|
انور شاهين خانخېل
Jarga.weblog@gmail.com
د صدام د اعدام حکم
بالاخره د عراق پخواني ډکټېټر او د مېشل عفلق
نومې يو يهودي د جوړ کړى شوي بعث ګوند مشر
صدام حسېن ته د دغه هېواد د عدالت لخوا د
اعدام او پانسۍ سزا واورول شوه او دغه سزا
يوازې د يوې سيمې د يوشمېر کسانو د وژلو په
جرم کې واورولاى شوه په داسې حال
کې چې د هغۀ لاسونه د ميليونونو بې ګناه
انسانانو په وينو ککړ دي. د صدام حسېن د پانسۍ
حکم که يو طرف ته د نړۍ د خلکو په خاصه توګه د
عراق، ايران او کوېت غوندې هېوادونو د خلکو په
مېنځ کې د خوشحالۍ يوه څپه رامنځته کړې
ده او او جشنونه پرې کوي نو بل طرف ته دې کار
سره اکثر د نظر خاوندان او سياسي پوهه لرونکي
اندېښمن شوي دي او په دې هکله مختلفې شننې کوي
او اکثر دا وائي چې د امريکې ولسمشر جارج
ډبليو بوش په دې کار سره له يوې خوا غواړي لکه
د باجوړ په مذهبي مدرسه او د کندهار په ځينو
سيمو باندې د بمبارۍ په شان د صدام حسېن د
اعدامولو د حکم په اورولو سره هم د امريکې په
راتلونکو انتخاباتو کې په خپل ماتې
خوړونکي موقعيت باندې اغېزه واچوي او له بلې
خوا غواړي د يو شمېر کسانو د وژلې په جرم
باندې د هغۀ په پانسي کېدو سره په عراق ،
ايران او نورو سيمو کې د هغۀ په هغو
جنايتونو او جرائمو باندې پرده واچوي چې هغه
يې د امريکې، اروپائي هېوادونو او د اکثرو تش
په نامه اسلامي هېوادونو په مرستې سره مرتکب
شو ى د ى ځکه چې صدام د تاريخ هغه ظالم ډکټېټر
ؤ چې مېلينونه بې ګناه انسان يې د امريکې او د
دې د انډيوالانو په پرمختلليو او کېميائي او
زهرجنو وسلو او د عربو هېودونو په پېسو سره له
منځه وړي دي او حتی چې تر ننه پورې د هغۀ د
لاسه د وژل شويو په لکونو کسانو ډله ايز
قبرونه کشف کيږي او مړي او انساني کوپړۍ ترې
راوځي، تر ننه پورې د ايران اونړۍ په روغتونو
کې د هغۀ د لاسه په کيميائي وسلو سره مسموم
شوي کسان د نه رغېدو او نه مړ کېدو په حال
کې پراتۀ دي کړيږي.صدام د تاريخ هغه ظالم او
جابر ډکټېټر ؤچې په عراق کې يې که يو
طرف ته د خپلو مخالو شيعه مسلمانانو او هغوي د
عالمانو قتل عام کړي دي نو بل طرف ته يې کرد
سني مسلمانان او د هغوي پوهان او عالمان له
منځه وړي او په وينو او خاورو او کيميائي وسلو
کې يې سوزولي دي او د امريکې او نورو
استکباري قوتونو په اشارو او د سيمې د تش په
نامه مسلمانو واکمنانو او عربو شېخانو په
ملاتړ سره په ايران باندې اتۀ کاله جنګ مسلط
کړ او په لکونو انسانان يې په دې جنګ کې
ووژل. او په لکونو يې هم زخميان کړل.اوس دا
پوښتنه په ذهنونو کې پېدا کيږي چې ايا د
صدام بس دغه يو جرم د ى چې د يوې شيعه سيمې يو
شمېر کسان يې وژلي دي او د هغوي د وژلو په جرم
کې پانسي کيږي؟
(( دلته غواړم چې يوې واقعې ته اشاره
وکړم او هغه دا چې يوه ورځ په پېښور کې
د پښتو په يوې ادبي غونډه کې مې له يو
شاعر سره د پېژند ګلو په وخت کې له هغۀ
نه پوښتنه وکړه چې د کوم کلي يې نو هغۀ راته
وويل د فلاني کلي يم ما ورته ووې چې په دغه
کلي کې زما يو پخوان ى واقف ؤ چې ډېره
موده وشوه چې ورسره ليدل کتل نه دي شوي وې ويل
چې هو هغه ډېره موده په سعودي عربو کې ؤ
او اوس په کلي د ى نو ډېر خوشحال شوم او بله
ورځ يې د ملاقات لپاره کلي ته ورغلم. هغه هم
زما په ليدو ډېر خوشحال شو ما ورته وويل په
سعودي عربستان کې دې څه کول؟ وې ويل چې
تا ته پته ده ما خو له پېښور يونېورسټۍ نه
انجنئرنګ کړ ى ؤ خو چې کله سعودي عرب ته د کار
لپاره لاړم نو هلته کې کمپنۍ والو ما ته
زما د خوښې په خلاف د ډرائېورۍ کار راکړ او دا
هغه وختونه وو چې د ايران او عراق جنګ شروع شو
ى ؤ. نو چې کله د دغې کمپنۍ په ما باندې ښه
اعتماد پېدا شو نو د اتلسو غټو کانټينرونو يو
کاروان يې زما په مشرۍ کې ما ته هواله
کړ او دغه کنټينرونه به له وسلو او جنګي
سامانونو او خوراکونو نه ډک وو او ما سره چې
کوم موټر ؤ هغه ډېر ماډرن ؤ او د وارلس ټول
سسټم پ کې لګېدل ى ؤ او له دې کاروان سره به
يو ګاډ ى د يو عربي لارښوونکي مامور ؤ چې
مونږ دواړو به په وارلېس سره رابطه کوله او
کله به راته هغۀ پېغام راکړ چې له کاروان نه
مخ کې شه او کله به يې راته ويل چې کاروان نه
وروستو راځه او دا د وسلو قافله به مو نېغه د
عراق پائتخت بغداد ته بوتله او بيا به راستون
شو او بله قافله به مو تياره کړه او بغداد ته
به مو په دغه طريقه يوړه د وسلو او جنګي سازو
سامان نه د ډکو څو قافلو له رسولو نه پس د
سعودي عرب نور څو کمپنيو هم راسره رابطه وکړه
چې زمونږ کاروانونه هم له ځان سره بوځه نو
درته به تنخوا درکوو نو ما د خپلې کمپنۍ له
شېخ سره خبره وکړه نو هغۀ راته وويل چې زما له
خوا هيڅ اعتراض نشته هسې هم زمونږ ګاډي بيائې
نو بس د دغو کمپنيو ګاډي هم بوځه. نو بس زما
هم پ کې ګټه وه نو تقريبا په يو وخت سره به ما
د اوۀ اتو کمپنيو کاروانونه عراق ته بوتلل چې
د هرې کمپنۍ په کاروان کې به تر شلو او
دويشتو پورې کانټينرونه وو او ستر کاروان چې
له وسلو، جنګي تجهيزاتو او خوراکي او درملي
موادو نه به ډک ؤ اتۀ کاله ما عراق ته يوړل.
د دغه دوست د دې داستان په اورېدو سره
زما په سترګو کې اوښکې راغلې او په زړۀ
کې مې وويل چې ښه دا يواځې د سعودي عرب د
شېخانو د يو څو شخصي کمپنيو حال ؤ نو دغسې به
د سعودي د حکومت او نورو عربو هېودونو څه حال
ؤ؟ او بيا له دې نه زيات د امريکې، روس،
برطانيې او نورو اروپائي هيودونو له عراق سره
د مرستو به څه حال ؤ چې ټول د ايران د اسلامي
انقلاب د راپرزولو او له منځ نه وړلو لو لپاره
له د عراق له صدام سره ملګري شوي وو؟ خو الله
پاک ته منظوره نه وه چې دا يواځېن ى اسلامي او
جمهوري نظام له منځه يوسي او د دښمنانو ټولې
دسيسې ناکامې شوې.
زما حال يې چې وکتۀ نو زما هغه دوست له
ما نه پوښتنه وکړه چې ولې دې حال بدل غوندې
شو، ما ورته وويل نه هسې راته خپل وخت راياد
شو چې زۀ هم د صدام د حکومت په اخېري وختونو
کې په عراق او سوريې کې د خد ى د ګران
رسول (ص) د پاکو اهلبېتو عليهم السلام
زيارتونو ته لاړ وم نو هسې راته د هغو مظلومو
اهلبېتو مظلوميت را په ياد شو))
نو له دې يوې وړې غوندې واقعې نه د صدام
د ملاتړو او د هغۀ لخوا په مظلومو انسانانو د
بې خرته وسلو د استعمال اندازه لګي.
نن د نړۍ له هوښيارو، بېدارو او پوهانو
سره همدا ويره ده چې هسې نه د صدام په پانسي
کولو سره هغه ټول جرائم چې ورسره امريکه او د
دې انډيوالان او غلامان واکمنان او عرب شېخان
برابر شريک دي هغۀ سره ګور ته لاړ شي، بلکې د
عراق او نړۍ له عدالتونو نه يې غوښتي دي چې
پکار دي د صدام له اعدامولو نه مخ کې د هغۀ د
ټولو جرائمو له څرګندولو سره سره له دۀ سره په
جرم کې شريک هغه ټول مکروه مخونه بې
نقابه کړي او هغه مکروهې څېرې دې هم دنيا ته
وښئ. ګنې د يو څو تنو د وژلو په جرم به د صدام
اعدام د امريکې له يوې سياسي ډرامې نه علاوه
هيڅ نه وي. |