ليكنـــــــــــــــــــې

 

ميوند اشنا

پاکستان يوازې د مسعود په عکس
د پښتونستان د جشن مخه ونيوله

 شمالي ټلواله چې د لومړۍ ورځې نه د یرغلګرو زما مطلب دی د  ملګرو هېوادونو د عسکري لښکرو سره    په  ۷ اکتبور  ۲۰۰۱ کې د یوې میاشتې د خونړۍ بمبارۍ  نه وروسته زمونږ د ګاونډي تاجکستان  ((چې تر۱۹۲۹‌عیسوي پورې د ازبکستان یو جمهوري ریاست  و))  نه زمونږ هېواد ته راواوښته نو زمونږ  بل ګاونډي پاکستان ((چې  تر  ۱۹۴۷ عیسوي  پورې هندوستان  و ))  په دغه ټلوالې غږ  وکړو چې  په کابل د ورختو  هڅه ونکړي      چې له همدې خبرې  سره پاکستان  په افغانستان کې لومړۍ سیاسي ماتې وخوړله    او د ټلوالې سره یې خپل مخالفت پداسې حال کې په ډاګه کړو چې  هیند او ایران لا د مخه د ټلوالې  سره  خپل ملاتړ اعلان کړی و   .

کله چې امریکا د ټلوالې وژل شوی  مشر مسعود  د افغانستان لپاره  یو اتل ونوماؤ او د ټلوالې  ژوندۍ څېرې  یې مارشلان   ملي مشران  او د ټلوالې لښکر چې  ټول یو توکم  تاجک  پکې  راټول شوی و او دی ملي اردو ونوموله او  آخیر یې ورپسې د شمالي ټلوالې نوم هم په ملي ټلوالې واړو نو ورسره  پاکستان په خپل سیاسي حماقت  هغه وخت  پوهه شو  چې پنځۀ  کاله وروسته په  افغانستان کې نور ټول کفار او مسلمان هېوادونه د ملګرو په نوم یادشول او پاکستان   د شمالي ټلوالې سره د مخالفت لکبله  د دښمن په نوم  .

خو پاکستان  له همغې ورځ نه ټلوالې  ته د نژدې کېدولارې ګودرې پېدا کړې او خپل سفیر یې بدل کړ او نوی سفیر  سردار   طارق عزیز الدین  یې  کابل ته راواستو او د سویلي ولایتونه نه یې لاس  واخست او په شمالي ولایتونو کې یې خپل د ودانۍ په کارونو پېل وکړ او نوي سفیر یې د مسعود سره یو یادګاري عکس  پته نشته چې کله یې ورسره  اخستی و  په کابل کې د پاکستان په سفارت کې  راځوړند کړ چې دغه مداریتوب  هم ایران لا د مخه کړی  و چې په ځینې ولایتونو کې یې  د مسعود عکس په خپل ایراني بېرغ کې چاپ کړی دی او په واټونو کې  یې لګولی دی چې په نتیجه کې یې د خمیني نوم کابل تر واټ  راورسېد چې د ایران په څېر مداريتوب هند هم کوي چې د مسعود د مړني  په ورځ د ولسمشر عزتمآب خان حامد  خان کرزي سره یې سفیر اوږه په اوږه ولاړ وي او  د مرګ  په ورځ یې د مداریتوب خبرې کوي   او په همدې مداریتوب یې   د ګاندي نوم هم تر کابل راورسو.

د پاکستان دغه سفیر د ټلوالې سره  د اړیکو په ښه کېدو کې ډېر چټک  ګړندی  او د بل هر سفیر نه ډېرې  لاس ته راوړنې لري او د والیانو نه واخله بیا تر ولسي جرګې  د غړو پورې   یې د ټلوالې د  څېرو سره  دخپل مخالفت  نه لاس واخست  چې په نتیجه کې څه موده مخکې د بلخ والي عطا محمد  د پاکستان په هکله  د ټلوالې  په استازیتوب  دا خبره وکړه چې افغانستان به ډېر ژر د ډیورن کرښه په رسمیت وپېژني  او دپاکستان دا ستونزه چې د افغانستان سره یې لري د تل لپاره به یې خاورو ته وسپاري  چې دغه خبرې تر ننه دا دې دوام لري چې سږ کال د پښتونستان جش هم تش په نوم  په دولتي کچه ونه لمانځل شو .

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.