپه تيرودريو بې تناسبه افغان - انګليس جنګونوکې ماتې اوشکستونه ليدلی او خوړلی دي٠ البته ، دانګريزانوپه همدغه انتقامجويۍدتجاوزګرانو نورې برخې يانه پوهيږي اويا يې نه غواړي چې وپوهيږي ، خود خپلو عمده ستراتيژيکواونورو امپريالستی اقتصادی منافعو لپاره يې ارمان پوره مشترک دۍ ٠
دجاری کال دجولای دمياشتی په لومړنيوکې په افغانستان کې دانګريزانو نوی سفير پخپلو بې اساسه اواستعماری خبروکې داسې هم وويل : (( انګريزان ددريو لسيږولپاره په افغانستان کې پاتيږي اوافغانان دوی غواړي )) څومره دخنداوړخبره اوڅومره غټ درواغ ! که افغانانودا نړيوال استعمارګران اودنن ورځې امپريالستان غوښتلای ، نو افغانانو په لومړۍ افغان - انګليس جنګ کې ولې قربانۍ ورکولې ، ولې يې دا تجاوزګران له خاورې څخه پخپلو افغانی مقاومتونو اوقربانيو وايستل ، دميرمسجدی خان ، عبداله خان اچکزی ، امين اله خان لوګری اوداسې نوروسلګونو افغانی قهرمانومشرانودوطن دساتلو لپاره ولې سرونه پرلاسونو ايښي وو٠ په همدې توګه ، دافغان - انګليس په دوهمه جګړه کې دمحمدايوب خان په شان قهرمانانو ددې استعماری تجاوزګرانو پرضد ولې مبارزه کوله اودمشهورتاريخې ميوندجنګ انګريزی نوکرو سربازانو داووزروپه شاه اوخواه کې ولې خپل سرونه وخوړل ؟٠ دادافغانانوغوښتنه وه چې انګريزان يې نه غوښتل؟؟ تعجب آوره ده٠  په همدغه توګه دافغان- انګليس په دريمه تاريخې جګړه کې افغانانودغاږۍ امان اله خان په رهبرۍ څنګه افغانستان آزاد اوڅنګه يې په يوطرفه توګه خپل استقلال اعلان کړ؟ چيرې وه دافغانانوهغه غوښتنه چې انګريزان غواړي ؟ نوربه پسې راتيرشو، دادۍ نن ورځ انګريزان د٣٦ تجاوزګروهيوادو نوپه ګډون دخپلولمسيانو( امريکايانو)په رهبرۍ پردۍ واړه خوقهرمان ملت باندې راکښته شوۍ اوپه وحشۍ ترينو وسايلواوتکتيکونو هره ورځ په لسګونواوسلګونو افغانۍ نراوښځې شهادت ته رسوي ، کورونه اوکلۍ يې ورخرابوي اوپه مقابل کې نه يوازې انګريزۍ متجاوز سربازان مري بلکه امريکايي اوکانادايي بې خبرمزدوران  دسربازانوپه حيث هم وژل کيږي ، چيرې ده دافغانانوغوښتنه ؟ کوم منطق اوکوم اخلاق ؟ (( درواغجن دې درواغ وايي ، خورښتياګوۍ دې قياس کوي ))   ٠ ددې ډول درواغواوټګماريوسره  که نن ورځ يولړ ولسونه اوملتونه آشنا کيږي خو افغانانودتاريخی قهرمانانو په څير وختۍ لا شناخت ورسره پيداکړی دی٠ په زړه پورې لا داده چې په کابل کې امريکايي سفارت خپلوامريکايانوته دجارۍ کال دجولاۍ په ديرشمه خبردارۍ ورکړچې دکابل پوهنتون نژدې سيموته بايد ورنژدې نشي ځکه چې خطردی٠ اوس دنوموړۍ سفير درواغ به پرهمدې ځاۍ دوۍ ته ورپريږدو، دهيوادپرتاسف آوره اوناکامه حالت يولړخارجې ژورنالستانو، ولسې مشرانو،باخبره سياست پوهانواوحتی دولسې جرګې ځينوغړولاهم نيوکې کړې اودوحشيانه بمباريوغندنه يې کړې ده چې ناټويي قوتونه اودولتۍ بې روحيې پوليس اوسربازان بريالی نه دي٠ پدې ترڅ کې ، څه موده مخکې ښاغلۍ محمدهاشم وطنوال چې دښاغلۍ کرزۍ په انډيوالی سره  هم مشهور اودروزګان ولايت دترينکوټ ولسوالی څخه دوکيل په څير په پارلمان کې غړيتوب لري ، په مسؤليت سره يې ددولت دناکاميواوناتوانيوپه باره کې وويل چې حتۍ اوس اوس د روزګان ولايت په سلوکې ( ٩٠ ) برخې دطالبانوپه لاس کې دي٠ دغه ډول روښانه واقعيتونه داڅرګندوي چې دناټويي تجاوزګرانودخرابيواووسلواستعمالول بايدپاۍ ته ورسيږي اولازمه ده چې دخبروميزته ملت راوغوښتل شي ، که نه ، ددې جګړې لمبې به نه يوازې دسيمې مدنيتونه وسوځې بلکه ددريم نړيوال جنګ (( دباروتو پيټی به هم ژر دافغانستان په دروازه کې واوړي ٠)) نه په منځنۍ ختيځ کې٠ دنوموړۍ ډول شکايتونوپه لړۍ کې دجولاۍ پر ١٤ دانګلستان پارلمان يوه مستقل غړۍچې په کوم ټاکلۍ ګوندپورې يې اړه نه درلوده ، داسې اعلان وکړچې (( په افغانستان کې ناټويي قوتونه په ډيروحشت سره ولسې خلک وژني چې دتحمل وړنه دي ))٠ دنوموړۍ انګريزپارلمانی وکيل خبره اوانتقادپرځاۍ اوانسانۍ بريښي خواصلۍ خبره داده چې دناټو ځواکونه دامريکا اوبريتانيا په رهبری دخپلووحشتونواوبمباريوپه وخت کې دولسونواوملتونوپروانلري ، که يې لږبشردوستۍ درلوداۍ نوبه يې دعراق تاريخۍ اوبډاۍ هيواداوشهامته ډک ملت دخاوروسره نه برابرولاۍ، په زرګونوعراقيان به يې نه وژلاۍ اوميليونونه به يې دهيواده څخه امپريالستۍ هيوادونوته نه فراره کولاۍ٠ په همدې توګه ، که د نوموړوامپريالستۍ هيوادونوواکدارانويوه ذره انسانيت ته غاړه ايښودلاۍ نوبه يې دطالبانوپه نامه غښتلۍ اوقهرمان ولس تربمباريو، ټانکونو، راکټونو اونورووحشۍ وسايلو نه لاندې کولای ٠ داخبره هم څرګنده ده  چې که نن ورځ  ناټويي تجاوزګران دنوموړووسلو څخه استفاده ونه کړي ، نوبيله شکه چې په هغه ورځ به نه يوازې دناټو تچاوزات بندشي بلکه لښکرې به يې هم له هيواده څخه داسې په ځغاسته وي ، لکه ډاکتربرايدن چې دميوند له جنګه څخه ترپيښوره په تراټ ورسيدۍ٠ اوس نوکه دبريتانيا دپارلمان نوموړۍ مستقل وکيل په ټګماری سره دتمساح اوښکې نه تويوي اوپه رښتيا سره يې پرافغان ولس زړه سوځي نوبايد په ژوره توګه دخپل استعمارۍ دولت څخه په جدې ډول وپوښتي چې ناټويي تچاوزکارقوتونوولې پرافغان - قهرمان ولس باندې حمله کړې ، کلۍ اوښارونه يې خراب اوبيګناه خلک يې وژني ؟ پوښتنه بايد وکړي چې دافغان ولس سرنوشت ولې دانګريزانواوامريکايانو لخواټاکل کيږي ؟ په همدې توګه بايد نوموړۍ وکيل نوموړې سوالونه اوموضوعات په  نړيوالواوانګليسۍ مطبوعاتوکې په پراخه توګه توضيح کړي ، څووکولاۍ شي چې دهمدغې لارې دناټو تچاوزات افشا اويومهم تبليغاتۍ ګام پورته کړي ٠  دنوموړۍ وکيل په څير دادی په کاناداکې د(ن٠د٠پ ) دګوندرهبر  ( جيک ليتن ) په ډاګه وويل ((چې کانادايي اقليت دولت د( هارپر ) په مشری بايد پرناټو فشارواچوي څوپرافغانستان بمباری بس کړي )) دښاغۍ ليتن نظر هم بيله شکه انساندوستانه اودتقديروړدی ، خوبيا هم دا پوښتنه بايد خپل پارلمان اودولت ته وړاندې کړي چې کانادا ولې دامريکايي واکدارانو څخه کورکورانه متابعت کوي ، دافغانستان په خاوره يې تجاوزولې کړۍ دی؟ دڅه لپاره بيچاره ، غريب خوقهرمان ولس وژني اوهمداسې خپل هغه  سربازان دڅه لپاره په وينوکې غرق کوي کوم چې نه په هدف خبردي اونه يې هم دجنګ روحيه پاتې ده؟ دلته خبره اساسا داده چې ( ليتن) بايد نوموړۍ بشپړۍ انسانۍ خبرې راپورته کړي نه سربنايي اونيم بندې ٠ که چيرې کانادايي محافظه کاردولت دهارپرپه مشری واقعا وغواړي چې افغانی سرتيری، ولسی خلک اوکانادايي لښکرې دمرګونواوتلفاتو څخه وساتي ، نو په کارده چې مساله دميزپر سر دخبروله لارې طرحه کړي ٠ دامساله چې (( بايد افغانۍ سربازان دکانادايي نظامی ادارو لخوا تربيه اودجنګ لومړی خط ته ولويږي )) په هيڅ ډول دمسالې دحل سره مرسته نشي کولاۍ٠ بلکه بيا هم دکانادايي لښکروتجاوزکارانه حالت پرخپل ځاۍ پاتيږي٠ عملۍ اومنطقۍ خبره داده چې دافغانۍ ټولنې هم ټول ګروپونه اوګوندونه ، قومونه اوولسونه کوم چې دټولنې مختلفې اجتماعی برخې جوړوي ديوه باصلاحيته نړيوال هيئت په مرسته يوداسې دولت رامنځته کړي چې دافغانی ولسونو مادی اومعنویګټې پکې خوندې وساتلې شي٠ په همدې توګه بايدناټويي سربازان دخپلووتلونيټه وټاکي ٠ داهم ځکه چې افغانی ولسونه دخارجې لښکروسره پخپل هيوادکې ، نه داچې يوساده حساسيت لري بلکه ډيرژورنفرت يې په اوږده تاريخ کې لا ورسره ثبت دی ٠  په لنډه توګه، دټولونړيوالوهغودولتونو اوګروپونوڅخه غوښتنه کيږي چې په ډول دډولونوپرافغانې ټولنې زړه وسوځي ٠ دناټويي تجاوزګرانه استعمارۍ ارمانونو پرضدچې دملتونو اوولسونوپرسرنوشت دخپلوشومومنافعوپه خاطرلوبې کوي ، ټول اړخيزې مبارزې پيل اودنړيوالې سولې لپاره  کلک ګامونه پورته کړي٠ همداسې دټولوافغانانو اومختلفوولسونو، خصوصا دهغوروشنفکرانواوپوهانولپاره دامساله پرته ده چې دهيواددخلاصون لپاره يومعقول ، مضبوط اووطنی پروګرام  اوپه ګډه دګران هيواد دخپلواکی اواستقلال لپاره دننۍ زمانې دغوښتنو سره سم هغه قهرمانی وښيي کومه چې زموږنيکونو په تيرودوروکې دخپلواکی په خاطرښودلې دي ٠ داچې ځينې روښنفکران دناټويي اوسنيو اعمالو اووحشتونو ته دهيواددجوړيدو په خاطر انتظار باسي ، ډيره لويه غلطې ځکه ده چې امپريالستی تجاوزګرانوتل دنوروملتونووينې څښلې اوټولنې يې په اورکې وراچولې دي٠ دنن ورځې هايتی ، عراق ، يوګوسلاويا اوګران افغانستان ته وګوری چې ټول مادۍ ، معنوۍ اوفرهنګۍ ارزښتونه يې دخاوروسره ور برابراولا يې هم دخاورو سره وربرابروي٠ په همدې توګه بايد داستعمارۍ هيوادونو دپلوماتانوته چې يا دتمساح اوښکې تويوي اويا خطا ايستونکی ،نيمګړې اودواقعيته څخه ليرې نظريې وړاندې کوي ، انتظارونه باسواوطمع ورته ونکړو٠ بلکه دقلم خاوندان دقلم په څوکه تربلې هرډول اجتماعۍ اوسياسۍ موضوع لومړۍ دوطن دخلاصون اواستقلال موضوع بايد په روښانه توګه اوميړانې سره توضيح کړي ٠ په ډيرتاسف چې ځينې روشنفکران په هيڅ صورت دهيوادخپلواکی، مظلوميت اودامپريالستی قوتونو ظلمونه اووحشتونه په نظرکې نه نيسي ، دافغانۍ ميړانې څخه استفاده نکوي اوحتۍ کله کله پښتواودرۍ ( فارسۍ ) سره جنګوي، خوکله هم دپښتواوپښتوترمنځ اختلافات دمعيارې ژبې په نامه داسې منځته کوي چې تراوسه يې نه دمعيارتعريف کړۍ اونه دمعيارۍ ژبې په مفهوم پوهيدلې اونه هم دمعيارۍ کيدوزمان اومکان ورمعلوم دی٠ دانوداسې وخت دی چې افغان اوخاصتا پښتون ولس هره ورځ تروحشتونولاندې دی خودوی يې په غم کې نه دي٠ په هر صورت ، داستعماری هيوادونوځينې سياسيون اويايي نظامی واکداران دافغانانوپرحالت دتمساح اوښکې تويوي اونيمګړې نظريې وړاندې کوي خودعقيدې اوميړانې خاوندان نه په خطا وزي، بلکه، برعکس هغوی خپلو قانونمندومبارزوته ادامه ورکوي اوبايد ادامه ورکړي ٠

په درناوی

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.