|
د نښې منځ
کوچی او اوښ په فوکلور کې راغلي چې يوه ورځ د کوچي اوښ ناروغه شو ؛ نور له ځايه د پورته کېدو نه وو او له سترګو يې تړمې اوښکې بهېدې. کوچی ډېر ورسره اندېښمن وو او هر څومره دارو، درمل يې چې له لاسه کېدل، پرې ويې کړل، خو پرته له دې چې چاړه راواخلي او حلال يې کړي، بله هېڅ هيله ور پاتې نشوه. وروسته تر دې چې د اوښ پښې يې ور وتړلې او د ورمېږه له پاسه يې چاړه پرې ونيوه، يو ځل بيا عاطفه پرې زوروره شوه او ورته ويې ويل: شل ـ پېنځه ويشت کاله کېږي چې د خپل ژوند وکار و بار لپاره مې وکارولې. ډېر ځله مې دومره درانه پېټې در باندې بار کړي چې ته به يې تر لاندې پاڅېدلای نشوې او ما به د چوکې په څوکه پاڅولې. ته به تږی، وږی او ستړی وې، خو ما به د سپېرو بېدياوو په خړو سېليو کې تر سېزنده لمر لاندې د اوږدو لارو د واټنو لنډولو ته اړوېستې. زه ستا د دغه بېساري ژور زغم ډېر پوروړی يم؛ ځان پړ ګڼم او په زړه کې مې لويه تراه ده چې د قيامت پر ورځ به مې ستا پر وړاندې غاړه تړلې وي او خدای به دا هر څه راڅخه پوښتي او سزا به يې راکوي. اوس چې ستا د ژوند وروستۍ شېبې دي او زما به هم يوه ورځ را ورسېږي؛ نو ښه به وي که په پای کې يوه بله ښېګڼه هم را سره وکړې او دا هر څه راوبښې. ته پوهېږې چې زه هم بېوزله يم او تر دې ګړۍ مې د خپلو ورځنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره تر تا پرته بله چاره ندرلوده. کنه، دا دومره تېری او ناروا زما هم در باندې نه لورېده. وايي، اوښ چې دا هر څه واورېدل، چورت يې وواهه او کوچي ته پر وينا شو: "سمه ده! د کلو، کلو دا ګرد سره درانه پېټي،تندې، ولږې، د اوږدو لارو ستړياوې او وهل، چوخول ټول به در وبښم او دا به در سره ومنم چې دا هر څه دې د خپل مادي احتياج له مخې راباندې کړي. خو، يو ټکی به هېڅکله در ونه بښم او هغه دا چې زما مار ( مهار) دې تل د خره له لکۍ سره تاړه او دې ته دې اړ وېستم چې خر مخکې او زه يې تر شا روان وم." |