|
انجنيرسيدعبدالقادر
سوځول ئې مکتبونه دجهادناره بې وکړه
چورول ئې دفترونه دخپل ځان چاره بې وکړه
دښوونځيوسوځول جهاددي، که جنايت؟
په هره ټولنه کي چه انسانان ژوند کوي دعلم او پوهي وزده کړي ته ضر ورت لــــري چه دعلم او پوهي په ر ڼا کي انسانان کولا يسي خپلو خلګو اووطن ته دښه خدمت مصدر وګر ځي او هم دغه علم دي چه انسانان دښې اوبدي
لاري توپير په کولايسي ځکه نو داسلام په مبا رک د ين کي دعلم زده کړه پر هر مؤمن با ندي فرض بلل سو يد ه
٠ په افغا نستان کي تر ٤٠ مي لسيزي پوري په ښارونو کي لمړ ني زده کړي تقريبا اجبـــــا ري شکل نيولي ؤ
و حتي په ځينووختونوکي به دمعا رف چار واکو دامنيتي پوليسو په همکا ري دقا نوني سن سره سم هلــــکان ښوونخيوته شا ميلول . ولي داناثو قشر بيا دخپلوکورنيودخوښي سره سم په ښوونځيو کي شاميــــليدل ، دا ځکه چه زمو ږ دوطن اکثريت خلګ دمملکت داقتصادي ورسته پاتــــه والي اوهم دځينو همسايه مملکتونو دشومو تبليغاتو تر تاثير لاندي راغلي وه او داسي عقيده ورته پيدا ســــوي وه چه که اولادونه وښونځيو ته شامل کړي هلته ئې اسلا مي عقيده ضعيفه کيږي او په دې ګناه کي بيا والدين هم ورسره شامل دي . نو ددي ګناه دبيري له کبله يي دخپلو اولادونودپاره وديني زده کړو او نورو کسبونو ته تر جيح ورکول ، ځکه دنيژدي ګټودراتلو امکا نات هم په نورو کسبو نو کي ليدل کيدل ٠
ولي د٤٠ مي لسيزي په درشل کي په مملکت کي دروشنفکري قشر مختليف سياسي، اجتماعي او کلتوري جوړښتونو او دمملکت دورسته پاته والي پر ضد دهغو منظمو سيستماتيکو تبلــــيغاتو دوطن لوي اکثريت دخوبه راويښ کړ او دملکت دهر ګوټ په خلګو کي دتعليمي اوتحصيلي زده کړو سره علا قه پيدا سول .دمعارف چارواکو هم دخلګو دضرورت سره سم دمملکت په مختليفو سيمو کي دنووښوونځيو په جوړولوبا ندي شروع وکړه، ولي ديوي لسيزي په موده کي دکـــــورنيو دومره علاقه ډيره سولــــــــه چه په ١٣٥٧ کال کي دمملکت په مختليفو ولا يتـــونو کي خلګو دنـــــــووښوونځيو دجوړولــــــو دپاره دخپلي فزيکي او اقتصادي همکاري اعلان وکړ او دوطن دمحترمو مــــــــلي تجارانو په شمول يي دمعارف بانکي حســـــــــــاب ته خپلي اقتصادي ونډي ور اســـتولي چه په ١٣٥٧ کال کي دولت وکړای سواي چه دخــــپلوخلګو په مستقـــــــيمه همکار ي ١١٠٠ښوونځي جوړي اود نوي نسل دروزني دپاره داستفا دي وړوګرځيدلې ٠
بايدوويل سي چه تيرودولتونويعني تر١٩٩٢ کال دتعليمي اوتحصيلي لوړوزده کړودپاره ډير مؤثراو دوخت داړتيا ووسره سم دپرمختګ عملي پلانونه مخ ته ايښي اوپه دي لاره کي قدم پر قدم مخته ته تلل ٠ مثلا په څلويښتمه مه لسيزه کي دکابل دنوي پوهنتون ،جمنازيوم ،ليلي جوړول چه دامريکا په قرضه اوفيدرال المان په ډيزاين اونقشـــــــــه جوړ اوداستفادي وړ وګرځـــــيدي اويا دکابل پول تخنيک انســـــيستوت ، عصري لوي جمنازيوم ، ليلي ، دمحصلينودپاره لو يه عصري مسجدجامع ډير مختليفه سپورتي ميدانونه اوهم دکابل اومزارتخنيکمونه جوړ ول چه دا ټوله دپخواني شوروي اتحادپه قرضه او
ددوي دانجينرانوپه ډيزاين ، نقشه جوړ اودنوي نسل داستفادي وړ وګر ځيدل چه پخواني شوروي اتحاد دا ټوله قر ضه په ١٣٥٧ کا ل کي دافغانستان دولت ته ور وبخښل ٠ او هم په ٤٠ مه لسيزه کي دننګر هار دنوي پوهنتون جوړول او تا سيسول چه دا ټول هغه ستر قدمونه وه چه دملکت دپر مخــــــتګ دپاره ئې په هر اړخيز ډول لا ري خلاصولي او تر هــــــــر څه مــــــــــــهمه خبره لا هغو دولتونوته په دي عر صه کـــــــــــي دا وه چه دنوي پوهنتونونوپه تاسيسولو کي نه تنها دنوي نســـــــــل دتحصيلي روزني کميت په نــــــظر کي نيول کيدي بلکه دپوهنتونونودتددريس ورکولووکيفيت ته تر هر څه ډيره توجه کيدل او په وا قيعت کي دکابل پوهنتون او دکابل دپلتخنک انستيتوت داسي ورزيده استادان درلودله چه داروپا په لوړو پوهنتونونوکي هم درس ورکړي ؤ اوپه خارج کي دهغو دپاته کيدو دپاره هم ښه امکانات او امتيازونه ومخ ته پراته وه ولي د
ا پر خپلو خلګو او وطن مينو استا دانو دخپل وطن دنوي نسل سالمه روزنه او تربيه ئې تر هر بل پردي امتياز ښه او بهتره وبلل ٠
ولي متاسفا نه دافغانستان اوسني حاکميت څښتنان لکه دنورو اداراتو سره چه په سالموکادري مقرريوکي لوبي کوي دپوهنتونونوپه تاسيسولوکي هم نمايشي لوبي شروع کړي دې هغه دا چه د پينځو پوهنتونونوڅخه ئې دڅلوروکالو په جريان کي په مملکت کي تعداد و ١٩ پوهنتونونوته ورسا وه ٠ په دا سي حال کي چه دکابل پوهنتون داستادا نودجدي کمبودي سره مخا مخ دي نو نور پوهنتونونه خولا پريږده حتي په ډيرو پوهنتونوکي لس کسه په شمير دپوهنتون دعلمي لاحيه سره سم لسانسه استادان وجود نه لري نوپه نتيجه کي به نوي نسل دپوهي په کمه سويه ددۍ پوهنتونونوڅـــــــخه فارغيږي ايا دا به څونه لويه ضر به وۍ زموږ دملکت دپرمختګ په مخ کي په داسي حال کي چه دافغانستان لوړ چارواکي په ډير افتخار سره نوي پوهنتونونه په پخواني زړو ادارو کي افتطاح کو ي چه هيــــــــــــڅ نوع تددريسي او اداري حداقل ملحقات نه پکښي ليدل کيــــدل بايدوويل سي چه دڅو لسيزوو را هيسي بيا تر١٩٩٢ کال پوري دپوهنتونونو اودکابل
پلتخنيک دانستيتوت څخه په ســــــل ها وو مسلکي ورزيده کادرونه فارغـــــــــيدل اوددولت په مخــــــتليفو وزارتونواونورواداراتوکي به ئې دډاکټر ، انجنير ، استاد ، اواداري کادر په حيث په خپلو وظيفو شروع کول اوددې مسلکي کادرونو تعداد به هر کال مخ په ډيريدو
و اوهم د دې وڅنګ ته به هر کال دپوهنتونونوداستادانو په شمول تقرپبا ١٥٠٠ دلمړي صنف ممتاز محصلين به يوتعداددوستوهيوادونوته دتخصصونواودلوړوزده کړودکولودپاره معرفي کيدل چه دتحصيل کولووروسته به خيل وطن ته په ډپره مينه راستنيدل اوددولت په مختليفو اداراتو کي به ئې دماهر کادر په حيث په خپله وظيفه شروع وکړ ه چه ددوي په راتګ سره په دولتي اداراتوکي دخارجي متخصيصينو تعداد هم مخ پر کميدو سوو دا ځکه چه دهغو ځاي افغاني ځوانو متخصيصينونيوي اودخپلو خلګو اووطن سره په ډيره پاکه مينه خپله وظيفه مخ ته بيوله ٠ چه دي علمي پروسي دډاکټر نجيب الله ددولت تر سقوط پوري دوام وکړ ولي کوم وخت چه سيا سي قدرت دجهاد تنظيمونوته انتقال سوو ،څو ورځي وروسته دچوکي پر سر دجهاد دتنظيمونو درهبرانو تر منځ جنګونه هرڅه دنابودي سره مخا مخ کړل دکابل پوهنتون ،دکابل دپلتخنيک انستيتوت اوهم دکابل اجتماعي علومو انستيتوت عملا دجهاد دجنګ سالارانو په جنګي قرارګاو وباندي تبديل او هرڅه ئې دکابل دنورو اداراتو په څير دجهادي تنظيمونو له خوا چور او چپاول سول حتي دپوليتخنيک دانستيتوت دمحصيلينو دښکلي مسجد جامع ډيري ښایيستي قيمتي قاليني هم ددغوجهادي تنظيمونودخواه څخه چور اوچپا ول سولي چه نن ورځ دپوليتخنيک محصلين پر وچه مځکه باندي خپل لمنځ کوي بايدوويل سي چه ترشدېدوجنګووروسته دکابل پوهنتون اودکابل د پو ليتخنيک انستيتوت دروازي صرف په نامه خلاصي وې ځکه هر څه ئې ځني وړي او سوځلي وه چه د طالبانو په حاکميت کي بيا هر څه دخاموشي سر ه مخامخ سول چه دا نو دافغانستان دلاس تړلي غيور ملت دخارجي دښمنانوخاصتا دپاکستان ددولت دپاره ډير دخوښي اوخوشحالي وخت ووځکه دامريکا اوانګليس په مستقيه همکاري ئې پر يوه داسي غيور ملت خپل دظلم ځنځيري کړۍ راوګر ځولې چه يووخت ددې غيور ملت تر پراخو وزرونو لاندي دځينواوسني همسايه مملکتونواودهنددلويي وچي دډيري برخي خلګو خپلي شپي اوورځي تيرولي ولي اوس ددوي د
د ظلم په جالونوکي داسي بند پاته سوچي هرځه يي ځني چوراوچپاول کړل حتي زموږ دمملکت دتاريخي قدامت اثار دپاکستاني سالارانو په لويه سرمايه تبديل اوپه يوتعدادئې خپل دکور سا لونونه هم ښایسته کړي دې حتي دبينظير بوټو دکور تر سا لون پوري هم رسيدلي دې ولي بايد هيرئې نکړو چه افغان معنوي کلتورهم په دې دوه نيمو لسيزو کي دپا کستان او ايران له خوا تر سختو ضربو لاندي راغلي دي اودپاکستان سالاران غواړي چه خپل ورته پاتي انګريزي کلتور باندي زموږ افغان معنوي کلتور را ګډوډکړي چه په دې هکله ئې دخپلو مختليفو تاکتيکونودلارئې ډير څه هم تر لا سه کړي دې چه افغان ملت بايد وڅنګ ته دنظامي دفاعي جبهو، ودې مهمي جبهي ته هم دپام وړ اکمالات وکړي
بايد ويل سي چه تقريبا د١٣٥٨ کال دشروع څخه دپاکستان اوايران په همکاري هغه پخواني تنظيمونوچه په شاهي رژيم کي اساس ايښوول سوي وواوپه پا کستان کي دافغانستان ددولت پر ضد تر نظامي تربي لاندي نيول سوي وه دمملکت په ګوټ ګوټ کي نا ارامي پيل کړي چه ډير ژر ددې نااراميو رهبري امريکا او غربي نړي په لاس کي و اخستل چه په دي لحاظ په پاکستان اوايران کي نوي تنظيمونه تشکيل چه په پاکستان کښي تعداد ٧ او په ايرا ن کي ئې تعداد ٨ ته ورسيدي ٠ لمړي ئې دلويولارو امنيت دستونځو سره مخامخ کړ اوبيائې پر محلي اداراتو باندي حملي شروع کړ ي نو که به ئې هره محلي اداره دموقت وخت دپاره هم نيول لمړي به ئې دافغا نستان دملت دخارجي دشمنانو په مشوره دهغه محل ښوونځي داور په لمبو کي سوځولي اوبيا به ئې دملت محلي ادارات چور اوچپاول کړل چه دښوونځيو دسوځولو پر وخت ډير پاک پر وطن مين معلمين او پاک بې ګناه دښوونځيوشاګر دان هم ددوي په مردارولاسونوپه شهادت رسيدلي دې او که به دجهاد تنظيمونودښوونځيو دسوځولوامکانات پيدانه کړه نوبه ئې دهغومکتبونومعلمين او شاګردان په پټه تهديدول او هم هغه معلمينو اوشاګردانوچه ددوي وتهديدونوته اهميت نه ورکاوه بيا به ئې تروره ول او که به دهغو دترور امکانات ورته برابر نه سول بيا به ئې دخپلو اجنټانو په ذريعه دهمدغو ښوونځيو دشاګردانو دڅښلو په اوبو کي به ئې مسموم کننده مواد ورګډ کړل چه په نتيجه کي به په زر هاووپاک زده کونکي مسموم او حتي ځني به په شهادت ورسيدل چه دا ټول هغه شيوي اوتا کتيکونه وه چه دجهاد په نامه دمختليفو تنظيمونو دخواه څخه دامريکا ، غربې نړي ، په مادې همکاريد ايران ، او پاکستا ن اي ايس اي په مستقيمه لارښوونه تر سر ه کيدل څوددي لاري څخه پر افغان غيور ملت باندي دعلم او پر مختګ دروازي وتړي ولي دا دتمدن او پرمختګ ضد انسانان په دي نه پوهيدل چه دخپل کور دعلم ډيوي خاموشه کوي او ملت دتاريکي کندي ته ور اچوي او بالا خره ځانونه دپردو تا لي څټي کوي ٠ دمثال په ډول دکندهار دولايت د٤٤٢ دښوونځيودجملي څخه د ١٣٦١ کال تر اخره پوري ٤٠٢ ښوونځيۍ دجهادپه نامه دمختليفو تنظيمونو له خواه څخه وسوځول سولې اوپاته په ٤٠ ښوونځيوکي ډير ه کمه فيصدي شاګردان او معلمين حاضريدل ځکه دتمدن او علم ضد انسانانو تر تهديدونولاندي وه چه تنها دکندهار دولايت په سل هاووپاک معلمين اوپاک شاګردان دجهاد په نامه دتنظيمونو دخواه څخه په شهادت رسيدلي دې چه دملکت په کچه دسوځول سووښوونځيوشمير شايد تر لس زرو هم ډير سي اودپاکومعلمينواوپا کو شاګردانو دشهادت شمير شايد وزرهاووته ورسيږي چه داو ودافغانستان دخارجي دشمنانو او دجهاد په نامه تنظيمونو ستره جفا دافغان ملت په مقابل کي ٠ ولي په هغه وختونو کي ، دافغانستان ددولت ځينوخارجي مخالف دولتونواوهم ايران اوپاکستان دجهاد تنظيمونو دا عمل يوښه اودافتخار څخه ډک دوطنپرستي عمل وايه مګر اوس امريکا اوغربي نړي او دافغانستان دولت دطالبانو په ذريعه دښوونځيو سوځول دافغانستان دملت په مقا بل کي ستر جنايت بولي اود افغانستان دخلګو دخارجي دښمنانو توطيه اوښکاره لاس وهنه بولي بايدووايوچه جنايت په هر وخت کي جنايت دې داسي نسي کيدلاي چه دمکاتبو سوځول يو وخت افتخار او بل وخت جنايت وبلل سي چه ددې افتخاراتو اوجناياتو عملي نتيجي زموږ لاس تړلي ملت په خپلو سترګو ګوري وبيان ته ئې حاجت نسته ولي اوس چه په مملکت کي دامريکا تر بيرق لاندي په تړلو لاسونوبا ندي ددموکر اسي اواز پورته سوي دي اودولت هم دښوونځيو دبيا جوړولو څه نا څه ناري وهي ولي دپاکستاني سالارانو تر مستقيمي لار ښووني لاندي ددوهم ځل دپاره زموږ ونوي نسل ته دپخواه څخه پاته ښوونځي چه تقريبا شلوفيصدوته ر سيږي بيا دطالبانوپه ذريعه داور تر لمبو لاندي راغلي دې او دا پاکستاني سالاران نه غواړي چه په ډيره اساني سره ددي غيور ملت لاسونه دخپلو ځنځيري کړيو څخه خلاص کړي امريکا هم په دي هکله خپل دوه مخي سياست مخ ته بيائې چه په نتيجه کي زموږ دغيور ملت بچيان هره ورځ دپاکستان دترورستي کړيوپه ذريعه قربا ني کيږي ٠
دښوونځيو دسوځولودمخ نيوي دپاره دحل لاره :
که موږد ١٩٧٩ کال څخه بيا تر نن پوري وګورو زموږ مملکت دبيګانه وو دمستقيمو اوغيرومستقيمو يرغلونولاندي راغلي او ډيره لويه انساني فاجعه منځ ته راوړي اود مملکت اقتصاد اوهر څه ئې دنا بودي اوخاموشي سره مخامخ کړي دې نو که اوس دامريکا تر مشري لاندي جهاني ټولنه په رشتيا دخپلو ستراتيژيکي اهدافو ترڅنګ دافغان ملت ګټي اواينده هم په نظر کي نيسي اود افغاني بي ګناه ووخلګو دوژني مخ نيوي کوي نو بايد دخپل پخواني اواوسني ملګري پاکستان دولت ته ووائې چه دافغانستان په امور و کي مداخله بنده کړي او خپلي ترورستي ډلي وافغانستان ته ونه ليږي چه هغه صورت کي به افغانستان دارامي پر خوا ه روان سي ولي وڅنګ ته بايد دافغانستان مصلح قواوي په عيني او واقعي ډول جوړي سي نه داوسني نا سالمي ستراتيژي له مخي چه دولت ومخ ته ايښي ده اوهم بايدداسي يوه دولتي
اداره جوړه سي چه دمسلکي پوهي دوطن پرستي احساس اودخلګوداکثريت داعتماد وړوی ولي متاسفانه اوس تقریبا ٠
٩ فيصده لمړي درجه چارواکي دخپل راتلونکي ښه ژوند دبرابريدوپه فکر کي دې په خبروکي ځان دخلګو سره شريک اودوطنپرستي خبري کوي ولي په عمل کي دخپلو جيبونوپه ډکولو اخته دې هيڅ نوع صداقت نه پکښي ليدل کيږي اودخلګو په مقابل کي ځانونه مسؤل نه بولي او دا اکثريت لوی چارواکي خپل ترمنځ په يوه نا مشروع ورور ګلوي کي دوطن دمنقولي او غير منقولي شتمني په چورولواولاس ته راوړلو کي سره يو ځاي سوي دې اوخپل ترمنځ تر هر جرم رشوت اواختلاس سره تيريږي ځکه نودپنځو کالو په مدت کي اضافه تر دولسو ميليار ډو ډالرو جهاني کمک دمصرف حساب ورک اويو پر بل ئې سره اړه وي او تر نن ورځي پور ي هيڅ يو وزير ددي حساب په ورکولو باندي نه دي مکلف سوي اونه متهم سوي ځکه نو ښکاره معلوميږي چه اکثريت ددوي پکښي شريک دې ځکه نو لازمه ده چه ډير جدي عميق تغيرات ددولت په ټا په اداره کي راسي اودا په اوس وخت کي جهاني ټولنه کولای سي اوکه نو هغه متل چه وائې اوبه چه دپاسه خړي وي په کښته کي نه سي صا فيدلاي
دښوونځيودوسوځولوڅخه دافغان ددښمنانو هدف څه وواوڅه دي؟
په يو ملکت کي دعلم اوپوهي پر ضد مبارزه هر وخت دخارج څخه سازماندهي کيږي چه په نتيجه کي دښوونځيو سوځول دمعلمينو اوزده کونکوشهادت دا ټول هغه څه دې چه خارجي دښمنان غواړي په دغه تهديدونو سره ځوان نسل دعلم او پوهي دزده کړي څخه محروم او لري وساتي او د دوي دبيکاري څخه په ناوړه استفاده ددولت په مقابل کي دجنګ ليکي په تودې کړي ځکه که ښوونځي فعاله وي معني دا چه ځوان نسل په خپلو تعليمي زده کړو مصروف اوددولت داخلي اوخارجي دښمنان نه سي کولاي چه دخپلو شومواهدافو په خاطر ددولت په مقا بل کي ودروي اوکه دښوونځيو دروازي پر وتړي نوځوان نسل بيکاره کيږي او بيا په اساني سره دښمنان په مختليفو تاکتيکونوباندي دجنګ وليکو ته راکشوي او اودځينوڅخه ئې په اخر کي مسلکي جنګ سالار ان جوړوي چه بيانو خپل ژوند اوخوشحالي تنها په جنګ کي ويني چه په افغانستان کي زموږ خلګ په خپلو سترګو باندي ليدلي اود مملکت دپرمختګ په مقابل کي هم دلوي خنډ په څير ولاړ دې ٠
دوهم هدف دښونځيو دسوځلو څخه دادي چه دا خارجي دښمنان غواړي چه زموږ مملکت همدغسي تاريکي کي وساتي دعلم اوپرمختګ دروازي پر وتړي هرڅه هستي ئې ځني يوسي او تر خپل لاس لاندي ئې وساتي چه دا ټوله زموږ دخلګو ومخ ته تيريږي نولازمه ده چه افغان ملت په يوه موټي سره دخپل وطن دفاع او پرمختګ ته لاسونه سره ورکړي.
|