ژباړن: غوث الدين فروتن
له بي بي سي اردوډاټ کام څخه په مننه
د راولپينډۍ ځان وژونکې چاودنې او څو
پوښتنې
که پوځي چارواکي يې مني او که نه، په
راولپينډۍ کې د سه شنبې په ورځ خونړي
ځانمرګي بريدونه د پاکستان پوځي
چاروکو ته خامخا يو پيغام ورکول
غواړي. چاودنې په پوره هوښيارۍ اود
پلان له مخې تر سره شوي دي.
په قاسم مارکېټ کې په بس باندې د
چاودنو تر سره کونکيو به ضرور په دې
برخه کې لا له وړاندې تمرين کړى وي،
هغوى به په دې باندې له څو ورځو پام
کړى وي او د وژل شويو کسانو د تګ راتګ
څرک به يې لګولى وي.
که څه هم حکومتي چارواکي دا بس په
دفاع
وزارت پورې تړلى بولي خو د ډېرو کسانو
په وينا دا د يوې استخباراتي ادارې بس
و.
يو د پام وړ څيز، بس ته نږدې يو
(هيلميټ) يا خولۍ وه چې موټرسايکل
چلونکي يې پر سر کوي. د پيښې په ځاى
کې د ځينو امنيتي ساتونکو په وينا
کېداى شي چې ځانمرګي بريدکونکي به له
بس سره خپل ځان ټکر کړى وي خو د پيښې
په ځاې کې د موټر سايکل نشتوالى دا
نظر کمزورى کوي. که په دې چاودنه کې
موټرسايکل کارول شوى وي نو د هغه هيڅ
کومه پرزه نه ده پاتې شوې، ايا هغه په
بشپړ ډول له منځه تللى؟
د بس حالت ته په کتو سره له لرې
ښکارېده چې چاودنه په بس کې د ننه را
منځته شوې ده. دا خبره د ډېرې حيرانۍ
وړ ده چې بريد کونکى د ننه څنګه داخل
شو. له دې سره دا پوښتنه پيدا کېږي چې
ايا څوک په بس کې د ننه موجود و چې
چاودنه يې تر سره کړه او که له پخوا
څخه ځاى په ځاى شوى بم و؟
د عيني شاهدانو په وينا، کله چې بس
ودرېده او څو کسان ورپورته شول نو
چاودنه رامنځ ته شوه. کېداى شي شکمن
ځانمرګي بريد کوونکي به هغه وخت بس ته
له ختو
سره سم چاودنه تر سره کړې وي؟
د آر اې بازار چاودنه تر لومړنۍ هغې
هم ډېره مرموزه ده،
هلته خو نه موټرسايکل و او نه کومه
کنده، څوک هغه د موټرسايکل چلونکي له
خوا ځانمرګى بريد بولي او ځينې هغه د
يوه پلي کس کار بولي. د پيښې په ځاى
کې موجود ډېر کسان يوازې دومره وايي
چې دا يوه زوروره چاودنه وه، دا چه څه
ډول تر سره شوه، نه
پوهيږي.
د قاسم مارکيټ د چاودنې هدف هغه ډک بس
و، په کوم کې چې د ډېرو کسانو له منځه
تلل شوني وو، ليکن له دې څخه وړاندې
د ار اې بازار د چاودنې مقصد هم شايد
دا و چې تر ټولو زيات
ځاني زيان رامنځته شي. په دې چاودنه
کې د چاودېدونکو موادو تر څنګ چاړې هم
کارول شوې وې. د ځينو له منځه تللو
موټرانو څخه داسې ښکارېده لکه په
مرميو چې ويشتل شوي وي.
د دغو چاړو له امله په نږدې دوکانونو
کې ناستو څو سوداګرو خپل ژوند له
لاسه
ورکړ او ځينې نور يې ټپيان شول.
ځايي طالبانو په جنوبي وزيرستان کې په
سلګونو پوځي او نيمه پوځي سرتېري
يرغمل کړي دي. پوځ هلته له وړاندې تر
فشار لاندې دى، د نور فشار اچولو څه
اړتيا ده؟
په لال جومات باندې تر پوځي عملياتو
سمدستي وروسته په اسلام اباد کې دوه
ځانمرګي بريدونه په ښکاره د هغو
عملياتو غبرګون و، اوس له ډيرې مودې
وروسته په دې مسئله باندې ولې نور
بريدونه کېږي؟
د هيواد سياسي حالاتو ته په پام سره
ولسمشر جنرال پروېزمشرف د دويم ځل
ټاکل کېدو لپاره په ډېرسخت حالت کې
راگېر دى، نوموړي ته نه خو پيپلزګوند
او نه متحده مجلس عمل له دې حالت څخه
د وتلو لار ښيي، ځيني کسان پوښتنه کوي
چې د ګډوډ امنيتي حالت څخه په ګټه
اخيستو د اېمرجنسي يا بېړني حالت د
پلي کولو لپاره خو لاره نه هواريږي؟