افغان الماس
د پوهنې وزارت د احصائيې اداره !
شرم دی
شرم
!!!
له ایران سره
زموږ د رسمې اړیکې هم عجیبې دي (!) په ساړه ژمي کې هغه
خوار او
بیچاره
افغانان راشړي ، چې د کار لپاره دغه هېواد ته تللي په داسې
حال کې ، چې
دخپلو
سیاسي اهدافو لپاره یې څو لسیزې هغوی زغمل ، خو اوس یې لږ
تر لږه تر پسرلي
نه شي
زغملی او د مرګ تر پولې یې تهدیدوي
.
دحکومت
لوړ پوړی وزیر ( د بهرنیو
چارو )
دهمدې هېواد د سیاسي لوبې له لاسه د اعتماد رائیه له لاسه
ورکوي او د کډوالو
وزیر لرې
کیږي .
په نیمروز
کې په افغانانو باندې دهلمند اوبه بېرته په پېسو
پلوري
اوکډوال ماشومان په دار راځړوي او
...
ایران په
پلونو ، سړکونو جوړولو ،
بریښنا
رسولو اونورو حیاتي برخو کې مرسته نه شي کولای خو دغه دوست
(!) هېواد
حاضریږي ،
چې پوهنې وزارت ته نصاب په ایران کې جوړ کړي او هلته دیني
علوم ، مذهبي
احکام ،
پښتو او دري ژبه ، جغرافیااو تاریخ افغانانو ته ورزده کړي
!!!
ایران
نوره هم
خپله دوستي ثابتوي هر چېرته ، چې کتابتون مرستې ته اړتیا
لري خپل
ایډیولوژیک کتابونه رابار کړي او زموږ کتابتونونه پرې ډک
کا . دایران په مرسته
شویو
کتابونو کې د ساینس او ټکنالوژۍ کتابونه نه شته خو د سیاسي
ایډیولوژۍ ، مذهبي
مسایلو ،
فرهنګي تعصب اوایراني فاشیزم ، دافغاني هویتونو غلا او
لویدیځ دښمنۍ په
اړه د دوی
له تبلیغاتي کتابونو څخه دافغانستان ټول پوهنتونونه ډک دي
او د کابل
پوهنتون
په کتابتون کې د ایراني کتابونو بیله خونه هم وجود لري
.
ایران پر
موږ
ډیر
مهربان دی او اوس غواړي زموږ داحصائیې له ادارې سره مرسته
وکړي ، چې دافغانستان
احصائیه
څنګه باید جوړه کړي ؟ ! ایرانیان به دافغانستان نفوس ،
ملي ترکیب او څومره
والی
وټاکي او دافغانستان چارواکي به ورته لاسونه وپړکوي ، چې
واه واه داده د
ایران د
ورور اسلامي جمهوریت بلا عوضه مرسته !! د احصائیې د علم له
مخې دیوه هېواد
د احصائیې
اخيستنې ټول پړاونه ، کوډونه او سیستم باید اشد محرم وي .
دومره اشد محرم
، چې حتی
ځینې داخلي ادارې هم له هغو څخه نه وي خبرې خو موږ دومره
خدای وهلي یو ،
چې له
فرهنګي پلوه تر ټولو ستر مداخله کوونکی او بلوسګر، زموږ
د ملي هویت لوی
دښمن او د
افغانستان دملي هستیو یوازینی غل هېواد ( ایران ) غواړي
دغه پړاوونه،
کوډونه او
سیستم را جوړ او عملي کړي
متل دی
وایې : « که غلیم ته دې د ګوتې ځای
ورکړ ،
سوک به ننباسي
.»
د پوهنې
وزارت چارواکي او د احصائیې د ادارې مسوولین د
قانوني
تعقیب وړ دي ، چې ولې په داسې ملي او حساسو مسایلو کې
فرهنګي او هویتی دښمن
ته
اختیارات ورکوي . نصاب او احصائیه دې په نه امکاناتو ، په
خوارو افغانیو او په
تشو
لاسونو ډیر نیمګړي جوړ شي ، خو څوک دې نه رانه غلا کوي .
زه د افغانستان دننه
او بهر پر
ټولو ملي شخصیتونو ، هر افغان او هر با احساسه هېواد وال ،
باندې غږ کوم
، چې په
یوه ملي غبرګون سره ددغې ملي تباهي مخه ونیسي
.
د ټولو افغانانو
د څپه ییز عکس العمل په هیله