ليكنـــــــــــــــــــې

 

میوند اشنا

دا شی خوهم  دکلتور  وزارت لاس ته راوړنه ده

(لومړۍ برخه)

ګرانو !هېواد والو  په هغه ځای کې چې  یو رنګ ګلان وي هغې ته خلک پټی وایي او په کوم ځای کې چې رنګه رانګ ګلان وي هغه ځای ته  بڼ وېلکېږي چې زموږ هېواد هم  په شان  د یو بڼ دی  چې رنګه رنګ ګلان پکې دي او  هر ګل ځانته  رنګ ، ښکلا، خوشبو ، ښایست ،  او مقام لري  خو د دې ټولو ځانګړتیاو سره سره دا ګلان د  افغان په نوم یادېږي  او مونږ چاته دا حق هم نه ورکو چې  راشي  او د ځانه  پدې ګلانو نوم کېږدي  او سمدلاسه یې په رېبلو لاس پورې کړي ،او د افغان سپېڅلی نوم خدای مه کړه راله د خاورو لاندې  کړي .

 څنګه  چې تاسو خبر یاستئ چې  د  اکتوبر  ۲۰۰۱ کال د خونړۍ بمبارۍ نه مخکې د امریکا پوځي او جاسوسي لښکرې   څو اونۍ د مخه   تاجکستان او ازبکستان ته  هغه  وخت  راورسېدلې  چې د همدغه هېوادونو ځینې غوښتنې یې په یوه غونډه کې  د روسې  په منځګړیتوب   په ځان ومنلې   چې  په یوه غونډه کې خو   د شمالي ټلوالې  هغه څېرې   کومې چې  د لږکیو په  استازيتوب   نن ځانونو ته مارشالان  اوملي مشران  هم وایي  شتون  یې  درلود چې په ترڅکې یې د شمالي ټلوالې  مشر رباني یې د مشرۍ نه ایسته کړ او قانوني یې  د ټلوالې نوی مشر کړ او د همدغه تاجکستان نه یې د جرمني په لور  واستو چېرته چې جناب عزتمآب   حامد کرزی صېب د بون په نوم غونډه کې د افغانستان ولسمشر وټاکل شو .

 د مشرۍ څوکۍ  تر لاسه کولو نه وروسته عزتمآب چې د خپلې ادارې د قانون  جوړولو لپاره کومه غونډه د اساسي قانون په نوم (جرګه )جوړه کړې وه نو  په هغې کې یې  د پښتو  ژبې سره نورې ۷  ژبې هم رسمي کړې چې پدغه ۷  ژبو کې یوه  ازبکي ژبه هم وه  او دا یې هم وویل چې زه به یوه ورځ ازبکي  ژبه زده کوم  دا چې عزتمآب صېب به ازبکي ژبه  زده کړي وي او که نه ؟  خو د دۀ  دم ګړۍ سلطنت کې ازبکي یوه رسمي ژبه  ده چې د قانون لمخې دا اوس د ازبکانو  حق دی  چې ووایي زمونږ د افغانستانیانو مشر دې  په رسمي ژبه ازبکي  هم خبرې یا بیانې ورکړي

د همغې لومړۍ ورځې نه  چې د عزتمآب   د کابینې نوی قانون جوړ شوی دی  په هېواد کې د ازبکانو په شمول ټولو لږکیو کې سړی نا سړی معلوم ندی  هر چا د خپل قام  په نوم  د ځانه   قوال او خبرلوڅ جوړ کړی دی  او د  راډیوګانو او ټلویزیونو سره  مرکې   کوي او هر څه چې یې  ووېل  دغه یې په قانون کې   حق لیکل شوی دی ((   چې بېلګه یې د امن جرګه وه چې د ازبکي بي بي سي داسې خبر پکې خپور کړو چې دا جرګه د افغانانو ده  او د دواړو خواو پښتانۀ پکې سرا راغونډ شوي دي  او موږ ته کومه ګټه نه رسوي  ))   چې ورته غوبل یې  په وېبپاڼو او ورځپاڼو کې هم جوړ کړی دی  که یقین مو نه راځي  لږې ازبکي او پاړسي خپرونې وڅارئ  که مو پکې د هېواد  د سوکالۍ یوه خبره پېدا کړه  زه به مسلمان نه یم بې له  فساد او شر اچونې نه او په موږ افغانانو خو یې پدې خوا یخه نشوه چې پاکستانيان راته ووایي  اوس راته ورسره یهودان هم وایي  اولوی  واړۀ  ښځه  نر  پدغه مرض اخته  دي او پښتنو پسې بد رد وایي ،   که  داسې خبرې چېرته کوم بل  هېواد کې لږکي وکړي  او یا د افغان په ځای ځانته  افغانستاني ووایي نو دواره ورله خولۀ  په سوک  وهي او څټ ته یې ورله اړوي  خو دا چې زمونږ سوک نشته چې د دې یو شمېر مرضیانو خولۀ پرې کږه کړو نو دا خو کولای شو چې دا خپله خولۀ  د بل سوک ته ونیسو او راباندې کږه  یې کړي .

ازبکي د لږکیو هغه ژبه ده چې خپله په افغانستان کې  هم پدې نه ارزي   چې د راډیو او ټلویزیوني  دوه یا درې ساعته نه زیاتې خپرونې ولري   بې له هغه ځای چې دغه ټبر پکې  ځای په ځای شوی دی  خو انګلیس غږ راډیو ( بي بي سي  او دم ګړۍ د عزتمآب سلطنت  او  ورسره  د یو درځن کلتور ونو وزارت  )  اوس دغه ژبه  د افغانستان لپاره د پښتو ژبې سره  څنګ په څنګ کړه لکه د پاړسي چې د یرغلګرو د راتګ نه مخکې پاړسي هم یوازې    د افغانستان د شمال لپاره خپرېده  چې اوس ازبکي هم  د شماله لاس پورې کړې دی او لکه د پاړسي زموږ  هېواد په غېږ کې واخلي  ، ځکه چې  ازبکان پدغه خپرونو کې داسې هم وایي چې د ازبکي ژبې لپاره دې خپله  افغانان ( موخه یې پښتانۀ دي ) د پاړسي په شان   کار وکړي  او د ټول هېواد لپاره دې خپرونې چمتو او خپرې کړي  که څه هم پورته یاد شوی وزارت یې  ټول په خدمت کې  دی  چې اوس ازبکي ژبې ته د نړۍ نورې ژبې هم  ورژباړي  او ګومان خو داسې کېږي چې د کلتور وزارت   د ازبکي ژبې لپاره  د پښتنو خبریالانو په روزنه  لاس پورې کړی وي  او لکه چې عزتمآب صېب هم  په ازبکي  ژبه  بیانې ورکولو ته نژدې شوی دی  ځکه چې نور خو د دۀ په سلطنت کې  قامي انډول سم  دی خو یوازې یې په بیانه ورکولو کې نا انډولي ده  چې ښاغلی به ډېر ژر دغه ستونزه هم د مخې  نه یوې خواته ټېله کړي  او زموږ ایمان هم ورته ښه معلوم دی چې نور هېڅ کولای  نشو بې لدې نه چې ورته  ووایو جناب عزتمآب صېب  !!!  پساتۍ دې راباندې وکړې

د پلار زانګو مې زنګوله
راباندې غږ شو چې نیکه دې پېدا شونه

نور بیا

بله لیکنه کې به د دې نه خبر شئ چې ازبکان  دې دنیا ته کله راغلل او بیا افغانستان کې د کومه شول .

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.