|
هدايت الله هدايت ( هوتک)
د
٢٠٠٧ ز
کال
د
مارچ
دريمه
سیاسي تبصره :
د
پاکستان نوی ورانونکى سياست !
تازه د امريکا د متحده ايالاتو د جمهور رئیس
مرستيال ډيک چيني سفر و اسلام آباد او کابل ته
پای ته ورسيد . هغه خبري او هغه څه چې په دې سفر
کې او د نړی په دې حساسه سيمه کې تر سره شوې هغه
ټولوواورېدلې او خپلي ارزوني یې هم ځيني وکړلې .
په بګرام کې چې د چينی پر ضد کوم ځانمرګي عمليات
تر سره سوه او درنه مرګ ژوبله یې را مينځته کړه،
هغه هم د سیمي او ټولی نړۍ خلکو ولیدل او خپل
برداشت يې ځيني واخيست .
دپاکستان و پوځي جرنیلانو ته دامريکا د متحده
ایالاتو د جمهوری ریاست مرستیال ډیک چيني سفر او
خبري چې پخپله دامریکا د پالیسی جوړونکی او سمت
ورکونکی يوه مطرحه څهره ده، ډیر خاص او جدي اهميت
و درلود . په يقین سره اوس پاکستاني چارواکي د
امريکاد دغه کهنه پيخه سیاست پوهه او کيندلی د
جمهوري رياست مرستیال د خبرو سره سم په سیمه کې و
خپل راتلونکی سیاست ته سمت ورکوي . دا سیاست په
داسي وخت کې سمباليږي چې کیندلی ډيک چیني د اسلام
آباد نه و خوځيد او بله کيندلې د انګرېزانو د
بهرنیو چارو وزېره مارګریټ بګټ اسلام آباد او کابل
ته ورسېدله . داسي اټکل کيږي چې په راتلونکو
څواوونیو کې به د انګرېزانو تازه دمه ۱۴۰۰اضافه
سرتيري و افغانستان ته ورسیږي تر څو د طالبانو د
زیاتېدونکو و سله والو بريدونو په مقابل کې و
جنګيږي .
سیاسي څېړونکي ددغه سفر و تصادف ته په خپل ذات
کې ډيري پر ځای پوښتني را پورته کوي . ددې سره
جوخت درست و اسلام آباد ته د ډيک چیني د سفر او
دهغه د خبرو اترو نه وروسته دوې ورځي باد،
پاکستاني چارواکو يو خبر خپور کړ چې د طالبانو يو
لوړ کچی شخص ملا عبید الله اخوند یې په کوټه کې
نيولی او داسي یې ښودلې ده چې ګني پاکستان د
امريکا د تازه غوښتنو سره سم دادي داسي اجراآت
تر لاس لاندي نيولي دي چې د ټروريزم سره د مبارزې
په پړاو کې د امريکا د غوښتونو سره سم ګام پورته
کوي او پاکستان خپله ونډه په صداقت سره عملي
کوي !
په واقعيت کې که ددې عمل و عمق ته که څوک ځان
ننه باسي نو دا خبره جوته کيږي چې د پاکستان آی
ایس آی د ټو لو ټروریسټي اعمالو تر شا په ډیر
مهارت سره عمل کوي او په سیمه کې د وخت ،
حوادثو او د خپلو پټو نخشو سره سم ځان غزوي . نن
که د افغانستان په دننه کې پر حکومتي ځایو او د
ائیتلافی يا ناټويی ځواکو پر پوځي پوستو باندي چې
کوم بریدونه کیږي نو دهغه په سازماندهی او د
اکمالاتو په تهیه کولو کې بر الا د پاکستان د آی
ایس آی لاس ککړ دی او هغوی په دې کار کې
معلومداره خپل اوږد مهاله اهداف نه پټيږي . د
پاکستان په دننه کې هم که د شیعه او سني پر مشرانو
او یا دنورو ملتو پرجونګړو باندی بریدونه کيږي نو
په دې کې هم د آی ایس آی د منافقت او شیطنت لاس
دخل لري . اصلاً په داسي يوه چټله لوبه کې چې
پاکستان او د هغه پوځي جرنيلان یې چې دهغه پر
بنياد یې خپل شوم نیتونه پر مخ بیایی نو هغه د
څېړونکو له نظره پټ نه پاتي کيږي .
داچې هغوی په دې نيتونو کې څه غواړي تر لاسه کړي
دا هغه څه دي چې د اوسنیو بازیو بازیګران یې د
خپلو سیاستونو په عملي کېدو کې غواړي د نړۍ والو و
نندارې ته یې را وباسي .
ډير سياسي څېړونکي په دې باور دي چې پاکستان په
ډير مهارت او شیطنت سره په سیمه کې د لويو قوتونو
درواني لوبو او عکس العملونو سره ځان عیاروي او
دهغوی سره مطابق د ورځي پر نرخ باندي چلند کوي .
داسي لا هم ويل کيږي چې دپاکستان سحر ديده جنرالان
او سیاسي چارواکي اوس په دې لټه کې دي چې د امریکا
یانوپښې په دې سیمه کې نوري هم ښې ښخي کړي او د
هغوی د اغفال لپاره د هغو بنسټپاله عناصرو د
سرخوږي لیکه چې پر پاکستان باندي د اعتراض قوی
بانه ده هغه هم د آی ايس آي په ښوونه د افغانستان
و دننه ته ور د ننه باسي او هلته یې پر افغاني
پوستو او هم پر ناټویی او امريکایی ځواکو باندی د
هغوی تخريبي فعاليت تشدید کاندي . هغوی غواړي
داسي وښیی چې ګني داسي ټروريسټي فعالیتونه د
افغانستان په دننه کې د افغانانو لخوا تر سره کيږي
او داهم د افغان حکومت کمزورتیاښيئ چې مخه یې
نسي نيولای ځکه نو دا کمزور تیا چې په واقعيت
کې د ائيتلافی ځواکونو کمزورتیا او دنده ده نو
بايد مخه ئې هم هغوی ونيسي !
اصلاً خو اوس داسي لوبه روانه ده چې د پاکستان
آی ایس آی غواړي د امريکا او ناټویی ځواکو سره
جګړه د افغانانو په نامه پر مخ بوزي او هغه ته بیا
د افغانانو نیشنلیسټي او آزادي بخښونکې صبغه
ورکړي او په دې کار سره د شمال پاشانده او په
خزه کې ناست خزنده متعصبه ګروپونه هم چې لا د
پخوا نه یې دداسي يوې مفکورې سره حساسيت ښوده ، د
يوه خيالي حرکت پر ضد منسجم کړي .
د
پاکستان پوځي چارواکي غواړي د افغانانو په نامه
په دې کار سره هم د ناټویی او هم امريکایی ځواکو
ته سر خوږي پيدا کړي او په دې توګه د خپلو شیطاني
نخشو د پلي کولو په خاطر ددې سیمي د حوادثو جريان
د ځان د لویی غوښتني په ګټه و هغي خواته رهي کړي
چې د انګرېزي چارواکو لخوا ورته ډيکټه کيږي .
د
سيمي ولسونه ددې سيمي راتلونکې د ډيرو ډراماټيکو
او بنیادي بدلونو و پېښېدو ته هېښ پاتي دي . په
سيمه کې د لویی لوبي اصلي بازيګران اوس د خپلو
اجنټانو په وسیله دې کارته ځانونه آماده کوي چې و
ميدان ته راووزي څو په دې سیمه کې د لويو قدرتو و
بازيو ته عملي جنبه ورکړي .
هغه شر اچونکي کړی چې ددې بازيو جریان د خپلو ملي
ضد سیاسي اهدافولپاره لا د پخوا نه د ملي
ماجراجویی و خواته ټيل واهه، هغوی به ښایی همدا
شاني چې پرون یې ځانونه په ملي بازيو کې و شرموله
ددې باد به هم په خپلو کړو سره ددې وطن په تاريخ
کې به هغسي ځای پيدا کړي چې کوم وياړ به یې په
برخه نسي . هغوی به بیا هم همدارنګه لوی شرم
ځانته پرېږدي!
افغانان په دې ښه پوهيږي چې د پردو په مقابل کې د
خپل هيواد د خپلواکی او ملي حاکميت په ساتلو او
دفاع کې د افغان ملت يو والی او يو موټی پاتي
کېدل څومره اهميت لري اوڅرنګه هغه وساتي . افغانان
به يو ځل بيا و خپلو دښمنانو ته هغسي کارنده او
واحد سوک ورکړي کوم چې د افغانانو د شرف او عزت
په ساتلو کې تل يوه لويه او کارنده وسله بلل کېده
او اوس به هم همداسي لويه وسله پاتي کيږي .
پاکستان به په خپل موجوده شیطاني سیاست کې و
خپلو هدفو ته و نه رسیږي او که حالات هماغسي چې
روان دي شکل و نیسي او پر مخ ولاړ سي نو پاکستان
او د هغه په دننه کې بنسټپاله مذهبي او پوځي کړی
باید يو ځای په دې لوبه کې سره وشليږي .
پای |