|
انور شاهين خانخېل
پېښور ( کوزه پښتونخوا)
Jarga.weblog@gmail.com
د بخښونکي، مهربان او وسيال خداى په نامه
د پښتون رسالې په نامه سرخلاص ليک
ګران او محترم د پښتون رسالې چلوونکيه!
سلامونه او نېکې هيلې مې قبولې کړئ .
زما له دوو مقالو ((
د باجوړ پېښه د نړيوالو حالاتو په آئينه كې ))
او (( د صدام د
اعدام حکم )) له درلېږلو نه پس ستاسو
لخوا راته دا ځواب ملاو شو چې (( ستا ليکنې
زمونږ د پښتون مجلې له پالسيو سره سمون نه
خوري نو ځکه يې نه شو خپرولې ))
که څه هم زه دې ته لېواله نه يم چې زما
ليکنې دې خا مخا په دې رساله كې خپرې شی
خو په دې پوه نه شوم چې د(( پښتون )) رسالې
پاليسي څه ده؟ او زما په مضومونو كې څه داسې
دی چې د دې رسالې د پالېسيو په خلاف دی؟ ايا
زما ګناه دا ده چې زما په ليکنو كې د پښتنو
بدبختۍ د نړيوالو حالاتو په آئينه كې کتل کيږی
او د پښتنو د مظلوميت سره سره د نړۍ د
مسلمانانو د مظلوميت ذکر هم کيږی او د دې
رسالې د خپروونکو پاليسی دا ده چې پښتون دې
محدود سوچ ولری او خپل سياست دې د کوڅو د
پخولو او لختو د جوړولو پورې محدود پاتې شی؟
ايا د دې رسالې پاليسی د ارواښاد باچا خان د
پالېسيو په خلاف ده چې هغه خداى بخښلی به
هيڅکله پښتون له نړيوال سياست نه بې خبره نه
ساتلو او تل يې د نړيوال سامراج په خلاف
مبارزه کړې ده او په دې لاره كې يې مصيبتونه
زغملی دی شهيدان يې ورکړی او جېلونه يې تېر
کړی دی، او په ځای د دې چې يواځې د پښتنو غم
يې خوړلې وې او د پښتنو د يو ازاد هېواد لپاره
يې کار کړې وې د انګرېز له غلامۍ نه د
هندوستان د مسلمانانو د خلاصون او ازادۍ لپاره
يې د انګرېز سامراج په خلاف له هندوانو سره هم
دوستی او ملګرتيا وکړه، هغه هيڅکله د پښتنو
مصيبتونه او مسائل له نړيوال سياست او د نړۍ د
نورو مظلومو قومونو له برخليک نه جدا نه ګڼل.
او نن چې له دنيا نه يو ورړوکى کلى جوړ شوى دى
او امريکی استکبار چې غواړي په دې کلی باندې
حکمرانی وکړی او زمونړ له عزت او خپلواکۍ سره
لوبې وکړی، زمونږ د لرې او برې پښتونخوا په
کورونو كې د امريکې فوځيان د طالبانو د ډلې د
کسانو لټون په بانه چې خپله يې دغه ډله جوړه
کړې او استعمالوی يې زمونږ له عزتونو سره لوبې
وکړی، زمونږ په دينې مدرسو كې په وړو وړو بې
ګناه ماشومانو باندې بمونه وروی، زمونږ په
کورونو بمباريانې وکړی، زمونږ په پاک او خوږ
پېغمبر (ص) او زمونږ په دين پورې ټوکې او
مسخرې وکړی او کارټونونه يې جوړ کړی،. زمونږ
لپاره طالبان جوړکړی، زمونږ لپاره مليان
جوړکړی، زمونږ لپاره ليډران جوړ کړی او زمونږ
لپاره فوځيان جوړ کړی، زمونږ لپاره قانون او
حکومتونه جوړ کړی زمونږ لپاره فېصلې وکړی او
پالېسۍ جوړې کړی او بيا دې هم مونږ نعرې کړو
چې دا نړيوال سياست او له امريکې سره پنجه
اچول زمونږ سياست او پاليسی نه ده؟
ايا زمونږ برخليک د افغانستان، عراق، لبنان او
فلسطين له برخليک نه جدا دى؟ ايا دا ټولې
مسئلې او ټول مشکلات چې نن ورسره مونږ لاس او
ګرېوان يو د يو سازش کړۍ نه دی؟ ايا د دې ټولو
سازشونو مرکزونه وشنګټن او تل ابيب نه دى؟
زه نه پوهېږم چې دا کومه پاليسی او کوم
سياست دى چې د پښتنو لپاره او د پښتنو په نامه
يې خپلولې شی چې بايد په عالمی سياست كې دې
ګوتې و نه وهلې شی او دا ټولې مسئلې دې په هغو
واکمنانو پورې وتړلې شی چې هغوی خپله د امريکې
نوکران دی او د هغې په اشارو چليږی او امريکه
په مونږ باندې دا واکمنان مسلط کوی او يا دې
پښتانه په دې باندې تېر باسو چې د انګرېز او
امريکې جوړ کړې شوی دې جمهوريت كې چې زمونږ
ممبران او وزيران جوړ شی نو پښتنو ته به نوکرۍ
ورکوو، کوڅې به ورته پخوو او لختی به ورته
جوړوو او په سياست كې به يا له ښاغلی کرزی نه
غواړو چې امريکې ته ووائی چې د افغانستان په
بې ورزله ولس باندې بمبارۍ بندې کړی او يا به
له ښاغلی پروېز مشرف نه مطالبه کوو چې امريکې
ته دې ووائی چې په مونږ بمبارۍ نه کوی او
زمونږ له خپلواکۍ سره دې لوبې نه کوی او
زمونږه سيمې دې خپلې فوځی اډې نه جوړوی او
وردی واچوه او وردی وباسه يا به کله له ضياء
الحق نه مطالبه کوو چې اسلام او شريعت راوله
يا به د ميرمن بې نظير واکمنۍ ته د رسولو
لپاره هلې ځلې او سازشونه کوو او کله به د
ښاغلی نواز شريف لپاره کوششونه کوو. کله به له
فوځيانو سره ساز باز کوو او کله به له ملايانو
سره يو ځاى کېږو د اسلام په نامه به عوام
غولوو. ايا د باچا خان سياست دا و؟
د پښتو او پښتنو په نامه سياست کوونکو
تر ننه پورې په دغه محدور سياست كې څه ګټه
وکړه او تر کومه حده يې د پښتنو بدبختۍ او بد
مرغۍ ختمې کړې؟
البته کوم کسان چې په پښتنو عوامو كې له
نزدې نه ژوند کوی هغوی پوهيږی چې نن پښتون ملت
بېدار شوى دى او هغوی د کوڅو او لختو له سياست
او نورا کشتۍ نه زړه ستړی دی نن که پښتانه په
يوې حجره كې ناست وی، که په يو دوکان ناست وی
که په پټوكې کار کوی که په بسونو كې سفرکوی که
په دفترونو كې بحث کوی نو هغوی نن په
افغانستان كې د امريکې په مشرۍ د پرديو
ځواکونو د شتون او د پښتنو د ځپلو او زورولو
په موضوع خبرې او بحث کوی، هغوی په عراق باندې
د امريکې د قبضې او هلته كې له مقاومت سره د
مخامخېدو خبرې کوی، نن پښتانه د امريکې د
شېطانيو په وړاندې د ايران د اسلامی جمهوريت د
مشرانو د استقامت او مړانې او د کاملې خپلواکۍ
خبرې کوی، نن پښتانه په لبنان باندې د شېطانې
امريکې او انګرېز سامراج د نا جايزه اولاد
صهيونېسټ رژيم لخوا د وحشيانه حملو او جنګ او
په دغه جنګ كې له ټولو پرمختلليو وسلو او ساز
و سامان نه سنبال اسرائيلی رژيم د تاريخی ماتې
او د يو موټی او په ډېرو معمولی وسلو سنبال د
حزب الله غورځنګ د برياليتوب او کاميابۍ خبرې
کوی، نن پښتانه په خپله وړومبۍ قبلې او فلسطين
باندې د غاصبو صهيونېسټو د قبضې او هره ورځ د
بې اسرې او بې وسلې فلسطينيانو په قتل عام
اوښکې تويوی او په مېنځنی ختيځ كې په روانو
سياستونو او سازشونو بحث کوی، نن پښتانه خپل
برخليک د نړۍ د مظلومانو له برخليک نه جدا نه
ګڼی، او په دې پوهيږی چې نن د ټولو د بدبختيو
مرکز پنجاب نه بلکې واشنګټن، تل ابيب او لندن
دى او دا چې په مونږ ظلمونه کوی که هغه د هر
قوم دی ګوډاګيان دي او د دغو ظلمونو ستمونو
سرچينه يوه ده، ټول له يو ځای نه په مختلفو
نومونو او مختلفو بانو سره ځپل کيږی.
همدا رنګ مونږ ته د خداى پاک عظيم الشان
کتاب ته هم پاملرنه پکار ده نو ايا په قران
مجيد كې يواځې د عرب قوم ذکر دى؟ او يواځې د
مکې او مدينې خبرې او مسائل دی؟ دا ځاى په ځاى
چې پکې د نورو قومونو او امتونو بې شمېره
ذکرونه راغلی دی دا د څه لپاره دی؟ بلکې د
عربو او مکې مدينې له مسائلو نه پكې زيات د
نورو قومونو او امتونو ذکر راغلې دى نو ايا دا
قران مجيد د پښتنو لپاره نه دى چې درس ترې
واخلی او د نورو قومونو له سياست، خوبيانو او
خاميانو، انجام او برخليک نه ځانونه باخبره
وساتی او د هغو په رڼا كې د ځان لپاره سياست،
پاليسی او کړنلاره غوره کړی
د احمد شاه بابا او خوشحال بابا غوندې د
پښتنو مشران هيڅکله له نړيوال سياست نه بې
خبره او بې تفاوته نه دی پاتې، که مونږ د
تاريخ پاڼو كې لرې لاړ شو نو هلته هم مونږ ته
ښکاری چې د پښتنو يو مشر د امير کروړ پلار
امير پولاد سوری د بنی اميه و د ظلم، بربريت
او منافقت په خلاف
او د خداى له ګران رسول (ص) او دهغه پاکو
اهلبېتو سره د مينې په جذبه د ابو مسلم
خراسانی په پاڅون كې د ګډون لپاره د پښتنو فوځ
ليږی او له بنی اميه و سره جنګيږی او قربانۍ
او شهادتونه وړاندې کوی او حتی چې مسلمانانان
د بنی اميه و له ظلم نه ژغوری.
نن که هر څو ځنيې ليډران پښتانه ډېر
ګوټ ګوټ ته راکاږی خو هغوی په خپل سمی او د
هغو صلاحيتونو په بنياد چې ورته په فطرت كې
خداى پاک ورعطا کړی يو ښه لور ته روان دی او د
نړۍ په ټولو حالاتو باندې ژور نظر لری او د
ځان لپاره کړنلاره ټاکی چې دغه يو فطری سفر او
بهير دى چې د مخنيوی لپاره يې هيڅ د بل په
اشارو چلېدونکو سياسی ليډرانو او ملايانو
سره علاج نشته
نو دلته به زه په ډېر ادب او احترام
تاسو د پښتون رسالې چلوونکو ته عرض وکړم چې
پکار دی د پښتون رساله خپلې پالېسۍ او سياست
ته بيا کتنه وکړی او د ارواښاد باچا خان د
سياست لاره غوره کړی او هغه پاليسی اختيار کړی
چې کومې پالسۍ او سياست ته نن پښتون قام
ګروهنه او رجحان لری د پښتون ولس په نامه جوړې
شويو نشرياتی ادارو،ډله ايزو رسندويو مجلو،
ورځپاڼو او الېکټرنک مېډيا نه ډېرې هيلې لری
نو پکار دی چې دغو هيلو ته مثبت ځواب ورکړې
شی.
د پښتون قام د يووالی، بېدارۍ او خپلواکۍ په
هيله.
|