|
میوند اشنا دا شی خوهم دکلتور وزارت لاس ته راوړنه ده وروستۍ برخه د کمونستانو د قبضې نه مخکې دغې ټولې سیمې ته ترکستان ویل کېدۀ خو کمونستانو دغه ترکستان او یو موټی سیمه په نسلي او ژبني توکمونو وویشله چې د ازبک په شمول پنځه نور توکمونه هم پکې په خپل نوم یاد شول لکه قزاقان، ترکمانان، کرغیزان ، آذربائیجانیان ، او تاجکان خو یوازې په ۲۷ اکتوبر ۱۹۲۴ عیسوي کې ازبکستان او ترکمانستان د جمهوري هېوادونه په توګه ونومول شول چې تاجکستان تر ۱۹۲۹ عیسوي پورې د ازبکستان یوه برخه وه او د قزاقستان یوه برخه قراکلپاک هم په ازبکستان پورې په کال ۱۹۳۶ عیسوي کې ونښلول شوه . دازبکانو دنیا او ترکستان ته راتګ : د ازبک، مانا ده آزاد ، یا خپل سره ، چې دا د ترک ټبر یوه خانه بدوش قبیله وه د څورلسمې عیسوي پېړۍ په شروع کې ازبک ټبر د ترکیه څخه راوخوځېد او په ترکستان راننوت چې د دغې قبیلې د سردار نوم ( ازبک) وو ازبک سردار د ۱۳۱۳ عیسوي نه بیا تر ۱۳۴۵ عیسوي پورې په قزاقستان باندې حکومت هم کاوۀ خو چې کله ازبک پاچا مړ شو نو ورپسې وروسته بیا همدغه قبیله د ازبک په نوم یادېده او تر ننه دا ترک نژاد( قبیله) د خپل لومړي سردار ازبک په نوم نړۍ کې یادېږي . کمونستي پېر په ترکستان کې : په کال ۱۹۱۷ عیسوي کې روسي انقلاب شاهي تخته په څټ کړه ،او د فیبواري په میاشت کې کرنسکي انقلاب نه ترک مسلمانانوهم ګټه واخسته او د دسمبر په میاشت کې یې یو آزاد حکومت جوړ کړ چې مصطفی چوقائي اوغلو، یې د بهرنو چارو وزیر او محمد تنش بای یې ولسمشر وټاکۀ چې له بلې خوا په اکتوبر ۱۹۱۷ عیسوي کې بالشکانو د لینن په مشرۍ د کرنسکي حکومت لمنځه وړی و چې د لینن د انقلاب نه وروسته په تاشکند کې ناست کمونستانو دترک قام پرستو حکومت ړنګولو ته بډې ووهلې او ترک قام پرست یې لومړی په خپلو کې سره تس نس کړل چې دغه اختلاف دومره قوي شو چې د آزاد حکومت مشر تنش یې دېته اړ کړ چې د حکومت نه لاس په سرشي او واک انقلابي ځوانانو ته پرېږدي خو چې کله یې حکومت پرېښود نو په همدغه کال کې د خپلو ګوندي ملګرو او د یو شمېر نورو قاپرستو سره افغانستان ته راوتښتېدۀ او هلته په ترکستان کې انقلابیانو په بخاره کې جمهوریت اعلان کړ چې د دغه انقلاب مشري خواجه فېضل الله کوله خواجه او ګوندي یارانو یې ترکستان آزاد غوښتۀ چې د شوروي پلوا کمونستانو سره یې د آزاد ترکستان په سر شخړه راغله چې کمونستانو پکې انقلابیان وځپل او د ډېر اړو دړو نه وروسته شوروي پلوه کمونستان بریالي شول او ترکستان یې په شوروي کې وروټومبۀ په کال ۱۹۲۴ عیسوي کې . په ۱۳ د مارچ ۱۹۳۸ عیسوي کې فېضل الله خواجه ، او د ازبک کمونست ګوند سر منشي اکمل اکراموف د ترک پوځ سره د قام پرستۍ په تور ونیول شول او بیا ووژل شول چې د همدې سره ازبکستان د شوروي پلوه کمونستانو په لاس کې ښه سم کېوت . کمونستان چې څنګه واک ته ورسېدل نو سمدلاسه یې په انقلابي بدلونونو لاس پور کړ شخصي ملکیتونه یې دولتي کړ ، روحانیان او علماء یې وټکول ، د دین لپاره یې تبلیغ بند کړ، په حج یې بندېز ولګاؤ ، جوماتونه او مدرسې یې بندې کړې ، او همدغه شان خلک د دینې وسائلو د نعمت نه محروم کړی شول او کرار کرار جوماتونه شړ شول او مذهبي مشران او د کمونستانو مخلالفین د توپ خولې ته وتړل شول . که څه هم د ۱۹۱۷ عیسوي نه مخکې استعماري ناتار هم د ظلم نه څه کم نه و ، خو د هغه وخت ناتار د ترکستان دمسلمانانو په ژبه ، لباس ، او مذهب کوم تعرض نه ووکړی ، لېکن بالشکانو د مسلمانانو مذهبي پېژندګلوۍ د ورکولو نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې د ترکي ژبې لپاره یې د عربي لیکدود په ځای لاطیني توري وټاکل خو چې کله بیا ترکیه خپل ترکي ژبې لپاره د لاطیني توري غوښ کړ نو کمونستانو بیا د ترکستان په ترکي ژبه روسي توري مسلط کړ چې د همدې کار سره دغه د ترکستان ټولنو خپل لورغوني ادب او دیني میراث سره مخه ښه وکړه او د دوی لپاره نوی مسلمان هېواد(( لکه افغانستان چې ازبکانو اود ترکستان نورو قامونو پکې پناه واخسته چې ځینې بیا په خپله خوښه بېرته ترکستان ته کډه شول )) سره یې هم اړيکې غوڅې شوې یانې اوس د استنبول ترک او د افغانستان د شمال ترک سره خبرې کولای شي خو په لیک د یو بل نه پوهېږي . ځکه چې ترکي ژبه نن درې ډوله لیکدود لري په ترکیه کې لاطیني لیکدود ، ترکستان کې روسي ، او د افغانستان په شمال کې په افغاني لیکدود ، او غالبًا چې نن نوموړې ژبه د نړۍ یوازینۍ ژبه ده چې په درې ډوله تورو لیکل کېږي . خو دلته بیا همغه اندېښنه چې د هېواد په نیمه برخه کې خو اردو ملي ده او په نیمه برخه کې پاړسي هم ځان د ملي نه کمه نه بولي چې د دواړو ژبو په پرمختګ کې زموږ او زموږ په څېر ولسمشرانو خدمتونه د قدر وړ دي او دمګړۍ هم د ازبکي په مخکې ښه په جار نارې وهي چې زه به ازبکي زده کوم او کلتور وزارت خو خولۀ تر غوږو ورسېده په ډېرو رمباړو چې ازبکي ژبې ته به موږ د نړۍ د نورو ژبو کتابونه او ادب هم ورژباړو ځکه چې پښتو ژبې ته خو ژباړې او د پرمختګ نورې چارې بشپړ شوې اوس نو د پاړسي نه وروسته ازبکي د رېښتینولۍ ډګر ته راووته او که مو په یاد وي نو ایران او تاجکستان افغانستان خپل همژبی او درېم پاړسي ژبی هېواد په نړۍ واله سیالۍ کې ورګډ کړی دی خو دا چې ترکیه به کله دا خبره کوي چې د ترکي ژبې نوی زېږدلی هېواد افغانستان دی لا څه ویل دوخته دي خو ازبکان په یوه نیمه ټلویزیونې او راډیوي مرکه کې دا نغاره وهي چې د ترکي ژبې اصلي ټاټوبی افغانستان دی او لکه چې له همدې کبله کلتور وزارت هم د دغې لرغونې ژبې (ازبکي ) ودې ته پښه ټینګه کړې ده تر څو یې د پاړسي په شان د ملي تر پولې ورسوي او ......... رامعلومېږي چې ورکېږم راته په کور کې کشران مشران شونه پای |