|
دمــلي جــرګــې د جـــــوړېــــدو «جــــهــاني» ږغ نهه کاله پخوا د جورج بوش د سخت دريځو محافظه کارانو اداره چي پر عراق او افغانستان باندي د وحشيانه پوځي يرغل په سبب د جنګي جنايت کارانو په تور متهمه ده ، د امريکا او نړۍ څخه د کرزي په مشرۍ فاسد افغانان، ملي خاينان، قماربازان،جاسوسان،جنګي جنايت کاران،تنظيمي جنګسالاران او غله سره راټول او د خپلي لښکر کشۍ په زور يې د خپلواک افغانستان په هيواد کي دغه د شرم اوسنۍ اداره هغه هم د ټروريزم سره د مبارزې او د ډيموکراسۍ په نامه واکمنه کړه . امريکا او برتانيا خپل دغه مزدوران زموږ په اشغال سوي وطن کي په چور مصروفه وساتل او د افغانستان غوندي سنتي هيواد کي يې د ډيموکراسۍ په نامه تر سلو زيات ګوندونه جوړ کړل ، په سلهاوه اخبارونه او ټلوېزنوني شبکې يې فعالي او د هغوی په وسيله يې د افغانانو په وطن کې انډوخر بنا او پخپله د سيمي د هيوادو د لاندي کولو او خپلو اهدافو ته د رسېدلو د پاره زموږ د وطن په حساسو سيمو کي د پوځي اډو په جوړېدو لاس پوري کړ . ټول وطنپلوره مزدوران يې د اقلیتو د حقوقو په نامه، د پښتون او تاجک او هزاره په نامه، د کافر او مسلمان په نامه، د شمال او د جنوب په نامه، د فارسي ژبي او پښتو ژبي په نامه، د افغان او افغانستاني په نامه، د شيعه او د سني په نامه،د غلجي او دراني په نامه د کندهار او جلال آباتي په نامه ، د مزار او هراتي په نامه ، د بدخش او پنجشیري په نامه، د روبا او د زمري په نامه ، افغانان يې د طالب او د ټروريسټ په نامه د يوه کثیف هدف په لوري هی کړل، وسلې او لا نوري پيسې يې ورکړلې، يوه اوبل ته يې لاس په ماشه و درول ، د افغان مظلوم ملت يې تر خپلو ظالمانه بمباريو لاندي را وست او د واهي خيالي داعيې د تحقق په خاطر يعني د ټرويرزم سره د مبارزې په نامه يې زموږ او د نړۍ خلک تر خپل استعماري او جابرانه چتر لاند را وستل او وروسته يې هريو پشت نخود سیاه پسې روان کړل . ټولي نړۍ د امريکا و دغه شاني کردار ته شیطاني کردار ووايه او امريکا ته يې د لوی ټروريسټ او د لوی شیطان نوم ورکړ، چي خدای تعالی به يې ضرور لکه د شورويانو په څېر همداسي په خپل غضب ککړ وي . خبره د ښاغلي عبدالباري جهاني دغه زموږ د هيواد نامتو شخصیت او ملي شاعر په غوښتنه کي نغښتې ده، هغه غوښتنه چي نوموړي په خپله مؤجزه خو جامِعَ ليکنه کي ( موږ به څه کوو؟) زموږ د افغانانو د هيواد د بچاو د پاره را پورته کړې او د لروبر افغانستان په درنې پاڼي کې خپره سوې ده . که څه هم عین ږغ شل کاله پخوا د افغانستان د پخواني جمهور رئيس ډاکټر نجيب الله د وخت د سم درک او تقاضا په اساس د ملي مصالحې د طرحي په نامه چي زيات ملي او افغاني عناصر يې درلودل، را پورته سوې وه او په ټوله نړۍ کي با درده او وطنپاله افغانانوته يې تاريخي فرصتونه په لاس ور کړي وه چي د هر بل افغان تر مشرۍ لاندي چي وي د يوه منلي ملي او افغاني حاکميت په جوړېدو سره خپل ملي او افغاني رسالت اداء اوخپلي هڅي د ملي ګټو او د افغانستان د خپلواکۍ د بچاو و داعيې ته وقف او په همدغه هدف کي واحدي کړي . خو متأسفانه هغه فرصتونه په هغه وخت کي د همدغه شاني بازيو قرباني سول او په ډېره لو بيه د لاسه ووتل . هغه وخت دغه اوسنۍ وضعه چي د همدغي لو يي دسیسې د پلي کېدو سريالي مرحله وه، يک په يکه په علمي توګه پېش بيني سوې وه. . ظاهر شاه غوندي مطرحه اشخاصو د سیاسي نه درايت په ښودلو سره خپل ملي او افغاني رسالت په ځای نکړای سو . هيچا د ۱۹۹۲ کال د تنظیمي جګړو، د عام قتل او د کابل د ګړوبېدو او زموږ د ملي او تاريخي اردو دسقوط مخه و نه نيولای سوه . طالبي بنسټپالنه به ولي واکمنه کېدله ، او را وروسته به ولي دبادرده افغانانو هيلي د کرزي د فاسد دولت په جوړېدو سره چي په تاريخ کي به د غلو، د پرديو د نوکرانو او جنګي جنایت کارانو د ننګيني دورې په نامه ياديږي، د خاورو خاکه کېدله . په دې بايد اعتراف وسي چي زموږ ملي عناصرو په هغه وخت کي د افغانستان د ملي ګټو د مشبوع سوی درک په وجه د امريکااو برتانيا ددسیسو او د يوه ملي او پراخ بنسټه حکومت د نه جوړېدو د امریکا يي طرحو ښکار سول، او نن دادئ ان د امريکايي او ناټويي ځواک په موجوديت کي په وطن کي غله او جنايت کاران حاکم دي او د هيواد د تجزيې خبري لا هم د امريکا په رسمي حلقو کي تاو بالا کيږي . امريکا د همدې طرحي د تحقق د پاره زموږ په هيواد کي د جنګي جنايت کارانو او جنګ سالارانو تر شا درېږي او د هغوی سره د کابل د مزدور حکومت په موجودیت کي پټي خبري تر سره کوي . ددې معنی څه ده . دغه خبري درست هماغسي خبري دي لکه د ډاکټر نجيب الله د حکومت په موجوديت کي چي د تنظیمي او ګوندي خائينانوسره په مسکو کي شورويانو تر سره کولې او د هغه تلاښو مخه يې نيوله چي د ملګروملتو په وساطت د يوه پراخ بنسټه ملي او بين الافغاني دولت د جوړېدو دپاره جریان درلود، دهغه هوارولو مخه و نيسي . د همدې لاسپوڅو او جنګسالارانو په ملاتړ وو چي هغه هڅي خنثی او وطن په کورني جګړو کي لاهو سو ،خلک مو د څو کالو تاريخي او بشري ضد جناياتو په نتيجه کي د طالبانود سخت دريزه او بنسټپاله ډلو تر واکمنۍ لاندي راغلل . په افغانستان کي نن هماغه د شورويانو سناريو په بل شکل عملي کيږي ،خو دا پلا وطن موتر هغه وخت لا زیات کړکېچن او په يوه ترټولو بحراني حالت کي قرار لري ، دغه سناريو نن د امريکا او زموږ د تاريخي دښمن برتانيا لخوا د پاکستان په ګډون د روسانو او ايرانيانو د خباثت سره يوځای پر مخ بيول کيږي . ددې کار د مخنيوي د پاره په رشتيا هم يوازي مقالې او يو د بل په ټکولو سره کوم ځای نسي نيولای . زه ددې خبري يادونه ځکه کوم چي زه د يوه افغان په حيث د جهاني صاحب د غوښتني سره که څه هم ناوخته دئ،خپله همنوايي ښيم او په دغه ملي فراخوان يا غوښتني کي د يوه ملي حرکت د را ژوندي کېدوپه خاطر چي د افغانانو خبري په يوه قوت سره مطرح او حساب ورباندي وسي د هغه د طرحي سره خپل ملاتړ څرګند وم . د ډوبېدو په حال کي زموږ دوطن د دغه کښتۍ د نجات د پاره د ټولو افغانانو ملي او ايماني وظیفه بولم تر څو خپلي ملي هڅي د يو واحد تحرک په يوې نوې بڼه کي را ژوندۍ او هغه د سره را شروع کړي . دغه ملي داعيه هيڅوک په يوازي سر نسي تر سره کولای . جهاني صاحب پر ټولو افغانانو باندي ږغ کړی دئ چي د سیاسي، سمتي، قومي، مذهبي، ژبني تمايلاتو پرته د افغانانو خپل هيواد د خپلواکۍ، مځکني بشپړتيااو ملي حاکميت د دفاع او ساتلو په خاطر خپل آواز ونه چي اوس دادي دتجزيې دسيسې پکښې رواني دي، راپورته او خپل آزادي خواهانه فریادونه د يوې ملي جرګې د جوړېدو د لاري منسجمه او د نړۍ وال حقوقي سازمانو او مراجعو ته ورسوي . لازمه ده ددغه ږغ سره هر وطنپال افغان د هيواد د نجات او زموږ د واحد افغانستان د پرسټېژ او ملي ګټو د بيا اعادې په خاطر ځانونه يو موټي او يو دبل سره ملګری سي، زموږ د افغان ملت آزادي غوښتونکی بيرغ دامريکا او برتانيايي واکدارانو د قدرت په مراکزو کي و رپوي . زموږ ګروګان ، مظلوم او تر بمباريو لاندي ملت ددغه بدنامه ، فاسده او ملي ضد حکومتي مزدورانو د ملي خيانت د شره او د تجزيې د خطره بايد وژغوري . جهاني صاحب زه دي هم ددغه ملي ږغ سره ملګری يم او تاسو چي په دغه لاندي خپله حماسي شعري شپېلۍ کي ملي ناره راپورته کړېده زه يې هم در سره ږغوم او د افغانانو د بيا را پاڅېدو په هيله يې درسره وايم :
په کابل کي مي آسمانه بیا پيدا وزير اکبر کې
د جـــانــان د بــلا مـخ تــه خــدایـه زر ځــلـه مـي سپر کړې |
