ليكنـــــــــــــــــــې

 

اسفنديارمست خيل

د قام اصلى اتلان، غازى عمراخان بابا اوسيداحمدخان بابا

 مخکښې تر دې چې ددغو دواړو ملى بين المللى او علاقائى هيروګانو د قربانو او کارنامو په باب څرګندونې وشى، لازمى ده چې د هغو دژبې، کلتور، قام، قبيلې، استوګنې، حدود اربعه د زمکو د تقسيم په مسئله او د دوى نه د وړاندې مشهورو (ملى روحانى) مشرانو لنډه يادونه هم وشى.(مست خيل) تاريخى قبيله د (ترکلانى) قام سره تعلق لرى، مورنى اوپلرنى ژبه ئې سوچه پښتو ده. او د اوسيدلو اصلى ځاې ئې د (جندول) مشهوره تاريخى علاقه ده شمال ته ئې افغانستان جنوب ته ئې د پنجکوړى درياب شرق ته ئې ميدان او غرب ته ئې باجوړ ايجنسى موقعيت لرى. په بنيادى توګه په باجوړ ايجنسۍ کښې د (ترکلانى) قوم اتۀ لوئې علاقې (جندول، براول، ميدان، بابوکره) يعنې سالارزى، وتلى يعنې ماموند، چارمنګ، سورکمر او رود شاملې دى.) د (ترکلانى) په دغو سيمو او نورو هموارو علاقو کښې د زمکنى ويش دپاره د (خڅڼى) عمل رواج درلودو. دا تقسيم به د قومونو ترمنځ د پنځو، لسو،پنځلسو او شلو کالو دپاره کيدى شوې چې ددغو مودو نه د کم او زيات وخت دپاره ئې هم صورت موندلى وى. دا سسټم د (سخى عرب خان) په وخت کښې چې هندى حکومت ته ددې علاقو د خلقو نه د (باج) اخستو ضامن او حاکم ؤ زمونږ د اولس په غوښتنه دغه پخوانى زوړ ساده قانون ددۀ دحکمرانۍ په وخت ځکه رد کړى شو چې په هغې کښې قومونو ته تاوان اوږده سرګردانى، او بې ځايه مصروفيات مخکښې وو. نو (سخى عرب خان) هم د قومونو د غوښتنې سره موافقه وکړه په دې اساس د (خڅڼى او پچې دغه ډول تقسيم منسوخ شو قومونو په خپلو علاقو او جائيدادونو باندې استقرار وموندو. د بلې خوا د (شيخ ملى) د زمکو د ويش روحدوداتو نسبتاً مترقى فارمولا چې د ١٥٢٣ء  نه تر ١٥٤٠ء پورې نافذه او مروجه وه په پورته ذکر شوؤ تقسيماتو کښې د جندول عيسوزى قام ته چې په هغې کښې څلور لوئې قومونه (مست خيل، على بيخيل، موسى خيل، شاهى خيل) شامل دى دوى ته په جندول کښې ٢٠ پاوه زمکه حواله شوه. چې هر يو قوم ته پکښې ٥ پاوه زمکه په تقسيم کښې ورسيده. بيا دجندول دغو دريؤ قومونو ٢ پاوه زمکه په مشوره او رضا مست خيل قام ته د مشرتابۀ په اساس ورکړه.چې په دې حساب پکښې مست خيلو ته ٧ پاوه زمکه ورسيده. ددغه رقم نه يو پاؤ زمکه د خورى پاؤ مست خيلو ته ورکړى شوه چې د هغه وخته تر دې دمه په دوامداره توګه هغوى دلته اباد دى او همدا شان د (بررول) مست خيل هلته اباد دى چې د دوى موجوديت په خپلو ابائى جائيدادونو باندې د نورو مست خيلو د جائيدادونو او حقونو په وړاندې يوثابت ژوندى مثال کيدى شى پاتې ٦ پاوه زمکه د (مست خيل عبدالغفارخان او فيض طلب خان)   د مشرى کورنيو ته ورکړى شوې ده. ميدان اسماعيل زو ته حواله شو دغه ويش تراوسه په دغه حالت په قومى سطح پاتې دى. د (ديربالا) د نوابۍ نه واخله د ١٩٦٠ عيسوى کال د پاکستان د حکومت د راتګ پورې (دير باجوړ) ته په دغه تقسيم کښې وړ اصلاحات او مستحقينو ته د خپلو مشروع حقوقو د تسليمۍ په باب لازم قدم نۀ دى پورته شوى. په دې وجه قوم او حکومت دواړه سرګردانه دى. همدا شان ددې بې اعتنائى په اساس د خلقو تر مابين بې ځايه ناحقه دعوې اوجګړې د يوې ورځې نه بلې ته شدت پيدا  کوى او ددې منفى اثرات د علاقې د ترقۍ او خلقو د لا زياتې نارامۍ خطرناکه سبب ګرځيدلى دى.

په دې کښې د (مست خيل) مبارز قوم د بدوباش اولنى وختونه تيارۀ  دى. ځکه چې تاريخى موثق شواهد په لاس کښې نشته کوم شفاهى روايتونه، قيصې او نور چې د پخوا نه نسل در نسله د تاريخى اسنادو وخته رسيدلې دى. په هغو کښې په غالب ګمان داسې راغلى دى چې دا قوم د پخوا نه دلته اباد او ددې ځاې اصلى پيدائشى اوسيدونکى دى. خو په بل تعبير داسې هم وئيل شوى دى چې په زرونو، سوؤنو کاله ترمخه دوىد (اريايانو، يونانيانو، د عربو په اسلامى لښکر کشو او يا د افغانى فاتحينو په دور کښې) د قندهار افغانستان نه لکه ددې ځاې د نورو قومونو  په شان د مهاجرتونو په مختلفو دورو کښې دلته راغلى وى په قندهار کښې يو لوئې قوم د مستى خيل په نوم دا اوس هم موجود دى چې په رسم، رواج، ميړانه ميلمه پالنه د وطن، خلقو، ازادۍ سره په مينه او په ژبنيو لهجو کښې ديو بل سره ورته دى.د دې خبرې په اسناد په جندول اوسنى ضلع دير پاين کښې يو لوئې تاريخى کلى د قندهارى په نوم موجود دى. ددې کلى خلق ټول مست خيل دى، د بلې خوا د نوموړى قام يو ستر ملى روحانى شخصيت مست على خان بابا په همدې کلى کښې پيدا شوى او هم  دلته دفن دى. دى څو پيړۍ ترمخه په دې ځاې کښې ميشته ؤ.ددۀ د ښۀ او نيک شهرت دمخې تقريباً په ١٧٤٩ کال د ټول ترکلانى اقوامو او د خواؤشا د نورو قومى مشرانو د خوا دجندول د يو مست خيلى کلى صدبرکلى په مقام په غوڅ اکثريت سره دۀ ته د مشرتابۀ پټکى وتړل شو. او دغه لوئې قومى مسوليت ورته  غاړه شو. (مستعلى خان بابا) دپښتو، پښتونولۍ دجرګو مرکو د ملى قانون په ټولو اړخو د ښۀ پوهيدو نه علاوه يو کوټلى مذهبى، روحانى عالم هم ؤ. نوموړى مشر د قام په تعاون باقاعده لنګر چلولو. د لرې او جدا ځايونو  خلق به ټولى ټولى ددۀ د ليدو او خپلو مربوطو مسائيلو د حل او فصل دپاره ددۀ دربار ته راتلل همدا رنګ به ځينې نور يوازې ددۀ سلام، کلام او له دۀ نه ددعا اخستلو په غرض هم راتللو هغه به په جرګه مرکه په مذهبى او شرعى اصولو د دوى دعوې جګړې او نور مسائيل فيصله کولې چې هغه به ټولو خواؤ ته د منلو وړ ؤ. راغلى کاروانونه به په شپو او ورځو ددۀ په حرام سرائې کښې ديره  وو. دوى ته به ئې په ډيره مينه، اخلاص د لنګر نه چاې، ډوډۍ، دشپې ورځې د تيرولو د کار امدد وسائيلو پوره پوره تيارى درلوده. دا غټ ملى، روحانى رهبر تقريباً د (١٧٥٥) عيسوى کاله پورې ژوندى ؤ. بائد په ګته شى چې په جندول ثمرباغ ضلع ديرلوئير کښې د (تنګى) په يوه مست خيل کلى کښې د تنګى بابا جى صيب چې دى هم يو ملى، روحانى شخصيت دى دغه مقدسه دنده چې د قوم خدمت دى په ميړانه او برياليتوب پرمخ بيائى. د مست على خان بابا (مرقد) قبر د قندهارى په کلى کښې د يوې غونډۍ په سر د محلې ونو په يوه شين بڼ کښې موجود دى. د (غونډۍ) لاندې، د رڼو اوبو ديخو چينو ډکې ويالې بهانده دى تازه او يخه هوا الوزى دغروسرونه اولمنې په ګلانو او ونو بوټو پټې دى. د غرونو کږې وږې لارې اوسرکونه لا پسې ددې علاقې د ميله ځايونو ښکلا زياتوى. د مست على خان بابا قبر د طبيعى تړو ګټو نه جوړ شوى دى چې تر دې دمه د تخريب او محتوه کيدو نه بچ پاتې دى خو يو اساسى جوړښت ته اړتيا لرى. دا اوس هم دکال په مختلفو موسمونو خصوصاً په پسرلى کښې د خواؤ شا او دلرې لرې ځايونو خلق نر، ښځې روزانه په دغه ښکلې علاقه او منظره کښې ددۀ مزار ته راځى د هغۀ ازرښتناکه خدمات او کارنامې په نيکه نامه يادوى او ددعاګانو او اخلاص ډکې ډالۍ ورته اهدا کوى.

په ١٧٥٥ کال مست على خان بابا وفات شو. دهغۀ د مرګ نه پس د هغۀ زوې خان ايوب خان د ١٧٥٥_ ١٧٩٠ پورې دپلار په ګدۍ ناست ؤ. نوموړى خان د قندهارى کلى نه دخپلې مشرۍ مرکز د جندول مرکزى نقطې پخوانى باړوى اوسنى ثمرباغ ته منتقل کړو او ٣٥ کاله ئې دجندول او نورو علاقو د عوامو دپاره په زړۀ پورې خدمات انجام کړل. ددۀ دحکومت او مشرتابۀ ساحه د جندول نه تر باجوړه سوات او چتراله پورې وغزيده. (باړ) (چلولو) وه  (چلونکى) ته وائى يعنې د حکم دچلولو ځاې دمشرى مقام وغيره. ددۀ د وفات نه پس د مست بابا نمسى خان حيات الله خان د ١٧٩٠-١٨٢١ء د ايوب خان جانشين جوړ شو. او ٣١ کاله په باړوه کښې خان ؤ دۀ د باړوې نه د امن او خوشحالۍ ځانګو جوړه کړه او دلته ئې په ډير ښۀ شان او شوکت حکومت کولو او جندول ئې په انتظامى ډول داسې تقسيم کړو مشر زوې عبدالغفار خان ته ئې د هر جندول علاقې او کشر زوې فيض طلب خان ته ئې د کوز جندول علاقې حواله کړې فيروزخان ته ئې جان بهټى، براول، او شاه نظر خان ته ئې دميدان او دا متل مشرى ورکړه او بالاخر د خپل ژوند په اخرى وختو کښې د حکومت او مشرتابۀ ټولې چارې عبدالغفارخان ته وسپارلې. د دير د ګمنام رياست تاريخ د کتاب د ١٢٥ مخ په حواله.

خان عبدالغفارخان د ١٨٢١- ١٨٥٠ء کله چې دا نوموړى خان دجندول مشر شو نو په دير بالا کښې د خان غزن خان يو قومى حکومت موجود ؤ  او د عبدالغفار خان سره ئې ښۀ او نيک مناسبات درلودل. نو په جندول، دير پاين، باجوړ او نورو علاقو کښې د نوموړى د قلم او په ساحو کښې بشپړه امنيت ؤ دخوشحالۍ او ترقۍ په زړۀ پورې يو زائن عهد ؤ همدا شان په دير بالا کښې هم د غزن خان دحکومت يو ښۀ دور ؤ عبدالغفارخان ٢٩ کاله د قوم يو کوټلى مشر ؤ. دى د مست خيل تر کلانى قام يوازينى هغه پوهه او د قوم بااعتباره محبوب مشر ؤ چې په جندول کښې دمست خيل قام دپاره د يو برجسته حکومت اساسات او بنسټونه بناء کړل. نو ځکه د عبدالغفارخان عهد ته عهد زرين وئيلى شى.  دير د ګمنام رياست د کتاب دليکوال د ١٢٥ او ١٢٦ مخو په استناد.

خان فيض طلب خان د ١٨٥٠-١٨٧٢ء پورې د عبدالغفارخان د وفات نه پس د هغۀ ورور فيض طلب خان د غزى عمراخان دادا د ولى عهد امانت خان ، سيداحمدخان بابا د دادا نه اقتدار په زور ونيولو او د څۀ وخت د خانه جنګۍ نه پس ئې ټول خپل مخالف خانان د لشکر کشو په اساس تابع کړل. نوموړى خان يو ذهين او بيدار حکمران ثابت شو. جندول او خپل نوره مربوطه علاقه ئې د امن  او امان ځانګو وګرځوله. او همدا شان يو لړ فلاحى کارونو ته ئې هم پيل وکړو. چې دغو کارونو د علاقې او خلقو د ژوند په ښۀ کولو کښې اهميت درلودو. دۀ د امانت خان سره اختلاف درلودو څۀ لوئې او واړۀ جنګونه د دوى ترمنځ هم وشول چې البته ښې پائلې ئې نۀ درلودې. په ١٨٦٣ء کال د امبيلا په معرکه کښې فيض طلب خان د خپل ٦ زره لښکر سره د انګريزانو په خلاف جهاد کښې پوره شرکت وکړو خپله وطنى او اسلامى جذبه ئې په ډير ښۀ انداز څرګنده کړه دا مجاهد او مبارز خان د ٢٢ کالو مشرۍ نه پس په باړوه اوسنى ثمرباغ کښې وفات شو. (د ديردګمنام رياست د کتاب ١٢٦ مخ)

خان امان خان: د ١٨٧٢- ١٨٧٩ء پورې د فيض طلب خان د وفات نه پس دهغۀ زوې امان خان دهغۀ په ځاې کيښناستو. اووۀ کاله دجندول خان ؤ نوموړى ددې لنډې دورې دمشرۍ په دوران کښې وفات شو د زامنو ترمنځ ئې په اقتدار باندې اختلافات رامنځته شول چې ددې خلاف په جريان کښې عمراخان بابا او دهغۀ کشر ورور محمدشاه خان د مشرانو وروڼو دطرفه دجندول نه بهر تګ او جلا وطنۍ ته مجبور شول او نورو دريو مشرانو وروڼو هر يو محمدزمان خان، حسن خان، او افضل خان د جندول او نورو علاقو قومى  اوحکومتى سيمې په خپلو منځو کښې سره وويشلې. څۀ رنګ چې فيض طلب خان د ولى عهد امانت خان دعبدالغفارخان دزوې څخه اقتدار په زور ترلاسه کړو نو دمست خيل قوم دپاره دغه حرکت قابل قبول او مثمره نۀ ؤ. د بل طرف نه خان امان خان د زامنو کورنى اختلاف دومره خطرناک شو چې يو ورور په بل پيرزوينه نۀ درلوده. اتفاق اوا تحاد ته توجو نۀ وه ددې حالت د خاتمې په غرض امانت خان يو ځل بيا وغوښتل چې حکومتى چارواکى ترلاسه کړى ولې ددې دواړو مقتدرو کورنيو ترمنځ د کرکې، نفرت، ويښې په غزونه شوې چې بدبختانه دغه دواړه سترې کورنۍ يعنې د عبدالغفارخان او فيض طلب خان دغه مبارزې کورنۍ ئې د قوم او وطن د خدماتو په سالمه وده کښې د يو لړ مشکلاتو سره مخ کړې. ددې ستونزو څخه اهمه ستونزه د بهرنيو او سيمه ايزو لاس وهنې وې. د جندول ددې مبارز قوم په چارو کښې د مثال په ډول د دير بالا د نوا ب بې ځايه مداخله او داسې نورې لاس وهنې د يو سالم او باهمى حرکت په وړاندې د خنډو خار دګرځيدو سبب شوې. چې متاسفانه په پښتنو کښې دغه ډول لاس وهنې کۀ په خارجى سطحه وى او کۀ په داخلى سطحه وى خو دپښتون قوم د بربادۍ او بيرته پاتې کيدو سبب ګرځيدلى دى. (ددير دګمنام رياست د تاريخى کتاب ١٢٦-١٢٧ مخ په حواله.).

غازى عمراخان (پښتون، افغان نيپولين) (The real khan of jandool) ١٨٨٠ نه تر ١٨٩٥ عيسوى پورې.

په ١٨٦٠ عيسوى کال دخان امان خان په درنه کورنۍ کښې يو ګلالى ماشوم دنيا ته راغى. چې دهغۀ نوم عمراخان کيښودل شو دى دکوچنى والى څخه ارام او د نيک طبيعت خاوند ؤ. کله چې لږ لوئې شو نو دمذهبى چارو سره ئې ډيره علاقه څرګندوله د هغه وخت مروجه (فارسى) تعليم ئې په کور کښې دجناب قاضى عبدالجليل صيب نه حاصل کړو. او ورپسې ئې د قران مجيد او نور دينى علوم ئې د محترم حافظ قران عبدالمنان صيب څخه زده کړل  او هغوى ته ئې په خپله سينه او حافظه کښې ځاې ورکړو عمراخان د کوچنى والۍ څخه ساده مزاج، د ښې حافظې او د رڼو سترګو هلک ؤ. او دکوچنيوالى څخه په خپله کورنۍ کښې ديو خاص حيثيت او مقام درلودونکى ؤ. چې لويو وړو ښځو او نرو ته محبوب او د احترام وړ ؤ. دعمراخان جلاوطنى په ١٨٧٩ء کال کښې: د پلار امان خان د وفات وروسته د عمراخان او د هغۀ د مشر ورور محمدزمان خان ترمنځ د اقتدار په سراختلافات پيدا شول. محمدزمان خان وکولى شول چې اقتدار ترلاسه کړى عمراخان مجبور شو چې د خپل کوچنى ورور محمدشاه خان سره يو ځاې دجندول نه وځى. او اتمان خيلو ته د ملک تور لالى په کور کښې پناه ګزين شى.

او بيا ددغه ځاې دواړه وروڼه په سوات کښې د پاچى ګرام د غلام محمدخان سره تر شپږو مياشتو پورې اوسيدل. دې پسې دى دمالاکنډ د اله ډنډ د پيرسيداکبرشاه په مجلس کښې شامل شو. او دهغۀ دمريد په صفت په ١٨٨٠ء کال د هغۀ سره حج ته لاړو په عربستان کښې دحج د مراسمو د ادا کولو سره سره په عربو کښې ئې د تحريک مزاحمت د ولى الله  تحريک د رهبرانو مولانا محمودالحسن او مولانا رشيداحمدګنګوهى سره ئې ګټور او په زړۀ پورې ليدۀ کاتۀ وشول دغو اسلامى تعليماتو، ليدو کتو، د جندول په دې نوجوان باندې ډير لوئې تاثير وکړو او  دوى درې واړه دا تصميم ونيولو چې عمراخان به د ترکلانو او يوسفزو او نورو قومونو لښکر تياروى په خپله خاوره او قلم روکښې به دخارجى قوت يعنې په موجوده وخت کښې به د انګريزانو د متجاوز فوځ او حکومت په ضد جهاد کوى دې اسلامى، انسانى طرحې او ملاقاتونو په مکمه معظمه کښې ددې پښتون ځوان په ژوندانۀ باندې ډيره لويه اغيزه وکړه  او د نوموړى مبارزې او مجاهدې ته ئې نوى روح ورکړو. د باړوې په خان محمدزمان خان باندې د عمراخان د ١٨٨٠ء کال حمله د حج د واپسۍ نه وروسته نوموړى په سوات کښې اوسيدو. يو ماښام د هغۀ وړوکى ورور سخت بيمار شو دوى د خوراک دپاره بل څۀ نۀ درلودل نو اوچ سوکړک د جوارو ډوډۍ به ئې خوړه ددۀ کوچنى ورور نازک بد نه ؤ نو دغه اوچ جوارى ورله خله زخمى کړه نو خواړۀ ئې نۀ ژولى شول او نۀ ئې تيرولى شول عمراخان د کوچنى مريض ورور سرته په فکر کښې ناست ؤ، چې په دومره لوئې جائيداد او شتو کښې دا ژوند او دمشرانو وروڼو دا مهربانى دفعتاً د ورور د سره پاڅيده اودريده  او قسم ئې ياد کړو چې دى به باړوې ته ځى او خپل مشر ورور محمدزمان خان به قتل کوى هغه ؤ چې دا بهادر خان باړوې ته ورسيدو او دمحمدزمان خان دنوکر په شکل ئې ځان تيار کړو او د جوارو د ټانټو ګيډى ئې د خان دميښو، غواګانو او نورو حيواناتو دپاره په شا کړو او د پيره دارانو څخه د مال د ګوجر په څير د خان ارام سرائې ته د خپل ټوپک سره چې دټانټو د ګيډى په منځ کښې ئې پټ  تړلى ؤ داخل شو.

او د څۀ وخت دپاره د دربار په دوؤ منزله ډيوډۍ يعنې ارام سرائې ته د داخليدو په  اول پړاؤ ا و کوټه کښې غلى کښيناستو په دې وخت کښې د دربار يوه خدمتګاره ښځه په څۀ کار پسې ډيوډۍ ته راغله ددۀ په ليدو سره ئې د خلې چغه وويسته خو عمراخان زر د هغې په خلۀ لاس کيښودو او هغې ته ئې وعده ورکړه کۀ زۀ په خپل هدف کښې کامياب شوم نو تا ته به ډير مراعات درکړم. هغې همدا خبره ومنله او د څو ګينټو پورې چپ پاتې شوه او دى په دغه کوټه کښې غلى ناست ؤ کله چې محمدزمان خان دى سم په نخښه کړى ؤ هغه ئې وويشتو او قتل ئې کړو. د مقتول خان مسلح کسانو قاتل محاصره کړه، په دې شور او غوغا کښې د عمراخان مور صحنې ته راغله ګورى چې مشر زوې ئې په وينو کښې لت پت الوده پروت دى او سپاهيانو د خپلو ټوپکو خلې ډيوډۍ يا د ډيوډۍ کمرې ته ماشه په ګته نيولې دى. او  دقاتل په نيولو او يا وژلو  سوچ کوى او تدبيرونه سنجوى، په دې وخت کښې د عمراخان بوډۍ مور دجندول سپاهيانو ته داسې مخاطب شوه، اى د جندول خلقو زما يوه سترګه ړنده شوه. دا بله تاسو ړنده کوئ يعنې زما يو زوې بل وويشتو هغه بل تاسو اولى او وژنه ئې د پښتنې ملکې د تاثير ډک تقرير د مقتول خان په سپاهيانو باندې ميشته اغيزه وکړه. سپاهيان دننه خاموش پاتې شول او قوم بهر په تعجب او دوه زړې کښې پاتې شو. خو  رو رو حالات ساړۀ او عادى شول نو په پوره ډول په بله ورځ عمراخان د باړوې خان اعلان کړى شو. په دې وجه د دربار دننه او بهر  ارامى او څۀ نا څۀ سکون په وجود راغى.

په عمراخان باندې د هغۀ د وروڼو حمله:

کله چې عمراخان په باړوه کښې د خانى تاج په سرکو نو دجندول د قومونو مشران ئې راغونډ کړل، د هغوى سره ئې ديو شرعى عدالتى نظام او منصفانه حکومت د جوړولو وعدې وکړې. او ددې قومى مشرانو او بزرګانو نه ئې يو مشاورتى کونسل جوړ کړو. په ډيره لنډه موده کښې ئې امنيت قائم کړو د خلقو د غوښتنو دعوؤ او مشکلاتو د حل کولو دپاره ئې په بې طرفه او منصفانه فيصلو پيل وکړو. ددې وجې نه د هغۀ رعيت ته کافى اطمينان حاصل شو. کله چې ددۀ نورو دوؤ وروڼو د منډاخان حسن خان او دجندول محمدافضل خان دخپل مشر ورور قتل د عمراخان په واسطه پلمه ونيوله او دعمراخان سره ئې دجګړې  تيارى شروع کړه، بله ورځ د دوى متحده لښکر د دير بالا رحمت الله خان دلښکر سره چې د عمراخان وروڼو ورڅخه مرسته غوښتې وه د عمراخان په ضد په جګړه کښې شامل شول. د جندول د معيار په مقام په يو خون ريز جنګ کښې د عمراخان لښکر د ماتې سره مخ شو. د دوباره حملې دپاره عمراخان د باجوړ د دلارم خان نه مدد وغوښتو. د جندول د صدبر کلى په مقام د دواړو لښکرو ترمنځ جګړه وشوه چې په نتيجه کښې عمراخان فاتح شو. او دهغۀ وروڼه باجوړ ته فرار شو. او د دير بالا لښکر هم په ماتې دير ته واپس شو. ددې نه پس شل کلن عمراخان د جندول په لويو او اهمو قلعه ګانو باندې پرله پسې حملې وکړې او هغه ئې په خپله قبضه کښې راوستلې.

د جندول ټولو خوانينو ته د اطاعت پيغام:

ددې فتحې نه وروسته عمراخان هغو لويو او وړو خانانو ته د اطاعت پيغامونه واستول کومو چې په جنګى محاذونو کښې هغوى د عمراخان په ضد دهغۀ د وروڼو تعاؤن کړى ؤ. د اطاعت نه د انکار په صورت کښې عمراخان د کامبټ، سنګى پارى، دا متل په خانانو پسې هم لښکر کشې وکړه.هغه ئې د قدرت نه پرې کړل او دهغوى په ځاې ئې خپل وړوکى ورور محمدشاه خان د دغو علاقو مشر وټاکلو. په دې اساس عمراخان په جندول کښې يو مضبوطه خانى جوړه کړه او دجندول يو طاقت ورخان جوړ شو.

د انګريزانو سره دوستى:

په جندول کښې چې څومره قوى خانان وو هغه ټول عمراخان تابع کړل په هغو ځايونو کښې ئې قلعه ګانې جوړې کړې د هغوى په تحول کښې ورکړى خو خپل يو تعداد معين لښکر ئې په دغو قلعه ګانو کښې د امنيت د ساتلو په غرض وګمارل يعنې يقين ئې کړل په دې طريقه هغه دجندول په نيولو  او سمبالولو کښې بريالى شو ددې نه پس عمراخان په دې وړوکى سلطنت کښې د قانون سازۍ، سرکارى فوځ د تشکيل، د قلعه ګانو په تعمير او يو لړ نور اصلاحاتى کارونه ئې د توجو لاندې راوستل، د جندول هر يو تحصيل ئې يو تحصيلدار ته حواله کړو. او په خپله د باړوې د دارالحکومت په تخت کښيناستو، هغه د پيښور کمشنر ته خپل يو وفد يا جرګه واستوله چې د انګريزانو سره ښۀ مناسبت ټينګ کړى بايد په ياد ولرو چې په ١٨٦٣ء کال د بونير د امبيلا په مقام د انګريزانو په خلاف په جندول دير، باجوړ، سوات او چترال کښې يو متحد پاڅون شوى ؤ چې په هغې کښې ددې علاقو حکمرانانو او نورو مشرانو په مستقيم ډول د انګريزانو سره په جګړه کښې پوره ګډون کړى ؤ، عمراخان ددغو علاقو د اولينو حکمرانانو څخه ؤ چې د انګريزانو سره سفارتى روابط ټينګ کړى. دعمراخان مقصد ددې دوستۍ نه دا ؤ چې هغه خپل فوځى معاشى او نورې ورانې ويجاړې په تيزۍ سره مخ په وړاندې بوځى. د عمراخان دغه اقدام انګريزانو په ګرم جوشۍ سره استقبال کړو په ډيره مينه او  احترام ئې دا ځواب ورکړو چې برطانوى حکومت دجندول حکومت په رسمياتو ومنلو ددې دوستۍ او  ښو اړيکو په اساس به دجندول او دهلى ترمنځ تجارت راشه درشه، دځنګلاتو کټائى وغيره به د دواړو فريقو ترمنځ ازاد وى. ددې نه علاوه د دير نه تر چتراله پورې صرف په سړک د انګريزانو د حمل او نقل په باب هم ځينې معاهدې وشوې. د انګريزانو سره ددغو تعلقاتو په شروع کولو د عمراخان د لاقوى کيدو او په ملک کښې د اصلاحاتو په باب ډيرې کاميابۍ په برخه شوې. او همدا رنګ انګريزانو د افغان، انډيا په سرحد واقع جندول کښې د هغو د  ترکلانى مشرانو دمضبوطې خانى پوهې او دوستۍ نه کافى فوايد حاصل کړل.

د جندول او دير حدود:

په ١٥٤٠ء کال کښې د ترکلانى او مليزى قبائيلو ته رمنځ دا حدودات ټاکل شوى دى په دره براول کښې د سندرول کلى ته نزدې د ننګوړو خوړ د ميدان په وادۍ کښې ډم ګټه قبرستان او په جندول کښې د پايه خيل کوټکى غوبانه علاقې ددې قومونو په وړاندې سرحدى نقطې په ګته شوى دى. خو کله چې د دير مليزى خان قاسم خان د دير خانې ته وسعت ورکول شروع کړل نو د براول او ميدان وادى ئې په ١٨١٦ ء کال د جندول نه کټ کړى او په دير کښې شاملې کړې. چې دا د مليزى قوم لمړنى تيرى ؤ چې د ترکلانى قوم په تثبيت شو حقوقو ئې وکړو نو ځکه په ١٨٨٢ء کال عمراخان د جندول اولنى حکمران ؤ چې د ترکلانى قام دخاورې او حدودو د بيرته لاس ته راوړنې په اساس ئې خپله بريښنده توره حق په جانبه توګه پورته کړه او دا جګړه د دير د نوابى لخوا د جندول په سلطنت باندې په زور وتپل شوه چې ډيرې وينې پکښې توئې شوې او ډير تاوانونه پکښې دواړو اړخونو ته واوړيدل کله چې تقسيم شوى وى حدودات معلوم وى نو ديو قام حکمران د بل په حقوقو د تيرى حق نۀ لرى. خو دغو ډول جګړو د اقتدار نه په غير ځينې نور تحريکيدونکى عوامل هم درلودل. چې زمونږ پښتانۀ قومونه په جنګ جګړو مصروف کړى تر څو د تعليم، صحت، د ملک د ابادۍ او ښيرازۍ په کار کښې د ځان قام د نيکمرغۍ دپاره لازمه ونډه وانۀ خستلى شى

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.