ليكنــــــــــــــــــــــــــې

 

      

هدايت الله هدايت   
۳۲/۱۰/۲۰۰۶      

د مور د زړګي  نښه !

په بشري ټولنه کې ښځه تل  د يوه منل سوي اصل په توګه  د مور په نامه پېژندل سوېده . ټوله نړۍ ښځه د مور په نامه د رحم، شفقت او بشري عاطفې دسمبول په حيث پېژني  . ښځه په رشتيا هم د انسانيت د واقعې عاطفې نښه ده .  په واقعيت کې دا مور ده چې  نه يې  لوريږي   اولاد يې ، دزړه ټوټه يې د و جود غوښه يې  دحق اوناحقه جګړې په ميدان کې خپل ژوند د  آشنا او نا آشنا دښمن  په مرميو کې  دلاسه ورکړي  . دا مور ده چې پر ژبه يې تر هر څه لومړی د خپل اولاد دسلامتيا دوعا راوزي .

يو وختي د لوی هندنامي او پياوړې لور، اينديراګا ندي د دې هېواد نامتو صدراعظمي په خپل دور کې ويلي وه چې ددې حکومت  به هيڅکله په   هند کې د جګړې خواو نه نيسي او داځکه چې هغه په لومړي سر کې يوه مورده ، او يوه مور دهر چا نه ښه ددغه احساس د  درک کولای سي چې په هره جګړه کې هره   مرمۍ چې فير يږي نو په لومړي سرکي د مور  پر زړه  واريږي او زړه يې زخمي کيږي .  هغې ويلي وه چې  په واقعيت کې هر  اولا د چې دجګړې په ميدان کې يې د مرميو سره مخ دی  نو  دا مور ده چې   زړګی يې د مرميو په نښه دی او د زخمي کېدو انتظار باسي   .

په ننۍ نړۍ کې چې  زور واکي ټول منل سوي انساني اوبشري پرنسيپونه په لغته وهلي او خپل جګړه ايزه ماشين يې پر بېوزلو هيوادو را مات  کړی  دی، نو  موږ  داسي بې احساسه او ماشيني ښځي د دولتو او حکومتونو په رأس کې وينو چې د ښځي او مورنی عاطفي احساس پکښې مړ سوی او دخپل بشری فطرت  خلاف  يې  ددغسي عاطفي او انساني لوړ احساس نه ځانونه  خالي کړي دي .

 هغوی ددې هيوادو د خپلو شيطاني ګټو لپاره  د جګړې نخشې جوړوي و بل سوي اور ته يې لمن وهي، و کوچنيو هيوادو ته غاښونه چيچي، او وروسته بيا پر  ور دانګي او په لومړي سر کې د ميندو زړونه سري سومبري کوي . دغه چارواکي د انسانيت او د مورني عواطفو د چوکاټ نه راوزي او د خپل عظيم جګړه ايزه ماشيني طاقت په وسيله و انسانانو ته ښيې چې هغوی ځانونه  د مور د عاطفي احساسه څخه  جلا کړي دي . هغوی په دې توګه  په نړۍ کې و انسان او انسانيت  ته دجګړې د بربريت او حشت  پيغام  خوره وي .دغه شان  ښځي  به ښايې چې ميندي وي يا به نه وي خو مورنی احساس پکښې وژل سوی دی او نه  پوهيږي   چې ديوې واقعي مور پر زړه باندي څه تيريږي . په  جګړه  کې خو په رشتيا دايوازي   مور ده چې   لومړۍ مرمۍ يې  پر  زړګي  باندي  واريږي او د زړه ټوټه يې  په نښه کيږي .

د نړۍ ولسونه لانت وايي  پر داسي هيوادو او دهغوی پر مخکښانو باندي چې د ښځو او نارينه وو انساني او بشري عواطف او  مورنۍ او پلرني انساني احساس يی ،  د جاه طلبۍ په خاطر په وجود کې مړ سوی او په نړۍ کې د مړ و و پاچاهۍ ته ﻻره پرانيزي !

دنړۍ ولسونه نفرت څرګندوي د داسي ډيموکراسۍ نه چې د کارپيټ بمو په زور دي وچ او لانده دواړه و سوځوي ، د ميندو زړونه  دي په نښه کړی اود هغوی د زړه د ټوټو په   وينو  دي په پرديو هيوادو کې،  ګويا خپله  ډيموکراسي  پلي کړي !!

 

 

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2006.