ليكنـــــــــــــــــــې

 

محمد ګلاب له كاپيسا څخه

كله چې "مراد" نا مراده شو نو په اپلتو سر شو

 پخوانۍ شمال ټلواله چې اوس يې د " ملي جبهې" په بڼه خپل نوم اړولی خو ماهيت يې لا همغسې پخوانی دی او له هر عمل او هرې خبرې يې د تعصب، كينې او نفاق بوی راځي، يو ځل بيا غواړي، " غر په پر" پټ كړي، يو ځل بيا غواړي خپله بدرنګه ماضي خلكو ته " ګلرنګه" وښيي؛ هم ځان محكوم او مظلوم وښيي او هم د قدرت انحصار وكړي، هم ګناه وكړي او هم ځان بېګناه وښيي، يانې په يوه سياسي صحنه كې په دوو رولونو كې كار وكړي.
 د شمال ټلوالې اراكين تراوسه پر دې بريالي شوي چې يو شمېر بهرنيان خصوصاً امريكايان په دې تېرباسي چې ګنې موږ هم ولسواكي غواړو او هم ستاسو ملاتړ كوو دوی امريكا ته د ظاهري وفادارۍ ترڅنګ له روسيې او ايران سره هم د خپلې پخواني يارانې مزي لا پسې ټينګ كړي، هم له پرديو وسلې او پيسې ترلاسه كوي، هم ځان وطنپال ښيي، هم د بهرنيو پوځونو د بمباريو د زور غوښتنه كوي او هم ځان د مجاهد په رنګ، رنګوي، خو ولس له همغه پيله بيا تر دې دمه پر دې دوه روله ممثلينو پوهېدلي او پوهېږي. دادی د دې جبهې له رسمي او نارسمي غړو څخه يو تن " عبدالستار مراد" (دكاپيسا والي) خپله ماضي يو ځل بيا تكرار كړه، يو ځل بيا يې دا په ډاګه كړه چې دا هغه خلك دي چې هم " نمك خوري او هم نمك دان ماتوي"، دې ښاغلي له "نيوزويك" مجلې سره په خپله مركه كې ولسمشر او ټول حكومت په ډول ډول تورونو تورن كړ او ځان يې لكه سپينه مرغۍ بېګناه وښودله، دې كې هېڅ شك نه شته چې حكومت كې پرېمانه نيمګړتياوې شته خو ددې نيمګړتياوو غټ علت همدا پخوانۍ شمال ټلواله ده چې د مراد صاحب په څېر ډېر نامرادان په كې غړيتوب لري او په حكومت كې يې مهم پوستونه نيولي دي. د شمال ټلوالې عجيبه منطق دی، هم حكومت كوي، هم شكايت، هم حاكم دی، هم محكوم، هم ظالم دی هم مظلوم، هر كله چې حكومت د سمون او اصلاح لپاره كوم ګام پورته كړي او ددې ټلوالې كوم غړی له حكومته لرې كړي نو ټول لكه د څمڅې ياران له غارونو راووځي، " د جهاد او مقاومت" چغې پورته كړي او حكومت هم د خارجيانو په زور دېته اړ كړي چې امنيت ته د ګواښ په پلمه دې واكسين شويو اشخاصو سره غرض ونه كړي.
 عجيبه ننداره ده د روسانو پر ضد د جهاد په بهير كې چې چا ډېر ښه جهاد كړی و هغه اوس څوك د مجاهد په نامه نه يادوي او چا چې روسانو سره پروتوكولونه كړي وو، هغه مجاهدين او د وطن ساتندويان شول!!
 چاچې امريكايانو ته زارۍ كولې او فرياد يې كاوه، چې " غت غت بمونه واچوئ دا واره دي تاثير كی نه كوي..." هغوی اوس د امريكايانو پر وړاندې په پټو مجلسونو كې د جهاد خبره كوي، عجيبه سپين سترګي ده، ښاغلی مراد هم د همغو سپين سترګو له جملې څخه دی، ښاغلي مراد ته بايد وويل شی: ته چې حكومت ملامتوې اول ولې خپل ځان نه ملامتوې په سيمه كې خو والي د قدرت غټه سرچينه ده، كه ته فعال وای نو ولس ته به ولې مشكلات پيدا كېدل، دا خو ته او ستا په شان نور بې كفايته وو، چې حكومت او ولس ته مو خير ونه رسېده او حكومت كې نيمګړتياوې رامنځته شوې، زموږ هېوادوال بايد عادلانه قضاوت وكړي او د مسلې په اصلي جوهر پوه شي. د مراد صاحب په اړه اصلي خبره دا وه چې دی د وظيفه يي بې كفايتۍ، قومي او سمتي تعصباتو او د ناوړه تنظيمي مناسباتو د پاللو له امله له دندې ګوښه كېده نو ددې لپاره چې سبا ته ځان ته لاره پرانيزي او خلكو ته وښيي چې زه خو ددې خبرو له امله لرې شوم او د عوامو په اصطلاح "غر په پر پټ كړي".
 خو اوس زموږ ولس په دې پوه شوی چې مصنوعي شخصيتونه بايد نور له صحنې ووځي او حقيقي شخصيتونو ته ځاي پرېږدي نور په مصنوعي ګلانو څوك نه غولېږي.

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.