ليكنــــــــــــــــــــــې

 

کمال

د پوهنې وزير ولې رښتيا نه وايي؟

څو ورځې وړاندې د پوهنې وزير ښاغلي اتمر په يوه مرکه کې وويل چې په کابل ښار کې ٢٠ پښتو ښوونځي موجود دي٠  د ښاغلي اتمر دا خبره رښتيا  نه  ده،  په کابل ښار کې يوازې خوشال لېسه پښتو ده او بس٠
   ښاغلی اتمر پوهيږي چې له کومې ورځې چې روسانو له پښتو او پښتنو سره دښمني اعلان کړې ده، نو ډير زړور پښتون هم له دې ويرې دا دوه نومونه  قدرې هم په خوله نه اخلي چې په کور دننه روس پالي به ورته فاشست ووايي٠
ښاغلی اتمر په دې هم پوهيږي  چې پښتنو ته په مورنۍ ژبه زده کړه برابرول يوه حقوقي مسله ده او انکار ترې له بشري حقوقو سرغړاوی دی  ځکه دا  د ولس ډيره کلکه غوښتنه ده چې په هيڅ شان ترې په شا کېدای نه شي٠ 
په کابل ښار کې تر نيمايي زيات زده کوونکي پښتو ژبي دي او دا حق لري دکابل ښار له ١٨٠ ښوونځيو څخه نيمايي ( ٩٠) يې بايد په پښتو وي،  ښاغلي اتمر ته ځينو دا و يلي چې که ٩٠ نه وي نو ٢٠ ښوونځي خو پښتو کړه!!! او ده ته لکه چې د مرکې پر مهال په نا اختياره ډول دا د ٢٠ رقم ور ياد شوی و٠
پښتنو ته په مورنۍ ژبه زده کړه برابرول  دپوهنې وزارت وظيفوي مکلفيت دی چې اساسي قانون ورته په مخکې ايښی دی اوبايد ژراو ضرور يې عملي کړي چې هم يې خدای (ج) او ولس ته مخ روڼ شي او هم خپله دنده تر سره کړي٠
ټولو پښتنو ته يو څرګند حقيقت روښانوم چې اتمر به هيڅکله ستاسو دا حق در نکړي تر څو چې ټول ترې د خپلو اولادونو دا حق په کلکه او بيا بيا ونه غواړئ٠
ښاغلی اتمر صيب ! په مورنۍ ژبه زده کړه زموږ د اولادونو حق دی او موږ به ترې هيڅکله هم تېر نه شو.
که تاسې هر څومره د تېرو مشرانو د " مضر احتياط" پاليسي تعقيب کړ ئ نو ژر به له خپلو پردي شئ او پردي خو مو کله هم نه خپلوي، په دې خو ته تر هر چا ښه پوهېدای شې!!!

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2006.