ليكنـــــــــــــــــــې

 

میوند اشنا

د اغلې پلوشې بي بي په ملاتړ

ګرانو هېواد والو په هېواد کې  اوسنۍ جګړه د یرغلګرو او د ترهګرو تر منځ روانه ده او د  دوی دواړو په منځ کې چې کومه شیشکه  زما مطلب دی شبکه ده هغه  ( ډموکرات) دولت  دی  چې په هر ډګر کې  پاتې راغلی دی  که څه هم یو خروار لښکر  ورسره مل دی خو بیا هم د ټس نه مس نشو  خوترهګر او یرغلګر دواړه  په پروپاګند او په جګړه کې  د یو بل نه په هېڅ کم ندي او د دواړو ډلو فرعونیت  زمونږ په ګټه  هم ندي   چې مونږ دې راپاڅو یرغلګرو  ته دې ښه ووایو او دې نورو ترهګرو ته خراب  اوډموکراته  شبکه همدغسې درواخلئ   پدغه درې واړو کې موږ   ولس څلورمه ډله یوکه یرغلګر او ترهګر مو بې اجله د جنت په سوړه ورننه باسي  خو ډموکرات مو بیا ویاړونو او په ژبه خاورې ورړوي     چې  یوه بېلګه یې  زمونږ ژبه یادولی شوم چې دومره پرې ګرانه ده چې په مقابل کې یې  نورو ۷ ژبو ته اولیت ورکړو .

 دا چې څوک  د طالبانو د ځانمرګي بریدونو د راوا او ناروا خبرې کوي او په اسلام پورې یې تړي دغه طېفه  جاهلان دي   لومړی زموږ هېواد کې دا جنګ د اسلام او د کفر جنګ  ندی  د یرغلګرو او د ترهګرو جنګ  دی او په منځ کې  موږ خواران بې د هغې هم  د تل په شان  دل شولو که جنګ په هر نوم  وي او بل په هېواد کې کوم کار د اسلامي شریعتو مطابق دی چې دا  ځانمرګي لعنتي برېدونه  ندي   ؟ .

مونږ پدې ښه خبر یو چې  امریکا او ورسره درې درځنه نور غلۀ زما مطلب دی ملۀ هېوادونه  پدې شپږوکالو کې پدې بریالي نشول چې  هغه نېنځکه   چې دوی په جرمن کې جوړه کړې ده  په ټول هېواد کې  واکمنه کړي  خو ترهګرو په هېواد کې د کوریایي وګړو په تښتولو سره وښوده  که ترهګرو یو څو داسې نورې  مېلمنې پېغلې  د کوریایي پېغلو په شان  وتښتولې  نولرې نده چې   د یرغلګرو  په لاس جوړه  شوې   میډیم جرمن نېنځکه په راتلونکو څو کالو کې  د نیویارک د ودانیو په شان  لوړي بوړي کړي .

 نو ځکه  اوس ډموکرات هم د  کوریایي پېغلو د تښتولو نه وروسته    د یرغلګرو او د ترهګرو په شان په  پروپاګند لاس پورې کړو که څه هم هېواد لپاره چې څه ټلویزونه او راډیوګانې د یهودانو لخوا  جوړې شوي دي  بشپړ د دولت په پروپاګند کې دي  خو یو شمېر خپل واکه ورځ پاڼو او وېب پاڼو ته یې اوس لاره پېدا کړې ده  چې د دولت د پروپاګند  لومړۍ  ډنډوره په کې دا خبر وو چې  ترهګروپه کوریایي ښاپېرو باندې  جنسي تېری کړی دی  چې ښاپېرو په خپل مسکن  کوریاکې دا خبره رد کړه او ویویل چې  ترهګرو  خو زموږ نه خپل نارینه هم جداکړي   او نه ترهګرو مونږ ته کوم لاس راوړی دی  خو چې کله د سرۀ صلیب ډموکراتانو ته په لاس ورغلو نو بیا مویو څه دراندۀ لاسونه  په خپل نازک بدن   احساس کړل .

د دولت د ډنډورچیانو د پروپاګند نه ډکې مقالې به مو د یو څو اونیو راپدېخوا لیدلي وي چې په ویبپاڼو کې خپرې شوي دي چې لومړۍ مقاله یې ګومان کومه  د کوریایي ښاپېرو کوریا ته د ستنېدو نه سمدلاسه وروسته  خپره شوه چې د ډموکرات ډنډورچي پکې خپل مداريتوب پدې اند ښودلی وو  چې  ولس همغه شان  ویدۀ ولس دی  چې د مقالې نوم یې  ((د ترهګرو اخطاف و که اختتام شنډ شودغسې یو شی وو)) او دا مقالې دوام به ومو مي  که یې نه پېژنئ نو نښه به یې زه درته ووایم چې ترهګرو ته پکې پاکستانیان وايي   پداسې حال کې چې د ډموکرات دولت مشر عزتمآب  صېب چې کله  په جرمن کې وټاکل شو  ښاغلی په اسلام آباد کې و او د همغه ځای نه بیا پاکستاني جاسوسانو ډانډولۍ کړو او  په کندهارکې یې شمالي ټلوالې ته وسپارۀ    چې د دۀ نه مخکې د دولت د ډنډورچیانو مشران  هر یو مجددي او رباني هم  په ورته  ډرامه د اسلام آباد نه تر کابله  پاکستاني جاسوسانوپه  نويیومو کلونو کې د افغان ولسمشرانو په نوم رسولي وو چې  د مجددي او د رباني سره د ضیاءالحق او نواز شریف  یادګاري  ثبوتونه  (انځورونه ) اوس هم  شته .   نو اوس غلبېل راپاڅیږي   او کوزې ته وایي تۀ سورۍ یې   

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.