ليكنـــــــــــــــــــې

 

پوهنمل حاجي محمدنوزادي

 

د اکتوبر سترنړيوال انقلاب
 
فقط ٥٨ سانتي متره لوى او ٨٣ کيلودروند وو

                  پوره نيمه پيړۍ وړاندي د۱۹۵۷ کال داکتوبر په  ۴ نيټه هغه انقلاب پيل شوچي د نړۍپه هرګوټ کي  ئي ترهره کوره  ځان ورساوه  اوهرڅه ئي پربل مخ واړول  . پدغه ورځ پخوانې شوروي اتحاد د )سپوتنيک ( پنامه دلمړې ځل لپاره دنړۍ لمړنۍ سټلايټ ) مصنوعي سپوږمکۍ ( دداسمان په لورد ځمکي مدارته وليږل  . نوموړي سپوږمکۍ وه چي دنړيوالي تکنالوژي په چټک پرمخ بيولو کښي ئي يوستر انقلاب راوست  يوازي دري اتيا کيلو وزن ئي درلود  .

                پدي اړه او ددغه انقلاب دپنځوسم تلين په وياړ دټولې  نړۍ پشان دنمارکي ډله ايزو رسنيو هم خورازياتې تبصري اوهراړخيزي ليکنې ترسره کړي چي دغټو ټکيو پر بنسټ ئي دادي دخپلو ليکنومينه والو ته لاندي کرښي ډالې کوم   :

               ددغه سپوتنيک طراحانو دهغه وخت دواکمنو نظرياتو سره سم  دامريکا اونورو ټولو احتمالي نابرابريو اوغير عادلانه سيسټمونو پر ضد دمبارزې پياوړتيا په پام کي نيولې وه  . په هر حال  ،  دنوموړۍ سپوتنيک ديزاين ، جوړول او دځمکي مدارته رسول داټولي هغه چاري دي چي  داکتوبر ۴ نيټه  ئي  دټولې نړۍ دپاره دڅرخيدو ټکۍ وټاکه  . لدي نيټې نه وړاندي په زاړه جهان کښي هرڅه اشنا برښيدل  ،  خو وروسته  بيا بل جهان منځته راغې چي هلته هرڅه دامکان وړ و ګرځيدل  ، په هرڅه کښي سرحدونه په پاکيدواو ټول چوکاټونه په ماتيدوشوه   . همدغه نيټه وه  چي شوروي څيړونکو دلمړې ځل دپاره له اسمانه پيغام تر لاسه کړ   .

                      دوي پدغه ورځ په اسمان کي دملايکو سندري نه ارويدي   . دا اواز که څه هم يوازي يو  ) بيپ ، بيپ ، بيپ  ( وو ، خو دسپوتنيک دجوړونکو ترغوږونو دملايکوترسندور هم ډير په زړه پوري رسيدي  ، داځکه چي داهغه الهام بخښونکي سيګنالونه وه چي دځمکي پرمخ انسانانو دلمړي وار دپاره دځمکي له مداره ترلاسه کړل   . همدغه الهام ووچي انسانانوته ئي دهوسا او سوکاله راتلونکي زيرۍ رارساوه  .

                  پر فضا باندي لاسبرۍ او باداري    :

                  داهغه پروژه وه چي غرب ورپکښي دلمړنۍ سپوتنيک په وجود کښي دشوروي اتحاددتخنيکي پرمختګ ټنګښت او اعتبار وليد  ، اوهغه سيګنال ئي وارويد چي شوروي به فضايي باداري ترلاسه کوي   . مګر دنيکه مرغه داباداري يوازي دشوروي اتحاد برخه پاته نشوه  ، بلکه ددي پروژي لاسته راوړنو دتکنالوژۍ هغه نړوال انقلاب پرمخ وشاړه چي همدا اوس ئي دنړۍ په هرکنج کي هر انسان تري ګټه پورته کوي    .

 

                   دامريکا غوږونه بايد په يوه  لوي بمب تأو شي   :

                سيرګي کروليوف ددغه ۵۸ سانتي متره په لوي والې او۸۳ کيلوګرامه په دروندوالي يوه الونيمي کروي جسم

  )سپوتنيک ـ سټلايټ ž سپوږمکۍ (،  دجوړونکې ګروپ مشر وو اوپدي توګه دنړۍ دلمړنې ستلايت طراح  وبلل شو    .   ده دعلمي څيړونکود يوه ګروپ   ملګرتيا  دځانه سره درلوده خو دمخالفانو تعداد ئي خورا زيات وو چي هرڅه ئي په اختيارکي وه   . دغه دعلمي څيړنو  ګروپ دنده درلوده چي داردو دضرورت سره سم عادي راکټونه جوړ کړي  نه فضايي مهمات   .  دسپوتنيک دجوړولو څخه هم اصلي هدف ديوي درندي تعرضي وسلي ترلاسه کول وه ، نه ديوه وړوکي ستلايت په لور قدم اخيستل   . څيړونکي ګروپ ته دنده سپارل شويوه چي يو داسي زورور راکټ طرح او جوړ کړي  ، کوم چي به و کولاي شي د امريکا هرګوټ ته ځان ورسوي او هلته ټاکلې هدف په يوه هايډروجني بمب سره له پښو وغورځوي  .  پدي موخه د  ( R-7)  پنامه نوموړۍ راکټ جوړ شو   . داراکټ دومره زورور  وو چي سيرګي کروليوف  دده په وجود کي يوبل مهم امکان هم وليد اوهغه داچي  ده ته دانظر پيداشو ترڅو دجوړشوي راکټ د قوت څخه دځمکي مدارته ديوه جسم په ليږلو کښي کار واخلې   . او داهغه کار وو چي تر اوسه ئي لا په هکله په نړۍ کښي هيچا فکر هم نه  ووکړي     .

                 دليونتوب نه ډکه   فانتازي   :

                 دڅيړونکي ګروپ يو غړي يادوونه کوي چي دکرملين چارواکو ددي خبري په ا رويدو سره کروليوف ته زرغون څراغ ولګاوه ترڅو دفضا په لور چټک ګامونه واخلې  ž مګرداهغه څراغ وو چي هيچا هم ورته په جدي سترګه ونه کتل   ، د اردو مشرانو نوموړې جوړ شوي راکټ دځان دپاره وساته او پري ئي نښود چي دکروليوف دپلان سره سم تري کارواخيستل شي    . دراکت انجينر او وروسته بيا فضانوردګيورګي ګريچکو  چي دسپوتنيک دګروپ يوغړۍ  وو ، وايي   : داردو مشرانو  دکرليوف لخوا په نظر کي نيول شوي  سپوتنيک   ته ديوي بازيچي په توګه کتل  اود ائي دکروليوف ليونتوب او يوه د واقعيت نه ليري فانتازي ګڼل     . مګر کروليوف دومره وخت ندرلود چي دنوموړومذبذبو کسانو او مخالفانو و اوتو بوتو ته  غوږ ونيسي   . ده پرخپله پروژه باندي په ساړه ټټر اوپوره جديت سره کارکاوه   .  داسي بريښيدل چي پدغه وخت کي امريکا  هم د يوه ورته فضايي ستلايت جوړولو پروګرام تر لاس لاندي نيولې وو   .

                  دبي عدالتيو پرضد دمبارزي چټکتيا  :

                  وخت دومره زيات نه وو چي بيځايه وکارول شي  ، دشوروي څيړونکو په لږ غفلت سره ممکن امريکا وار دمخه کړي اودفضا مخکښان ګرځيدلې واي   . کروليوف خپل  ټول توان په کاراچولې ووترڅو ديو عادي سټلايت په جوړولو لاسبرۍ شي   . ده پردغه ستلايت باندي د   ) PS-1 پروستيشي سپوتنيک  يا ترټولو ساده ستلايت ( نوم کښيښود   . دګروپ غړوتر وسه وسه هڅه کول ترڅو پدغه سپوتنيک کي ټولي موجودي علمي ـ تخنيکي برياوي  وکاروي  ، خوداچي وخت ډير کم وو نو کروليو ف ځان مجبورګاڼه دډيرو نوو وړانديزونو دارويدلو او څيړلو څخه تيرشي اودستلايت په جوړولو کي دبيړي څخه کارواخلي   . پدي هکله باريس چرتوک چي دګروپ يوله ځوانو انجينراانو څخه  وو  ، وايي   : که چيري کروليوف زموږ وړانديزونوته غوږنيولې واي ، وخت ئي دلاسه ورکاوه اوحتما به امريکايانو د ستلايت عصر پيل کړي او شوروي به وروسته   پاته واي   .

                  داخيرني ازمايلوچاري شاته غورځول   :

                حالات خورا متشنج وه  ، دډيروهلو ځلو وروسته اخر سپوتنيک جوړ شو او هواته دهغه دخوشي کولو نه څو ورځي وړاندي کروليوف ډير تشويش کاوه چي خداي مکړه بر خپل وخت به اماده نشي   . ددي کار دپاره داکتوبر ۶ نيټه په نظر کي نيول شوي وه   . ناڅاپه کروليوف ته د اشک پيداشو چي امريکا به خپل ستلايت داکتوبر په ۵ پنځمه نيټه خوشي کړي  . همدا سبب وو چي  ده يو دنه منلو وړجرئت وکړ او تصميم ئي ونيوترڅو داخيرني ازمايلو څخه صرف نظر وکړي ، داکتوبر په ۴ نيټه ئي سپوتنيک ديوه ډير زوور راکټ په مټ هوا ته ايله کړ   اوپدي توګه ئي  دنوي عصر په پيلامي سره  فضاته دځمکي د اوسيدونکو دپاره لاره خلاصه کړه   . دګروپ ټولو غړو دسپوتنيک ليږدونکي راکټ په ډارسره په هواکي ترهغه وخته څاره ترڅوچي دنظره ووت او ورک شو   . شل دقيقي دسپوتنيک هيڅ درک نه وومعلوم اوهرډول اړيکي ورسره قطع وي   . داخولابيخي څرګنده نه وه چي دابه دنوي عصر جوړونکۍ يوستلايت شي او که به يوه فلزي بيکاره ټوټه چي ډير ژز به بيرته پرځمکه راپريوځي   . دادي دنيکه مرغه شل دقيقي وروسته اخردسپوتنيک نه د ) بيپ ـ بيپ ـ بيپ  ( سيګنال راورسيدي او په منظم ډول ئي دري هفتي يعني ترهغه وخته چي بطرې ئي ختميدله ، دوام  وموند   .

                که څه هم دکروليوف علمي څيړونکي ګروپ په خپل دي کارسره چي ټول بشريت ته ئي  دپرمختګ نوي امکانات وړاندي کړل او له مخي ئي بايد خوښي اوښادي ترسره کړي واي  ، باريس چرتوک وايي تر هغه وخته لا پخپله روسي انجينران او علمي کارکوونکي ددي ستر انقلاب په اهميت پوره نه پوهيدل  . دي زياتوي چي موږ يوازي  هغه وخت کله چي دنړي څيني هيوادونه زموږ ددي برياليتوب له سببه دکين او حسد له مخي خفګان وښوده    ، پدي وپوهيدو چي دخوښې او وياړ ناري  بايد پورته او جشنونه ونيسو   .  دسپوتنيک دخوشي کولو څخه څلور پنځه ورځي وروسته نو داخبره ټول جهان ته څرګنده شوه چي دشوروي ترټولو ساده سپوږمکۍ دنړيوال علم اوتخنيک په پرمختيا کي دڅرخيدو ټکۍ وټاکه    .

 

اما سيرګي کروليوف  :

کرليوف که څه هم  دنوي عصرراوستونکي ستلايت پلار بلل شويدي  ، خو په ژوند کي ئي دسائيبريا دتبعيدي زندانونو څخه نيولې دمسکو تر محبسونوپوري دوخت ډيري سړي او تودي ليدلې دي   . ترهغه چي ژوندې وو ، ده خپل معنوي لوړمقام ترلاسه نکړ   . يوازي په ۱۹۶۶ کال کښي دده تر مړني وروسته  نړيوالو د شوروي رسنيو دلاري دده د وياړمنو برياليتوبونوپه هکله خبرترلاسه اودرناوي ته ئي سرونه ټيټ کړل     .

دستلايت پرمختګ ته يوه کرونولوژيکي کتنه   :

۱   ــ  د  ۱۹۵۷ کال داکتوبر  ۴ نيټه   :  وهواته دشوروي څيړونکو په مټ دلمړنۍ سپوتنيک په ليږلو سره دفضا عصر پيل

 شو   . دي سپوتنيک يوازي دري هفتي په اسمان کي دځمکي دمدارنه  د ) بيپ   ۰۰۰۰۰۰۰ ( سيګنالونه ځمکي ته راوليږل او د ۱۹۵۸ کال دجنوري په  ۴ نيټه ئي په اتموسفير کي اورواخيست او وسوزيدې    .

۲  ــ  د۱۹۵۷ کال دنوومبر  ۳  نيټه   : دشوروي ددوهم سپوتنيک سره يوځاي دلمړي ځل لپاره يو ژوندي جسم فضاته وليږل شو او دا د ) لايکا ( پنامه يو سپۍ وو  . داسپي يوازي څو ساعته وروسته دزيات حرارت له مخي هم هلته مړشو   .

 ۳  ــ  د۱۹۶۱ کال داپريل ۱۲ نيټه  :  دشوروي اتحاد جګړن يوري ګاګارين لمړنۍ انسان وو چي د ) وستوک ــ۱ ( پنامه سپوږمکۍ کي دځمکي داتموسفير نه فضا ته ووت   .  ده هلته د ۱۰۸ دقيقو په موده دځمکي پر مدار يو دور وواهه او د شوروي اتحاد دملي قهرمان لقب ئي ترلاسه کړ   . دبده مرغه يوري ګاګارين په ۱۹۶۸ کال په يوه هوايي سانحه يا پيښه کښي  ومړ     .

۴  ــ  د ۱۹۶۹ کال دجولاي  ۲۰  نيټه  Neil  Armstrong  :    او   Buzz  Aldrin هغه امريکايي فضانوردان وه چي تر ټولو لمړۍ  ئي دسپوږمۍ پرمخ پښي کښيښودي   . خپل ددي وياړ په هکله  Armstrong په لنډه توګه وويل  :  داخو دانسان دپاره يو وړوکۍ ګام وو مګر دبشريت دپاره يوستر جهش    .

۵  ــ  د۱۹۸۱  کال داپريل ۱۲ نيټه   :  دکولمبيا پنامه دنړۍ لمړنۍ فضايي کښتۍ جوړ شوه   . امريکايان هيله لري چي دابه يو ډول بس وګرځي خو قيمت به ئي خورا جګ وي   . په ۱۹۸۶ کال دچلنجر پنامه دامريکا فضايي کښتۍ وهواته دخوشي کولو سره سم وچاوديده او ټول اوه کسه فضانوردان ئي مړه شول  .

۶  ــ  د ۲۰۰۱ کال داپريل ۲۸ نيټه   : دفضا لاره دفضانوردانو پرته عادي خلګو ته هم پرانيستل شوه  .  Dannis  Tito  لمړۍ سړۍ وو چي فضا ته ئي ديوه توريست په توګه سفر وکړ اونژدي شل ميليونه ډالره ئي د ISS پنامه دفضايي سټيشن  دليدلو دپاره دسفر لګښتونه ورکړل.  

 پاى

 

 

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.